• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستاني پوځ په بلوچستان کې د ۶ بلوڅ وسله والو د وژلو خبر ور کړی

۱۱ تله ۱۴۰۳ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۱:۱۵ GMT+۱

د پاکستان راډيو په خپل يوه خبر کې ويلي، چې د پاکستان امنيتي ځواکونو د بلوچستان په هرنايي کې د عملياتو پر مهال د بي اېل اې یا بلوڅ ازادۍ پوځ ۶ وسله وال وژلي دي. په خبر کې راغلي، چې همدې ډلې د امنيتي ځواکونو او بې ګناه خلګو په وژلو کې لاس درلود.

جيونيوز هم د چهار شنبې په ورځ په ورته يوه خبره کې ويلي، چې پاکستاني ځواکونو په هرنايي کې دغه عمليات د دقیقو او پټو معلوماتو پر بنسټ کړي.

د دوی د معلوماتو له مخې، په وژل شويو بلوڅ بیلتونپالو کې «شفو سمالاني، چې مستعار نوم یې تادين، سرمدخان مشهور په دستين، محمد ګل مري مشهور په وحيد بلوڅ، غلام قادر مري مشهور په انجير بلوڅ، عبيد بلوڅ مهشور په فدا او تاج محمد مشهور په بابل» شامل دي.

جيونيوز د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي له قوله لکی، چې عمليات یې بريالي و او د خپلو ځواکونو ستاينه یې کړې.

نقوي ويلي: «امنیتي ځواکونو په خپل وخت اقدام کولو سره ترهګر ختم کړل (موږ) د امنیتي ځواکونو زړورتیا ته سلام کوو.»
بلوچستان د اوږدې مودې راهیسې د بلوڅ بيلتونپالو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د ناامنۍ او جګړو شاهد وي.

بلوڅ بيلتونپال د خپلواکۍ غوښتنه کوي او د پاکستان حکومت يې پر وړاندي وسلواله مبارزه کوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

منظور پښتین: خیبر کې پولیسو د جرګې پر غړو ډزې کړې او اوښکې بهونکی ګاز یې پرې شیندلی

۱۱ تله ۱۴۰۳ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۵:۵۰ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، چې پېښور ته څېرمه د خیبر په جمرود سیمه کې د پښتنو د راتلونکي قامي جرګې پر خیمو او د غورځنګ پر غړو د پېښور پولیسو ډزې کړې چې ځینې کسان ټپیان دي او د جرګې خیمې یې ړنګې کړې او سوځولې دي.

پښتین وايي، پولیسو خیمو ته اور هم ورته کړی او ځینې توکي یې له ځانه سره وړي دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین پر خپله ایکس پاڼه نن چهارشنبه د (تلې ۱۱مه) لیکلي، چې د شپې ناوخته پېښور ښار ته څېرمه د خیبر په جمرود سیمه کې د اکتوبر ۱۱ مې نیټې راتلونکي قامي جرګې پر خیمو او هلته د پي ټي ایم پر غړو د پيښور پولیسو برید کړی چې ځینې کسان ټپیان او یو شمیر خیمې سوځول شوې دي.
پښتین وايي، د پېښور پولیسو د جرګې پر خیمو ډزې کړې، اوښکې بهونکی ګاز یې پرې شیندلی او خیمې یې ړنګې کړې او ځينو ته یې اور ورته کړی.

100%


منظور پښتین زیاتوي، چې ځينې ملګري یې ټپیان دي خو شمېر یې نه دی ښودلی.
هغه وايي، د پولیسو تر برید وروسته ځايي خلکو ځانونه میدان ته رسولي وو، او د امنیتي ځواکونو مخه یې نیولې وه.

منظور پښتین په ټولو پښتنو غږ کړی چې په خیبر کې د جرګې ځای ته ځانونه ورسوي: «په ټولو پښتنو ځوانانو مې غږ دی چې نن د ننګ او غیرت ورځ ده، د اړتیا وړ له سامانونو او بسترو سره د جرګې ځای ته راشئ، که د نړۍ ټول طاقتونه هم د جرګې ناکامولو لپاره راټول شي، د الله تعالي په فضل سره به پښتانه بیا هم خپله جرګه پرمخ وړي.»
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وویل، پولیسو د دوی یو ناروغ ملګری هم له ځانه سره وړی دی.
د پېښې په سیمه کې د جمرود پولیس وايي، چې دوی په دې نه پوهیږي چې ولې دغه خیمې ړنګې او د جرګې مخه نیول کیږي.
د جمرود پولیسو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې دوی دغه کار نه دی کړی او د جرګې ځای ته تېره شپه له پېښوره پولیس راغلي وو، خو د پېښور پولیس په دې اړه له خبرو کولو ډډه کوي.
نږدې درې میاشتې وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي ګیله‌من وزیر د جنازې مراسمو پر مهال د دغه غورځنګ مشر منظور پښتین اعلان وکړ، چې د روان ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په ۱۱م به پر پښتنو د روان ظلم او زیاتي د رابرسیره کولو او د دوی له حقونو د دفاع په موخه د پښتنو لویه قومي جرګه رابولي او له هغه وروسته به خپل دریځ اعلانوي. په دې وروستیو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ځینو غړو ویلي، چې منظور پښتین ته هم امنیتي ګواښونه شوي او هغه د ځینو نا څرګندو وسله والو له لوري څارل کیږي.

منظور پښتين د پښتونخوا مشر وزیر ته د پښتنو په قومي جرګه کې د ګډون بلنه ورکړه

۱۰ تله ۱۴۰۳ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۶:۳۲ GMT+۱

پاکستاني رسنيو خبر ورکړی، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين د خيبر پښتونخوا له مشر وزير علي امين ګنداپور سره ليدلې او د اکټوبر د ۱۱ مې نېټې جرګې ته یې بلنه ورکړې. رسنيو ويلي، چې دواړو خواو د امنیت او د سیمې په حالاتو خبرې کړې دي.

پاکستاني رسنيو د سې شنبې په ورځ ويلي، چې د منظور پښتن او وزير علي امين ګنداپور ترمنځ ليدنه په پېښور کې شوې ده.

په ناسته کې د اکټوبر ۱۱مې جرګې، د پښتونخوا د امنيت، د خلکو د ژوند او مال ساتلو او د حکومت د توپيري چلند په اړه خبرې شوي او او د ګنډاپور په جرګه کې د هر ډول ممکنه مرستې او استازولۍ ژمنه کړې.

پښتين ويلي، چې په بېلابېلو سیمو کې به قبایل خېمې دروي او د ټولو قومونو خلک به یو استازی ټاکي.

نوموړي دغه جرګه د مظلومو پښتنو يو غږ بللی دی.

پښتون ژغورنې غورځنګ د اکټوبر پر ۱۱مه په خيبر کې د «پښتنو قامي عدالت» په نوم لویه غونډه جوړوي.

پښتون ژغورنې غورځنګ ويلي، چې دغه جرګه به درې ورځي دوام وکړي او پر مهال به یې پښتانه په سيمه کې د روانې ناامنۍ، جبري لادرکيو او په پښتون مېشتو سيمو کې د طبيعي زېرمو او وسایلو د واک ستونزو په اړه پرېکړې وکړي.

د پاکستان او روسيې د سوداګرۍ او پانګونې لومړنی فورم په مسکو کې پیل شو

۱۰ تله ۱۴۰۳ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۲:۰۸ GMT+۱

د پاکستان د خصوصي سکټور وزير ويلي، چې دغه فورم د مسکو او اسلام اباد ترمنځ د نویو دوه اړخیزو اړیکو د پیل نښه ده. عبدالعلیم خان زياتوي، چې په سوداګريزه برخه کې پاکستان «د نړۍ له لویو بازارونو څخه شمېرل کېږي او بهرنۍ پانګونه پکې بشپړه خوندي ده.»

د پاکستان راډیو د ننني راپور له مخې، عبدالعلیم خان په مسکو کې د پاکستان او روسيې ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې دوه اړخيزو اړيکو ته په اشارې ويلي، چې پاکستان په سيمه کې د سوداګرۍ او پانګونې تر ټولو ازاد او خوندي سیسټم لري.

نوموړي ويلي، چې ټولي اقتصادي برخې يې د پانګونې لپاره پرانیستې دي.

په روسيه کې د پاکستان سفير محمد خالد جمالي بیا ويلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخيزه سوداګري یو ارب «میلیارد» ډالرو ته رسېدلې او دا د اقتصاد او سوداګريزو اړيکو زياتېدو ته د دواړو لورو لېوالتیا ښيي.

د جمالي په خبره، پاکستان مسکو ته د یو مهم او باوري سوداګريز شریک په سترګه ګوري او پاکستان له روسيې سره د اقتصادي اړيکو د لا پراختيا لپاره کار کولو ته سترګي په لار دی.

د روان کال د لمر وروستۍ تندر نيونه به د اکټوبر په دويمه او درېیمه شپه وي

۹ تله ۱۴۰۳ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۴۹ GMT+۱

د ستورپېژندنې د ادارې د معلوماتو له مخې؛ سږ کال به په افغانستان او پاکستان کې دویمه او وروستۍ لمر تندر نيونه به د اکټوبر مياشتي په دويمه او درېيمه وي.

همدا راز د پاکستان هوا پېژندنې اداره وايي، چې په همدې ورځو کې به لمر راختلی وي؛ خو په پاکستان کې به د لمر روښنايي نه ليدل کيږي.

د پاکستان هوا پوهنې ادارې د دوشنبې په ورځ رسنيو ته ويلي، چې لمريز خسوف به په جنوبي او شمالي امريکا او انټارکټیکا کې ولیدل شي.

د همدې ادرې د معلوماتو له مخې؛ د لمر تندر نيول به د پاکستان پر وخت د شپې په ۸ بجې او ۴۳ دقيقو شروع او د شپې په ۱۱ بجو او ۴۵ دقیقو به پای ته ورسيږي.

د پاکستان هوا پېژندنې اداره وايي، لمریز خسوف به د ماسپښین په ۲ بجو او ۴۷ دقیقو ختم شي.

په پاکستان کې بد امنیتي حالت؛ سږ کال په خیبرپښتونخوا کې ۳۳۷ تنه وژل شوي

۹ تله ۱۴۰۳ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۵:۴۷ GMT+۱

د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د دوشنبه په ورځ راپور ورکړی، چې په روان میلادي کال کې یوازې په خیبرپښتونخوا ایالت کې ۳۳۷ تنه پوځي او ولسي وګړي د ترهګریزو بریدونو په پایله کې وژل شوي دي.

د ورځپاڼې د راپور له مخې، چې په یاده موده کې ۶۱۶ تنه په دغه ایالت ټپیان شوي هم دي.

د ایکسپریس ټریبیون د راپور له مخې، د نا امنیو ترڅنګ په خیبرپښتونخوا ایالت کې د تښتونو او باج اخیستلو شمېر هم ډير شوی دی.

ویل کیږي، چې په روان میلادي کال کې د تښتونو او باج اخیستلو ۹۸ پېښې هم شوې دي.

دغې ورځپاڼې د امنیتي چارواکو په حواله ویلي، چې د ټانک، لکي مروت، بنو، ډېره اسماعیل خان، شمالي او سوېلي وزیرستان کې سیمو کې د امنیتي ځواکونو فعالیت یوازې د دوی تر امنیتي پوستو پاتې دی.

ایکسپریس ټریبیون لیکلي، چې له مازدیګر وروسته له امنیتي پوستې بهر او په پوځي جامو کې ګرځېدل له جدي ګواښونو څخه ګڼل کیږي.

دغې پاکستاني رسنۍ لیکلي، چې په دې وروستیو کې د خیبرپښتونخوا په ایالت کې د باج اخیستلو لپاره تښتونې، د بانکونو د پيسو د لیږد پر موټرونو بریدونه، د موسسو د کارکوونکو او حکومتي کسانو تښتول، د مرستندویه بنسټونو پر کارکوونکو بریدونه او د پولیسو هدفي وژنې په یو عادي کار بدل شوي دي.

د ټریبیون په وینا، په خیبرپښتونخوا ایالت کې د ترهګریزو بریدونو ډیروالي او باج اخیستنو اقتصاد کمزوری کړی او له دغه ایالت څخه د پانګې د ایستلو لامل شوی.