په منځني ختیځ کې کړکېج؛ نتانیاهو وایي اسراییل به د ایران د برید ځواب ورکړي

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو وویل، چې ایران دوه ځله له خپلې خاورې پر اسراییل بریدونه کړي، چې د نړۍ په تاریخ کې تر ټولو لوی بالستیک بریدونه دی.

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو وویل، چې ایران دوه ځله له خپلې خاورې پر اسراییل بریدونه کړي، چې د نړۍ په تاریخ کې تر ټولو لوی بالستیک بریدونه دی.
هغه زیاته کړه: «اسراییل د ځان د دفاع او ځواب ورکولو حق لري او همداسې به وکړي.»
د اسراییل کان شبکې راپور ورکړی، چې د دغه هېواد حکومت پرېکړه کړې، چې د ایران ورستي توغندیز برید ته «قوي او ستر» ځواب ورکړي.
دغې رسنۍ د یو اسراییلي چارواکي له قوله لیکلي، چې د دغه برید له پاره چمتووالی د واشنګټن سره په همغږۍ کې روان دی.
دغه اسراییلي چارواکي زیاته کړه، چې د ایران حکومت ته د ځواب ورکولو لپاره ټولې سناریوګانې د میز پر سر دي.
په همدې حال کې، د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن ویلي، چې تر اوسه یې د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره د ایران پر ضد د دغه هېواد د احتمالي غچ اخیستونکي برید په اړه خبرې نه دي کړي.
بل خوا، د اسراییل د پوځ ویاند دانیل هاګاري وویل، چې د دغه هېواد پوځیانو تر اوسه د لبنان د حزب الله دوه زره مرکزونه ویجاړ کړي دي.
هاګاري زیاته کړه، چې د ایران وروستي توغندیز برید د اسراییل د نواتیم او تلینوف هوايي اډې په نښه کړې، خو دغه دوه اډې په پوره ظرفیت خپل فعالیت ته دوام ورکوي.

غزه کې یوه مور چې رانا صلاح نومیږي خپله یوه میاشتنۍ لور میلانا یې په غیږ کې نیولې او په داسې حال کې چې ژاړي، وايي، چې د جکړۍ او کړاوونو په اوسني وضعیت کې، د خپلې لور د زیږولو له امله د ګناه احساس کوي.
هغې د دیر البلاح په یو کمپ کې د خبرو پر مهال وویل: «که زما په خوښه واي، نو د جکړۍ پرمهال به نه میندواره کیدم او یا به مې ماشوم نه زیږوه. ژوند بلکل بل ډول دی، مخکې مو داسې ژوند نه دی کړی.»
رانا وایي: «ما مخکې دوه ځله زیږون کړی و، او ژوند زما او ماشوم لپاره ښه او اسانه و. اوس زه داسې احساس کوم چې ما په خپل ځان او ماشوم دواړو ظلم کړی دی، ځکه چې موږ د دې څخه د ښه ژوند کولو مستحق یو.»
رویټرز خبري اژانس د دغې مور په اړه خپور کړي راپور کې لیکلي، چې میلانا، د میندوارۍ پر مهال د هغې مور ته د پیښو شوو ستونزو له امله، د سیزارین له لارې د روغتون په خیمه کې زیږیدلې ده. دغه کورنۍ د جګړو له امله نه دي توانیدلي چې بیرته خپل کور ته ستانه شي. دوی له یوې خیمې بلې ته ځي او ژوند ته دوام ورکوي.
د یونیسف د شمېر له مخې، میلانا په تېر کال کې په غزه کې د شاوخوا شل زره نوي زیږیدلو ماشومانو څخه یوه ده.
تېر کال د اکټوبر پر اوومه حماس وسله والې ډلې پر اسراییل برید وکړ، د اسراییل د شمېرو له مخې، یو زرو او ۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۰ یې یرغمل کړل.
د غزې د روغتیا وزارت په وینا، پر غزې د اسراییل بریدونو کې له ۴۱ زره او ۵۰۰ څخه زیات فلسطینیان وژل شوي دي. د فلسطیني سیمو ډېره برخه ویجاړه شوي او د ۲،۳ میلیونه اوسیدونکو ډېره برخه بې ځایه شوې ده.

رویټرز د خپلو سرچینو په حواله لیکلي، چې په بیروت کې د اسراییل له هوايي بریدونو وروسته د حزب الله د مشرۍ لپاره نوماند صفي الدین هاشم ورک شوی دی. تر دې مخکې اسراييل چارواکو ويلي وو، چې د دغه هېواد پوځ د حزب الله د چارواکو پر هغه غونډه بريد کړی، چې صفي الدين هم په کې حضور درلود.
د لبنان درې امنیتي سرچینو د شنبې په ورځ رویټرز خبر ي اژانس ته وویل، چې د بیروت په سویلي څنډه کې د اسراییل له هوایي بریدونو وروسته، مرستندویه ډلې هغه سیمې ته لاسرسی نه لري، چیرې چې د حزب الله د مشری له پاره نوماند صفي الدین هاشم حضور درلود.
یوې سرچینې وویل، چې صفي الدین د جمعې له ورځې راهیسې بې درکه دی.
د اسراييل رسنۍ وايي، چې په دې بريد کې صفي الدين ټپي شوى دى؛ خو رسمي سرچینې د هغه ټپي کېدل نه تاییدوي.
د اسراییل پوځ هم د جمعې په سهار وویل، چې په بیروت کې یې د حزب الله د استخباراتو مرکز په نښه کړی دی.
پوځ په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي چې په دغه مرکز کې څوک وو.

د پاکستان د پلازمینې اسلام اباد سړکونه ، لارې کوڅې پرون په کانټینري دیوالونو داسې بندې او وتړل شوې، لکه چې د بهر نه پرې د دښمن ستره حمله کېږي.
زرګونه پولیس د ښار نه چاپیره او ښار د ننه د دښمن په شا تمبولو ته تیار ولاړ دي.
په اسلام اباد کې د ولسمشر او د وزیراعظم دفترونو، پارلمان، سترې محکمې او د سفارت خانو د ژغورنې لپاره پوځ هم وسله په لاس تیارسي ولاړ دي.
خو بیا هم لکه چې دغه ټول بندیزونه او د وسله والو قواوو درول کافی نه دي، حکومت انترنیټ او د موبایل ټليفون زیګنالونه هم بند کړي.
دغو بندیزونو د پلازمینې د وګړو لپاره ډیر مشکلات ایجاد کړي.
د اسلام اباد کې اوسیدونکي وايي، د اپوزیسیون ګوندونو د مارشونو د مخنیوي لپاره د اسلام اباد په لارو کې یې تل خنډان لیدلي، خو دغه اوسني موانع بې ساري دي.
جالبه دا ده چې په اسلام اباد کې دغه اضطراری وضع د کومې ترورستي حملې یا د کوم خارجي دښمن د حملې د شنډولو لپاره نه ده، بلکې دا حالت د راولپنډۍ په محبس کې د بندي پخواني وزیراعظم عمران خان له خوا د اکتوبر په څلورمه د خپل ګوند غړو ته د مظاهرې لپاره د راوتلو غږ نه وروسته جوړ شوي دي.
په دې مظاهرو کې ستره ونډه د پښتونخوا وګړو اخیستې، چې د دغه ایالت د سر وزیر علي امین ګنډاپور په مشرۍ د موټرونو او سرویسونو په یوه غټه قافله کې یې له پیښور حرکت کړی، خو د صوابۍ سره نزدې مرکزي حکومت د موټر وې په منځ کې سړک کیندلی او غټې کندې یې کنستلې دي، چې د د اسلام اباد په لور د لاریونوالو د تګ مخه ونیسي.
د اباسین په بله غاړه د پنجاب پولیس سره د کوتکونو او ټوپکو ولاړ دي چې پنجاب ته له ننوتو لاریونوال منع کړي.

د پاکستان په سیاست کې د اوسني ترخه انقطاب ریښې د پنجاب د دوو قوي سیاسي ډلو یعنې د نواز شریف په مشرۍ د مسلم لیګ او د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف تر منځ را روانه زړه سیاسي دښمني ده، دغه دواړه ډلې په پوځ، بیروکراسۍ او قضا کې هم انډیوالان لري.
د ۲۰۱۳په ټول ټاکنو کې نواز شریف د پارلمان د چوکیو اکثریت وګاټه او د پاکستان د وزارت عظما په چوکۍ کیناسته، خو جنرالانو په ځینې وجوهاتو د هغه واک تحمل نه کړ.
جنرالانو د هغه د سقوط لپاره له یوې خوا په سیاست کې د عمران خان شا وټپوله او له بله اړخه یې د سترې محکمې د قاضیانو په وسیله نواز شریف د یوې ساختګي دوسیې په اساس په ۲۰۱۷ کې د چوکۍ نه برطرف کړ.
د ۲۰۱۸ په ټول ټاکنو کې لوی درستیز جنرال باجوه او د ای ایس ای پخواني مشر جنرال فیض حمید په ټول ټاکنو کې د بربنډې درغلۍ په وسیله د عمران خان د ګوند کاندیدان ګټونکي اعلان کړل.
عمران خان د پاکستان وزیر اعظم شو، خو نواز شریف ته دوسیې جوړې کړې شوې او هغه بندي شو.
د عمران خان د درې نیم کاله واک نه پس جنرال باجوه او د عمران تر منځه په دې وجه اختلاف پیدا شو چې هغه د عمران حامي جنرال فیض حمید د ای اېس ای د ریاست نه تبدیل کړ.
په مقابل کې یې عمران خان څه لږ مقاومت وکړو، نو د باجوه په تشویقولو اپوزیسیون په پارلمان کې عمران خان د سلب اعتماد د مصوبې په تصویب سره د واک نه لرې کړ.
د عمران خان ځای ناستی شهباز شریف، چې د نواز شریف کشر ورور دی، د باجوه د تقاعد کیدلو نه وروسته جنرال عاصم منیر د اردو نوی لوی درستیز وټاکه.
عمران خان تلاش کاوه چې فیض حمید په دغه چوکۍ کیني او عمران خان او فیض حمید د عاصم منیر د ټاکل کیدلو نه پس هم د هغه د برطرف کولو لپاره پټې او برنډې هلې ځلې وکړې، نو ځکه عمران خان او فیض حمید دواړه بندیان او محاکمې یې روانې دي.

د پاکستان په روان سیاسي انقطاب کې د اکتوبر وړومبۍ درې اونۍ په دوو وجوهاتو ډیرې مهمې دي.
وړومبۍ خبره دا ده چې د سترې محکمې اوسنی رئیس قاضي فائز عیسا، چې د اوسني حکومت طرفدار دی، د اکتوبر په پنځویشتمه نیټه تقاعد کېږي.
وزیراعظم شهباز شریف او لوی درستیز عاصم منیر ویره لري چې د قاضي فائز عیسا ځای ناستی منصور علی شاه به د فرورۍ ۲۰۲۳په ټول ټاکنو کې د درغلۍ په ضد د عمران خان عریضې را وسپړي.
دوی وېرېږي چې دغه نوی قاضي به اوسنی حکومت برطرف کړي او له نوي سره د انتخاباتو د دایرولو امر به صادر کړي.
ځکه د شهباز شریف په مشرۍ حکومت تلاش کوي چې د اکتوبر په دویمه اونۍ کې په اساسي قانون کې داسې تعدیلونه وکړي د کومو په وسیله چې د نوي قاضی القضات صلاحیتونه کم کړي.
د عمران خان د اوسني اعتصاب او مظاهرو هدف د اړۍ ګړۍ په جوړولو په اساسۍ قانون کې د حکومت له خوا د تعدیل را وستو مخه نیول دي.
ځکه که حکومت په دې کار کې بریالې نه شو، نو عمران خان به نه یوازې په نزدې راتلونکې کې سیاسي قدرت ته نزدې را نه شي، خو ور سره به ډیر کلونه په محبس کې اړولو باندې محکوم شي.

دویمه مهمه خبره دا ده چې د اکتوبر په پنځلسمه او شپاړسمه نیټه په اسلام اباد کې د شنګهای همکارۍ د سازمان د سرانو غونډه کیدونکې ده، چې پاکستان یې کوربه توب په غاړه لري.
د چین وزیر اعظم او د هند د خارجه چارو وزیر په دغه غونډه د ګډون اعلان کړی. د نورو غړو هیوادونو مشران به هم دغه کنفرانس کې د ګډون لپاره پاکستان ته راځي، نو د عمران خان ګوند په دې موقع نړیوالو ته ښودل غواړي چې د پاکستان د اولس اکثریت د هغه ملګري دي، خو اوسنی حکومت خپل ټول وس کوي چې د عمران خان دغه تلاش ته ماتې ورکړي.
اسلام اباد کې پولیس هر هغه څوک توقیفوي چې د پروتست اپاره پارلیمان ته مخامخ د «ډي چوک»نومې څلور لارې ته را رسیږي، پرون پولیسو د عمران خان دوه خویندې هم ونیوې چې تر دې ځای رارسیدلی وې، د اوسني ټکر نتیجې دواړو فریقو د پاره مهم عواقب لري.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانکه (ای، اېس، پي، ار) وایي، د شمالي وزیرستان په سپین وام کې یې له یوې وسلهوالې ډلې سره په نښته کې شپږ تنه «ترهګر» وژلي دي.
خبرپاڼه کې راغلي، په دغو عملیاتو کې چې د اکتوبر په څلورمه نېټه تر سره شول، د دوی د یو افسر په ګډون پنځه تنه سرتېري په کې وژل شوي دي.
ای اېس پي ار دا رنګه لیکلي، د دوی پوځي ځواکونه په سیمه کې په چاڼیزو عملیاتو بوخت دي او د وسلهوالو ډلو لټه کوي.
دا رنګه خبرپاڼې کاږلي، چې د دغو بریالیو عملیاتو په ترسره کولو کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د امنیتي ځواکونو ستاینه او قدرداني کړې او د وژل شویو سرتېرو له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده.
خو ټيټيپي بیا وایي، چې په سين وام کې یې د پاکستاني سرتېرو د موټرو په کاروان برید کړی چې په کې ۶ سرتېري وژل شوي دي.

د امریکا پخوانی ولسمشر او ولسمشریزو ټاکنو ته د جمهوري غوښتونکو ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ ویلي، اسراییل باید د تهران د وروستیو توغندیزو بریدونو په ځواب کې د ایران پر اټومي تاسیساتو برید وکړي.
هغه دغه څرګندونې د جمعې په ورځ په شمالي کارولینا کې د خپل ټاکنیز کمپاین په یوه غونډه کې د خبرو پرمهال وکړې.
په دې اړه بیا د امریکا ولسمشر جوبایډن څو ورځې وړاندې ویلي و، که هغه د اسراییل پر ځای وای؛ نو د ایران د تېلو تاسیساتو پر ځای به یې بل ځای غوره کړی وای.
د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي و، اسراییل ته یې څرګنده کړې چې د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسراییل له بریدونو ملاتړ نه کوي.
د اسراييل پر پوځي تاسيساتو د ايران له توغندويي بريدونو وروسته جوبايډن ټينګار وکړ، چې امريکا به له اسراييله بشپړ ملاتړ ته دوام ورکړي او د توغنديو د بريدونو په غبرګون کې به پر ايران نور اقتصادي بنديزونه ولګول شي.
له بلې خوا اسراییل خبرداری ورکړی، چې که ایران د دوی د ځوابي برید په ځواب کې کوم اقدام وکړي؛ نو اسراییل به له اټومي وسلو کار واخلي.
څو ورځې وړاندې ايران پر اسراییل ۱۹۰ بالستيک توغندي وتوغول چې په ترڅ کې يې د اسراييل بېلابېلې هوايي اډې په نښه شوې.
