• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایس جی شنکر:اسلام اباد ته د سفر پر مهال به له پاکستاني چارواکو سره دوه اړخیزې خبرې ونه کړم

۱۵ تله ۱۴۰۳ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۷:۳۰ GMT+۱تازه شوی: ۱۵ تله ۱۴۰۳ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۴، ۲۲:۰۲ GMT+۱

د هند د بهرنیو چارو وزیر وايي، چې اسلام اباد ته د خپل راتلونکي سفر پر مهال به له پاکستاني چارواکو سره د دواړو هېوادونو د اړیکو په اړه دوه اړخیزې خبرې ونه کړي. ایس جی شنکر به د اکتوبر په نیمایي کې پاکستان ته سفر وکړي چې د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډه کې برخه واخلي.

نوي ډیلي د جمعې په ورځ ویلي، چې د هند د بهرنیو چارو وزیر به پاکستان ته سفر وکړي.

دا له ۹ کلونو وروسته پاکستان ته د هند د بهرنیو چارو د وزیر لومړی سفر دی.

وروستی ځل د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سواراج په ۲۰۱۵ کال کې د اسیا زړه هیوادونو په غونډه کې د ګډون له پاره پاکستان ته سفر کړی و.

ښاغلي جی شنکر په یوه غونډه کې وویل: «دا سفر په څو اړخیزه غونډه کې د ګډون لپاره دی. زه هلته د پاکستان او هند پر اړیکو د بحث لپاره نه ځم.»

هغه زیاته کړه، چې پاکستان ته ځکه ځي، چې هند د شانګهای د همکارۍ سازمان «ښه غړی» دی.

جی شنکر په پاکستان کې د هغه شتون ته د رسنیو په ځواب کې وویل:«ځکه چې زه یو شریف او بانزاکته سړی یم، زما چلند به مناسب وي.»

ټاکل شوې د شانګهای د همکارۍ سازمان غونډه د اکتوبر په ۱۵مه او ۱۶مه په اسلام اباد کې جوړه شي.

په دې غونډه کې به د روسیې، قرغزستان او تاجکستان مشران ګډون وکړي.

د هند او پاکستان تر منځ اړیکي په ۱۹۴۷ کال کې له بریتانیا څخه د خپلواکۍ له اخیستو وروسته بېرته عادي حالت ته نه دي راغلي.

د هند او پاکستان تر منځ اړیکې تل د ترینګلتیا سره مخ دي او د دغو دواړو هیوادونو حکومتونه تل د کشمیر د حاکمیت پر سر اختلاف لري او په شخړو کې ښکیل شوي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

تېره شپه په کیف او شاوخوا سیمو کې؛ اوکراین د روسیې ۵۶ بې پیلوټه الوتکې غورځولې دي

۱۵ تله ۱۴۰۳ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۶:۴۷ GMT+۱

روسیې تېره شپه د لسګونو بې پیلوټه الوتکو پر مټ د اوکراین پلازمېنه او د تور سمندرګي په اودیسا بندر کې یو شمیر تاسیسات په نښه کړي دي.

د اوکراین د بیړنیو خدماتو اداره وايي، چې په اودیسا کې ددې څو څپیزې بمبارۍ له امله یو تن ټپي شوی او زیرمو او ټرانسپورټي لاریو ته زیان اوښتی.

د اوکراین هوايي ځواک وايي، چې پوځ د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې له ۸۷ روسي بې پیلوټه الوتکو څخه۵۶ هغه را غورځولې او ۲۵ نورې بې پیلوټه الوتکې د برېښنايي پارازیټونو په پایله کې له منځه وړل شوې، خو د څرنګتیا په اړه یې معلومات نه دي ور کړي.

د پلازمېنې کیف پوځي مدیر سیرهي پوپکو وايي، چې د هوايي دفاع سیسټم د پلازمېنې پر لور تلونکې ټولې الوتکې له منځه یووړې. پوپکو زیاتوي، چې د پنځو ساعتونو په اوږدو کې درې ځله پر کیف د هوايي برید خبرداری اعلان شوی.

رویټرز خبري اژانس وايي، چې دوی په دې نه دي توانېدلي، چې دغه رپوټونه په خپلواکه توګه تایید کړي.

روسیې د ۲۰۲۲ کال له فبروري میاشتې راهیسې پر اوکراین د خپل بشپړ برید له پیل راهیسې د ملکي وګړو په نښه کول رد کړي، خو په خپلو هوايي بمباریو او د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې په پرلپسې ډول د جګړې د لومړۍ کرښې ترشا ولسي استوګنځایونه په نښه کوي.

بله خوا، د روسیې دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې تېره شپه یې څلور اوکراینۍ بې پیلوټه الوتکې را غورځولې دي. د روسیې د ریانووستي خبري اژانس د رپوټ له مخې، دوه الوتکې په کورسک او دوه نورې په بلګورود او ورونژ سیمو کې را نسکورې کړای شوې دي.

ایراني چارواکي وايي هره ورځ ۵۰۰ بې اسناده افغان کډوال له ختیځ تهران څخه ایستل کېږي

۱۵ تله ۱۴۰۳ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۶:۲۷ GMT+۱

د تهران د ختیځ د پولیسو یو مشر وايي، چې په دغه ولایت کې هره ورځ لږ تر لږه ۵۰۰ بې اسناده افغان کډوال راټولیږي او له دغه هیواده ایستل کیږي. دلاور القاصي په دغه ولایت کې له کار ورکوونکو هم وغوښتل چې بې اسنادو کډوالو ته له کار کولو ډډه وکړي.

دغه ایراني چارواکي د شنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، چې د بې اسنادو کډوالو د ایستلو بهیر به د خلکو د یوې اساسي غوښتنې په توګه عملي شي.

د ختیځ تهران د پولیسو مشر دلاور القاصي وویل، د بې اسناده کډوالو د پیژندلو، راټولولو او ویستلو بهیر به د روان کال تر پایه دوام وکړي.

هغه وویل: "په ختیځ تهران کې، د غیرقانوني کډوالو راټولول زموږ په اجنډا کې دي او موږ له محترمو کار ورکوونکو څخه غواړو چې د ایراني کارګرو یا اسناد لرونکو خلکو څخه کار واخلي."

تر دې مخکې د ایران د پولیسو مشر هم ویلي و، چې د روان کال تر پایه به دوه میلیونه بې اسناده کډوال له ایرانه وایستل شي.

په ایران کې میشت اکثره کډوال افغانان دي، چې په افغانستان کې د طالبانو د محدودیتونو او د خراب اقتصادي وضعیت له امله یې دغه هیواد کې پناه اخیستې ده.

په ایران کې د بې اسنادو کډوالو د ژوند شرایط ورځ تر بلې ستونزمن کیږي. په دې وروستیو کې، د تایباد لوی څارنوالۍ دفتر اعلان وکړ چې په ښار کې هر ډول "افغانانو ته د استوګنې کورونه په کرایه ورکول او یا پر هغوی د کورونو پلورل" منع دی.

غزه کې د اسراییل تازه بریدونو ۲۶ تنه فلسطینیان وژلي

۱۵ تله ۱۴۰۳ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۵:۳۱ GMT+۱

په غزه کې د حماس اړوند حکومت د رسنیو دفتر وايي، چې د غزې په تړانګه کې پر یو جومات او ښوونځي د اسراییل د هوايي بمبارۍ په پایله کې ۲۶ تنه وژل شوي او ۹۳ نور ټپیان دي.

د فلسطین روغتیايي چارواکي وايي، چې په شمالي غزه کې له شنبې شپې راهیسې هوايي بمباریو کې۲۰ نور کسان وروسته له هغه ووژل شول، چې اسراییلي پوځ دې سیمې ته ټانکونه واستول او له خلکو یې وغوښتل څو سیمه پریږدي.

د اسراییل پوځ وايي، چې د غزې د مرکز اړوند دیرالبلاح سیمه کې یې په ابن رشد ښوونځي او شهدای مسجد کې د حماس ډلې د قوماندې پر فعالو مرکزونو کره بریدونه کړي.

حماس، د پوځي موخو لپاره د ښوونځیو، جوماتونو او روغتونونو کارول ردوي.

د رویټرز د رپوټ له مخې، د جومات امام احمد فلیت په داسې حال کې، چې له کنډوالو یې د قران کریم پاڼې راټولولې، وویل، چې دا جومات له شل کلونو راهیسې دلته دی او دا چې بریدونو د سیمې خلک بېځایه کړي.

دا بریدنونه داسې مهال ترسره کیږي چې د اسراییل او فلسطینۍ جنګیالۍ ډلې حماس ترمنځ جګړه یوکلنۍ ته نږدې کیږي او اسراییل خپل عملیات د لبنان پر لور غځوي.

د اسراییل د شمېرو له مخې، حماس د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر اوومه د اسراییل پر سوېلي سیمو برید کې ۱۲۰۰ تنه ووژل او ۲۵۰ نور یې یرغمل کړل.

د غزې د روغتیا وزارت د سرچینو د رپوټ له مخې، د اسراییل په ځوابي بریدونو کې شاوخوا ۴۲ زره تنه فلسطینیان وژل شوي او شاوخوا دوه عشاریه درې میلیونه کسان له سیمې بې ځایه شوي دي.

د ایران د سرحدي ځواکونو قوماندان:غیر قانوني کډوالو ته کار او په کرایه کور ورکول منع دي

۱۵ تله ۱۴۰۳ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۳:۰۹ GMT+۱

د ایران د پولیسو او سرحدي ځواکونو عمومي قوماندان وايي، غیر قانوني بهرنیو وګړو ته کار او په کرایه کور ورکول جواز نه لري. سردار احمد رضا رادان وايي، دوی غیرقانوني کډوالو ته په ایران کې د استوګنې او کار کولو اجازه نه شي ور کولای.

سردار احمد رضا رادان د ایران له تسنیم رسنۍ سره په مرکه کې د کډوالو هویت په ډاګه نه کړ، خو د ایران د احصایې مرکز د رسمي شمېرو له مخې په دغه هېواد کې ۹۷ په سلو کې کډوال افغانان دي، چې یوه ستره برخه یې قانوني اسناد نه لري.

هغه زیاته کړه: « خلک او د کاروبار څښتنان باید وپوهیږي چې دغو خلکو ته کار او غیر قانوني وګړو ته استوګنځای ور کول جرم دی». د نوموړي په وینا، غیر قانوني وګړي د کار او تجارت حق نه لري او نه هم کور کرایه کولی شي.

رادان په دې مرکه کې وویل، چې « موږ سږ کال حتما تر دوه میلیونو پورې غیر قانوني وګړي اخراج کوو. تر اوسه موږ تر ۵۰۰ زره ډېر نیولي او ایستلي دي. له ۲۵۰ زره ډېرو کسانو ځانونه خپل را پېژندلي دي».

هغه پر خپلو خلکو غږ وکړ، چې له پولیسو سره د غیر قانوني وګړو په پېژندګلوي او نیولو کې مرسته وکړي.

رادان وايي، قانوني کډوال په دې بهیر کې شامل نه دي او دوی یې د امنیت په ټینګښت مکلف دي.

ایراني چارواکي وايي، په دغه هېواد کې دوه میلیونه او ۷۰۰ زره تنه افغان کډوال قانوني اوسیږي خو تر پنځو میلیونو ډېر نور په غیر قانوني توګه دغه هېواد ته ورغلي دي.

شمالي وزیرستان او کورمه کې ۱۳ پاکستاني سرتېري وژل شوي

۱۵ تله ۱۴۰۳ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۱:۵۲ GMT+۱

د پاکستان پوځي سرچینې وايي، چې د شمالي وزیرستان او کورمې ولسوالیو په پرونیو نښتو کې د پوځ د یوه افسر په ګډون ۱۳ امنیتي سرتېري وژل شوي. د پاکستان د پوځ له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې لومړنۍ نښته د شمالي وزيرستان په سپين وام سيمه کې شوې او شپږ وسله وال پکې وژل شوي.

د پاکستان پوځ وايي، په بریدونو کې د جنګیالیو د یوه مهم قوماندان په ګډون، چې د خیبر پښتونخوا ایالت په سوات کې یې د ډپلوماټانو پر کاروان په وروستي بريد کې لاس درلود،اته تنه وسله وال جنګيالي هم وژل شوي.

یوې سرچینې افغانستان انټرنېشنال ته وویل، چې دغه برید وړمه شپه د حافظ ګل بهادر د ډلې جنګیالیو کړی او له لایزري ټوپکو یې پکې ګټه اخستې ده.

سرچینې په برید کې د سرحدي ملیشو د ګڼو نورو سرتېرو او جنګیاليو د ټپي کېدو پخلی هم کړی.

خبرپاڼه وايي، په دې جګړه کې د فیصل اباد اوسېدونکی ۴۳ کلن محمد علي شوکت له خپلو پنځو سرتېرو سره وژل شوی.

په يوه بله خبرپاڼه کې د پوځ رسنیزې څانګې په ډاګه کړې، چې امنيتي ځواکونو د سوات په چهارباغ سيمه کې د عملياتو پر مهال د توندلارو د يوه مشر عطاء الله مهران په ګډون دوه توندلاري وژلي او يو بل يې ټپي کړى.

د خبرپاڼې پربنسټ، مهران په سیمه کې په ګڼو بریدونو کې لاس درلود او د سپتمبر پر ۲۲ مه په سوات کې د بهرنیو ډپلوماټانو له یوه کاروان سره مل د پولیسو پر موټرو برید هم نوموړي کړی و.

د پاکستان پولیسو دا هم ویلي، چې د مرکزي کورمې ولسوالۍ په باراني سیند سیمه کې په یوه جلا برید کې اووه پاکستاني سرتیري وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي.