• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستاني رسنۍ: کورمه او بلوچستان کې اته پاکستاني پوځيان وژل شوي دي

۱۵ تله ۱۴۰۳ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۳:۵۲ GMT+۱

د پاکستاني رسنیو د خبرونو له مخې تېره ورځ ناوخته د بلوچستان په قلات سیمه کې پر پاکستاني پوځ د برید له امله څلور عسکر وژل شوي او درې ټپیان شوي. په یوه بله پېښه کې د خیبرپښتونخوا په کورمه کې هم پر پاکستاني پوځیانو برید کې څلور عسکر وژل شوي او دوه ټپیان دي.

پاکستاني رسنیو نن یکشنبه د (تلې ۱۵مه) خبرونه خپاره کړي چې تېره ورځ ناوخته د بلوچستان په قلات سیمه کې د پاکستاني پوځيانو پر کاروان برید شوی چې په کې څلور پوځيان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي.

خبر زیاتوي چې د پوځ پر دغه کاروان پر لاره لومړی د یوه ماین چاودنه شوې بیا وسله وال بریدونه پرې شوي.

د دغه برید مسوولیت بلوڅ بیلتون پالو منلی او په برید کې د نهو پاکستاني عسکرو د وژلو او پنځو د ټپي کېدو دعوه کړې.

په یوه بل خبر کې پاکستاني رسنیو ويلي چې تېره ورځ ناوخته د خیبرپښتونخوا کورمې په پستونې سیمه کې د پاکستاني پوځیانو پر ګزمه برید شوی چې په پایله کې یې څلور پوځیان وژل شوي او دوه تپیان شوي.

پر دغې ګزمې وسله والو مخامخ ډزې کړې دي او مرګ ژوبله یې اړولې ده.

په کورمه کې پر پاکستاني پوځيانو د دغه برید مسوولیت د ټي ټي پي جماعت الاحرار ډلې په اړه اخیستی او د ۱۵ پوخيانو د مرګ ژوبلې دعوه یې کړې ده.

د دغو دواړو بریدونو په اړه تر اوسه پورې پاکستان پوځ په رسمي ډول خبرپاڼه نه ده خپرې کړې.

تېره ورځ شنبه د پاکستان پوځ ویلي و، چې د شمالي وزیرستان په سپین وام کې له وسله والو سره په نښته کې د يوه لوړ پوړي افسر په ګډون شپږ پاکستاني پوځيان وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ ویلي و، چې په متقابلو ډزو کې یې شپږو وسلوال هم وژلي وو.

په دې وروستیو کې په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې پر پاکستاني پوځیانو بریدونو زور اخیستی او نږدې هره ورځ پرې د وسله والو له لوري سخت بریدونه کیږي او مرګ ژوبله ور اړوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

په منځني ختیځ کې کړکېج؛ نتانیاهو وایي اسراییل به د ایران د برید ځواب ورکړي

۱۴ تله ۱۴۰۳ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۲۰:۱۹ GMT+۱

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو وویل، چې ایران دوه ځله له خپلې خاورې پر اسراییل بریدونه کړي، چې د نړۍ په تاریخ کې تر ټولو لوی بالستیک بریدونه دی.

هغه زیاته کړه: «اسراییل د ځان د دفاع او ځواب ورکولو حق لري او همداسې به وکړي.»

د اسراییل کان شبکې راپور ورکړی، چې د دغه هېواد حکومت پرېکړه کړې، چې د ایران ورستي توغندیز برید ته «قوي او ستر» ځواب ورکړي.

دغې رسنۍ د یو اسراییلي چارواکي له قوله لیکلي، چې د دغه برید له پاره چمتووالی د واشنګټن سره په همغږۍ کې روان دی.

دغه اسراییلي چارواکي زیاته کړه، چې د ایران حکومت ته د ځواب ورکولو لپاره ټولې سناریوګانې د میز پر سر دي.

په همدې حال کې، د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن ویلي، چې تر اوسه یې د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره د ایران پر ضد د دغه هېواد د احتمالي غچ اخیستونکي برید په اړه خبرې نه دي کړي.

بل خوا، د اسراییل د پوځ ویاند دانیل هاګاري وویل، چې د دغه هېواد پوځیانو تر اوسه د لبنان د حزب الله دوه زره مرکزونه ویجاړ کړي دي.

هاګاري زیاته کړه، چې د ایران وروستي توغندیز برید د اسراییل د نواتیم او تلینوف هوايي اډې په نښه کړې، خو دغه دوه اډې په پوره ظرفیت خپل فعالیت ته دوام ورکوي.

د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون د چمن له سرحدي ځواکونو غوښتي چې ۵ افغانان خوشې کړي

۱۴ تله ۱۴۰۳ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۸:۰۰ GMT+۱

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون د شنبې په ورځ وویل، چې پنځه افغان خویندې او ورونه چې درې یې ماشومان دي، په چمن کې د سرحدي ځواکونو له خوا په داسې حال کې نیول شوي چې غوښتل یې پاکستان ته خپلې مور ته ورشي. دغه سازمان له پاکستاني چارواکو وغوښتل چې دغه پنځه کسان خوشې کړي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون د پنځو خویندو او ورونو په نیول کېدو او احتمالي شړلو اندېښنه څرګنده کړې، چې درې یې کم عمره ماشومان دي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون د دغو پنځو کسانو د شړلو د احتمال په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې د دې کورنۍ دوه ځوانې او نا واده شوې لوڼې ښايي له محرم پرته افغانستان ته د سفر له کبله له سزا سره مخ شي.

دغې ادارې له اړوندو چارواکو غوښتنه کړې، چې ياد کسان خوشې او ډاډ ترلاسه کړي چې په اسلام اباد کې له خپلې مور سره وګوري.

د کمېسیون د خبرپاڼې له مخې، د ماشومانو د حقونو د کنوانسیون د ۹ ام بند له مخې، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ لا دمخه حکومت ته خبرداری ورکړی، چې د دې کورنۍ مسوولیت پر غاړه واخلي.

له یو کال راهیسې، په پاکستان کې د استوګنې له اسنادو پرته د افغان کډوالو نیول او اېستل زیات شوي دي. د وږي په نیمایي کې، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وویل، چې دغه هېواد به ډېر ژر د بې اسنادو افغان کډوالو د اېستلو دویم پړاو پیل کړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ د شمېرو له مخې، په پاکستان کې شاوخوا ۸۸۰زره افغان کډوال د ځانګړو کارتونو په لرلو سره ژوند کوي. د افغان کډوالو د اېستلو لومړی پړاو تېر کال د تلې میاشت کې پیل شو، چې څه باندې ۶۰۰زره افغان کډوال له پاکستانه واېستل شول.

په غزه کې د یوې نوې زیږیدلې ماشومې مور: د خپلې لور په زیږولو د ګناه احساس کوم

۱۴ تله ۱۴۰۳ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۶:۵۸ GMT+۱

غزه کې یوه مور چې رانا صلاح نومیږي خپله یوه میاشتنۍ لور میلانا یې په غیږ کې نیولې او په داسې حال کې چې ژاړي، وايي، چې د جکړۍ او کړاوونو په اوسني وضعیت کې، د خپلې لور د زیږولو له امله د ګناه احساس کوي.

هغې د دیر البلاح په یو کمپ کې د خبرو پر مهال وویل: «که زما په خوښه واي، نو د جکړۍ پرمهال به نه میندواره کیدم او یا به مې ماشوم نه زیږوه. ژوند بلکل بل ډول دی، مخکې مو داسې ژوند نه دی کړی.»

رانا وایي: «ما مخکې دوه ځله زیږون کړی و، او ژوند زما او ماشوم لپاره ښه او اسانه و. اوس زه داسې احساس کوم چې ما په خپل ځان او ماشوم دواړو ظلم کړی دی، ځکه چې موږ د دې څخه د ښه ژوند کولو مستحق یو.»

رویټرز خبري اژانس د دغې مور په اړه خپور کړي راپور کې لیکلي، چې میلانا، د میندوارۍ پر مهال د هغې مور ته د پیښو شوو ستونزو له امله، د سیزارین له لارې د روغتون په خیمه کې زیږیدلې ده. دغه کورنۍ د جګړو له امله نه دي توانیدلي چې بیرته خپل کور ته ستانه شي. دوی له یوې خیمې بلې ته ځي او ژوند ته دوام ورکوي.

د یونیسف د شمېر له مخې، میلانا په تېر کال کې په غزه کې د شاوخوا شل زره نوي زیږیدلو ماشومانو څخه یوه ده.

تېر کال د اکټوبر پر اوومه حماس وسله والې ډلې پر اسراییل برید وکړ، د اسراییل د شمېرو له مخې، یو زرو او ۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۰ یې یرغمل کړل.

د غزې د روغتیا وزارت په وینا، پر غزې د اسراییل بریدونو کې له ۴۱ زره او ۵۰۰ څخه زیات فلسطینیان وژل شوي دي. د فلسطیني سیمو ډېره برخه ویجاړه شوي او د ۲،۳ میلیونه اوسیدونکو ډېره برخه بې ځایه شوې ده.

د پاکستان د پخواني لومړي وزیر له پلویانو سره په نښتو کې تر ۸۰ ډیر پولیس ټپیان شوي

۱۴ تله ۱۴۰۳ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۵:۳۴ GMT+۱

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د شنبې په ورځ وویل، چې اسلام اباد ته نژدې په یو لاریون کې، د زنداني پخواني لومړي وزیر عمران خان له پلویانو سره په نښتو کې تر ۸۰ زیات پولیس ټپیان شوي دي.

دغه لاریون چې د خیبر پښتونخوا ایالت مشر یې مشري کوي، موخه یې په پلازمینه کې راټولیدل، په غونډو له لګول شوي بندیز څخه سرغړونه، د خان د خوشې کیدو لپاره فشار راوړل او د واکمن ایتلاف پر ضد لاریون کول دي. په پښتونخوا ایالت کې د خان ګوند په واک کې دی.

ښاغلي نقوي خبریالانو ته وویل: «د وزیر اعلی په مشرې لاریون والو، په پولیسو ډزې وکړې او په دوامداره توګه یې د قانون پلي کونکو په وړاندې اوښکې بهونکی ګاز کارول.»

100%

هغه وویل، د جمعې له ورځې راهیسې چې له ښاره بهر د حکومت ضد لاریون په ترڅ کې نښتې پیل شوې، تر ۸۰ زیات پولیس ټپیان شوي دي.

پاکستاني چارواکو د دغې غونډې د مخنیوي لپاره د ګرځنده ټلیفونو خدمات بند کړي دي.

نقوي وویل، په داسې حال کې چې د لاریون کوونکو کاروان په درنو وسلو سمبال و، پولیسو ته لارښوونه شوې وه چې وسلې ونه ګرځوي ترڅو د وضعیت د خرابیدو مخه ونیسي. حکومت په اسلام اباد کې د امنیت د ټینګښت لپاره پوځ ځای پر ځای کړی دی.

لاریون کوونکي پلان لري چې، د ښار په سور زون کې راټول شي، چیری چې د هېواد پارلمان او بهرنیي سفارتونه شتون لري.

د عمران خان د تحریک انصاف ګوند د تاوتریخوالې تورونه ردوي، او وايي، چې غواړي سوله ییزه غونډه وکړي.

تر دې مخکې نقوي په دغه ګوند باندې غږ کړی و، چې په اسلام اباد کې د روانو ډیپلوماټیکو چارو تر ختمیدو پورې دې هر ډول غونډې وځنډوي. ټاکل شوې چې د اکتوبر په ۱۵ او ۱۶مه د شانګهای همکارۍ سازمان غونډه په دغه شار کې ترسره شي چې د چین، روسیې او هند پلاوی به پکې ګډون وکړي.

نقوي د شنبې په ورځ وویل، استخباراتي معلومات دا څرګندوي، چې لاریون کوونکي ځان ته د پام اړولو لپاره د شانګهای کنفرانس د ګډوډولو پلان لري.

رویټرز: د حزب الله د مشر ځای ناستی صفي الدین په بیروت کې د اسراییل له برید وروسته ورک شوی

۱۴ تله ۱۴۰۳ - ۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۴:۲۹ GMT+۱

رویټرز د خپلو سرچینو په حواله لیکلي، چې په بیروت کې د اسراییل له هوايي بریدونو وروسته د حزب الله د مشرۍ لپاره نوماند صفي الدین هاشم ورک شوی دی. تر دې مخکې اسراييل چارواکو ويلي وو، چې د دغه هېواد پوځ د حزب الله د چارواکو پر هغه غونډه بريد کړی، چې صفي الدين هم په کې حضور درلود.

د لبنان درې امنیتي سرچینو د شنبې په ورځ رویټرز خبر ي اژانس ته وویل، چې د بیروت په سویلي څنډه کې د اسراییل له هوایي بریدونو وروسته، مرستندویه ډلې هغه سیمې ته لاسرسی نه لري، چیرې چې د حزب الله د مشری له پاره نوماند صفي الدین هاشم حضور درلود.

یوې سرچینې وویل، چې صفي الدین د جمعې له ورځې راهیسې بې درکه دی.

د اسراييل رسنۍ وايي، چې په دې بريد کې صفي الدين ټپي شوى دى؛ خو رسمي سرچینې د هغه ټپي کېدل نه تاییدوي.

د اسراییل پوځ هم د جمعې په سهار وویل، چې په بیروت کې یې د حزب الله د استخباراتو مرکز په نښه کړی دی.

پوځ په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي چې په دغه مرکز کې څوک وو.