• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان په کراچۍ کې هوايي ډګر ته څېرمه په برید کې دوه چینايان وژل شوي او یو ټپي دی

۱۶ تله ۱۴۰۳ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۵:۵۸ GMT+۱

د چین دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، په اسلام اباد کې د چین سفارت د دوشنبې په ورځ تایید کړه چې تېره شپه په کراچۍ کې په یوه «ترهګریز» برید کې دوه چینایي وګړي وژل شوي او یو ټپي دی. دغه برید د یکشنبې شپه ۱۱ بجې په کراچۍ کې جناح نړۍوال هوايي ډګر ته څېرمه شوی.

د چین دولتي رسینو نن دوشنبه په اسلام اباد کې د چین سفارت له قوله ویلي، چې تېره شپه د پاکستان پر وخت د شپې ۱۱ بجې په کراچۍ کې د جناح نړۍوال هوايي ډګر ته څېرمه د چین (پورټ قاسم الیکتریک پاور کمپنۍ) پر انجینرانو برید شوی چې دوه چينايي وګړي په وژل شوي او یو ټپي دی.

د چین سفارت د برید د ډول په اړه څه نه دي ویلي، خو ویل کیږي چې برید دومره زورور و چې تر لرې سیمو پورې یې غږ رسیدلی دی.

د کراچۍ پولیس وايي، په دغه برید کې درې تنه وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي، خو دا یې نه دي ویلي چې وژل شوي او ټپي کسان کسان څوک دي.

چینايي رسنۍ په اسلام اباد کې د چین سفارت په حواله لیکلي چې په برید کې یو شمېر پاکستاني وکړي وژل شوي او ټپیان دي، خو د پاکستان کورنیو چارو وزارت لا په دې اړه څه نه دي ويلي.

د دغه برید مسوولیت بلوڅ بیلتون پالو په غاړه اخیستی او دعوه یې کړې چې په یوه ځانمرګي برید کې یې ګڼ شمېر هغه چينايي انجنیران او د هغوی ساتوونکي پاکستانیان وژلي دي چې د کراچۍ له هوايي راوتلي او پر لاره روان وو.

کراچۍ کې پولیسو ویلي، چې د یکشنبې په شپه له یوې لویې چاودنې وروسته اور لګېدلی او نږدې ۱۵ موټر په کې سوځیدلي دي.

اسلام اباد کې د چین سفارت د دغه برید غندنه کړې او ویلي چې پاکستاني امنیتي ادارې دې د دغه برید څېړنې وکړي او ښکیلو کسانو ته دې سخته سزا ورکړي.

دغه سفارت ټینګار کړی پاکسات دې د چینایي وګړو، بنسټونو او پروژو د خوندیتوب لپاره عملي او اغیزمن ګامونه واخلي.

د ۱۴۰۳ کال د وري په میاشت کې د خیبرپښتونخوا د شانګلې په بشام کې د یوه ځانمرګي برید له امله پنځه چینایي انجنیران ووژل شول او یو شمېر نور ټپيان شوي دي. د پاکستان امنیتي چارواکو ویلي وو، په دې پېښه کې بریدګر خپل موټربم ته د هغو چینایي انجنیرانو له موټر سره نږدې چاودنه ور کړه، چې داسو بند ته روان و.

په ۲۰۲۱ کال کې هم داسو بند ته څېرمه په یوه برید کې د نهو چینايي انجینرانو په ګډون ۱۳ کسان وژل شوي وو.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

د بخښنې نړیوال سازمان: پاکستان کې په ۱ میاشت کې دوه تنه مقدساتو ته د سپکاوي په تور وژل شوي

۱۵ تله ۱۴۰۳ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۸:۱۹ GMT+۱

د بخښنې نړیوال سازمان د یکشنبې په ورځ (د تلې ۱۵ مه) وويل، چې په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي په تور د وژنو پېښې زیاتې شوي دي. دغه سازمان وايي، چې یوازې په سپټمبر میاشت کې لږ تر لږه دوه کسان په سند او بلوچستان ایالتونو کې د پولیسو له خوا د مذهب د سپکاوي په تور وژل شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان منلې، چې د ۲۰۲۴ کال له پیل راهیسې په پاکستان کې لږ تر لږه څلور کسان «مقدساتو ته د سپکاوي» په تور وژل شوي دي.

دغه سازمان زیاتوي، چې یو ۳۲ کلن مسلمان ډاکټر د سپټمبر په میاشت کې د سند ایالت په عمر کوټ ولسوالۍ کې د پاکستاني پولیسو له خوا مقدساتو ته د سپکاوي په تور وژل شوی و.

دغه سازمان ویلي، چې یو ۵۲ کلن مسلمان سړی، چې د بلوچستان په کوټه کې د یو هوټل خاوند و، هم د سپټمبر په میاشت کې د پاکستان پولیسو مقدساتو ته د سپکاوي په تور وژلی و.

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، له ۱۹۴۷ کال راهیسې، چې پاکستان خپله خپلواکي ترلاسه کړې، په دغه هېواد کې ۱۰۷ کسان مذهب او مقدساتو ته د سپکاوي په تور وژل شوي دي.

دغه نړیوال سازمان وايي، چې په وژل شویو کسانو کې ۹ تنه ښوونکي او ۴۸ تنه له مذهبي اقلیتونو څخه وو.

د بخښنې نړیوال سازمان له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې د دغو پېښو د تکرار د مخنیوي لپاره دې اغېزمن ګامونه پورته کړي او چارواکي دې د مقدساتو د سپکاوي په تور د خلکو د وژلو مخه ونیسي.

دغه سازمان همدا راز ټینګار کړی، چې د پاکستان حکومت باید مقدساتو ته د سپکاوي ټول قوانین لغوه کړي.

د پاکستان هېواد د دې سیمې د خلکو د ديني عقایدو پر بنسټ جوړ شوی او خلک یې د مذهبی مسایلو او مقدساتو ته د سپکاوی سره په حساسیت او عصبانیت برخورد کوی.

راپورونه ښیي، چې د پاکستان خلکو په وار وار ديني مقدساتو ته د سپکاوي په تور یو شمېر کسان صحرايي محاکمه کړي دي.

بنګله دېش کې سېلابونو پنځه تنه مړه کړي او سل زره نور ایسار پاتې دي

۱۵ تله ۱۴۰۳ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۷:۳۹ GMT+۱

د بنګله دېش په شمال کې د راوتلو ویجاړوونکو سیلابونو له امله لږ تر لږه پنځه کسان مړه شوي او تر سل زرو ډېر نور په اوبو کې ایسار پاتې دي. دغه سېلابونه د سختو ورښتونو او توپانونو په پایله کې راوتلي دي.

په شېرپور شمالي سیمه کې، چې سېلابونو ډېره ځپلې ده، د سترو سیندونو د اوبو کچه لوړه شوې، نوې سیمې یې لاندې کړې او زرګونه کورنۍ یې بې ځایه کړې دي.

ځايي چارواکي د کرنیزو ځمکو د پراخې ویجاړۍ له اړخه اندېښمن دي، ځکه کرنیز محصولات او کرنیزې ځمکې، په ځانګړې توګه د وریژو کښتنونه له زیانمن کېدو سره مخ دي. ډیری کورونه او لارې تر اوبو لاندې دي، د کلیو ترمنځ لارې بندې شوې او خلک د ژغورنې هڅو ته په تمه دي.

د شیرپور ولسوالۍ یو اوسیدونکي رویټرز ته وویل، چې ده په خپل ژوند کې داسې سیلابونه نه دي لیدلي.

پوځیان د کښتیو او چورلکو له لارې د خلکو د ژغورنې، بیړنیو مرستو او په اوبو کې د ایسارو خلکو د را ایستلو هڅې کوي.

د شیرپور ولسوال محمود الرحمن رویټرز ته وویل: «زموږ لومړیتوب دا دی چې خلک خوندي ځایونو ته ولېږدوو او د اړتیا وړ توکي ورته چمتو کړو.»

دغه په ټیټه ارتفاع کې پروت ۱۷۰ میلیونه نفوس لرونکي هېواد سږ کال ګڼ سیلابونه تجربه کړي چې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې یې زیانمنتیا ښيي. په ۲۰۱۵ کال کې د نړیوال بانک شننې او ارزونې ښيي چې په بنګله دېش کې درې عشاریه پنځه میلیونه کسان د سیندونو د څپڅپانده کېدو له ګواښ سره مخ دي.

ایس جی شنکر:اسلام اباد ته د سفر پر مهال به له پاکستاني چارواکو سره دوه اړخیزې خبرې ونه کړم

۱۵ تله ۱۴۰۳ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۷:۳۰ GMT+۱

د هند د بهرنیو چارو وزیر وايي، چې اسلام اباد ته د خپل راتلونکي سفر پر مهال به له پاکستاني چارواکو سره د دواړو هېوادونو د اړیکو په اړه دوه اړخیزې خبرې ونه کړي. ایس جی شنکر به د اکتوبر په نیمایي کې پاکستان ته سفر وکړي چې د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډه کې برخه واخلي.

نوي ډیلي د جمعې په ورځ ویلي، چې د هند د بهرنیو چارو وزیر به پاکستان ته سفر وکړي.

دا له ۹ کلونو وروسته پاکستان ته د هند د بهرنیو چارو د وزیر لومړی سفر دی.

وروستی ځل د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سواراج په ۲۰۱۵ کال کې د اسیا زړه هیوادونو په غونډه کې د ګډون له پاره پاکستان ته سفر کړی و.

ښاغلي جی شنکر په یوه غونډه کې وویل: «دا سفر په څو اړخیزه غونډه کې د ګډون لپاره دی. زه هلته د پاکستان او هند پر اړیکو د بحث لپاره نه ځم.»

هغه زیاته کړه، چې پاکستان ته ځکه ځي، چې هند د شانګهای د همکارۍ سازمان «ښه غړی» دی.

جی شنکر په پاکستان کې د هغه شتون ته د رسنیو په ځواب کې وویل:«ځکه چې زه یو شریف او بانزاکته سړی یم، زما چلند به مناسب وي.»

ټاکل شوې د شانګهای د همکارۍ سازمان غونډه د اکتوبر په ۱۵مه او ۱۶مه په اسلام اباد کې جوړه شي.

په دې غونډه کې به د روسیې، قرغزستان او تاجکستان مشران ګډون وکړي.

د هند او پاکستان تر منځ اړیکي په ۱۹۴۷ کال کې له بریتانیا څخه د خپلواکۍ له اخیستو وروسته بېرته عادي حالت ته نه دي راغلي.

د هند او پاکستان تر منځ اړیکې تل د ترینګلتیا سره مخ دي او د دغو دواړو هیوادونو حکومتونه تل د کشمیر د حاکمیت پر سر اختلاف لري او په شخړو کې ښکیل شوي دي.

تېره شپه په کیف او شاوخوا سیمو کې؛ اوکراین د روسیې ۵۶ بې پیلوټه الوتکې غورځولې دي

۱۵ تله ۱۴۰۳ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۶:۴۷ GMT+۱

روسیې تېره شپه د لسګونو بې پیلوټه الوتکو پر مټ د اوکراین پلازمېنه او د تور سمندرګي په اودیسا بندر کې یو شمیر تاسیسات په نښه کړي دي.

د اوکراین د بیړنیو خدماتو اداره وايي، چې په اودیسا کې ددې څو څپیزې بمبارۍ له امله یو تن ټپي شوی او زیرمو او ټرانسپورټي لاریو ته زیان اوښتی.

د اوکراین هوايي ځواک وايي، چې پوځ د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې له ۸۷ روسي بې پیلوټه الوتکو څخه۵۶ هغه را غورځولې او ۲۵ نورې بې پیلوټه الوتکې د برېښنايي پارازیټونو په پایله کې له منځه وړل شوې، خو د څرنګتیا په اړه یې معلومات نه دي ور کړي.

د پلازمېنې کیف پوځي مدیر سیرهي پوپکو وايي، چې د هوايي دفاع سیسټم د پلازمېنې پر لور تلونکې ټولې الوتکې له منځه یووړې. پوپکو زیاتوي، چې د پنځو ساعتونو په اوږدو کې درې ځله پر کیف د هوايي برید خبرداری اعلان شوی.

رویټرز خبري اژانس وايي، چې دوی په دې نه دي توانېدلي، چې دغه رپوټونه په خپلواکه توګه تایید کړي.

روسیې د ۲۰۲۲ کال له فبروري میاشتې راهیسې پر اوکراین د خپل بشپړ برید له پیل راهیسې د ملکي وګړو په نښه کول رد کړي، خو په خپلو هوايي بمباریو او د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې په پرلپسې ډول د جګړې د لومړۍ کرښې ترشا ولسي استوګنځایونه په نښه کوي.

بله خوا، د روسیې دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې تېره شپه یې څلور اوکراینۍ بې پیلوټه الوتکې را غورځولې دي. د روسیې د ریانووستي خبري اژانس د رپوټ له مخې، دوه الوتکې په کورسک او دوه نورې په بلګورود او ورونژ سیمو کې را نسکورې کړای شوې دي.

ایراني چارواکي وايي هره ورځ ۵۰۰ بې اسناده افغان کډوال له ختیځ تهران څخه ایستل کېږي

۱۵ تله ۱۴۰۳ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۶:۲۷ GMT+۱

د تهران د ختیځ د پولیسو یو مشر وايي، چې په دغه ولایت کې هره ورځ لږ تر لږه ۵۰۰ بې اسناده افغان کډوال راټولیږي او له دغه هیواده ایستل کیږي. دلاور القاصي په دغه ولایت کې له کار ورکوونکو هم وغوښتل چې بې اسنادو کډوالو ته له کار کولو ډډه وکړي.

دغه ایراني چارواکي د شنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، چې د بې اسنادو کډوالو د ایستلو بهیر به د خلکو د یوې اساسي غوښتنې په توګه عملي شي.

د ختیځ تهران د پولیسو مشر دلاور القاصي وویل، د بې اسناده کډوالو د پیژندلو، راټولولو او ویستلو بهیر به د روان کال تر پایه دوام وکړي.

هغه وویل: "په ختیځ تهران کې، د غیرقانوني کډوالو راټولول زموږ په اجنډا کې دي او موږ له محترمو کار ورکوونکو څخه غواړو چې د ایراني کارګرو یا اسناد لرونکو خلکو څخه کار واخلي."

تر دې مخکې د ایران د پولیسو مشر هم ویلي و، چې د روان کال تر پایه به دوه میلیونه بې اسناده کډوال له ایرانه وایستل شي.

په ایران کې میشت اکثره کډوال افغانان دي، چې په افغانستان کې د طالبانو د محدودیتونو او د خراب اقتصادي وضعیت له امله یې دغه هیواد کې پناه اخیستې ده.

په ایران کې د بې اسنادو کډوالو د ژوند شرایط ورځ تر بلې ستونزمن کیږي. په دې وروستیو کې، د تایباد لوی څارنوالۍ دفتر اعلان وکړ چې په ښار کې هر ډول "افغانانو ته د استوګنې کورونه په کرایه ورکول او یا پر هغوی د کورونو پلورل" منع دی.