• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

رویټرز: اسراییل د اکټوبر اوومه د زیاتېدونکي جګړې تر سیوري لاندې نمانځي

۱۶ تله ۱۴۰۳ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۶:۲۸ GMT+۱

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې اسراییل د دوشنبې په ورځ د حماس د ویجاړونکي برید، چې په غزه کې د جګړې د پیلېدو لامل شو، لومړۍ کلیزه ونمانځله. د اسراییل د شمېرو له مخې، د اوکټوبر په اوومه، حماس د دوی شاوخوا ۱۲۰۰ کسان وژلي او ۲۵۰ تنه یې غزې ته تښتولي وو.

په بیت المقدس او د اسراییلو په سویل کې مراسم او لاریونونه د سهار له شپږو بجو پیل شوي.

په بیت المقدس کې د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د کور بهر، شاوخوا ۳۰۰ کسان راټول شوي وو او د یرغمل شویو کسانو انځورونه یې په لاسونو کې لیږدول.

یووال بارون وویل:"موږ لاهم د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۷ مه کې د ترهګرۍ ، وېره ، قهر او نا امیدۍ په یوه نه ختمیدونکې ورځ کې بند پاتې یو ".

بارون وویل، چې خسر یې کیت سیګل په غزه کې یرغمل دی.
بارون همداراز وویل: "موږ غوښتل چې دا ورځ په ګډه پیل کړو؛ ترڅو خپل ځان، زموږ لومړي وزیر، او د اسراییل خلکو ته یادونه وکړو، چې دا د غم ورځ ده، بیا هم د یرغمل شویو بیرته راوستلو لپاره مقدس ماموریت شتون لري."

د اسراییل امنیتي ځواکونه د دوشنبې په ورځ په ټول هیواد کې د احتمالي امنیتي ګواښونو پر وړاندې د چمتوالي په حال کې وو.

د اسراییل د پوځ او پولیسو ځواکونه وايي، چې دا ورځ د اسراییل او فلسطین په جګړه کې د ترټولو خونړیو پېښو پیل و.

د راپورونو له مخې، ځینو فلسطینیانو چې اسراییل ته ننوتلو اجازه یې درلوده، په ګرځنده ټلیفونونو کې خبرتیاوې ترلاسه کړې چې دوی به د دوشنبې په ورځ اسراییلو ته د ننوتلو اجازه نه لري.

په غزه کې د اسراییل پوځ ویلي، چې د دوی الوتکو د حماس له خوا پلان شوی راکټي برید شنډ کړی دی.

د فلسطینی روغتیایی چارواکو په وینا، اسراییل په تېر یو کال کې شاوخوا ۴۲,۰۰۰ فلسطینیان وژلي او د ۲.۳ ملیون کسانو څخه ډېر کسان بې ځایه شوي دي.
د اسراییل لپاره، د فلسطیني اسلامپالې ډلې له خوا ناڅاپي برید د یو داسې هېواد لپاره ترټولو لویه امنیتي ناکامي وه، چې حکومت او خلک یې په پیاوړي، پرمختللي پوځ باندې ویاړي.
دا برید چې د اسراییل لپاره ترټولو وژونکې ورځ وه، د دې لامل شو، چې د ډیری وګړو د خوندیتوب احساس مات شي او په خپلو مشرانو یې باور کم شي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

پاکستاني رسنۍ: د امنیتي ګواښونو له امله په اډیاله زندان کې پر لیدو کتو بندیز ولګول شو

۱۶ تله ۱۴۰۳ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۰:۵۷ GMT+۱

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان په ګډون په اډیاله زندان کې له ټولو بندیانو سره پر لیدو بندیز به د اکټوبر تر ۱۸ نېټې دوام ولري. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، په اډياله زندان کې له بندیانو سره په لیدو بندیز د امنیتي ګواښونو له امله لګېدلی.

د معلوماتو له مخې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان سره د ګوند د غړو، وکیلان او د کورنۍ د غړو په لید کتو هم بندیز ولګېد.

د پاکستان جیونیوز د اډیاله زندان د سرچینو په حواله د دوشنبې په ورځ د (تلې ۱۶مه) په خپل راپور کې ویلي، چې په اسلام اباد کې د شانګهای همکاریو سازمان د غونډې په مناسبت د اډیاله زندان د امنیت د ټینګولو پرېکړه شوې ده.

د اډیاله زندان سرچینو ویلي، چې په دغه زندان کې له بندیانو سره پر لیدنو د بندیز لګولو پرېکړه د پنجاب حکومت کړې ده.

د پنجاب حکومت د پرېکړې له مخې، په یاد زندان کې د نورو عامو بندیانو سره پر لیدنو هم بندیز لګول شوی.

د پاکستان مرکزي حکومت د شانګهای همکاریو سازمان غونډې ترسره کېدو له امله په اسلام باد کې کلک امنیتي تدابیر نیولي.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې مخکې د پاکستان تحریک انصاف ګوند غړو او پلویانو د دغه ګوند د بندي مشر عمران خان د خلاصون په پار لاریون وکړ.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ۱۲ ساعته وروسته ومنله چې په کراچۍ کې دوه چینایان وژل شوي

۱۶ تله ۱۴۰۳ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۷:۳۸ GMT+۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یکشنبې په شپه د کراچۍ هوايي ډګر ته څېرمه په یوه "ترهګریز برید" کې دوه چینايي انجینران وژل شوي او بل ټپي دی. دغه وزارت یاد برید غندلی او ویلي یې دي چې په کې ښکېل کسان به مجازات شي.

تردې وړاندې په اسلام اباد کې د چین سفارت تایید کړې وه چې تېره شپه په کراچۍ کې په یوه «ترهګریز» برید کې دوه چینایي وګړي وژل شوي او یو ټپي دی.

دغه برید د یکشنبې شپه ۱۱ بجې د کراچۍ جناح نړۍوال هوايي ډګر ته څېرمه شوی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه ویلي، چې دغه برید د چین او پاکستان د ښو اړیکو د اغېزمنولو په موخه شوی.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د دغه برید د غندلو تر څنګ ټينګار کړی چې د دغه هیواد د امنیتي ادارو څېړنې روانې او په کې ښکیلو کسانو ته به سخته سزا ورکړي.

د دغه برید مسوولیت بلوڅ بیلتون پالو منلی او دعوه یې کړې چې په یوه ځانمرګي برید کې یې چینايي انجنیرانو او د هغوی پاکستاني ساتوونکو ته یې د درنې مرګژوبله اړولې.

تر اوسه پورې د دغه برید د ډول په اړه نه ده څرګنده چې ایا دا ریښتیا ځانمرګی برید و او که نه.

د پاکستان په کراچۍ کې هوايي ډګر ته څېرمه په برید کې دوه چینايان وژل شوي او یو ټپي دی

۱۶ تله ۱۴۰۳ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۵:۵۸ GMT+۱

د چین دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، په اسلام اباد کې د چین سفارت د دوشنبې په ورځ تایید کړه چې تېره شپه په کراچۍ کې په یوه «ترهګریز» برید کې دوه چینایي وګړي وژل شوي او یو ټپي دی. دغه برید د یکشنبې شپه ۱۱ بجې په کراچۍ کې جناح نړۍوال هوايي ډګر ته څېرمه شوی.

د چین دولتي رسینو نن دوشنبه په اسلام اباد کې د چین سفارت له قوله ویلي، چې تېره شپه د پاکستان پر وخت د شپې ۱۱ بجې په کراچۍ کې د جناح نړۍوال هوايي ډګر ته څېرمه د چین (پورټ قاسم الیکتریک پاور کمپنۍ) پر انجینرانو برید شوی چې دوه چينايي وګړي په وژل شوي او یو ټپي دی.

د چین سفارت د برید د ډول په اړه څه نه دي ویلي، خو ویل کیږي چې برید دومره زورور و چې تر لرې سیمو پورې یې غږ رسیدلی دی.

د کراچۍ پولیس وايي، په دغه برید کې درې تنه وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي، خو دا یې نه دي ویلي چې وژل شوي او ټپي کسان کسان څوک دي.

چینايي رسنۍ په اسلام اباد کې د چین سفارت په حواله لیکلي چې په برید کې یو شمېر پاکستاني وکړي وژل شوي او ټپیان دي، خو د پاکستان کورنیو چارو وزارت لا په دې اړه څه نه دي ويلي.

د دغه برید مسوولیت بلوڅ بیلتون پالو په غاړه اخیستی او دعوه یې کړې چې په یوه ځانمرګي برید کې یې ګڼ شمېر هغه چينايي انجنیران او د هغوی ساتوونکي پاکستانیان وژلي دي چې د کراچۍ له هوايي راوتلي او پر لاره روان وو.

کراچۍ کې پولیسو ویلي، چې د یکشنبې په شپه له یوې لویې چاودنې وروسته اور لګېدلی او نږدې ۱۵ موټر په کې سوځیدلي دي.

اسلام اباد کې د چین سفارت د دغه برید غندنه کړې او ویلي چې پاکستاني امنیتي ادارې دې د دغه برید څېړنې وکړي او ښکیلو کسانو ته دې سخته سزا ورکړي.

دغه سفارت ټینګار کړی پاکسات دې د چینایي وګړو، بنسټونو او پروژو د خوندیتوب لپاره عملي او اغیزمن ګامونه واخلي.

د ۱۴۰۳ کال د وري په میاشت کې د خیبرپښتونخوا د شانګلې په بشام کې د یوه ځانمرګي برید له امله پنځه چینایي انجنیران ووژل شول او یو شمېر نور ټپيان شوي دي. د پاکستان امنیتي چارواکو ویلي وو، په دې پېښه کې بریدګر خپل موټربم ته د هغو چینایي انجنیرانو له موټر سره نږدې چاودنه ور کړه، چې داسو بند ته روان و.

په ۲۰۲۱ کال کې هم داسو بند ته څېرمه په یوه برید کې د نهو چینايي انجینرانو په ګډون ۱۳ کسان وژل شوي وو.

بنګله دېش کې سېلابونو پنځه تنه مړه کړي او سل زره نور ایسار پاتې دي

۱۵ تله ۱۴۰۳ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۷:۳۹ GMT+۱

د بنګله دېش په شمال کې د راوتلو ویجاړوونکو سیلابونو له امله لږ تر لږه پنځه کسان مړه شوي او تر سل زرو ډېر نور په اوبو کې ایسار پاتې دي. دغه سېلابونه د سختو ورښتونو او توپانونو په پایله کې راوتلي دي.

په شېرپور شمالي سیمه کې، چې سېلابونو ډېره ځپلې ده، د سترو سیندونو د اوبو کچه لوړه شوې، نوې سیمې یې لاندې کړې او زرګونه کورنۍ یې بې ځایه کړې دي.

ځايي چارواکي د کرنیزو ځمکو د پراخې ویجاړۍ له اړخه اندېښمن دي، ځکه کرنیز محصولات او کرنیزې ځمکې، په ځانګړې توګه د وریژو کښتنونه له زیانمن کېدو سره مخ دي. ډیری کورونه او لارې تر اوبو لاندې دي، د کلیو ترمنځ لارې بندې شوې او خلک د ژغورنې هڅو ته په تمه دي.

د شیرپور ولسوالۍ یو اوسیدونکي رویټرز ته وویل، چې ده په خپل ژوند کې داسې سیلابونه نه دي لیدلي.

پوځیان د کښتیو او چورلکو له لارې د خلکو د ژغورنې، بیړنیو مرستو او په اوبو کې د ایسارو خلکو د را ایستلو هڅې کوي.

د شیرپور ولسوال محمود الرحمن رویټرز ته وویل: «زموږ لومړیتوب دا دی چې خلک خوندي ځایونو ته ولېږدوو او د اړتیا وړ توکي ورته چمتو کړو.»

دغه په ټیټه ارتفاع کې پروت ۱۷۰ میلیونه نفوس لرونکي هېواد سږ کال ګڼ سیلابونه تجربه کړي چې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې یې زیانمنتیا ښيي. په ۲۰۱۵ کال کې د نړیوال بانک شننې او ارزونې ښيي چې په بنګله دېش کې درې عشاریه پنځه میلیونه کسان د سیندونو د څپڅپانده کېدو له ګواښ سره مخ دي.

ایس جی شنکر:اسلام اباد ته د سفر پر مهال به له پاکستاني چارواکو سره دوه اړخیزې خبرې ونه کړم

۱۵ تله ۱۴۰۳ - ۶ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۷:۳۰ GMT+۱

د هند د بهرنیو چارو وزیر وايي، چې اسلام اباد ته د خپل راتلونکي سفر پر مهال به له پاکستاني چارواکو سره د دواړو هېوادونو د اړیکو په اړه دوه اړخیزې خبرې ونه کړي. ایس جی شنکر به د اکتوبر په نیمایي کې پاکستان ته سفر وکړي چې د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډه کې برخه واخلي.

نوي ډیلي د جمعې په ورځ ویلي، چې د هند د بهرنیو چارو وزیر به پاکستان ته سفر وکړي.

دا له ۹ کلونو وروسته پاکستان ته د هند د بهرنیو چارو د وزیر لومړی سفر دی.

وروستی ځل د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سواراج په ۲۰۱۵ کال کې د اسیا زړه هیوادونو په غونډه کې د ګډون له پاره پاکستان ته سفر کړی و.

ښاغلي جی شنکر په یوه غونډه کې وویل: «دا سفر په څو اړخیزه غونډه کې د ګډون لپاره دی. زه هلته د پاکستان او هند پر اړیکو د بحث لپاره نه ځم.»

هغه زیاته کړه، چې پاکستان ته ځکه ځي، چې هند د شانګهای د همکارۍ سازمان «ښه غړی» دی.

جی شنکر په پاکستان کې د هغه شتون ته د رسنیو په ځواب کې وویل:«ځکه چې زه یو شریف او بانزاکته سړی یم، زما چلند به مناسب وي.»

ټاکل شوې د شانګهای د همکارۍ سازمان غونډه د اکتوبر په ۱۵مه او ۱۶مه په اسلام اباد کې جوړه شي.

په دې غونډه کې به د روسیې، قرغزستان او تاجکستان مشران ګډون وکړي.

د هند او پاکستان تر منځ اړیکي په ۱۹۴۷ کال کې له بریتانیا څخه د خپلواکۍ له اخیستو وروسته بېرته عادي حالت ته نه دي راغلي.

د هند او پاکستان تر منځ اړیکې تل د ترینګلتیا سره مخ دي او د دغو دواړو هیوادونو حکومتونه تل د کشمیر د حاکمیت پر سر اختلاف لري او په شخړو کې ښکیل شوي دي.