ترکیې خپل ۲ زره اتباع د کښتۍ په وسیله له لبنان څخه وایستل

شاوخوا دوه زره ترکيي اتباع او د هغوی د کورنیو غړي د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۱۸مه) د ترکیې د سمندري ځواکونو په دوو کښتیو کې بیروت پرېښود او له لبنان څخه ووتل.

شاوخوا دوه زره ترکيي اتباع او د هغوی د کورنیو غړي د چهارشنبې په ورځ (د تلې ۱۸مه) د ترکیې د سمندري ځواکونو په دوو کښتیو کې بیروت پرېښود او له لبنان څخه ووتل.
دا اقدام په داسې حال کې ترسره کیږي، چې د حزب الله وسله والې ډلې پر وړاندې د اسراییل بریدونو له زیاتېدو سره د دغو اتباعو د امنیت په اړه وېره زیاته شوې وه.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ (د تلې ۱۷مه) ویلي وو، چې ۲ زره ترکان به د سمندر له لارې له لبنان څخه وایستل شي.
همدا راز، دغه ترکي اتباع په لبنان کې له اقتصادي ستونزو سره مخ وو.
ترکیې بېړیو لومړی په بیروت کې د بشري مرستو بارونه کښته کړل.
د ترکیې د دفاع وزارت وویل، چې دغو کښتیو شاوخوا ۳۰۰ ټنه بشري مرستې ورسولې.
اسټرالیا، بلجیم، برازیل، چین، کاناډا، قبرس، ډنمارک، فرانسه، جرمني، یونان، اېټالیا، جاپان، هالنډ، پولنډ، پرتګال، رومانیا، روسیه، سلواکیا، سوېلي کوریا، اسپانیا، انګلستان، پاکستان او امریکا هغه هېوادونه دي، چې ځینو یې خپل وګړي له لبنانه ایستلي او ځینې نور یې د خپلو وګړو د ایستلو هڅه کوي.


د لبنان حزب الله ډلې د دغه هېواد پر لور د اسراییلي ځواکونو د بریدونو د پراختیا په لړ کې اوربند ته لېوالتیا ښودلې ده.
په ورته وخت کې د اسراییل دفاع وزیر وايي، داسې ښکاري چې په وروستیو بریدونو کې د حزب الله د پخواني مشر حسن نصرالله ځایناستی هاشم صفی الدین وژل شوی وي.
د حزب الله مرستیال مشر نعیم قاسم په یوه ټلویزیوني وینا کې وویل، چې د اوربند د ټینګولو لپاره د هلو ځلو ملاتړ کوي.
هغه د لومړي ځل لپاره د جګړې درولو لپاره په غزه کې د اسراییل د بریدونو پای ته رسول د مخشرط په توګه وړاندې نه کړل.
نعیم قاسم په خپلو خبرو کې وویل، چې «د جګړې درېدو د تضمین لپاره د لبنان د پارلمان رییس نبیه بريد هڅو ملاتړ کوي».
ټاکل شوې وه، چې هاشم صفی الدین د حسن نصرالله ځایناستی شي.
د اسراییل دفاع وزیر یواو ګالانټد اسراییل شمال قوماندانۍ پوځي افسرانو ته په یوه ویډیويي پیغام کې د حزب الله پر پټنځایونو هوايي بریدونو ته په اشارې ویلي چې « حزب الله بې مشره ډله ده،نصرالله ووژل شو او احتمالا ځایناستی یې هم له منځه وړل شوی دی».
هغه له جزئیاتو پرته وویل، «څوک نشته چې تصمیم ونیسي او ګام واخلي».

د امریکا د سي ای اې مشر اسراییل او امریکا ته سپارښتنه کړې، چې د ایران پوځي وړتیاوې له پامه و نه غورځوي.
د سي ای اې مشر ویلیم برنز ویلي، د امریکا استخبارات په دې باوري دی چې اسراییل او ایران هر اړخیزه جګړه نه غواړي؛ خو په سیمه کې د کړکېچ د زیاتېدو ګواښ رښتینی دی.
نوموړي دغه څرکندونې په یوې ناسته کې د خبرو پر مهال وکړې.
هغه وويل، منځنی ختيځ داسې يو ځای دی چې هر وخت پېچلې پېښې په کې رامنځ ته کېږي.
ویلیم برنز وویل، په داسې حال کې چې د ایران په بریدونو کې د دغه هېواد پوځي وړتیاوو کې ځیني محدودیتونه رابرسېره شوي؛ خو امریکا ته په کار ده چې د ایران پوځي وړتیاوې جدي وګڼي.
د سي ای اې مشر وویل، د غزې په خبرو اترو کې ښکېل مشران باید د اوږدمهاله ثبات لپاره د جوړجاړي، د غزې د اوربند او د یرغملو کسانو د خوشې کولو په برخه کې سختې پرېکړې غوره کړي؛ ترڅو یوې هوکړې ته ورسېږي.

په روسیه کې یوې محکمې یو ۷۲ کلن امریکايي وګړی سټیفن جیمز هوبارډ د تړلو دروازو تر شا ترسره شوې محکمه کې په شپږ کاله او لس میاشتې بند محکوم کړ. دغې محکمې د دوشنبې په ورځ ښاغلی هوبارد د روسیې پر ضد د اوکراین د خدمت په تور په بند محکوم کړ.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې سټیفن جیمز هوبارډ په ایزیم ښار کې د اوکراین په سیمه ایز دفاعي واحد کې د خدمت کولو لپاره د میاشتې زر ډالر ترلاسه کول او له ۲۰۱۴ کال راهیسې هلته اوسیږي.
د دغه راپورنو له مخي، د ۲۰۲۲ کال د فبروري په مياشت کې کله، چې روسيې پر اوکراين بريد وکړ، نوموړي په دې سیمه کې د خدمت کولو لپاره نوم لیکنه وکړه او نظامي زده کړې يې تر لاسه کړې.
د روسیې دولتي خبري اژانس ریا خبر ورکړی، چې دغه ۷۲ کلن امریکايي د همدې کال په اپریل میاشت کې نیول شوی و او څه موده وروسته یې پر ده لګیدلي تورونه ومنل.
د هوبارډ کورنۍ د هغه په اعتراف شک لري او وايي، چې هغه د روسیې پلوي نظر درلود او ښايي وسله یې نه وي کارولې.
تمه کیږي، چې د هغه وکیل به د محکمې د پریکړې په اړه استیناف غوښتنه وکړي.
د هغه خور او یو نژدې دوست هوبارډ يو بې طرفه کس بللی، چې په بېلابيلو هيوادونو لکه جاپان او قبرس کې یې د کلونو لپاره له خپلي کورنۍ جلا ژوند کاوه.
هغه له ۲۰۱۴ کال راهیسې اوکراین ته تللی او هلته یې له یوې اوکراینۍ ښځې سره یو څه وخت ژوند کړی؛ خو په روسي یا اوکرایني خبرې نه شي کولی.
سټیفن جیمز هوبارډ یو له هغو لسو امریکایانو څخه دی، چې د روسیې په زندانونو کې بندیان دي.
د هغه د اګست په لومړۍ نیټه، د روسیې او لویدیځو هیوادونو تر منځ د بندیانو له تبادلې نږدې دوه میاشتې وروسته ونیول شو.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې اسراییل د دوشنبې په ورځ د حماس د ویجاړونکي برید، چې په غزه کې د جګړې د پیلېدو لامل شو، لومړۍ کلیزه ونمانځله. د اسراییل د شمېرو له مخې، د اوکټوبر په اوومه، حماس د دوی شاوخوا ۱۲۰۰ کسان وژلي او ۲۵۰ تنه یې غزې ته تښتولي وو.
په بیت المقدس او د اسراییلو په سویل کې مراسم او لاریونونه د سهار له شپږو بجو پیل شوي.
په بیت المقدس کې د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د کور بهر، شاوخوا ۳۰۰ کسان راټول شوي وو او د یرغمل شویو کسانو انځورونه یې په لاسونو کې لیږدول.
یووال بارون وویل:"موږ لاهم د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۷ مه کې د ترهګرۍ ، وېره ، قهر او نا امیدۍ په یوه نه ختمیدونکې ورځ کې بند پاتې یو ".
بارون وویل، چې خسر یې کیت سیګل په غزه کې یرغمل دی.
بارون همداراز وویل: "موږ غوښتل چې دا ورځ په ګډه پیل کړو؛ ترڅو خپل ځان، زموږ لومړي وزیر، او د اسراییل خلکو ته یادونه وکړو، چې دا د غم ورځ ده، بیا هم د یرغمل شویو بیرته راوستلو لپاره مقدس ماموریت شتون لري."
د اسراییل امنیتي ځواکونه د دوشنبې په ورځ په ټول هیواد کې د احتمالي امنیتي ګواښونو پر وړاندې د چمتوالي په حال کې وو.
د اسراییل د پوځ او پولیسو ځواکونه وايي، چې دا ورځ د اسراییل او فلسطین په جګړه کې د ترټولو خونړیو پېښو پیل و.
د راپورونو له مخې، ځینو فلسطینیانو چې اسراییل ته ننوتلو اجازه یې درلوده، په ګرځنده ټلیفونونو کې خبرتیاوې ترلاسه کړې چې دوی به د دوشنبې په ورځ اسراییلو ته د ننوتلو اجازه نه لري.
په غزه کې د اسراییل پوځ ویلي، چې د دوی الوتکو د حماس له خوا پلان شوی راکټي برید شنډ کړی دی.
د فلسطینی روغتیایی چارواکو په وینا، اسراییل په تېر یو کال کې شاوخوا ۴۲,۰۰۰ فلسطینیان وژلي او د ۲.۳ ملیون کسانو څخه ډېر کسان بې ځایه شوي دي.
د اسراییل لپاره، د فلسطیني اسلامپالې ډلې له خوا ناڅاپي برید د یو داسې هېواد لپاره ترټولو لویه امنیتي ناکامي وه، چې حکومت او خلک یې په پیاوړي، پرمختللي پوځ باندې ویاړي.
دا برید چې د اسراییل لپاره ترټولو وژونکې ورځ وه، د دې لامل شو، چې د ډیری وګړو د خوندیتوب احساس مات شي او په خپلو مشرانو یې باور کم شي.

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان په ګډون په اډیاله زندان کې له ټولو بندیانو سره پر لیدو بندیز به د اکټوبر تر ۱۸ نېټې دوام ولري. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، په اډياله زندان کې له بندیانو سره په لیدو بندیز د امنیتي ګواښونو له امله لګېدلی.
د معلوماتو له مخې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان سره د ګوند د غړو، وکیلان او د کورنۍ د غړو په لید کتو هم بندیز ولګېد.
د پاکستان جیونیوز د اډیاله زندان د سرچینو په حواله د دوشنبې په ورځ د (تلې ۱۶مه) په خپل راپور کې ویلي، چې په اسلام اباد کې د شانګهای همکاریو سازمان د غونډې په مناسبت د اډیاله زندان د امنیت د ټینګولو پرېکړه شوې ده.
د اډیاله زندان سرچینو ویلي، چې په دغه زندان کې له بندیانو سره پر لیدنو د بندیز لګولو پرېکړه د پنجاب حکومت کړې ده.
د پنجاب حکومت د پرېکړې له مخې، په یاد زندان کې د نورو عامو بندیانو سره پر لیدنو هم بندیز لګول شوی.
د پاکستان مرکزي حکومت د شانګهای همکاریو سازمان غونډې ترسره کېدو له امله په اسلام باد کې کلک امنیتي تدابیر نیولي.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې مخکې د پاکستان تحریک انصاف ګوند غړو او پلویانو د دغه ګوند د بندي مشر عمران خان د خلاصون په پار لاریون وکړ.