د حماس یو چارواکی: زموږ د مشرانو په وژلو سره زموږ مبارزه نه ختمېږي

د فلسطین د حماس ډلې مهم چارواکی وايي، د دې ډلې د مشرانو په وژلو سره د دوی مبارزه نه ختمېږي.

د فلسطین د حماس ډلې مهم چارواکی وايي، د دې ډلې د مشرانو په وژلو سره د دوی مبارزه نه ختمېږي.
باسم نعیم د یوې اعلامیې په خپرلو سره په څنګزن ډول د خپل مشر یحیا سنوار مرګ هم تایید کړ.
د اسراییل پوځ پرون وویل، چې ښاغلی سنوار په هغه ودانۍ کې وژل شوی، چې دوی پرې برید کړی و.
دوی د نوموړی مړی هم نامعلوم ځای ته لېږدولی دی.
باسم نعیم وايي، « که اسراییل فکر کوي، چې زموږ د مشرانو وژلو سره د فلسطین مبارزه ختمېږي، نو اشتباه کوي.»
د اسراییل ټایمز د راپور له مخې، کله چې ښاغلی نعیم وپوښتل شو، چې دا بیانیه یې د یحیا سنوار مرګ تاییدوي، نو ویې ویل: «نه داسې نه ده.»
له دې سره د اسراییل پوځ وايي، چې د نوموړي ډي اېن اې یې معاینه کړې او باوري دي چې سنوار یې وژلی دی.
یوه ویډیو کې هم ښکاري چې یحیا سنوار په جګړه کې تر ټپي کېدو وروسته بیا هم د اسراییل پر یو ډرون کوتک ګوزاروي.
یحیا سنوار په ایران کې د اسماعیل هنیه تر وژل کېدو وروسته د حماس مشر شو.
نوموړی پر اسراییل د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د ۷ د یرغل مفکر مغز بلل کېده، چې پکې د حماس له خوا د ۱۲ سوه کسانو د وژل کېدو او ۲۵۰ نورو یرغملېدو خبره کېږي.
د هغه برید په غچ کې اسراییل پر غزه برید وکړ او د یحیا سنوار تر مرګ وروسته د اسراییل لومړی وزیر وايي، د ټولو یرغملو تر خوشي کولو به یې جګړه روانه وي.


د پاکستان پخوانی لومړی وزیر دغه هېواد ته د هند د بهرنیو چارو وزیر سفر د اسلام اباد او نوي ډېلي د اړیکو د رغېدو لپاره ښه پیل بولي. جي شنکر تېره چارشنبه او پنجشنبه د شانګهای همکارۍ سازمان غونډه کې د ګډون لپاره پاکستان ته تللی و.
دا له نهو کلونو وروسته اول ځل دی چې د هند یو وزیر پاکستان ته ځي.
د مسلم لیګ نواز مشر او پخوانی لومړی وزیر نواز شریف د جي شنکر دا سفر ښه ګام بولي، خو زیاتوي چې پاکستان او هند په دې برخه کې وړاندې تګ ته اړتیا لري.
ښاغلی شریف چې د اوسني لومړي وزیر شهباز شریف ورور هم دی، له انډین ایکسپرېس سره په خبرو کې زیاتوي: «د دې اونۍ په پیل کې پاکستان ته د هند د وزیر سفر ښه پیل و او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ښه والي کې مرسته کولی شي.»
نوموړی زیاتوي، چې تېر ۷۵ کلونه هند او پاکستان وبایلل، خو راتلونکي ۷۵ کلونه یې باید له لاسه ونه وځي.
نواز شریف دا هم وايي، چې په خپله واکمنۍ کې یې له هند سره د اړیکو ښه کولو هڅې وکړې، خو د عمران خان واکمنېدو سره دا هرڅه په اوبو لاهو شول.
د هند د بهرنیو چارو وزیر د شانګهای همکارۍ سازمان غونډه کې له ګډون سره بیا هم له پاکستاني سیال سره کومه لیدنه نه درلوده.
که څه هم د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، دواړو چارواکو د غونډې بهیر کې ښه تعامل درلود، خو نوي ډېلي دا خبر رد کړی دی.

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې د ټولو یرغمل شویو کسانو تر خوشې کېدو به دغې جګړې ته دوام ورکړي.
نوموړي دغه څرګندونې د یحی سنوار تر وژنې وروسته کړې دي.
د اسراییل د لومړي وزیر د دفتر لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې نتنیاهو ویلي، چې یحیی سنوار د پنجشنبې په ورځ په رفح کې د اسراییل د زړورو سرتېرو لهخوا ووژل شو.
سنوار په ایران کې د اسماعیل هنیه تر وژنې وروسته د حماس د نوي مشر په توګه ټاکل شوی و.
له بل پلوه اسراییل یحیی سنوار د اکټوبر د اوومې د برید پلانوونکی هم بولي.
له بل پلوه د امریکا ولسمشر وایي، اوس د دې وخت رارسېدلی چې په غزه کې روانه جګړه ودرول شي، یرغمل شوي کسان خوشې شي او اوربند ټینګ شي.
ورته مهال د فرانسې ولسمشر هم د سنوار وژنه د یرغملو د خلاصون لپاره یو ښه فرصت ګڼلی دی.
هغه دارنګه د اوسني وضعیت پړه پر ایران او حزب الله واچوله.

ګارډین ورځپاڼې د پنجشنبې په ورځ (د تلې ۲۶مه) په یوې مقاله کې لیکلي، چې پر غزې د اسراییل په برید کې د حماس د پوځي مشر یحیی سنوار وژل کېدل به دغه ډله له کړکیچ سره مخ کړي.
د دې رسنۍ په وینا، حماس به هڅه وکړي چې سنوار د "شهید" په توګه معرفي کړي چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې وسله په لاس ووژل شو، ترڅو نور خلک وهڅوي چې له دغې ډلې سره یوځای شي. مګر په اوسني حالت کې دا تګلاره اغېزمنه نه ښکاري.
د ګارډین په وینا، د غزې په تړانګه کې اوسني وضعیت ته په کتو، حماس نویو کسانو ته سخته اړتیا لري.
اسراییلي پوځ د پنجشنبې په ورځ (د تلې ۲۶مه) په يوه خبرپاڼه کې تاييد کړه، چې سنوار د غزې تړانګې په سویل کې د دغه هېواد د ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې وژل شوى دى.
ګارډین زیاته کړې، چې حماس د اسماعیل هنیه، محمد ضعیف، مروان عیسی او اوس یحیی سنوار له وژل کېدو وروسته خپل ډېر لوړ پوړي مشران له لاسه ورکړي دي.
د دغې رسنۍ په وینا، په غزه کې د حماس قومنده ښايي اوس د دې ډلې د مشر ۴۹ کلن ورور محمد سنوار ته ورکړل شي او هغه به هم ممکن د "اسراییل پر وړاندې د "ټیټې کچې وسلوال مقاومت" ستراتیژۍ ته دوام ورکړي.
امریکا هم ښايي په غزه کې د موجودو شرایطو او د حماس د مشر مړینې سره له اسراییل څخه وغواړي چې په غزه کې خپل پوځي عملیات پای ته ورسوي. دا هغه مساله ده چې ډیموکراټ ګوند به د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو په درشل کې ترې هرکلی وکړي.
ګارډین زیاته کړې، حتی د اسراییل له لوري د بریا اعلان هم په غزه کې د دغه هېواد د پوځي عملیاتو د پای په مانا نه ده. ځکه چې اسراییل په وار وار ویلي، چې تر هغه وخته پورې به په دې تړانګه کې حضور ولري تر کومې چې اړتیا وي. تر اوسه د غزې د راتلونکې لپاره کوم سیاسي پلان چې د ټولو لورو له خوا منل شوی وي، نه دی وړاندې شوی.
د دغې رسنۍ په وینا، د سنوار له وژل کېدو وروسته، دا امکان ډېر لږ دی چې نتنیاهو دې د زرګونو فلسطینیانو د خوشې کولو او د دغې ډلې له خوا د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون په بدل کې حماس ته د نورو امتیازاتو ورکولو سره موافقه وکړي.
د اسراییل د دفاع وزیر یواو ګالایت د سنوار د مړینې په مناسبت په یوه اعلامیه کې د حماس له غړو غوښتي چې خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي.

ارامه خوب یو ستر نعمت دی، د خوب نشوالی یا کموالی انسان نه یوازې له جسمي پلوه بلکې له ذهني پلوه هم کمزوری کوي.
خوب زموږ پر روغتیا ژور اغېز لري، که پر وخت ویده کیدلو باندې ځان عادت کړو، له ذهني او جسمي پلوه سالم پاتې کیدلی شو او له ډېرو ناروغیو ځان ژغورلی شو.
په هرصورت، تاسو به یې په اوریدلو حیران شئ چې د خوب نشتوالی ستاسو د ویښتو د توییدو لامل کیدلای شي.
کارپوهان وايي، کله چې انسان پوره خوب ونه کړي، له بدن څخه د کورټیسون په نوم د سترس هورمون خارجیږي، چې نه یوازې زموږ روغتیا ته زیان رسوي، بلکې دا د سترس هورمون د ویښتانو د تویېدو لامل هم کېدلای شي.
مختلفو څیړنو ښودلې چې د خوب نشتوالی د ویښتو د توییدو لامل کیږي او د ویښتو وده اغیزمنه کوي.
د رسنیو د راپورونو له مخې، په کوریا کې د ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۱۳ پورې ترسره شوې څیړنه، چې د وېښتو په توییدو باندې د خراب خوب اغیزې په برخه کې یې جایزه هم وګټله، دا جوته کړه چې لږ خوب د وېښتو د توییدو لامل ګرځي.
څومره خوب کول اړین دي؟
کارپوهان وایي، چې لږ تر لږه له ۷ څخه تر ۸ساعتونو خوب د هر چا لپاره اړین دی، چې نه یوازې تاسو له ذهني او فزیکي فشار څخه ساتي، بلکې ستاسو د سترګو او پوستکي لپاره هم مهم دی.

د اروپايي ټولنې د سرمشریزې په څنډه کې، ایټالیا، ډنمارک او هالنډه د کډوالۍ په اړه ځانګړې غونډه د پنجشنبې په ورځ (د تلې ۲۶مه) په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د کمېسیون د مشرې ارزولا فون در لاین او د اته هېوادونو د استازو په حضور کې جوړه شوه.
فرانسې، د دغو هېوادونو د کډوالۍ ضد سیاستونو د مخالفت له امله په دې غونډه کې ګډون نه دی کړی.
په دې غونډه کې چې د اتریش، سلواکیا، چک جمهوریت، قبرس، پولنډ، مالتا، هنګري او یونان هېوادونو مشرانو هم حضور درلود، د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا ملوني د دغه هېواد او البانیا ترمنځ د موافقې په اړه خبرې وکړې او د انسان د قاچاقبرانو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې یې پر دغې هوکړې ټینګار وکړ.
تېره اونۍ ايټاليا ۱۶ بنګالي او مصري کډوال چې اروپا ته روان وو، په نړۍوالو اوبو کې په وړو کښتيو کې ونيول او په البانيا کې يې د کډوالو مرکزونو ته ولېږدول.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، پولنډ له اوږدې مودې راهیسې د "ناقانونه کډوالو" د راستنیدو په اړه د سختو مقرراتو غوښتنه کړې او دې ته په اشارې سره چې روسیه او بیلاروس کډوال پر اروپایی ټولنې د فشار راولو لپاره د یوې وسیلې په توګه کاروي، له اروپایي ټولنې څخه یې غوښتي چې د دغو هېوادنو پر وړاندې سخت دریځ غوره کړي.
د فرانسې الیزه ماڼۍ له دې غونډې خپله نا هیلي څرګنده کړې ده.
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون ته د نږدې کسانو په وینا، په جلا ډلو کې د دا ډول خبرو اترو تنظیم کول هېڅ مانا نلري.
دوی راپور ورکړی، چې مکرون سره مشوره نه ده شوې او هغه هم په دې غونډه کې د ګډون اراده نه لري.
په دې ناسته کې د ګډون کوونکو هېوادونو مشرانو د "خوندي درېیم هېواد" په مفهوم او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ له نړۍوال سازمان سره د داوطلبانه راستنېدو مرکزونو په برخه کې پر همکارۍ ټینګار وکړ.
د هالند لومړي وزیر دیک شوف، د هنګري لومړي وزیر ویکتور اوربان، د هالند د ازادۍ ګوند افراطي ښي اړخی رهبر ګیرت ویلدرز په ګډون ځينو اروپايي مشرانو د ايټاليا د حکومت د کډوالۍ د سياستونو ستاينه وکړه.
بل خوا، افغانان هم د کډوالۍ له تریخ برخلیک سره مخامخ دي او د نړۍ بېلابېلو هېوادنو ته د ایران او پاکستان له لارې د خوندي ژوند په لټه کې دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان د استازي په وینا ، له ۲۰۲۱ کال راهیسې کابو ۸ مېلیونه افغانانو هېواد پرېښی.
حال وش خبري اژانس د سې شنبې په ورځ ( د تلې ۲۴مه) راپور ورکړ، چې د ایران سرحدي ځواکونو په کلګان سراوان سیمه کې په هغو افغان کډوالو ډزې کړي، چې غوښتل یې ایران ته داخل شي او په لسګونه کسان یې په ډزو وژلي دي.
د دغه سازمان د شمېر له مخې، ایراني ځواکونو ۲۶۰ افغان کډوال په ډزو وژلي دي. دغه کډوال ډیری وخت ایران ته د مزدوری لپاره ځي او د یو څه پیسو ګټلو وروسته بیا ترکیې او اروپا ته د تګ تابیا کوي.