ټرمپ د بایډن د اقلیم قانون څخه کرکه کوي، مګر د هغه متحدین له دې څخه پیسې ګټي

ډونالډ ټرمپ ژمنه کړې که د متحده ایالاتو ولسمشر شي د بایډن د اقلیم په برخه کې سبسایډیانې به راکمې کړي. خو د ټرمپ ډېری متحدین د لمریزې برېښنا، برېښنایي موټرو، د کاربنو د استخراج او د انرژۍ په نورو ټکنالوژیو کې د سترې پانګونې له امله له دې څخه ګټه پورته کوي.

رویټرز لږترلږه د ټرمپ اووه نږدې متحدین او تمویل کونکي موندلي چې د بایډن د اقلیم د قانون له مخې د سلګونه میلیونه ډالرو په ارزښت شرکتونه پر مخ بیايي.
په دوی کې د ټرمپ زوم جاریډ کوشنر، چین ته د هغه پخوانی استازی ټیری برانسټاډ او هغه شرکتونه دي، چې د انرژۍ او تېلو د غیر رسمي سلاکار هارولډ هام او قوي ملاتړي هوارډ لوټنیک له خوا پر مخ وړل کیږي، شامل دی.
تسلا هم له دغه قانون څخه ګټه پورته کوي، چې بنسټ ایښودونکی او اجراییه مشر یې ایلن ماسک دی او دا مهال د ټرمپ کمپاین چلوي.
د رویټرز د راپور له مخې، که چیرې ټرامپ د بایډن قانون مات کړي، د خپلو متحدانو د بیلیونونه ډالرو په ارزښت پانګونې ته به زیان ورسوي.
پانګونې مهمې دي، ځکه دا احتمال زیاتوي، چې د ټرمپ ځینې متحدین ممکن له هغه څخه وغواړي چې د بایډن د اقلیم قانوني اړخونه وساتي .
رویټرز لیکلي چې د ټرامپ له دغو متحدینو یو هم حاضر نه شو چې په دې اړه څرګندونې وکړي.