• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

متقاعدینو د خپلو درې کلنو حقوقو د نه ورکړې په اعتراض کې د مالیې وزارت سړک بند کړ

۵ لړم ۱۴۰۳ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۱:۵۲ GMT+۱

یوې ډلې متقاعدینو نن په کابل کې د طالبانو له خوا د دریو کلونو امتیازاتو د نه ورکولو په غبرګون کې مالیې وزارت ته غځېدلی سړک بند کړ. د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده په افغانستان کې د تقاعد سیستم منحل کړی او د متقاعدینو امتیازات یې قطع کړي دي.

سرچينې زياتوي، چې د دغو لاريونونو په ترڅ کې يو متقاعد د طالبانو له خوا نيول شوى او د کابل ښار دويمې ناحيې ته لېږدول شوى دى.

دا لاریون د متقاعدینو د پراخې نارضايتۍ يوه برخه ده، چې د اقتصادي بحران او د خپلو لومړنيو اړتياوو نه لرلو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

له تېرو دريو کلونو راهيسې په کابل او بېلابېلو ښارونو کې تقاعد شويو دولتي کارکوونکو لاريونونه کړي دي.

دغه تقاعد شوي کارکوونکي وايي، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره درې کاله کېږي، دوی خپل تقاعد نه دی ترلاسه کړی.

اعتراض کوونکي وايي، د معاشونو نه ورکول دوی په ورځني ژوند کې له جدي ستونزو سره مخ دي.

تر دې مخکې د طالبانو مشر ملاهبت الله اخندزاده د روان کال د وري میاشت کې امر کړی و چې د مامورینو له میاشتنیو معاشونو دې د تقاعد ونډه نه کمیږي.

دغه فرمان په افغانستان کې د تقاعد د سیستم د لغوه کولو په معنا دی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

سرچینې: طالبان د پخواني حکومت کارمنانو ته د دندې ترلاسولو لپاره عدم مسوولیت مکتوب نه ورکوي

۵ لړم ۱۴۰۳ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۰:۱۴ GMT+۱

په کندهار کې د تېر حکومت ځینو نظامي او ملکي کارمنانو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې طالبان په دولتي ادارو او موسیسو کې د دندې اخیستو پرمهال دوی ته د عدم مسوولیت مکتوبونه نه ور کوي.

طالبانو په ټول هېواد کې په موسسو او دولتي ادارو کې د نويو کارمنانو د نیولو لپاره عدم مسوولیت مکتوب جبري کړی دی.

په کندهار کې د تېر حکومت ځینو پخوانیو نظامیانو او ملکي مامورینو نن شنبې «د لړم۵مه» وویل، په دغه ولایت کې ځینو غیردولتي موسسو کې د دندې اخیستو په ازموینو کې بریالي شوي خو د طالبانو امنیه قومنداني د عدم مسوولیت مکتوب نه ورکوي.

د کندهار د ځینو دولتي ادارو پخواني کارمنان چې په تېر حکومت کې یې دندې درلودې، وايي طالبانو د پخوانۍ سابقې امله له دندو شړلي دي.

دغه کسان چې اوس له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، وايي په موسسو کې د کار موندلو لپاره یې ازموینو کې کډون کړی او بریالي شوي.

دوی وايي، د عدم مسوولیت مکتوب غوښتنه ترې وشوه خو د دې مکتوب اخیستلو لپاره ی د تېرو څو میاشتو هڅو کومه پایله نه ده ورکړې.

حمید الله چې مستعار نوم دی وايي، یوې موسسې د عدم مسوولیت مکتوب د لاسلیک لپاره ور کړی، خو کله چې د طالبانو امنیه قومندانۍ ته ورغی له څو پوښتونو او بایومیټرک وروسته څرګنده شوه، چې تېر حکومت کې مې دنده کړې ده.

حمید الله زیاتوي چې له ډېرو هڅو وروسته بیا هم د طالبانو د کندهار امنیه قومندانۍ ورته عدم مسوولیت مکتوب لاسلیک نه کړ، چې له امله یې اوس هم بې روزګاره ګرځي.

په همدې حال کې د کندهار یو بل ځايي اوسېدونکی چې په تېر حکومت کې په ملکي اداره کې کار کړی و یوې نړۍوالې موسیسې ته د کار لپاره مراجعه کړې وه خو وايي، تر بري وروسته طالبانو ورته د عدم مسوولیت مکتوب لاسلیک نه کړ.

دوی زیاتوي طالبان یوازې هغه چاته د عدم مسوولیت مکتوب لاسلیکوي، چې د دوی په لیکو کې کاري سابقه ولري او یا هم ددې ډلې اړوند کس وي.

بهرنۍ موسسې د نویو کسانو ګومارلو کې له دولت سره د جرمي سابقې د معلومات لپاره عدم مسوولیت مکتوب غواړي.

په کندهار کې د پخواني حکومت یو کارمن وايي:« یو خوا مو طالبان په خپلو ادارو کې نه پرېږدي بل خوا په بهرنیو موسسو کې هم د کار پر وړاندې خنډونه جوړوي او د پخوانۍ کاري سابقې لرلو له امله عدم مسوولیت مکتوب نه راکوي او دوی دا فشار هم ځکه اچوي چې خپل کسان وګماري.»

طالبانو تر واک لاندې د اقتصاد وزارت بهرنیو موسسو د استخدام پرمهال د افغان کارمنانو د ګمارل لپاره د امنیتي ادارو څخه د عدم مسوولیت مکتوب جبري کړی دی.

د طالبانو د دې شرط له امله دا موسسې کله کله د وړ کسانو په ګومارلو کې پاتې راځي.

پر طالبانو دا تور هم دی چې د موسسو په چارو او مرستو کې لاسوهنه کوي.

په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږۍ دفتر ویلي، د روان کال په سپټمبر میاشت کې د ۱۷۳ مواردو له امله د بشري مرستو ۸۳ پروژې په لنډمهالې توګه وځنډول شوې.

دغه دفتر وايي، ۹۸ سلنه موارد د طالبانو د مداخلې له امله رامنځ ته شوي او د تېر کال په پرتله دغسې پېښې ۶۶ سلنه ډېرې شوې.

د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزیر له چینايي کمپنۍ وغوښتل چې د مس عینک د استخراج بهیر چټک کړي

۴ لړم ۱۴۰۳ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۲۳:۳۵ GMT+۱

د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزیر د مس عینک د کان قراردادي شرکت (MCC) له مسوولینو سره په کتنه کې له هغوی وغوښتل چې د دغه کان د استخراج بهیر چټک کړي. عبداللطیف منصور وویل، د مس عینک کان یوه مهمه ملي پروژه او د افغانستان د خلکو هیله ده.

د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزارت د جمعې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې عبداللطیف منصور چین ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه شرکت له چارواکو سره کتلي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د یاد چینايي شرکت چارواکو له عبداللطیف منصور سره د مس عینک د پروژې د اوبو او برېښنا په اړه خبرې کړې دي. د دغه وزارت په وینا ښاغلي منصور د دې پروژې د اوبو او برېښنا د ستونزو د حل ډاډ ورکړی.

د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزیر د دې ډلې د یوه پلاوي په مشرۍ د چهارشنبې په ورځ چین ته سفر وکړی و.

امرالله صالح: د دوحې پروسه د جمهوریت پر ضد د ناټو په ملاتړ د کودتا یو پلان و

۴ لړم ۱۴۰۳ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۲۲:۳۵ GMT+۱

د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، چې د ولسمشر محمد اشرف غني او زلمي خلیلزاد تر منځ اړیکې دومره ترینګلې وې چې کله کله به د معمول تعارف پرته ناستې پیل شوې.

صالح د جمعې په ورځ (د لړم څلورمه) پر اېکس ځپور کړي پیغام کې لیکلي، چې امریکا هڅه وکړه د دوحې لومړی بهیر چټک کړي چې د ولسمشرۍ د ټاکنو د ترسره کیدو مخه ونیسي، تر څو جمهوري نظام مشروعیت له لاسه ورکړي او تور یې په واشنګټن پورې نه شي.

نوموړی زیاتوي: "ټاکنې د امریکا د خوښې خلاف او د امریکا له ملاتړ پرته ترسره شوې. له هغه وروسته د واشنګټن ستراتیژي د افغانستان د سیاسي قشر ټوټه کول و. هر ځل چې خلیلزاد کابل ته سفر کاوه، لومړی یې د سولې فضا جوړوله. له ولسمشر سره له کتنې مخکې یې له سیاسي رهبرانو سره کتل او ارګ یې د سولې او ثبات ګډوډونکی معرفي کاوه."

د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال چې په افغانستان کې د امریکا د تګلارې یو له منتقدینو څخه دی وايي، دوی د اصلاح شوي طالبانو، ټول شموله حکومت د اصطلاحاتو او د امریکا له خوا د حکومت د منزوي کولو او د سولې د مالکیت په څېر نور پلانونهه تر لاس لاندې لرل.

نوموړی وايي، خلیلزاد او د امریکا سفارت دنده درلوده چې د جمهوریت ضد تبلیغاتو په تمویل سره، د خلکو فکرونه ګډوډ کړي، د سیاسي طبقې د راپارولو او له طالبانو سره د یوې مفکورې او نتیجې پر بنسټ د خبرو لپاره یو متحد او همغږي پلاوی جوړ کړي. هغه وايي، چې دا کار د غربیانو په ځانګړې توګه د امریکا د مستقیمې مداخلې او رشوت ورکولو پرته تقریبا ناشوني وو.

هغه وايي، چې ګډوډې سياسي فضا د پوځي قطعاتو پر مورال بده اغېزه کړې وه او محمد اشرف غني څو څو ځلې د امريکا له سفير او د ناټو له عمومي قوماندان څخه وغوښتل، چې د ځانګړو قطعو او کومانډو ځواکونو قوماندانانو ته د ويزو ورکولو لړۍ ودروي، خو څرګنده وه، چې دوی له جمهوریت څخه د ملاتړ پلان نه درلود.

نوموړی زیاتوي: "کله نا کله به د ولسمشر په ګډون موږ ټولو هڅه کوله چې له غربیانو سره په خبرو کې د زلمي خلیلزاد دروغ افشا کړو، په دې نه پوهیدو چې د یوه درواغجن ګمارل او د درغلۍ ترسره کول د دې دسیسې یوه برخه وه."

صالح وايي، د دوحې پروسه د ناټو په ملاتړ د جمهوریت پر ضد د کودتا پلان و، چې باید په ډېر احتیاط سره تطبیق شوی وای، خو سیاسي مشرانو ډېر ځله فکر کاوه، چې امریکا د اشرف غني د جمهوري نظام له ټوټو سره طالبان یوځای کوي او د دوی شخصي ګټې به خوندي وي.

امرالله صالح وايي، چې جمهوریت ځپنه اوس هم د ځینو لپاره یوه پروژه ده.

صالح دا پوسټ پر اېکس وروسته له هغه خپور کړ، چې خلیلزاد د ښځو پر وړاندې د بندیزونو په اړه د طالبانو پر سیاستونو نیوکې وکړې.

د افغانستان په چارو کې د امریکا پخوانی استازی ویلي، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تعلیمي محدودیتونه نه اسلامي دي او نه هم د کوم بل اسلامي هېواد له خوا تایید کیږي. زلمي خلیلزاد د طالبانو دا کړنه د شرم وړ بللې او ویلي یې دي، چې د برېکس ډلې هم د طالبانو له دې تګلارې سره خپل مخالفت څرګند کړی دی.

زلمی خلیلزاد د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تعلیمي محدودیتونه د شرم وړ بولي

۴ لړم ۱۴۰۳ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۲۲:۰۰ GMT+۱

د افغانستان په چارو کې د امریکا پخوانی استازی وايي، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تعلیمي محدودیتونه نه اسلامي دي او نه هم د کوم بل اسلامي هېواد له خوا تایید شوي.

زلمي خلیلزاد د طالبانو دا کړنه د شرم وړ بللې او ویلي یې دي، چې د برېکس ډلې هم د طالبانو له دې تګلارې سره خپل مخالفت څرګند کړی دی.

زلمي خلیلزاد د جمعې په ورځ پر اېکس لیکلي، چې د برېکس مشرانو په یوه اعلامیه کې د نجونو په وړاندې د طالبانو د "وحشتناکې" پالیسۍ په اړه مخالفت څرګند کړی.

هغه لیکلي: "د طالبانو مشرتابه افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد ګرځولی، چې د نجونو پر زده کړو یې له ابتدايي زده کړو څخه پورته بندیز لګولی دی." ښاغلي خلیلزاد زیاته کړه، چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو کړنې اسلامي نه دي او دا سیاستونه "د سړم وړ" دي.

د ښاغلي خلیلزاد لیکلي: «هغه څه چې د نجونو او ښځو د تعلیم په برخه کې کېږي، اسلامي نه بلل کیږي. په حقیقت کې د اسلام نوم ورکول ورته د شرم خبره ده.»

پر اېکس د خلیلزاد دغه پوسټ غبروګون کې د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال پر اېکس پاڼه لیکلي: «خلیلزاد او د امریکا سفارت دنده درلوده چې د جمهوریت ضد تبلیغاتو په تمویل سره د خلکو فکرونه ګډوډ کړي، د سیاسي طبقې د راپارولو او له طالبانو سره د یوې مفکورې او نتیجې پر بنسټ د خبرو لپاره یو متحد او همغږي پلاوی جوړ کړي. چې دا کار د غربیانو په ځانګړې توګه د امریکا له مستقیمې مداخلې او رشوت پرته تقریبا ناشوني وو.»

د برېکس ١٦مه سرمشريزه د ٣٦ هېوادونو او شپږو نړۍوالو سازمانونو په ګډون د سې شنبې په ورځ د تاتارستان جمهوريت په کازان ښار کې پيل شوه او د پنجشنبې تر ورځې (د لړم دېیمه) يې دوام وکړ.

د چین، روسیې او د برېکس نورو غړو هېوادونو مشرانو د کازان غونډې په اعلامیه کې له طالبانو وغوښتل چې د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز لرې کړي. دوی همدا راز د خلکو اساسي حقونو ته په درناوي ټینګار وکړ او په افغانستان کې یې د ستونزو د سوله ییز او فوري حل غوښتنه وکړه.

طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي او ښځې یې پوهنتون ته له تګه منع کړي دي. همدا راز، طالبانو ښځې په نا دولتي موسسو کې له کاره منع کړي او پراخ بندیزونه یې پرې لګولي دي.

د بشري حقونو فعالان وايي، طالبانو له عامه ډګر څخه د ښځو په لرې کولو سره په ټولنه کې جنسیتي توپیر رامنځته کړی دی. خو طالبانو دا موضوع رد کړې او ویلي یې دي، چې دغې ډلې د ښځو شرعي حقونو ته درناوی کړی دی.

یو ایرانی چارواکی: سږ کال له تهران څخه د افغان کډوالو ویستل څلور نیم برابره زیات شوی دی

۴ لړم ۱۴۰۳ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۴، ۲۱:۳۳ GMT+۱

د تهران د کډوالو چارو مشر احسان حیدري، د افغان کډوالو د ایستلو لپاره د اتم پلان د پیل اعلان وکړ. هغه وویل، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له تهرانه د بې اسنادو کډوالو ایستل د تیر کال د همدې مودې په پرتله څلور نیم برابره زیات شوی دی .

د ایران د اسلامی جمهوریت خبری اژانس ایرنا د جمعې په ورځ راپور ورکړ، چې د قدس په کلی کې له اسنادو پرته د کډوالو د ویستلو اتم پلان عملی شوی دی.

د تهران د ښاروالۍ د کډوالوچارو مشر تاکید کړی، چې په دغه پروګرام کې یو زیات شمېر کډوال پېژندل شوي او د ویستلو لپاره کمپونو ته وړل شوي دي.

له بلې خوا، د قدس سیمې مشر وحید ګلي کاني وویل: "د ناقانونه کډوالوشتون، د دې سبب کیږي چې مونږ د پالیسۍ په جوړولو کې له ننګونو سره مخ شو."

د ایرنا د راپور له مخې، ایراني چارواکو یو ځل بیا کارځایونو ته خبرداری ورکړی چې له اسنادو پرته د کډوالوله پر کار ګمارلو څخه ډډه وکړي.

د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکي په داسې حال کې د کډوالو ویستل زیات کړي، چې تر دې وړاندې دغه هیواد ویلي و، چې د روان کال تر پایه پورې شاوخوا دوه میلیونه کډوال له خپل هیواده اوباسي.

راپورونه وايي، چې هره ورځ په سلګونو افغانان له ایران څخه ویستل کیږي. ان ځینې افغانان چې ویزې او د اوسیدو اسناد هم لري د ایراني د پولیسو له خوا نیول شوي او ویستل کیږي.