• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان د بشري مرستو صندوق لسم کال؛ ملګري ملتونه وايي د اړمنو شمېر مخ په ډېرېدو دی

۶ لړم ۱۴۰۳ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۸:۴۶ GMT+۰

د افغانستان د بشري مرستو صندوق لس کلن شو. په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي وايي، چې په دې موده کې په افغانستان کې د اړمنو کسانو شمېر مخ په ډېرېدو دی.

دغه سازمان ویلي، چې د افغانستان د بشري مرستو د صندوق له لارې له ۸۶ میلیونو زیاتو خلکو سره مرسته شوې ده.

د افغانستان د بشري مرستو صندوق (اې اېج اېف) په ۲۰۱۴ کال کې د په هېواد کې د چټکو او ستراتیژیکو بشردوستانه هڅو د ملاتړ لپاره جوړ شو.

د دغه صندوق د لسمې کلیزې په مناسبت د یکشنبې په ورځ د (لړم شپږمه) د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي یو راپور خپور کړ او په افغانستان کې یې د بشري مرستو د دوام پر اهمیت ټینګار کړی.

دغه سازمان په خپل راپور کې لیکلي، چې په تېرو لسو کلونو کې افغانستان له پرله پسې ننګونو سره مخ و، چې په کې جګړې، سیاسي بې ثباتي، وچکالي، زلزله، د خوراکي توکو نه خوندیتوب، د کوویډ - ۱۹ ناروغۍ خپرېدل، بې وزلي او د ښځو او نجونو پر وړاندې ډېریدونکي زیانونه شامل دي.

د اوچا د راپور له مخې، د افغانستان د بشري مرستو د صندوق له جوړېدو لس کاله وروسته هم د هغو کسانو شمېر چې بشري مرستو ته اړتیا لري له ۲۳ میلیونو څخه ډېرو کسانو ته رسېږي.

په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال جویس میسویا له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې په افغانستان کې د اړتیا وړ ځواب ویلو لپاره د دغه هېواد له بشري صندوق سره مرسته وکړي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

ایراني چارواکی وايي،‌ افغانستان د ایران د زعفرانو اصلي سیال بلل شوی دی

۶ لړم ۱۴۰۳ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۶:۴۳ GMT+۰

د نیشاپور د کرنې مشر علي مبارکي وايي، سره له دې چې زعفران له ایرانه افغانستان ته صادرېږي، خو دغه هېواد د ایران د زعفرانو اصلي سیال دی. د صدا و سیما خبري اژانس د خبر له مخې علي مبارکي ویلي: په ایران کې د زعفرانو کښت د نورو هېوادونو پرتله ډیره پخوانۍ مخینه لري.

د دغه راپور له مخې علي مبارکي دغه څرګندونې د شنبې په ورځ د (لړم شپږمه) نېټه په نیشاپور کې د ایران د زعفرانو د ملی ورځې په لومړۍ نمانځ غونډه کې وکړې.

بل خوا طالبان وايي، د کوکنارو پر کښت له بندیز وروسته د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې د زعفرانو د کښت کچه ​​لوړه شوې ده.

د روان کال د غوايي میاشتې په پیل کې د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویلي و، چې په ۱۴۰۲ کال کې افغانستان د ۴۹ میلیونه ډالرو په ارزښت ۶۷ ټنه زعفران نهو هېوادونو ته صادر کړل.

همدارنګه په بلجیم کې د "مزه" نړۍوال انسټیټیوټ سږکال ویلي، چې له لابراتواري ازموینې وروسته د هرات زعفرانو د خوند له پلوه لومړی مقام ترلاسه کړ.

صالح: د نیویارک ټایمز مقاله کې د لویې پکتیا طالبانو د کودتا په اړه خپله لېوالتیا بیان کړې

۶ لړم ۱۴۰۳ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۵:۴۶ GMT+۰

د مخکني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني په اړه د نیویارک ټایمز وروستۍ مقالې ته په غبرګون کې وايي، په دغې مقاله کې د لویې پکتیا طالبانو د کودتا په اړه لېوالتیا او خپلمنځي مخالفتونه بیان کړي دي.

امرالله صالح د یکشنبې په ورځ د (لړم شپږمه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په کازان کې د بریکس سازمان د مشرانو د کنفرانس په څنډو کې طالبانو ته د ګډون اجازې نه ورکولو ترڅنګ د دغه کنفرانس په وروستۍ خبرپاڼه کې د افغانستان وضیعت یوه نا حل شوې موضوع بلل شوې.

نوموړی وړاندې لیکلي، چې په دغه کنفرانس کې چین او روسیه چې طالبان یې د خپلو نږدې ملګرو په توګه یادوي، هم حاضر نه شول، چې د طالبانو په اړه مثبت نظر ورکړي.

ښاغلی صالح زیاتوي، چې دغه حالت د دې ښکارندويي کوي، چې یاده ډله په انزوا کې ده.

د نوموړي په خبره ښايي، یاد مایوس کوونکي او نهیلی حالت د دې لامل شوی وي، چې د طالبانو یوه برخه د نیویارک ټایمز د لابي کولو لمن ونیسي او هڅه وکړي، چې د یوې احتمالي کودتا لپاره بهرنی ملاتړ ترلاسه کړي.

امرالله صالح د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په اړه د نیویارک ټایمز وروستۍ مقالې ته په اشاره لیکلي: «د نيويارک ټايمز مقاله په اصل کې د طالبانو د لويې پکتيا د څانګې يوه غوښتنه ده چې له سي ای اې سره يې د خپلو څو لسيزو همکاريو يادونه کړې او د کودتا په اړه يې خپله لېوالتيا او خپلمنځي اختلافات بيان کړي دي.»

ښاغلی صالح وايي، طالبان د واشنګټن له خیریه پیسو او د سي ای اې په تورو پیسو تغذیه کیږي.

څو ورځې وړاندې نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه مقاله کې لیکلي و، چې سراج الدین حقاني د ښځو حقونو، د نجونو د زده‌کړو او نورو مسایلو په تړاو، چې د دې ډلې توندلاري مشر ملا هبت الله پرې بندیزونه لګولي، نرم دریځ لري او په دې لټه کې دی چې د دغسې ګامونو پر وړاندې مقاومت وکړي.

نیویارک ټایمز ویلي و، سره له دې چې نوموړی د طالبانو ترمنځ پر یووالي ټینګار کوي، خو د نوموړي هڅې د طالبانو د توندلاري مشر د دریځونو یو ډول پټ نقد تلقي کیږي.

د ایران قضايي چارواکي: په شخصي موټرونو کې د «ناقانونه» افغانانو تګ راتګ منع دی

۶ لړم ۱۴۰۳ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۳:۵۲ GMT+۰

د تایباد ښار لوی څارنوال ویلي، چې د ایران بېلابېلو ښارونو ته په شخصي موټرو کې د «ناقانونه» افغانانو تګ منع دی. حجت صديقي وويل: د هغو موټرو خاوندان چې «ناقانونه» افغانان لېږدوي سزا دې ورکړل شي.

د هغه په ​​وينا، د هغو موټرونو خاوندان چې بې اسناده افغانان لېږدوي، د مجازاتو تر څنګ به د ايران د ملي امنيت شورا د پرېکړې له مخې تر شپږو مياشتو پورې د هغوى موټرونه ودرول شي.

د ایران د دغه چارواکي د څرګندونو له مخې، د روان کال په لومړۍ نیمایي کې څه باندې ۲۳ زره «ناقانونه» افغانان نیول شوي او افغانستان ته لیږدول شوي دي.

نوموړي همدا راز ویلي، چې د روان کال له پیل راهیسې د تایباد په بېلابېلو سیمو کې ۱۶ کورونه چې «ناقانونه» افغانانو ته ورکول شوي وو، په نښه او د مسولانو له لوري قلفونه ور اچول شوي.

حجت صديقي وويل، چې دغه ګام د خلکو له غوښتنې او د عدلي او قضايي ارګانونو په حکم اخیستل شوى دى.

نوموړي د شنبې په ورځ د لړم په پنځمه نېټه ایرنا خبري اژانس ته ویلي، هغو کسانو چې افغانانو ته یې کورونه په کرایه نیولي وو، په وړاندې یې دوسیې ثبت کړې، عدلي او قضايي ارګانونو ته یې ورپيژندلي دي.

دایران دغه قضایي چارواکی وايي: «هغه کسان چې «ناقانونه» بهرنیانو ته د استوګنې لپاره د کورونو په سپارلو کې د املاکو د مشاورینو په شمول ګډون کړی دی دوسیې یې قضایی چارواکو ته وړاندې کوي او له قانون سره سم به ورسره چلند وشي.»

د تایباد لوی څارنوال ټینګار وکړ چې له «ناقانونه» افغانانو سره کرایه، پېر او پلور منع او سرغړونه ده.

د ایران حکومت پر افغان کډوالو فشارونه زیات کړي او په ډیرو لویو ښارونو کې یې د هغوی پر کار، فعالیتونو او تګ راتګ سخت بندیزونه لګولي دي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني په ایران کې له مېشتو افغان کډوالو غوښتي چې «خپل هېواد ته ولاړ شي، کار وکړي او هغه ځای اباد کړئ»

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د شته سختو حالاتو او د طالبانو د بیا حاکمېدو له امله د بې وزلۍ او بیکارۍ د ډيروالي له امله ګڼ افغانان خپل هېواد پريږدي ایران او نورو هېوادونو ته ګډه کیږي.

په کابل کې د پخوانیو چاراکو په غونډه کې د حامد کرزي د لور شتون د خلکو پام ځان ته اړولی

۵ لړم ۱۴۰۳ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۴، ۲۰:۳۲ GMT+۱

د ملي روغې جوړې شورا پخوانی مشر عبدالله عبدالله له حامد کرزي سره د خپلې ناستې انځورونه خپاره کړي. په دې غونډه کې د حامد کرزي د کوچنۍ لور درخانۍ شتون چې د سړیو او پخوانیو مشرانو د مجلس په سر کې ناسته ده، د خلکو او خواله رسنیو کاروونکو پام ځان ته اړولی دی.

د ښخو پر وړاندې د طالبانو د بندیزونو له امله د خواله رسنیو ځینو کاروونکو دغه کړنه «سمبوليک او اعتراضي» بللې ده.

د ملي روغې جوړې شورا پخوانی مشر عبدالله عبدالله د دوه انځورونو په خپرولو سره لیکلي، چې د شنبې پر ماسپښین (د لرم ۵مه) یې د هېواد له پخواني ولسمشر حامد کرزي او یو شمېر نورو مشرانو سره کتلي دي.

دا غونډه د حامد کرزي په دفتر کې، ترسره شوې ده.

ښاغلي عبدالله د دې غونډې د موضوعاتو او په دې غونډه کې د حامد کرزي د لور د حضور په اړه څه نه دي ویلي.

ښاغلي عبدالله د دې غونډې دوه عکسونه خپاره کړي دي. لومړۍ انځور په دفتر کې د ناستې دی، چې پر حامد کرزي او عبدالله عبدالله سربېره حامد کرزي ته یو شمېر نږدي کسان هم په کې لیدل کېږي. په دې غونډه کې د ښاغلي کرزي او عبدالله تر منځ د حامد کرزي لور ناسته ده. په دوهم انځور کې چې د کرزي د دفتر په انګړ کې اخیستل شوی، درخانۍ د پخوانیو مشرانو په منځ کې ولاړه ده چې تېکرۍ یې پر اوږه پروت دی.

100%

عبدالله عبدالله او حامد کرزی هغه مهم سیاسي شخصیتونه دي چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په کابل کې پاتې شوي. دوی وخت ناوخته سره ګوري.

له ټولنې او زده کړو څخه د نجونو محرومیت له امله، د ټولنیزو رسنیو ډېری کاروونکو د پخوانیو مشرانو سره په ناسته کې د دې نجلۍ شتون ته غبرګون ښودلی.

د خواله رسنیو کاروونکي وايي، چې په ټولنه کې د نجونو او ښځو د تعلیم منع کولو او د طالبانو له خوا د هغوی د غږ "عورت" ګڼلو ته په کتو، د دې نجلۍ شتون یو "سمبوليک او اعتراضي" اقدام بلل کېدای شي.

که څه هم حامد کرزی وخت نا وخته د ښځو له فعالانو سره لیده کاته کوي او له طالبانو یې په کلکه غوښتي چې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي.

باخبرو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې درخانۍ د حامد کرزي لور ده چې په کابل کې د افغان ترک په لېسه کې زده کړې کوي. هغه د ښوونځي په دویم ټولګي کې ده.

طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي او نجونې د رسمي زده کړو اجازه نه لري.

د طالبانو محدودیتونو د ښځو لپاره ډېرې پایلې لرلي او د راپورونو له مخې ښځې له بې ساري ذهني او رواني فشار سره مخ دي او د ځان وژنې، جبري ودونو او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ګڼ راپورونه خپاره شوي دي.

په غور ولایت کې د ښځو تالاشۍ د طالبانو پروړاندې خلک راوپارول

۵ لړم ۱۴۰۳ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۷:۵۳ GMT+۱

د غور ولایت په پسابند ولسوالۍ کې د شنبې په ورځ د ښځو بدني تالاشۍ د طالبانو پر وړاندې د دې ولسوالۍ د خلکو غوسه راوپاروله. ځايي سرچينې وايي، چې طالبانو د خلکو د لاريونونو د پای ته رسولو لپاره له تاوتريخوالي کار اخلي او د دغې ډلې د غړو په ډزو کې لږ تر لږه شپږ تنه ټپيان شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې د شنبې په ورځ (د لړم ۵ مه) د طالبانو او اعتراض کوونکو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې د طالبانو یو غړی هم ټپي شوی دی.

تر اوسه د غور ولايت سيمه ييزو طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

تر دې وړاندي د همدې کال کال د ثور په میاشت کې هم د بدخشان د درایم او ارګو ولسوالیو اوسېدونکو په دغه ولایت کې د کوکنارو د کروندو د اړولو په موخه د عملیاتو پر مهال د ښځو د ځورونې په غبرګون کې لاریون کړی و.

هغه مهال لاريون کوونکو پر وسله والو طالبانو تور ولګاوه، چې د کوکنارو د کروندو د ويجاړولو پر مهال طالب ځواکونه له ښځو او کروندګرو سره ناوړه چلند کړی.

د ثور په میاشت کې د بدخشان په لاریونونو کې لږ تر لږه اوه تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي وو.