• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران قضايي چارواکي: په شخصي موټرونو کې د «ناقانونه» افغانانو تګ راتګ منع دی

۶ لړم ۱۴۰۳ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۳:۵۲ GMT+۰

د تایباد ښار لوی څارنوال ویلي، چې د ایران بېلابېلو ښارونو ته په شخصي موټرو کې د «ناقانونه» افغانانو تګ منع دی. حجت صديقي وويل: د هغو موټرو خاوندان چې «ناقانونه» افغانان لېږدوي سزا دې ورکړل شي.

د هغه په ​​وينا، د هغو موټرونو خاوندان چې بې اسناده افغانان لېږدوي، د مجازاتو تر څنګ به د ايران د ملي امنيت شورا د پرېکړې له مخې تر شپږو مياشتو پورې د هغوى موټرونه ودرول شي.

د ایران د دغه چارواکي د څرګندونو له مخې، د روان کال په لومړۍ نیمایي کې څه باندې ۲۳ زره «ناقانونه» افغانان نیول شوي او افغانستان ته لیږدول شوي دي.

نوموړي همدا راز ویلي، چې د روان کال له پیل راهیسې د تایباد په بېلابېلو سیمو کې ۱۶ کورونه چې «ناقانونه» افغانانو ته ورکول شوي وو، په نښه او د مسولانو له لوري قلفونه ور اچول شوي.

حجت صديقي وويل، چې دغه ګام د خلکو له غوښتنې او د عدلي او قضايي ارګانونو په حکم اخیستل شوى دى.

نوموړي د شنبې په ورځ د لړم په پنځمه نېټه ایرنا خبري اژانس ته ویلي، هغو کسانو چې افغانانو ته یې کورونه په کرایه نیولي وو، په وړاندې یې دوسیې ثبت کړې، عدلي او قضايي ارګانونو ته یې ورپيژندلي دي.

دایران دغه قضایي چارواکی وايي: «هغه کسان چې «ناقانونه» بهرنیانو ته د استوګنې لپاره د کورونو په سپارلو کې د املاکو د مشاورینو په شمول ګډون کړی دی دوسیې یې قضایی چارواکو ته وړاندې کوي او له قانون سره سم به ورسره چلند وشي.»

د تایباد لوی څارنوال ټینګار وکړ چې له «ناقانونه» افغانانو سره کرایه، پېر او پلور منع او سرغړونه ده.

د ایران حکومت پر افغان کډوالو فشارونه زیات کړي او په ډیرو لویو ښارونو کې یې د هغوی پر کار، فعالیتونو او تګ راتګ سخت بندیزونه لګولي دي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني په ایران کې له مېشتو افغان کډوالو غوښتي چې «خپل هېواد ته ولاړ شي، کار وکړي او هغه ځای اباد کړئ»

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د شته سختو حالاتو او د طالبانو د بیا حاکمېدو له امله د بې وزلۍ او بیکارۍ د ډيروالي له امله ګڼ افغانان خپل هېواد پريږدي ایران او نورو هېوادونو ته ګډه کیږي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

په کابل کې د پخوانیو چاراکو په غونډه کې د حامد کرزي د لور شتون د خلکو پام ځان ته اړولی

۵ لړم ۱۴۰۳ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۴، ۲۰:۳۲ GMT+۱

د ملي روغې جوړې شورا پخوانی مشر عبدالله عبدالله له حامد کرزي سره د خپلې ناستې انځورونه خپاره کړي. په دې غونډه کې د حامد کرزي د کوچنۍ لور درخانۍ شتون چې د سړیو او پخوانیو مشرانو د مجلس په سر کې ناسته ده، د خلکو او خواله رسنیو کاروونکو پام ځان ته اړولی دی.

د ښخو پر وړاندې د طالبانو د بندیزونو له امله د خواله رسنیو ځینو کاروونکو دغه کړنه «سمبوليک او اعتراضي» بللې ده.

د ملي روغې جوړې شورا پخوانی مشر عبدالله عبدالله د دوه انځورونو په خپرولو سره لیکلي، چې د شنبې پر ماسپښین (د لرم ۵مه) یې د هېواد له پخواني ولسمشر حامد کرزي او یو شمېر نورو مشرانو سره کتلي دي.

دا غونډه د حامد کرزي په دفتر کې، ترسره شوې ده.

ښاغلي عبدالله د دې غونډې د موضوعاتو او په دې غونډه کې د حامد کرزي د لور د حضور په اړه څه نه دي ویلي.

ښاغلي عبدالله د دې غونډې دوه عکسونه خپاره کړي دي. لومړۍ انځور په دفتر کې د ناستې دی، چې پر حامد کرزي او عبدالله عبدالله سربېره حامد کرزي ته یو شمېر نږدي کسان هم په کې لیدل کېږي. په دې غونډه کې د ښاغلي کرزي او عبدالله تر منځ د حامد کرزي لور ناسته ده. په دوهم انځور کې چې د کرزي د دفتر په انګړ کې اخیستل شوی، درخانۍ د پخوانیو مشرانو په منځ کې ولاړه ده چې تېکرۍ یې پر اوږه پروت دی.

100%

عبدالله عبدالله او حامد کرزی هغه مهم سیاسي شخصیتونه دي چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په کابل کې پاتې شوي. دوی وخت ناوخته سره ګوري.

له ټولنې او زده کړو څخه د نجونو محرومیت له امله، د ټولنیزو رسنیو ډېری کاروونکو د پخوانیو مشرانو سره په ناسته کې د دې نجلۍ شتون ته غبرګون ښودلی.

د خواله رسنیو کاروونکي وايي، چې په ټولنه کې د نجونو او ښځو د تعلیم منع کولو او د طالبانو له خوا د هغوی د غږ "عورت" ګڼلو ته په کتو، د دې نجلۍ شتون یو "سمبوليک او اعتراضي" اقدام بلل کېدای شي.

که څه هم حامد کرزی وخت نا وخته د ښځو له فعالانو سره لیده کاته کوي او له طالبانو یې په کلکه غوښتي چې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي.

باخبرو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې درخانۍ د حامد کرزي لور ده چې په کابل کې د افغان ترک په لېسه کې زده کړې کوي. هغه د ښوونځي په دویم ټولګي کې ده.

طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي او نجونې د رسمي زده کړو اجازه نه لري.

د طالبانو محدودیتونو د ښځو لپاره ډېرې پایلې لرلي او د راپورونو له مخې ښځې له بې ساري ذهني او رواني فشار سره مخ دي او د ځان وژنې، جبري ودونو او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ګڼ راپورونه خپاره شوي دي.

په غور ولایت کې د ښځو تالاشۍ د طالبانو پروړاندې خلک راوپارول

۵ لړم ۱۴۰۳ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۷:۵۳ GMT+۱

د غور ولایت په پسابند ولسوالۍ کې د شنبې په ورځ د ښځو بدني تالاشۍ د طالبانو پر وړاندې د دې ولسوالۍ د خلکو غوسه راوپاروله. ځايي سرچينې وايي، چې طالبانو د خلکو د لاريونونو د پای ته رسولو لپاره له تاوتريخوالي کار اخلي او د دغې ډلې د غړو په ډزو کې لږ تر لږه شپږ تنه ټپيان شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې د شنبې په ورځ (د لړم ۵ مه) د طالبانو او اعتراض کوونکو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې د طالبانو یو غړی هم ټپي شوی دی.

تر اوسه د غور ولايت سيمه ييزو طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

تر دې وړاندي د همدې کال کال د ثور په میاشت کې هم د بدخشان د درایم او ارګو ولسوالیو اوسېدونکو په دغه ولایت کې د کوکنارو د کروندو د اړولو په موخه د عملیاتو پر مهال د ښځو د ځورونې په غبرګون کې لاریون کړی و.

هغه مهال لاريون کوونکو پر وسله والو طالبانو تور ولګاوه، چې د کوکنارو د کروندو د ويجاړولو پر مهال طالب ځواکونه له ښځو او کروندګرو سره ناوړه چلند کړی.

د ثور په میاشت کې د بدخشان په لاریونونو کې لږ تر لږه اوه تنه وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي وو.

عباس ستانکزی وايي، د عدالت له تامین پرته خلک له هېواده تښتي

۵ لړم ۱۴۰۳ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۵:۱۳ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په کابل کې په یوه غونډه کې وویل چې د طالبانو د نظام دوام په ټولنه کې د عدالت په تامین پورې اړه لري. عباس ستانکزي وويل، په کومه ټولنه کې چې عدالت تامين نه وي او فساد او ګډوډي په کې وي، خلک پر داسې نظام باور نه کوي او له هېواده تښتي.

دغه طالب چارواکي د شنبې په ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو په انسټیټوټ کې وویل:« په کومه ټولنه کې چې عدالت نه وي پلی شوی او خلکو ته د انسان او مسلمان په شان مساوي حقوق نه وي ورکړل شوي، خلک نظام خپل نه ګڼي او له هېواده تښتي."

ستانکزي دا هم ویلي، چې افغانانو تل د جګړې په ډګر کې بریاوې ترلاسه کړي، خو په سیاست کې ناکام شوي دي.

هغه ټینګار وکړ، چې که دوی خپل مسوولیتونه په سمه توګه ترسره نه کړي او یو "باثباته او تلپاتې"نظام جوړ نه کړي، نو دوی به خدای او د تیرو شلو کلونو "شهیدانو" ته حساب ورکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د دې ډلې د نظام د ثبات لپاره له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو پراخول اړین وبلل او ویې ویل نړۍ د یوه کلي په څېر ده او له اړیکو او سوداګرۍ پرته په کې ژوند نه شي کولای.

ستانکزي له طالبانو هم وغوښتل چې مسووليت واخلي او په هېواد کې علم او پوهې ته د پاملرنې پر اهميت يې ټينګار وکړ.

طالبانو واک ته له راتګ وروسته پوهنتونونه او ښوونځي تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ وتړل او ښځې یې په کورونو کې بندې کړې.

په ورته وخت کې د برېکس غړو هېوادونو په کازان کې په خپله غونډه کې په افغانستان کې د یوه ټول شموله ملي حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

د برېکس غونډې په وروستۍ پرېکړه ليک کې د ښځو په ګډون د ټولو وګړو پر حقونو ټينګار شوی دی.

تر دې مخکې د چین او پاکستان هېوادونو هم په افغانستان کې د ټولو قومونو او سیاسي ډلو په ګډون د یوه ټول شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی و.

طالبانو واک ته له ستنېدو وروسته ټولې قومي او سیاسي ډلې له صحنې لرې کړې او حکومتي څوکۍ یې د خپلو جنګیالیو ترمنځ وېشلې دي.

د میس عینک کان قراردادي شرکت د اوبو او برېښنا ستونزې له طالب وزير سره شريکې کړې

۵ لړم ۱۴۰۳ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۲:۱۴ GMT+۱

طالبان وايي، د «ايم سي سي» چینايي شرکت مسولينو په بیجینګ کې د دوی له وزیر سره په کتنه کې د اوبو او برېښنا له ستونزو شکایت وکړ. د دغه شرکت مسوولینو له عبداللطیف منصور سره په لیدنه کې د مس عينک د استخراج اړوند هم پر ځينو موضوعاتو خبرې کړې.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د شنبې په ورځ (د لړم ۵ مه ) په یوې خبرپاڼه کې لیکلي، چې سرپرست وزیر عبداللطیف منصور چین ته د خپل سفر په ترڅ کې د ميس عینک د قراردادي شرکت له مسوولینو سره وکتل او په دې اړوند يې پر ځينو برخو خبرې یې ورسره وکړې.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطیف منصور د لوګر مس عینک کان استخراج یوه «مهمه او ملي پروژه» وبلله او ژمنه یې وکړه چې د «ایم سي سي» قراردادي شرکت ستونزې به حل کړي.

دغه طالب چارواکي له قراردادي شرکت څخه وغوښتل، چې د دغې پروژې چاري ګړندۍ کړي.

عبداللطیف منصور د انرژۍ په اړه په یوه نړیواله غونډه کې د ګډون لپاره چین ته تللی دی.

متقاعدینو د خپلو درې کلنو حقوقو د نه ورکړې په اعتراض کې د مالیې وزارت سړک بند کړ

۵ لړم ۱۴۰۳ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۱:۵۲ GMT+۱

یوې ډلې متقاعدینو نن په کابل کې د طالبانو له خوا د دریو کلونو امتیازاتو د نه ورکولو په غبرګون کې مالیې وزارت ته غځېدلی سړک بند کړ. د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده په افغانستان کې د تقاعد سیستم منحل کړی او د متقاعدینو امتیازات یې قطع کړي دي.

سرچينې زياتوي، چې د دغو لاريونونو په ترڅ کې يو متقاعد د طالبانو له خوا نيول شوى او د کابل ښار دويمې ناحيې ته لېږدول شوى دى.

دا لاریون د متقاعدینو د پراخې نارضايتۍ يوه برخه ده، چې د اقتصادي بحران او د خپلو لومړنيو اړتياوو نه لرلو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

له تېرو دريو کلونو راهيسې په کابل او بېلابېلو ښارونو کې تقاعد شويو دولتي کارکوونکو لاريونونه کړي دي.

دغه تقاعد شوي کارکوونکي وايي، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره درې کاله کېږي، دوی خپل تقاعد نه دی ترلاسه کړی.

اعتراض کوونکي وايي، د معاشونو نه ورکول دوی په ورځني ژوند کې له جدي ستونزو سره مخ دي.

تر دې مخکې د طالبانو مشر ملاهبت الله اخندزاده د روان کال د وري میاشت کې امر کړی و چې د مامورینو له میاشتنیو معاشونو دې د تقاعد ونډه نه کمیږي.

دغه فرمان په افغانستان کې د تقاعد د سیستم د لغوه کولو په معنا دی.