• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خصوصي ټلویزیونونو مسوولان له کندهاره بې نتیجې راستانه شوي

۶ لړم ۱۴۰۳ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۲:۳۹ GMT+۰

په کندهار کې د طالبانو له مشرانو سره د خصوصي ټلویزیونونو د استازو ناسته بې نتیجې پای ته رسېدلې ده.

کابل کې د دوو خصوصي ټلویزیونونو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې تېره اونۍ د خصوصي ټلویزیونونو مسوولانو په کندهار کې د طالبانو له مشرانو سره د ساکښو موجوداتو د انځورونو د خپراوي او تصویري رسنیو د راتلونکي او شته اندېښنو په تړاو ناسته کړې ده.

په دې ناسته کې د کابل د یو شمېر خصوصي ټلویزیونونو رییسانو او مسوولانو ګډون کړی و.

یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په کابل کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ټلویزیونونو له استازو او د ژورنالېستاتو د دفاع سازمانونونو سره په ناستو کې د امر بالمعروف قانون د ۱۷مې مادې په برخه کې د خپلې بې وسۍ له امله په غیر مستقیم ډول معذرت غوښتی او هغوی ته یې مشوره ور کړې، چې پر دې مساله پخپله کندهار کې د طالبانو له مشرتابه سره وغږيږي.

سرچینه وايي، چې « تېره اوونۍ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په همغږۍ د خصوصي ټلویزیونونو یو شمېر مسوولان کندهار ته لاړل چې د طالبانو له مشرانو سره د ټلویزیونونو د راتلونکي په اړه وغږیږي». خو سرچینه وايي، « د طالبانو مشرانو د خصوصي رسنیو د مسوولانو دلایلو ته مثبت ځواب نه دی ویلی».

د امر بالمعروف قانون د ۱۷مې مادې له مخې د ساکښو موجوداتو انځور اخستل او خپرول حرام دي او په ګڼو ولایتونو کې د انځوریزو رسنیو پر خپرونو بندیز لګېدلی.

یوې بلې سرچینې، چې ددې ناستې په جریان کې ده، د ټلویزیوني خپرونو دوام ته هیله مندي وښوده او ویې ویل، چې په دې ناسته کې د طالبانو له مشرانو سره د ټلویزیوني رسنیو اندېښنې شریکې شوې او هغوی ظاهرا ډاډ ورکړی چې ټلویزیونونه نه تړل کیږي، خو رسنوال وايي، «پر انځورونو بندیز د ټلویزیونونو تدریجي تړل کېدو ته لاره پرانیزي».

سرچینې وايي، چې د رسنیو مسوولان او د ژورنالیستانو ددفاع سازمانونه غواړي د بېلابېلو مراجعو له لارې کندهار کې د طالبانو مشران، په ځانګړې توګه مولوي هیبت الله اخوندزاده دې ته وهڅوي، چې په دې برخه کې نرمښت راولي. د سرچینې په وینا، په دې برخه کې یو ګام د یوه ګډ کمیسیون یا کمیټې جوړول دي، چې د طالبانو له بېلابېلو مشرانو سره وغږيږي، خو دا چې د پرېکړې مرجع کندهار کې د طالبانو لوی مشر دی، ددې هڅو پایلې هم ناڅرګندې دي.

د افغانستان د خصوصي ټلویزیونونو مسوولانو ددې ناستې بشپړ جزئیات تر اوسه نه دي ډاګیز کړي، خو ژورنالیستان او د رسنیو کارکوونکي ددغه قانون د پلیتابه له اړخه خورا اندېښمن دي.

د طالبانو د امر بالمعروف نوي قانون پخپله د طالبانو په منځ کې هم نارضایتۍ راټوکولې دي.

تېره اوونۍطالبانو ته یوې نږدې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د حقاني د ډلې اړوند کسان چې له رسنیو سره ښې اړیکې پالي، پر رسنیو د نویو بندیزونو مخالف دي.

د حقاني ډلې اړوند کسانو د ساکښو پر انځورونو د بندیز په غبرګون کې ددې ډلې د بنسټګر مولوي جلال الدین حقاني یوه پخوانۍ ویډیو خپره کړه چې په اوسمهالو شرایطو کې د ویډیو او انځور اړتیا پکې توجیه کوي.

په دې ویډیو کې جلال الدین حقاني د ویډیو او انځور اخستل په یو ډول جایز ګڼي او وايي، چې علماوو د نیمه انځورونو اجازت ورکړی او ده هم د اړتیا پر بنسټ خپلو کسانو ته د کمرو او فلمونو اخستلو اجازه ور کړې ده.

د طالبانو مشر مولوي هیبت الله اخوندزاده په کابل کې د میشتو طالبانو له بې اعتنایي وروسته اوس ددې قانون د پلیتابه چارې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ته سپارلې دي او پخپله یې مستقیمه څارنه کوي.

د یادې ډلې امر بالمعروف وزارت په رسمي ډول په کابل او ولایتونو کې د ساکښو موجوداتو د فلمونو او انځورونو د اخستلو او نقاشۍ پرضد کمپاین پیل کړی او په شاوخوا ۱۰ ولایتونو کې د ټلویزیوني خپرونو مخه نیول شوې ده.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د دایکندي والي دولتي مامورینو ته "امر بالمعروف" جنجالي قانون تدریس کوي

۶ لړم ۱۴۰۳ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۱:۳۵ GMT+۰

په دایکندي کې د طالبانو د والي دفتر وايي، چې ددې ډلې د دایکندي والي نجیب الله رفیع دولتي مامورینو ته د "امربالمعروف" قانون "تدریس او تشریح" کوي.

د دايکندي ولايت مقام د يکشنبې په ورځ د لړم په ٦مه په یوه اعلایمه کې ویلي، چې د دولتي کارکوونکو لپاره د امربالمعروف د "تدريس او تفسير" ټولګي هره ورځ نيم ساعت په پام کې نيول شوي دي.

د دایکندي والي نجیب الله رفیع د دې ټولګي د تنظیم پر مهال ملکي مامورینو ته وویل چې د امربالمعروف په قانون کې د اسلام او شریعت احکام شامل شوي او تطبیق یې یقیني دی.

شنونکي وايي، چې دغه قانون د وګړو ډیری اساسي حقونه او ازادۍ تر پښو لاندې کوي.

دغه قانون د ښځو غږ "عورت" بللی او له هغوی غواړي چې خپل مخونه هم پټ کړي.

غه قانون د ساکښو موجوداتو د انځورونو فلم اخستل او خپرول او د موسیقۍ هر ډول تولید، خپراوی او اوریدل هم منع کوي.

دا جنجالي قانون د طالبانو د امربالمعروف وزارت چارواکو ته واک ورکوي، چې په ښار کې د خلکو څارنه او کنټرول وکړي.

له دې وړاندې په دایکندي ولایت کې طالب چارواکو د دغه قانون له پلي کېدو وروسته د دولتي تلویزیون خپرونې بندې کړې وې.

د طالبانو امربالمعروف وزیر د دغه قانون د پلي کولو لپاره ولایتي سفرونه پیل کړي دي.

کابل کې د چین سفیر: چين په نړيواله کچه د طالبانو ملاتړ کوي

۶ لړم ۱۴۰۳ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۱:۱۹ GMT+۰

په کابل کې د چين سفير د طالبانو د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت له چارواکو سره لیدنه کې ویلي،چې بیجنګ په نړيواله کچه د طالبانو ملاتړ کوي.

د طالبانو د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت د یکشنبې پر ورځ په يوه اعلاميه کې د دوی د مرستیال وزير صدراعظم عثماني او په کابل کې د چين د سفير ژواووشېنګ د ليدنې خبر ورکړی.

په اعلاميه کې راغلي، چې دواړو لوريو د نشه يي توکو د بديل کښت، کرنيزو محصولاتو ته د بازار موندنې او د چين او کابل د اړیکو د پراختيا په تړاو خبرې کړې دي.

په کابل کې د چین سفير ژواووشېنګ زياته کړې، چې چين ته د افغانستان صادرات ورځ تر بلې زياتيږي: «چين له افغانستان څخه د تازه او وچې مېوې په ځانګړې توګه د انارو او جلغوزيو د صادراتو هرکلى کوي او له همدې امله چين د افغانستان پر صادراتي محصولاتو لوړه ګمرکي تعرفه نه لري».

په کابل کې د چین سفارت تر اوسه د دې ليدنې جزئیات نه دي شریک کړي.

چين او طالبانپه خپلو منځونو کې پراخې اړيکې لري او دواړو خواوو د کانونو د قراردادونو په ګډون په ګڼو برخو کې د همکاریو تړونونه لاسلیک کړي دي.

سرچینې: طالبانو د ننګرهار ملي ټلویزیون کارکونکي ګواښلي چې ځانونه په «شریعت» برابر کړي

۶ لړم ۱۴۰۳ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۹:۱۹ GMT+۰

د طالبانو د امربالمعروف وزارت له نوي قانون وروسته پر رسنیو او خبریالانو د فشار په دوام د دغه وزارت ولایتي کارکونکو په ننګرهار کې د طالبانو تر واک لاندې د ملي ټلویزیون کارکونکو ته ګواښ کړی، چې که په «شریعت ځانونه برابر نه کړي له دندو به کوښه شي.»

له ننګرهاره یو شمېر خبریالانو د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې په ننګرهار کې د امربالمعروف ریاست کار کونکي، په اونۍ کې یو یا دوه ځله په دغه ولایت کې د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون ته ورځي او هلته ټول کارکونکي د ږیرو پر نه خریلو او «شریعت» ځان برابرولو ګواښي.

یو خبریال د نوم نه ښودلو په شرط وايي: «د امربالمعروف وزارت کار کونکي زموږ دفتر ته راځي او موږ ته وايي، چې تاسو د نظام معاشونه اخلئ، باید زموږ اصول ومنئ، ږیرې مو لویه کړئ او زموږ له امر څخه سرغړونه مه کوئ.»

د ننګرهار خبریالان وايي، د امربالمعروف ریاست کارکونکي، ډیری وختونه دوی ته «سپک او له توهین ډک الفاظ کاروي.»

په ننګرهار کې یو شمېر نور خبریالان چې له بېلابېلو رسنیو سره کار کوي وايي، ټول راپورونه او فعالیتونه یې د طالبانو د استخباراتو او امربالمعروف او نهي عن المنکر ریاست د کارکونکو تر څار لاندې دي.

دغه خبریالان وايي، په ازاد ډول فعالیتونه نه شي تر سره کولی.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د کندهار، هلمند، او باغیس په ګډون د هېواد په ګڼو ولایتون کې د ټلویزیونونو خپرونې او د ولایتي چارواکو د ویډیو او انځورونو اخستلو باندې بندیز لګولی دی.

د طالبانو له لوري پر رسنیو د بندیزونو په دوام د خبریالانو ملاتړو ادارو په افغانستان کې تر غږ او لیکلو د رسنیو پر فعالیت د بندیزونو له امله اندیښنې ښودلې دي.

د افغانستان د بشري مرستو صندوق لسم کال؛ ملګري ملتونه وايي د اړمنو شمېر مخ په ډېرېدو دی

۶ لړم ۱۴۰۳ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۸:۴۶ GMT+۰

د افغانستان د بشري مرستو صندوق لس کلن شو. په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي وايي، چې په دې موده کې په افغانستان کې د اړمنو کسانو شمېر مخ په ډېرېدو دی.

دغه سازمان ویلي، چې د افغانستان د بشري مرستو د صندوق له لارې له ۸۶ میلیونو زیاتو خلکو سره مرسته شوې ده.

د افغانستان د بشري مرستو صندوق (اې اېج اېف) په ۲۰۱۴ کال کې د په هېواد کې د چټکو او ستراتیژیکو بشردوستانه هڅو د ملاتړ لپاره جوړ شو.

د دغه صندوق د لسمې کلیزې په مناسبت د یکشنبې په ورځ د (لړم شپږمه) د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي یو راپور خپور کړ او په افغانستان کې یې د بشري مرستو د دوام پر اهمیت ټینګار کړی.

دغه سازمان په خپل راپور کې لیکلي، چې په تېرو لسو کلونو کې افغانستان له پرله پسې ننګونو سره مخ و، چې په کې جګړې، سیاسي بې ثباتي، وچکالي، زلزله، د خوراکي توکو نه خوندیتوب، د کوویډ - ۱۹ ناروغۍ خپرېدل، بې وزلي او د ښځو او نجونو پر وړاندې ډېریدونکي زیانونه شامل دي.

د اوچا د راپور له مخې، د افغانستان د بشري مرستو د صندوق له جوړېدو لس کاله وروسته هم د هغو کسانو شمېر چې بشري مرستو ته اړتیا لري له ۲۳ میلیونو څخه ډېرو کسانو ته رسېږي.

په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال جویس میسویا له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې په افغانستان کې د اړتیا وړ ځواب ویلو لپاره د دغه هېواد له بشري صندوق سره مرسته وکړي.

ایراني چارواکی وايي،‌ افغانستان د ایران د زعفرانو اصلي سیال بلل شوی دی

۶ لړم ۱۴۰۳ - ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۶:۴۳ GMT+۰

د نیشاپور د کرنې مشر علي مبارکي وايي، سره له دې چې زعفران له ایرانه افغانستان ته صادرېږي، خو دغه هېواد د ایران د زعفرانو اصلي سیال دی. د صدا و سیما خبري اژانس د خبر له مخې علي مبارکي ویلي: په ایران کې د زعفرانو کښت د نورو هېوادونو پرتله ډیره پخوانۍ مخینه لري.

د دغه راپور له مخې علي مبارکي دغه څرګندونې د شنبې په ورځ د (لړم شپږمه) نېټه په نیشاپور کې د ایران د زعفرانو د ملی ورځې په لومړۍ نمانځ غونډه کې وکړې.

بل خوا طالبان وايي، د کوکنارو پر کښت له بندیز وروسته د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې د زعفرانو د کښت کچه ​​لوړه شوې ده.

د روان کال د غوايي میاشتې په پیل کې د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویلي و، چې په ۱۴۰۲ کال کې افغانستان د ۴۹ میلیونه ډالرو په ارزښت ۶۷ ټنه زعفران نهو هېوادونو ته صادر کړل.

همدارنګه په بلجیم کې د "مزه" نړۍوال انسټیټیوټ سږکال ویلي، چې له لابراتواري ازموینې وروسته د هرات زعفرانو د خوند له پلوه لومړی مقام ترلاسه کړ.