جرمني ته ۸۹ افغان ماشومان د درملنې لپاره استول کیږي

د طالبانو د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، چې په جرمني کې دمګړۍ ۷۴ افغان ماشومان تر درملنې لاندې دي او ۸۹ نور ماشومان به زر برلین ته د درملنې لپاره واستول شي.

د طالبانو د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، چې په جرمني کې دمګړۍ ۷۴ افغان ماشومان تر درملنې لاندې دي او ۸۹ نور ماشومان به زر برلین ته د درملنې لپاره واستول شي.
د سرې میاشتې ټولنې سرپرست شهاب الدین دلاور د ۸۹ ناروغو ماشومانو د لېږد په تړاو جوړې شوې ناستې ته په خبرو کې وویل، چې دغه ناروغان ډېری له اورنیو ټپونو او د هډوکو له میکروبي ناروغیو کړیږي، چې جرمني ته به ددرملنې لپاره واستول شي.
نوموړي وویل، چې جرمني له سرې میاشتې ټولنې سر د ۱۹۸۸ کال د تړون له مخې تراوسه د ۴۹۲۰ تنو افغان ماشومانو درملنه کړې ده او په ډېر درناوي یې پالنه کړې او بېرته یې افغانستان ته را لېږدولي دي.
دلاور وايي، اوسمهال ۷۴ تنه ناروغ افغان ماشومان په جرمني کې د درملنې په موخه شپې ورځې سبا کوي، چې ۴۶ تنه به یې د پنجشنبې پر ورځ کابل ته را ولېږدول شي.

په کابل کې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده تېره ورځ خپله ټوله کابینه له کابل نه کندهار ته وربللې ده. سرچینه وايي، چې د طالبانو د مشر او کابینې ترمنځ به یو مهم بحث د امربالمعروف قانون پلي کېدل وي
په کابل کې د طالبانو سرچینو نن د دوشبنې په ورځ (د لړم۱۵مه) افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو د کابینې ټول غړي نن کندهار ته رسېدلي دي.
د سرچینې په وینا، د طالبانو د مشر ملا هبت الله او دده د کابینې په ناسته کې به د بحث یوه مهمه موضوع په ټول هېواد کې ددې ډلې د امر بالمعروف د وروستي قانون پلی کېدل او په دې تړاو وزیرانو ته د سپارښتنو ابلاغ کول وي.
ملاهبت الله به په دې ناسته کې کابینه له انځور او ویډیو اخیستلو منع کړي.

د امربالمعروف قانون په تړاو جدي خبرداری
په کندهار کې طالبانو ته نږدې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې ملاهبت الله د امربالمعروف د نوي قانون په پلي کېدو کې جدي دی او نوموړي ددغه قانون د پلیتابه لپاره د خپلې کابینې ځینو غړو ته، چې په پټه د فرمانونو مخالفت کوي، جدي خبرداری ورکړی.
ملاهبت الله خپل فرمانونه لومړی په کندهار کې پلي کړي او اوس ددغه ولایت هېڅ رسنۍ د ساکښو موجوداتو انځورونه نه شي خپرولی او نه هم د کندهار ځايي طالب مسوولان د خپلو فعالیتونو انځورونه او ویډیوګانې خپروي.
د یکشنبې پر ورځ پر ټولنیزو رسنیو د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ځینې ویډیوګانې خپرې شوې، چې په پکتیکا ولایت او د غزني په ګیرو ولسوالۍ کې یې له یوې مدرسې او یوه مذهبي مخور سره لیده کاته کړي دي.
د حقاني په اړه ویل کیږي چې د ملا هبت الله اخوندزاده له یو شمېر فرمانونو سره همغږی نه دی او خپلو پلویانو ته یې د تصویرونو او انځورونو په خپرولو کې خلاص مټ ور کړی.
کندهار د هېواد له هغو اوو ولایتونو دی چې د طالبانو د امربالمعروف نوی قانون پکې څه نا څه پلی شوی، خو د پلازمېنې کابل په ګډون ګڼ داسې ولایتونه دي، چې چارواکي یې تراوسه د خپل مشر د فرمان ډېره پروا نه ساتي.
د طالبانو سرچینې وایي، چې ملاهبت الله په ځینو ولایتونو کې د امربالمعروف قانون نه پلي کیدو غوسه کړی او د یاد وزارت وزیر یې مکلف کړی، چې پخپله په ولایتونو وګرځي او محلي ادارې د قانون پلیتابه ته اړې باسي.

د طالبانو خپلمنځي نارضایتۍ
طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، چې له امریکايي ورځپاڼې نیویارک ټایمز سره د طالبانو د کورنیو چارو وزیر او د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني وروستۍ مرکې هم د طالبانو تر منځ بحثونه پارولي دي.
ملا هبت الله اخوندزاده د سراج الدین حقاني پر وروستۍ مرکې او څرګندونو ناراضه دی او په دې باور دی چې په دې مرکه کې د طالبانو ترمنځ اختلافاتو ته لمن وهل شوې ده.
نیویارک ټایمز په یوه مقاله کې سراج الدین حقاني له ملاهبت الله سره د سیالې څیرې په توګه یاد کړی او لیکلي یې دي، چې حقاني د توندلاري ملا هبت الله په پرتله نرم دریځ لري.
سرچینې وايی، چې د طالبانو ترمنځ د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستو په تړاو بحثونه پای ته رسېدلي او ملاهبت الله غواړي د ساکښو انځورونو په مخنیوي سره دې مسالې ته هم د پای ټکی کېږدي.
ټاکل شوې چې ملاهبت الله په کندهار عینو مینه کې له خپلې کابینې سره ناسته ولري.
د طالبانو مشر د کندهار په عینو مینه کې د تېر حکومت د کندهار امنیه قوماندان جنرال رازق اڅکزي په «اتل قصر» کې ناستې ولاړې کوي.

د طالبانو عامې روغتیا وزیر د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق له حوزوي مشر سره په لیدنه کې د افغانستان د روغتايي سیسټم د پیاوړتیا لپاره د نړۍوالو روغتیايي ادارو مرسته اړینه بللې ده. په دغه لیدنه کې د نویو روغتیايي مرکزونو د جوړېدو په اړه هم خبرې شوي.
د طالبانو د عامي روغتیا وزارت د دوشنبې په ورځ د (لړم ۱۴مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د دغې ډلې د روغتیا وزیر نور جلال جلالي د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د حوزي مشر پیو سمیت سره لیدلي او په افغانستان کې یې د روغتايي مرکزونو پر زیاتولو، په سپینو سیمو کې د نویو روغتايي مرکزونو جوړېدو، د ګرځنده روغتايي خدمتونو د کیفیت ارزونې او باثباته مرکزونو ته د بدلولو، د مور او ماشوم برخې خدمتونو کې د اسانتیاوو رامنځته کېدو او د نړۍوالو مرستو د جلب په اړه ورسره خبرې کړې دي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د دغې ډلې د روغتیا وزیر له قوله لیکلي: «د افغانستان د روغتیايي سیسټم د پیاوړتیا لپاره د نړۍوالو روغتیايي ادارو مرستې اړینې دي او غوښتنه کوو، چې د روغتیا وزارت سره په همغږۍ په هغو برخو کار وکړو، چې د وزارت له لومړیتوبونو څخه وي.»
همدارنګه د دغه وزارت په اېکس پاڼه د ملګرو ملتونو د وګړو د صندوق د حوزوي مشر پيو سمیت له قوله لیکل شوي، چې د افغانستان د روغتیايي سیسټم د پیاوړتیا په برخه کې به نړۍوالي مرستې راجلب کړي: «موږ هڅه کوو، چې په افغانستان کې د خدمتونو د پراختیا په موخه روغتیايي ځالې زیاتې او په دې برخه کې خپلو چارو ته لا دوام ورکړو.»
د ملګرو ملتونو د وګړو د صندوق حوزي مشر په داسې حال کې د طالبانو د عامې روغتیا له وزیر سره لیدلي، چې د دغه ډلې د روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان په یوه ويډیويي کليپ کې تېره ورځ یکشنبه د (لړم ۱۳مه) ناوخته ويلي، چې په شري ناروغۍ د اخته کسانو شمېر زيات شوی او يوازې له دوی سره د ثبتو شويو ناروغانو شمېر شپږ زرو ته رسېدلی چې له پخوا ډیر دی.
که څه هم روغتيايي نړۍوالو سازمانونو په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د مور او ماشوم د وضعت په اړه خپل وروستي معلومات نه دي شريک کړي؛ خو تېر ۲۰۲۳ کال کې د ملګرو ملتونو سازمان ویاند سټېفن ډوچارېک ويلي و، چې افغانستان د زېږون پر مهال د میندو د مړینې له پلوه د نړۍ تر ټولو بد هېواد دی.
همدا راز، د روغتیا نړۍوال سازمان هم د ۲۰۲۳ کال په خپل راپور کې ویلي و، چې افغانستان کې د میندو د مړینې کچه د دغه هېواد تر شپږو ګاونډیو هیوادونو لوړه ده او د میندو د روغتیا د لا خرابیدو ویره شته.

د طالبانو ستره محکمه وایي، د ننګرهار ولایت په ښېوه ولسوالۍ کې یې یوه ښځه په عام محضر کې په ورو وهلې ده. طالبانو د دوشنبې په ورځ په یوې خبرپانه کې لیکلي، چې یادې ښځې ته له کوره د تېښتې په تور سزا ورکړل شوې.
د طالبانو سترې محکمې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې یاده ښځه یې تېره ورځ د ننګرهار ولایت د ښېوې ولسوالۍ لومړۍ محکمې د پرېکړې له مخې په عام محضر کې ۳۹ دورې وهلې ده.
د طالبانو د سترې محکمې په خبرپاڼه کې د یادې ښځې د عمر او هویت په اړه یادونه نه ده شوې، خو لیکلي یې دي، چې په عام محضر کې دغې ښځې ته د تعزیرې سزا ورکولو حکم د دغې ډلې د سترې محکمې تر تایید وروسته پلی کړی.
د بشري حقونو د ملاتړو سازمانونو او یو شمیر هېوادونو له سختو نیوکو سره هم طالبان نږدې هره ورځ یو یا دوه کسانو ته په عام مضر کې بندنې سزاګانې ورکوي.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت (یوناما) د تیرې پنجشنبې په ورځ د لړم په ۱۰ مه خبر ورکړ، چې په تېرو درېیو میاشتو کې په افغانستان کې د ۱۶ ښځو په ګډون ۱۱۱ تنه په فزیکي توګه مجازات شوي دي.

د طالبانو سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي، چې د دغې ډلې یوه پلاوي په کونړ کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د شپږو ولسوالیو ارزونه کړې. طالبانو د ملا هبتالله له سپارښتنې وروسته پر ډیورنډ کرښه پرتو ولایتونو ته سفرونه پیل کړي خو هدف یې څرګند نه دی.
د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت نن دوشنبه د (لړم ۱۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغې ډلې د قبایلو چارو وزارت د سرحدونو د پلټنې ادارې مشر غلام صدیق سباوون د یوه پلاوي په مشرۍ په کونړ کې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د شپږو ولسوالیو ارزونه کړې ده.
دوه میاشتې وړاندې د طالبانو مشر ملا هبتالله اړوند ادارو ته سپارښتنه کړې وه چې د افغانستان پر سرحدونو پرتو ولایتونو او ډیورنډ کرښې په اوږدو کې دې ولسونو ته په بیلابیلو برخو کې لومړنۍ اسانتیاوې او خدمتونه وړاندې کړي خو لا هم نه ده څرګنده چې طالبان په دغې ارزونه کې نور کوم هدفونه څاري.
تر دې مخکې هم د طالبانو دغه پلاوي د پکتیکا، لوګر، خوست او بدخشان ولایتونو سرحدي پولې او د ډیورنډ فرضي کرښې څارنه او ارزونه کړې وه چې تازه یې د کونړ د ناړۍ، شیګل، دانګام، مرورې، سرګاڼو او خاص کونړ ولسوالیو په اوږدو کې له ډیورنډ فرضي کرښې (۱۵۹.۷۷۹) کیلومتره سیمې لیدنه کړې.
واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته د تېرو څه باندې درېیو کلونو په اوږدو کې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو تر منځ څو ځله پر ډیورنډ کرښه نښتې شوې چې ځینې ورته د شک په سترګه ګوري او وايي داسې نښتې د پام اړولو په نیت نمایشي جګړې دي.
پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې د ټي ټي پي تر ټولو ډېر جنګیالي د کونړ ولایت ډیورنډ کرښې ته څیرمه په ولسوالیو کې مېشت دي او له هغه ځایه د پښتونخوا باجوړ ته اوړي او بیا پر پاکستاني امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.

د طالبانو له لوري د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د موقتي مېشتېدنې کمېټې غړو د ریاست الوزرا له اداري مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، چې له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو جبري ستنېدل ډېر شوي دي.
د طالبانو تر واک لاندې ارګ په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال عبدالرحمان راشد د یادې ډلې د ریاست الوزرا د اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره په لیدنې کې ویلي، چې له ګاونډیو هېوادونو څخه په جبري ډول د کډوالو راستنېدل ډیر شوي.
خو د طالبانو له لوري د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د موقتي مېشتېدنې کمېټه وايي چې، دوی توانیدلي چې د راستنو شویو هېوادوالو د مېشتېدنې موضوع په ښه ډول مدیریت کړي.
دغه طالب چارواکي دا نه ده په ډاګه کړې، چې له تېر یوه کال راهیسې له ایران او پاکستان هېوادونو څخه څومره افغانان په زور افغانستان ته ستانه شوي دي.
د طالبانو تر واک لاندې ارګ په اېکس پاڼه لیکلي، چې د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د دغې ډلې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ته د ژمي په راسیدو د کډوالو ستونزو ته د رسېدو سپارښتنې کړې دي.
له څه باندې یو کال راهیسې ایران او پاکستان په جبري ډول د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ پیل کړې ده.
له دغو ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د ستنېدو په دوام نږدې هره ورځ سلګونه کورنۍ له ایران او لسګونه کورنۍ له پاکستانه راستنیږي.
بل خوا ایراني چارواکو په دغه هېواد کې پر افغان کډوالو، د کار بندیز، ښوونځیو کې د ماشومانو نه شاملول، د کورونو په کرایه نه ورکولو تر څنګ بېلابېل فشارونه زیات کړي دي.
د دغه هېواد چارواکو ویلي، چې د روان کال تر پایه به نږدې دوه میلیونه افغانان له خپل هېواده وشړي.
