• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هغه سترې اسمانڅکې چې هېڅوک په کې ژوند نه کوي، ولې جوړې شوې دي؟

۱۹ لړم ۱۴۰۳ - ۹ نومبر ۲۰۲۴، ۲۱:۲۹ GMT+۰تازه شوی: ۲۰ لړم ۱۴۰۳ - ۱۰ نومبر ۲۰۲۴، ۰۴:۴۶ GMT+۰

د نړۍ په هر ګوټ کې، داسې لوړ برجونه جوړ شوي چې د دوی د ظاهر برعکس، نه د استوګنې لپاره دي او نه هم دفترونه په کې شته. دا لویې ودانۍ چې د ډیریو استوګنځایونو او سوداګریزو ودانیو څخه لوړې دي، د نویو لفټونو د فعالیت د ازماېښت لپاره دي.

د سي ان ان د راپور له مخې، د جرمني د "تور ځنګل" په ختیځ کې او د روټوایل تاریخي ښار ته څیرمه، د "ټیسنکروپ د لیفټونو د ازماېښت برج" په نوم یو لوی جوړښت د ۲۴۶ مترو په لوړوالي سره جوړ شوی.

دا په زړه پورې جوړښت په جرمني کې یو له لوړو ودانیو څخه شمېرل کیږي.

د برج بهرنۍ برخه، چې کومه کړکۍ نه لري، ښیي چې نه د استوګنې لپاره دی او نه هم د دفتري کارونو لپاره کارول کیږي، مګر دننه ۱۲ څاګانې د نویو لفټونو د ازمایښت لپاره ځای پر ځای شوي دي.

په نړۍ کې د لفټونو د ازمایښت برجونه

تیسنکروپ جرمنی شرکت، چې په نیویارک کې د وان نړۍوال سوداګریز برج په ګډون په نړۍ کې ډېری اسمانڅکو ته یې لفټونه جوړ کړي، د نړۍ په بېلابېلو برخو کې نور د ازماېښت برجونه هم لري.

یو له دغو برجونو څخه د اتلانتا د باټري سیمه کې د ۱۲۸ متر په لوړوالي یو برج دی چې د اتلانتا بریوز بیسبال لوبغالي ته نږدې جوړ شوی دی. بل برج د چین په ژونګشان کې موقعیت لري، چې ۲۴۸ متره لوړوالی لري، چې د ازادۍ مجسمې څخه شاوخوا درې برابره لوړ دی.

د لفټونو د ازمایښت برجونه ان له دې هم لوړ کیدای شي. د بېلګې په توګه، داچ -۱ برج چې د چین په ګوانګجو کې د جاپاني شرکت هیتاچي له خوا جوړ شوی او ۲۸۹ متره لوړوالی لري.

دا برج د ګوانګجو د لویو اسمانڅکو څخه یو ترټولو لوړ دی، او که دا په نیویارک کې وای، دا به د ښار د ۲۵ لوړو ودانیو څخه وای او که په لاس انجلس ښار کې واي، نو دا به د نړۍ درېیمه لوړه ودانۍ وای.

ولې دغو برجونو ته اړتیا ده؟

د کونه شرکت په نړۍ کې اسمان څوکې ودانۍ جوړوي، د دغه شرکت مشر تومیو پیکالا په وینا، د لیفټ اصلي کاري شرایط په ځانګړو ازماېښتي برجونو کې ارزول کیږي، په دې توپیر چې عادي مساپر پکې شتون نه لري. هغه زیاته کړه، چې دا برجونه د لفټونو د کیفیت، راحتۍ او اعتبار ارزولو لپاره مناسب چاپیریال دی.

پیکالا زیاته کړه: "د ځینو ازماېښتي برجونو د لوړوالي لامل دا دی چې نوي لفټونه دومره لوړ سرعت لري چې د ازماېښت پروسه یې باید ګړندی ترسره کوي.»

هغه وویل، د لفټونو سرعت چې څومره ډېر وي، هغومره لوړې ازماېښتي ودانې ته اړتیا لري.

د لوړ برجونو جوړول یوازینی حل لار نه ده. په حقیقت کې، د نړۍ تر ټولو اوږد د لفټونو د ازماېښت مرکز د ځمکې لاندې موقعیت لري. دغه مرکز چې د فنلنډ د تایتري په ښار کې موقعیت لري، د اهک د تیږې د کان یوه برخه ده او ژوروالی یې شاوخوا ۳۵۰مترو ته رسېږي.

پیکالا د دغو تاسیساتو په اړه وویل: «دا مرکز زموږ په صنعت کې بې جوړې دی، موږ موافقه کړې چې په کان کې ځینې شته څاګانې وکاروو، کوم چې موږ ته اجازه راکوي چې تر زرو مترو لوړو ودانیو لپاره مناسب لفټونه وازمایوو.»

د ګرځندوی جاذبه

د روتوایل برج چې د جرمني تر ټولو لوړه ودانۍ ده، بهرنۍ سطحه یې د فایبر ګلاس پر مټ پوښل شوې چې روښانه او ماته ظاهري بڼه یې ورکړې. د تیسنکروپ د لفټونو شرکت په وینا، دغه کار، د لمر او باد څخه د ودانۍ د ساتنې سربیره، دا برج د محلي معمارۍ پر سمبول بدل شوی.

په ۲۰۱۷ کې د برج له پرانستلو راهیسې، دا برج د ګرځندویانو د پام وړ ځای ګرځیدلی او هر کال د زینې پورته کولو سیالۍ کوربه توب کوي چې له زرو څخه ډېر خلک پکې برخه اخلي. ډېرې خلک د دې لپاره د برج لیدو ته راځي چې د جرمني تر ټولو لوړه ودانې ده او د تور ځنګل ځانګړې منظره وړاندې کوي.

د برج رییس بیاته هونله سي ان ان ته وویل: «ګرځندویان په ۳۰ ثانیو کې د ۲۳۲ متر لوړوالي ته رسیږي.»

د دې لفټونو سرعت په یو ثانیه کې شاوخوا اته متره دی او په لمرینو ورځو کې ګرځندویان کولی شي ترې د سویس الپ غرونه هم وګوري.

هغه زیاته کړه: «د کال په هر موسم کې، برج او د هغې منظره ګرځندویانو ته ځانګړې ننداره لري.»

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

قطر د حماس او اسراییل ترمنځ منځګړیتوب وځنډاوه

۱۹ لړم ۱۴۰۳ - ۹ نومبر ۲۰۲۴، ۲۰:۳۵ GMT+۰

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په غزه کې د اوربند د رامنځته کولو او د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو لپاره د حماس او اسراییل ترمنځ د منځګړیتوب هڅې یې درولي دي. دغه هیواد، همدا راز، په دوحه کې د حماس د دفترونو د تړلو په اړه خپاره شوي رپوټونه رد کړي دي.

قطر د خبرو اترو اړخونو ته خبر ورکړی چې هغه مهال به منځګړیتوب وکړي چې دوی د خبرو لپاره "لازم جدیت" وښيي.

د اوربند په هوکړې کې د پرمختګ د نشتوالي او د یرغمل شویو خوشې کولو په اړه د ناخوښۍ وروسته، قطر پریکړه وکړه چې د منځګړیتوب هڅې وځنډوي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ماښام وویل، چې په خبرو اترو کې "موږ د هغو ژمنو د پښو لاندې کولو شاهدان وو چې پرې هوکړه شوې وه".

تر دې مخکې رویټرز د امریکا د حکومت د یو جګپوړي چارواکي په حواله راپور ورکړی و، چې وروسته له هغه چې حماس په وروستیو اونیو کې د اوربند او د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو وړاندیزونه رد کړل، امریکا قطر ته وویل، چې په دوحه کې د دغې ډلې د غړیو شتون نور د منلو نه دی او دوی یې باید دفترونه وتړي او له دې هیواد څخه یې وشړي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په دغه هیواد کې د حماس د دفترونو د تړل کیدو په اړه خپاره شوي رپوټونه «کره نه دي».

اسراییل په دوحه کې د حماس د دفترونو د تړلو په اړه د قطر د پریکړې هرکلی کوي

۱۹ لړم ۱۴۰۳ - ۹ نومبر ۲۰۲۴، ۱۸:۰۶ GMT+۰

یو اسراییلي چارواکي د قطر د پرېکړې په اړه د هغو راپورونو هرکلۍ وکړ، چې د حماس او اسراییل ترمنځ خپل منځګړیتوب پای ته رسوي او همدا راز په دوحه کې د حماس دفترونه تړي.

د ټایمز اسراییل د راپور له مخې، دغه چارواکي، قطر ته منسوبه ​​پرېکړه "منطقي" وبلله او ویې ویل، چې کله چې قطر حماس وباسي، «په منځګړیتوب کې یې نوره هېڅ ګټه نه شته.»

یو امریکايي چارواکي ادعا کړې چې، امریکا قطر ته ویلي، چې په دوحه کې د حماس حضور نور د منلو نه دی.

دغه امریکایي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وویل: «وروسته له دې چې حماس څو اونۍ مخکې د اسراییلي بندیانو د خوشې کولو بل وړاندیز رد کړ، موږ دغه موضوع قطر ته اعلان کړه.»

په همدې حال کې دغه اسراييلي چارواكي زياته كړه: «حماس يو وژونكى ترهګریز سازمان دى، چې بايد په نړۍواله كچه وځپل شي، نه دا چې په یو هېواد کې دې بیړنۍ استوګنه ولري.»

هغه دا هم وویل، چې متحده ایالات او اسراییل له څه مودې راهیسي پر قطر د حماس د ویستلو لپاره فشارونه راوړي دي.

امریکایي چارواکي ویلي، چې دوحې دا غوښتنه لس ورځې وړاندې د حماس مشرانو ته وړاندې کړې.

بل خوا، د حماس درېیو چارواکو دا خبره رد کړې، چې ګواکې قطر د حماس مشرانو ته ویلي، چې نور دوی ته په قطر کې ځای نه ورکول کیږي.

محمود خان اڅکزی: د پاکستان روانو ترهګریزو بریدونو کې د بې ګناه پښتنو وینې توییږي

۱۹ لړم ۱۴۰۳ - ۹ نومبر ۲۰۲۴، ۱۱:۴۵ GMT+۰

د پښتنونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي چې هره ورځ د پاکستان په بېلابیلو سیمو کې د روانو ترهګریزو بریدونو له امله د بې ګناه پښتنو وینې توییږي. اڅکزی وايي چې د پاکستان پارلمان بې وسه دی او ریاست ولس ته ځواب یوونکی نه دی.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمد خان اڅکزي نن شنبه «د لړم ۱۹مه» د بلوچستان په کوټه ښار کې د اورګاډي په یوه تمځای کې له ځانمرګي برید وروسته پر خپل اېکس لیکلي چې هره ورځ د پاکستان په بېلابیلو سیمو کې د ترهګرۍ په روانو بریدونو کې د بې ګناه پښتنو وینې توییږي.

دغه پښتون سیاستوال د روانو حالاتو پر وړاندې د پاکستان پارلمان بې وسه یاد کړی او ددغه هېواد ادارې یې ولس ته په نه ځواب ویلو تورنې کړې دي.

د کوټې ښار په نننۍ چاودنه کې د ۱۹ پاکستاني پوځیانو په ګډون ۳۱ تنه وژل شوي او ۶۰ نور ټپیان دي.

دغه چاودنه نن د شنبې پر ورځ د بلوچستان په کوټه ښار کې د اورګاډي په یوه تمځای کې شوې ده.

د چاودنې مسوولیت بلوڅ ازادي غوښتونکي پوځ پرغاړه اخستی.

د کوټې ښار چاودنه کې ۱۴ پاکستاني پوځیان وژل شوي

۱۹ لړم ۱۴۰۳ - ۹ نومبر ۲۰۲۴، ۱۰:۲۰ GMT+۰

فرانس پریس خبري اژانس رپوټ ورکړی، چې د کوټې ښار په نننۍ چاودنه کې ۱۴ پاکستاني نظامیانو په ګډون ۲۵ تنه وژل شوي دي. دغه چاودنه نن د شنبې پر ورځ د بلوچستان په کوټه ښار کې د اورګاډي په یوه تمځای کې شوې ده. د چاودنې مسوولیت بلوڅ ازادي غوښتونکي پوځ پرغاړه واخیسته.

فرانس پریس خبري اژانس ته د پاکستاني پولیسو یو افسر محمد بلوچ د کوټې ښار په نننۍ چاودنه کې د ۱۴ پاکستاني نظامیانو وژل کېدل تایید کړي دي.

په کوټه کې د ځايي روغتون ویاند ایکسپریس نیوز ځايي رسنۍ ته د ۵۰ تنو ټپي کېدل منلي دي.

د راپورونو له مخې، چاودنه د اورګاډي له وتلو مخکې د ټکټونو پلورنځي ته څېرمه شوې ده.

په سیمه کې پولیس چارواکي وایي، د لومړنیو معلوماتو له مخې دغه پېښه ځانمرګی برید و.

په سیمه کې عیني شاهدان وایي، چې د چاودنې پرمهال په دې سیمه کې د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره وه او ښایي، چې د مرګ ژوبلې شمېر تر دې هم لوړ شي.

د بلوچستان په کوټه ښار کې د اورګاډي په تم ځای کې د چاودنې مسوولیت بلوڅ ازادي غوښتونکي پوځ منلی. دې ډلې اعلان کړی چې دا یو ځانمرګی برید و.

د بلوڅ ازادۍ پوځ ویاند جیند بلوڅ ویلي چې د دغه برید هدف د پاکستاني پوځ یوه ډله وه.

د پاکستان د بلوچستان ځايي پولیسو هم تایید کړې ده، چې په دغه برید کې د پاکستاني پوځ سرتېري په نښه شوي دي.
د پېښې له ځایه خپرو شویو تصویرونو کې د پوځیانو وسایل او بکسونه هم تر سترګو کیږي.

په کوټه کې د یوې چاودنې له امله ۲۴ کسه وژل شوي او تر ۵۰ ډېر ټپیان دي

۱۹ لړم ۱۴۰۳ - ۹ نومبر ۲۰۲۴، ۰۴:۲۹ GMT+۰

د بلوچستان صوبې په کوټه ښار کې د یوې چاودنې له امله ۲۴ کسان وژل شوي او تر۵۰ ډېر ټپیان دي. د پولیسو په وینا، دغه چاودنه د شنبې په ورځ د بلوچستان په کوټه ښار کې د اورګاډي په یوه تم ځای کې شوې ده.

پولیسو د مرګ ژوبلې د دغو شمېرو پخلی کړی دی.
د راپورونو له مخې، چاودنه د اورګاډي له وتلو مخکې د ټکټ پلورنځي ته څېرمه شوې ده.

په سیمه کې پولیس چارواکي وایي، د لومړنیو مالوماتو له مخې دغه پېښه یو ځانمرګی برید و.

په سیمه کې عیني شاهدان وایي، چې د چاودنې پرمهال په دغې سیمه کې د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره وه او ښایي، چې شمېرې تر دې هم لوړې شي.
له سیمې څخه سرچینې وایي، چې د پېښې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.
پولیس وايي، د چاودنې ځای ته پولیس او د ژغورنې ډلې هم استول شوې دي.

د دغې پېښې پړه د بلوڅ ازادي غوښتونکو ډلې منلې ده.