• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان د پوځ مشر: ترهګري به ونه زغمل شي

۱۹ لړم ۱۴۰۳ - ۹ نومبر ۲۰۲۴، ۲۳:۳۹ GMT+۰

د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر په کوټه کې د شنبې د ورځې په ځانمرګي برید کې د وژل شویو کسانو د جنازې په مراسمو کې وویل: "د ترهګرۍ افت به هېڅکله ونه زغمل شي."

په دې چاودنه کې د ۱۹ پاکستاني پوځیانو په ګډون لږ تر لږه ۳۱ کسان وژل شوي او مسوولیت یې هم د بلوچ د ازادي غوښتونکي پوځ په غاړه اخیستی دی.

دا پېښه چې د بلوچستان په مرکز کوټه کې د اورګاډي په یوه تمځای کې شوې ده په ترڅ کې یې څه باندې ۶۰ کسان ټپيان شوي هم دي.

د راپورونو له مخې، په وژل شویو کې ۱۹ تنه امنیتي ځواکونه او پاتې نور ټول ملکي وګړي دي.

د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.

له دې پېښې وروسته د دغه هېواد د پوځ د لوی درستیز په ګډون پاکستاني چارواکي کوټې ښار ته ولاړل.

عاصم منير د وژل شويو کسانو د جنازې په مراسمو کې وويل، چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه د ټولو پاکستانیانو دوامداره ملاتړ او د پوځي او ملکي ادارو همکارۍ ته اړتيا لري.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر وویل، چې د پوځ مشر د کوټې روغتون ته هم تللی چې د ټپیانو سره وګوري او د هغوی د وضعیت ارزونه وکړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن تقوي په کوټه کې خبریالانو ته وویل، چې د دغه برید عاملین به ونه بخښل شي.

هغه همدا راز د ترهګرۍ د له منځه وړلو په اړتيا ټينګار وکړ او ويې ويل، چې په وروستيو ورځو کې د امنيتي ځواکونو له خوا پنځه ترهګریز بريدونه شنډ شوي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر هم د دغه هېواد د لومړي وزیر په حکم د دغې پېښې په اړه د څېړنو د پیل اعلان وکړ.

دې پېښې پراخ غبرګونونه راوپارول.

د روسیې ولسمشر له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان پر ملاتړ ټینګار کړی او امریکا، ترکیې، مالیزیا او طالبانو دغه برید غندلی دی.

دغه خونړۍ چاودنه د شنبې په ورځ د لړم په ۱۹مه هغه مهال وشوه چې د اورګاډي په تمځای کې ګڼه ګوڼه ډېره وه.

د بلوڅ ازادي غوښتونکو پوځ د دغه برید پړه پر غاړه اخیستې او ویلي یې دي، چې د برید هدف پوځیان وو.

دغه ډله چې یوه بېلتون غوښتونکې وسله واله ډله ده، په وروستیو میاشتو کې یې په پاکستان کې څو وژونکي بریدونه کړي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

په پاکستان کې خونړۍ چاودنه؛ ازادۍ جبهه وايي طالبانو ترهګرو شبکو ته ځای ورکړی

۱۹ لړم ۱۴۰۳ - ۹ نومبر ۲۰۲۴، ۱۶:۳۶ GMT+۰

د افغانستان د ازادۍ جبهې د پاکستان په کوټه کې خونړی برید غندلی او دا یې په سیمه کې د ترهګرۍ د خپرېدو نښه بللې ده. جبهه وايي، ترهګرو ډلو د طالبانو په ملاتړ د خپلو فعالیتونو د پراخولو لپاره زیاتې سیمې او ملاتړ ترلاسه کړی دی.

د افغانستان د ازادۍ جبهې د شنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په کوټه کې د اورګاډي په تمځای کې هغه برید په کلکه وغانده چې له امله یې ۳۲ تنه ووژل شول.

په خبرپاڼه کې راغلي چې له هغه وخته چې طالبان کابل ته ننوتلي، ورځ تر بلې د ترهګریزو بریدونو شمېر زیات شوی او اغیز یې د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته رسېدلی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په افغانستان کې د یوه مشروع او قانوني نظام په نه شتون کې ترهګرو ډلو پراخې سیمې، اړینې اسانتیاوې او فکري- ایډیالوژیکي ملاتړ ترلاسه کړی او ورځ تر بلې خپل فعالیتونه پراخوي.

د طالبانو مخالفه دغه پوځي جبهه وايي، د اوسني وضعیت ژغورل په افغانستان کې د ترهګرۍ د خوندي ځالو او د ترهګرو شبکو له کوربه طالبانو سره د مبارزې په برخه کې پراخې سیمه ییزې او نړیوالې همکارۍ ته اړتیا لري.

د پاکستان د امنیتي سرچینو په وینا، په کوټه ښار کې د یوه اورګاډي په تمځای کې د ځانمرګي برید په پایله کې لږ تر لږه ۳۲ تنه وژل شوي او ۶۰ نور ټپیان دي.

بلوڅ ازادي غوښتونکي پوځ د چاودنې مسوولیت منلی دی.

دې ډلې ویلي چې چاودنه یو ځانمرګی برید و او د ځانمرګي د برید هدف د پاکستان پوځیان وو.

محمود خان اڅکزی: د پاکستان روانو ترهګریزو بریدونو کې د بې ګناه پښتنو وینې توییږي

۱۹ لړم ۱۴۰۳ - ۹ نومبر ۲۰۲۴، ۱۱:۴۵ GMT+۰

د پښتنونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي چې هره ورځ د پاکستان په بېلابیلو سیمو کې د روانو ترهګریزو بریدونو له امله د بې ګناه پښتنو وینې توییږي. اڅکزی وايي چې د پاکستان پارلمان بې وسه دی او ریاست ولس ته ځواب یوونکی نه دی.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمد خان اڅکزي نن شنبه «د لړم ۱۹مه» د بلوچستان په کوټه ښار کې د اورګاډي په یوه تمځای کې له ځانمرګي برید وروسته پر خپل اېکس لیکلي چې هره ورځ د پاکستان په بېلابیلو سیمو کې د ترهګرۍ په روانو بریدونو کې د بې ګناه پښتنو وینې توییږي.

دغه پښتون سیاستوال د روانو حالاتو پر وړاندې د پاکستان پارلمان بې وسه یاد کړی او ددغه هېواد ادارې یې ولس ته په نه ځواب ویلو تورنې کړې دي.

د کوټې ښار په نننۍ چاودنه کې د ۱۹ پاکستاني پوځیانو په ګډون ۳۱ تنه وژل شوي او ۶۰ نور ټپیان دي.

دغه چاودنه نن د شنبې پر ورځ د بلوچستان په کوټه ښار کې د اورګاډي په یوه تمځای کې شوې ده.

د چاودنې مسوولیت بلوڅ ازادي غوښتونکي پوځ پرغاړه اخستی.

د کوټې ښار چاودنه کې ۱۴ پاکستاني پوځیان وژل شوي

۱۹ لړم ۱۴۰۳ - ۹ نومبر ۲۰۲۴، ۱۰:۲۰ GMT+۰

فرانس پریس خبري اژانس رپوټ ورکړی، چې د کوټې ښار په نننۍ چاودنه کې ۱۴ پاکستاني نظامیانو په ګډون ۲۵ تنه وژل شوي دي. دغه چاودنه نن د شنبې پر ورځ د بلوچستان په کوټه ښار کې د اورګاډي په یوه تمځای کې شوې ده. د چاودنې مسوولیت بلوڅ ازادي غوښتونکي پوځ پرغاړه واخیسته.

فرانس پریس خبري اژانس ته د پاکستاني پولیسو یو افسر محمد بلوچ د کوټې ښار په نننۍ چاودنه کې د ۱۴ پاکستاني نظامیانو وژل کېدل تایید کړي دي.

په کوټه کې د ځايي روغتون ویاند ایکسپریس نیوز ځايي رسنۍ ته د ۵۰ تنو ټپي کېدل منلي دي.

د راپورونو له مخې، چاودنه د اورګاډي له وتلو مخکې د ټکټونو پلورنځي ته څېرمه شوې ده.

په سیمه کې پولیس چارواکي وایي، د لومړنیو معلوماتو له مخې دغه پېښه ځانمرګی برید و.

په سیمه کې عیني شاهدان وایي، چې د چاودنې پرمهال په دې سیمه کې د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره وه او ښایي، چې د مرګ ژوبلې شمېر تر دې هم لوړ شي.

د بلوچستان په کوټه ښار کې د اورګاډي په تم ځای کې د چاودنې مسوولیت بلوڅ ازادي غوښتونکي پوځ منلی. دې ډلې اعلان کړی چې دا یو ځانمرګی برید و.

د بلوڅ ازادۍ پوځ ویاند جیند بلوڅ ویلي چې د دغه برید هدف د پاکستاني پوځ یوه ډله وه.

د پاکستان د بلوچستان ځايي پولیسو هم تایید کړې ده، چې په دغه برید کې د پاکستاني پوځ سرتېري په نښه شوي دي.
د پېښې له ځایه خپرو شویو تصویرونو کې د پوځیانو وسایل او بکسونه هم تر سترګو کیږي.

په کوټه کې د یوې چاودنې له امله ۲۴ کسه وژل شوي او تر ۵۰ ډېر ټپیان دي

۱۹ لړم ۱۴۰۳ - ۹ نومبر ۲۰۲۴، ۰۴:۲۹ GMT+۰

د بلوچستان صوبې په کوټه ښار کې د یوې چاودنې له امله ۲۴ کسان وژل شوي او تر۵۰ ډېر ټپیان دي. د پولیسو په وینا، دغه چاودنه د شنبې په ورځ د بلوچستان په کوټه ښار کې د اورګاډي په یوه تم ځای کې شوې ده.

پولیسو د مرګ ژوبلې د دغو شمېرو پخلی کړی دی.
د راپورونو له مخې، چاودنه د اورګاډي له وتلو مخکې د ټکټ پلورنځي ته څېرمه شوې ده.

په سیمه کې پولیس چارواکي وایي، د لومړنیو مالوماتو له مخې دغه پېښه یو ځانمرګی برید و.

په سیمه کې عیني شاهدان وایي، چې د چاودنې پرمهال په دغې سیمه کې د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره وه او ښایي، چې شمېرې تر دې هم لوړې شي.
له سیمې څخه سرچینې وایي، چې د پېښې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.
پولیس وايي، د چاودنې ځای ته پولیس او د ژغورنې ډلې هم استول شوې دي.

د دغې پېښې پړه د بلوڅ ازادي غوښتونکو ډلې منلې ده.

د هوا ککړتیا له امله د پاکستان پنجاب کې د پارک او ژوبڼ په ګډون عامه ځایونو ته تګ بند شو

۱۸ لړم ۱۴۰۳ - ۸ نومبر ۲۰۲۴، ۱۶:۵۷ GMT+۰

د هوا ککړتیا د زیاتېدو له امله د پاکستان په تر ټولو ستره صوبه پنجاب کې نن د پارک او ژوبڼ په ګډون ډېری عامه ځایونو ته پر تګ بندیز ولګېد.

ځايي چارواکي حکومت وايي د دې صوبې په ختیځه برخه کې د ککړې هوا د زیاتېدو له امله د خلکو د روغتیا ساتلو لپاره دا بندیز لګوي.

د پنجاب مرکز لاهور دا اونۍ سخته هوا او تور لوګي کې ډوب دی.

سویس کې د هوا ککړتیا ادارې د ازموینې له مخې لاهور اوس د نړۍ تر ټولو ککړ ښار دی.

لاهور تر کراچۍ وروسته د پاکستان دویم تر ټولو ستر ښار دی.

تېره میاشت په دغه ښار کې د سخت لوګي له امله د ښوونځي ماشومان د راتلونکې جنورۍ تر پای په پرانیستي چاپېریال کې له لوبو او ورزش منع شول.

په ګاډو او کمپنیو کې د کم کیفیته سونتوکو د کارېدو له امله په دغه ۱۴ میلیوني ښار کې د ژمي په موسم کې هوا ډېره چټله وي.

د پاکستان لاهور ښار کې تېر کال هم هوا ډېره ککړه وه، چې له امله یې یو ځل چارواکو پر دغه ښار مصنوعي باران وکړ.

د روغتیا نړیوال سازمان په خبره، ککړه هوا د مغزي سکتې، زړه او سږو د ناروغیو په ګډون د مختلفو ناروغیو لامل کېږي.

د ملګرو ملتونو ماشوم ملاتړې اداره یا یونیسېف وايي، سوېلي اسیا کې له شپږ سوو مېلیونو ډېر ماشومان د لوړې کچې ککړې هوا سره مخ دي.