• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو ته د باکو غونډې د غړو په عمومي ناستو کې د ګډون اجازه نه ور کول کیږي

۲۱ لړم ۱۴۰۳ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۴، ۱۶:۱۶ GMT+۰

په داسې حال کې چې د طالبانو یوه پلاوي د باکو د اقلیمي تغییراتو په ۲۹مه غونډه (کاپ ۲۹) کې ګډون کړی، د اذربایجان ډېپلوماتیکې سرچینې وايي، چې ددې ډلې پلاوي ته د غړو هېوادونو په عمومي ناستو کې د ګډون اجاره نه ور کول کیږي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، چې د ملګرو ملتونو د اقلیمي تغییراتو په دې غونډه کې ددوی د چاپیریال ساتنې ادارې یوه پلاوي ګډون کړی دی.

د اذربایجان یوې ډپلوماتیکې سرچینې انډیپنډنټ ورځپاڼې ته ویلي، چې طالبان دې غونډې ته د څارونکو په توګه بلل شوي چې په غونډه او احتمالا دوه اړخیزو ناستو کې برخه واخلي.

سرچینه وايي، طالبان د غړو هېوادونو په عمومي غونډو کې ګډون نه کوي، ځکه ملګري ملتونه یې د افغانستان د قانوني مشرانو په توګه په رسمیت نه پېژني.

په ورته وخت کې د بریټانیا ددولت یوې ویاندې ویلي چې ددغه هېواد لومړی وزیر کایر سټارمر به په باکو کې د اقلیمي بدلونونو ناسته کې چې ددوشنبې په ورځ پیل شوه، د طالبانو له استازو سره ونه ګوري.

د باکو د اقلیمي بدلونونو ناستې ته د طالبانو پلاوی د لومړي ځل لپاره بلل شوی دی.

انډیپنډنټ ورځپاڼه وايي، چې کله۱۰نمبر ویانده په دې اړه وپوښتل شوه، نوموړې وویل: « هیڅ پلان نشته چې له دوی سره وګوري».

نوموړې وویل چې په غونډه کې د طالبانو ګډون په تنظیموونکو پورې اړه لري، خو دا غونډه د نړۍ د ۹۶ پلاویو کوربه ده چې هدف یې د اقلیمي تغییراتو په تړاو بحثونه دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

نظرپوښتنه: ۵۱ سلنه د نظرپوښتنې ګډونوال په دې باور دي چې ټرمپ به له طالبانو سره تعامل کوي

۲۱ لړم ۱۴۰۳ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۴، ۱۵:۲۱ GMT+۰

د افغانستان انټرنشنل – پښتو له خوا ترسره شوې نظرپوښتنه ښيي چې ۵۱ سلنه د نظرپوښتنې ګډونوال په دې باور دي چې ټرمپ به له طالبانو سره تعامل کوي، ۲۴ سلنه بیا باور لري چې ټرمپ به پر طالبانو فشار راوړي، ۸ سلنه باور لري چې ټرمپ به مرستې بندې کړي او ۱۷ سلنه بیا په دې اړه نظر نه لري.

دغه نظرپوښتنه چې په پرلیکه بڼه د فیسبوک او اېکس پر مټ ترسره شوې پکې ۱۵۵۹ ګډونوالو برخه اخیستې ده، چې د نظرپوښتنې اساسي څلور پوښتنې یې ځواب کړې دي.

دا نظرپوښتنه د افغانستان په اوسني وضعیت کې له طالبانو سره د ټرمپ د نوې راتلونکې ادارې د تعامل، فشار راوړلو، مرستې بندولو او بې پرې پاتې کېدو په اړه د خلکو نظرونه راټولوي.

د اېکس او فیسبوک نظرپوښتنې د افغانستان د حالاتو او د طالبانو په اړه د خلکو بېلابېل نظرونه ښیي او په ګډه دا پایلې د ټولنیزو او سیاسي تمایلاتو د پوهېدو لپاره کارول کېږي.

100%

۱. پر طالبانو فشار راوړل

•د اېکس نظرپوښتنه: ۶۲ کسانو (۱۹%) د دې نظریې ملاتړ کړی چې ټرمپ به پر طالبانو فشار راوړي.

•د فیسبوک نظرپوښتنه: ۳۰۸ کسان (۲۵%) باور لري چې ټرمپ به پر طالبانو فشار راوړي.

•د دواړو ګډې پایلې: ۳۷۰ کسان (۲۴%) پر دې باور دي چې ټرمپ به پر طالبانو فشار راوړي.

۲. له طالبانو سره تعامل کول

•د اېکس نظرپوښتنه: ۱۵۷ کسان (۴۸%) باور لري چې ټرمپ له طالبانو سره تعامل کوي.

•د فیسبوک نظرپوښتنه: د دې نظریې ملاتړ بیا پر فیسبوک لا زیات شوی او ۶۴۰ کسانو (۵۲%) باور ښودلی چې ټرمپ به له طالبانو سره تعامل کوي.

• د دواړو ګډې پایلې: ۷۹۷ کسان (۵۱%) په مجموعي توګه په دې باور لري چې ټرمپ به له طالبانو سره تعامل کوي.

۳. پر طالبانو مرستې بندول

•د اېکس نظرپوښتنه: ۴۳ کسان (۱۳%) باور لري چې ټرمپ به پر طالبانو مرستې بندې کړي.

•د فیسبوک نظرپوښتنه: ۸۶ کسان (۷%) باور لري چې ټرمپ به پر طالبانو مرستې بندې کړي.

•د دواړو ګډې پایلې: ۱۲۹ کسان (۸%) په دې باور لري چې ټرمپ به پر طالبانو مرستې بندې کړي.

۴. نظر نه لرم

•د اېکس نظرپوښتنه: ۶۶ کسان (۲۰%) د موضوع په اړه بې پرې پاتې شوي او نظر یې نه دی ورکړی.

•د فیسبوک نظرپوښتنه: ۱۹۷ کسان (۱۶%) تاییدوي چې د موضوع په اړه هېڅ نظر نه لري.

•د دواړو ګډې پایلې: ۲۶۳ کسان (۱۷%) په دې موضوع کې بې پرې پاتې شوي دي.

100%

تحلیل او پایله

د اېکس او فیسبوک د نظرپوښتنې ګډ تحلیل ښيي چې زیاتره ګډونوال (۵۱%) باور لري چې ټرمپ به له طالبانو سره تعامل وکړي. د دې نظریې ملاتړ د دواړو نظرپوښتنو په پایلو کې له ۵۰% څخه لوړ دی، چې ښيي د نظرپوښتنو ګډونوال باور لري، ټرمپ به له طالبانو سره تعامل وکړي.

دویمه برخه خلک بیا باور لري چې ټرمپ به پر طالبانو فشار راوړي او دا ډله خلک د مجموعي ګډونوالو ۲۴ سلنه جوړوي.
درېیمه ډله ګډونوال بیا باور لري چې ټرمپ به پر طالبانو د امریکا مرستې بندې کړي او د دې باور لرونکي خلک د نظرپوښتنې ۸ سلنه جوړوي.

څلورمه ډله ګډونوال چې اندازه یې یو څه لوړه ده بیا د اړوندې موضوع په اړه هېڅ نظر نه لري او دا د ګډونوالو ۱۷سلنه جوړوي.

خوست کې ژمن راډیو بېرته د فعالیت اجازه ترلاسه کړې

۲۱ لړم ۱۴۰۳ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۴، ۱۴:۵۳ GMT+۰

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي چې په خوست کې ژمن راډیو چې طالبانو د موسیقۍ د خپرولو له امله تړلې وه، بېرته د فعالیت اجازه ترلاسه کړه. د افغانستان د خبريالانو مرکز د ژمن راډيو تړل د ازادو رسنيو له حقونو سرغړونه ګڼي چې، بايد نه وای ترسره شوې.

په خوست ولايت کې يوې ځايي سرچينې چې موضوع يې له نږدې څارلې، د افغانستان د خبريالانو مرکز ته ویلي، چې د ژمن راډيو دفتر نن ماسپښين شاوخوا دوه بجې پرانېستل شوه.

سرچینه وايي، یادې راډیو ته د امر بالمعروف ادارې له لوري وروسته له هغه د فعاليت اجازه ورکړل شوه چې مسوولانو یې د دې ادارې له حکم سره سم د موسيقۍ د نه خپرولو ژمنه وکړه.

د لړم په ۱۶مه د خوست د امر بالمعروف ادارې د کارکوونکو له خوا د ژمن راډیو دفتر له دې امله وتړل شو چې د ورځنیو ټولنیزو چارو په اړه د جوړې شوې یوې سهارنۍ خپرونې په بکګراونډ کې یې موسیقي کارولې وه.

په خوست ولایت کې په روانه میاشت کې درې راډیوګانې د طالبانو امر بالمعروف ادارې له لوري د لګول شویو بندیزونو د نه مراعاتولو له امله تړل شوې دي.

عرغښت راډیو د لړم پر لسمه د یوې خپرونې په بګراونډ کې د موسیقۍ د خپرولو په تور تړل شوې وه او درې ورځې وروسته د طالبانو امر بالمعروف ادارې د رسنیزې کړنلارې سره سم فعالیت کولو په موخه د لیکلې ژمنې له وړاندې کولو وروسته بېرته پرانیستل شوه خو " لونګ" ښوونیزه راډیو چې د موسیقۍ په خپرولو او د نجونو د ټلیفوني اړیکو په ځوابولو تورنه شوې وه، لا هم تړلې ده.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو له تصمیم نیوونکو چارواکو غوښتي چې رسنیو ته د خپلو مسلکي حقونو او د هېواد د رسنیو قانون پر بنسټ د فعالیت اجازه ورکړي.

په خوست کې طالب استخباراتو، امربالمعروف او اطلاعاتو فرهنګ ادارو د رسنيو مسولينو او خبريالانو ته خبرداری ورکړی، چې د موسيقي خپرول په مکمل ډول بند کړي.

دا مهال په خوست کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ملي راډيو او تلويزيون ترڅنګ ١٥ خصوصي راډيوګانې او درې خصوصي ټلويزيونونه فعاليت کوي.

د یوناما مشره پنجشیر ته تللې

۲۱ لړم ۱۴۰۳ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۴، ۱۴:۵۲ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او په افغانستان کې د یوناما مشره پنجشیر ته تللې او د دغه ولایت له والي محمد اغا حکیم سره يې کتلي دي. د ۱۴۰۰ ل کال د وږي په مياشت کې پنجشیر ته د طالبانو له ننوتلو وروسته په دغه ولایت کې له بشري حقونو د پراخو سرغړونو راپورونه خپاره شوي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د دوشنبې په ورځ (د لړم ۲۱ مه) خبر ورکړی، چې روزا اوتنبایوا په پنجشېر کې د دې ډلې له والي محمد اغا حکیم سره په کتنه کې «د کانونو په برخه کې د نړیوالو شرکتونو او سفارتونو د پام جلبولو، د سیاحت او صنعت د پیاوړتیا» په اړه خبرې کړې دي.

په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ليدنه کې د بې سوادۍ له منځه وړل د بحث یوه بله موضوع وه، چې خبرې پرې شوې.

عبدالمتین قانع پر اېکس لیکلي، چې یوناما د پنجشیر په بېلابېلو برخو کې د ستونزو د حل لپاره چمتووالی ښودلی دی.

په تیرو دریو کلونو کې دا پنجشیر ته د یوناما د مشرې لومړی سفر دی.

د ۱۴۰۱ کال د تلې په مياشت کې یوناما ویلي و، چې د دغه دفتر د سیاسي او بشري حقونو يوې ډلې پنجشیر ولایت ته سفر کړی و.

تر اوسه د یوناما دفتر پنجشير ته د روزا اوتنبایوا د سفر په اړه څه نه دي ویلي او دا هم معلومه نه ده، چې ایا هغې د بشري حقونو د سرغړونو د قربانیانو له کورنیو سره کتلي او که نه.

واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته دې ډلې په پنجشیر کې د خپلو سیاسي او نظامي مخالفانو د نیولو او ځپلو لړۍ پیل کړه.

د راپورونو له مخي، طالبان د احمد مسعود په مشرۍ د افغانستان د ملی مقاومت جبهې د غړو او پلویانو په لټه کې دي او د پنجشیر ولایت یو شمېر اوسېدونکی یې له دې جبهې سره د تړاو په تور نیولي او یا وژلي دي.

دغه راز طالبان هغه کسان، چې له تېر حکومت سره په همکارۍ تورن دي، هم تعقيبوي.

په باکو کې د ملګرو ملتونو د اقلیم کلنۍ غونډه پیل شوه

۲۱ لړم ۱۴۰۳ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۴، ۱۴:۰۴ GMT+۰

د اقلیمي تغییراتو په اړه د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډه د دوشنبې په ورځ د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې پیل شوه. د مخ پر ودې هېوادونو لپاره د مالي مرستو راټولول د دې غونډې اصلي موضوع ده. په دې غونډه کې د لومړي ځل لپاره د طالبانو یوه پلاوي هم ګډون کړی.

د باکو غونډه د دوشنبې پر ورځ د اقلیمي بدلونونو په پایله کې له طبیعي پیښو یو کال وروسته پرانستل شوه.

د اذربايجان د چاپيريال وزير او د کاپ ۲۹ رییس مختار بابايف د دې غونډې په پرانيستونکې وينا کې وويل، چې که نړۍ د اقليمي بدلونونو په تړاو جدي نه شي، له ویجاړیو سره به مخ شي.

هغه وويل: «ملګرو، موږ د بربادۍ پر لور روان يو، خو دا راتلونکې ستونزه نه ده، بلکې اقلیم لا دمخه بدل شوی».

هغه په ​​غونډه کې له حاضرو مشرانو وغوښتل چې د راتلونکي لپاره نوې لاره پرانیزي.

د کاپ ۲۹ مخکیني رییس سلطان الجابر له اقلیمي تغییراتو سره د مبارزې په برخه کې د هېوادونو د یووالي غوښتنه وکړه.

د یونیسکو د اقلیم مشر سایمون سټیل هم وویل چې ګډونوال باید د نوي نړیوال اقلیم په برخه کې د مالي مرستو په تړاو پرېکړو ته ورسیږي.

د باکو غونډې اصلي موضوع په مخ پر وده هېوادونو کې د اقليمي تغییراتو په تړاو د پروژو د ملاتړ لپاره له بډايو هېوادونو د يو ټريليون ډالرو وړانديز شوې کڅوړې په اړه بحث دی.

افغانستان یو له هغو هېوادونو ګڼل کیږي چې د اقلیمي تغییراتو له کبله تر ټولو ډېر زیانمن دی. سږ کال سېلابونو سلګونه کسان وژلي دي.

په ورته وخت کې افغانستان، چې تر ډېره په کرنه متکي دی، په تېرو څو لسیزو کې له سختې وچکالۍ سره مخ دی.

د افغانستان د پخواني حکومت له نسکورېدو وروسته، د اقلیم د بدلون د دفتر د چوکاټ کنوانسیون کاپ له ۲۰۲۱ کال څخه د افغانستان ګډون وځنډاوه او په حقیقت کې دغه هېواد له خبرو اترو څخه وویستل شو.

خو له درېیو کلونو وروسته د طالبانو پلاوي د لومړي ځل لپاره د ملګرو ملتونو په کوربه توب په یوه مهمه نړیواله غونډه کې ګډون کړی دی.

یوې ډېپلوماتیکې سرچینې چې له دې مسلې سره اشنا دی رویټرز ته وویل چې اذربایجان د افغانستان د چاپیریال ساتنې ادارې چارواکي د کاپ 29م غونډې ته د څارونکو په توګه رابللي ترڅو دوی وکولی شي "په احتمالي ډول په هر اړخیزو بحثونو کې برخه واخلي او د دوه اړخیزو غونډو فرصت ولري."

د دې سرچینې په وینا، له هغه ځایه چې د طالبانو حکومت په رسمي توګه د ملګرو ملتونو له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی، نو چارواکي نه شي کولی د بشپړ غړیتوب په بهیر کې د ګډون لپاره اعتبارنامه ترلاسه کړي.

طالب چارواکو تر دې دمه په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په غونډو او همدارنګه د چین او منځنۍ اسیا په غونډو کې ګډون کړی دی.

ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې طالبانو ته د افغانستان د څوکۍ له سپارلو ډډه کړې او د طالبانو حکومت د کوم هېواد له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی، چې لوي علتونه یې د ښځو پر زده کړو او کار بندیزونه یادېږي.

د پاکستان دفاع وزير ته د طالبانو ځواب: « پاکستان دې خپل مسوولیت زموږ په غاړه نه اچوي»

۲۱ لړم ۱۴۰۳ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۴، ۱۳:۱۲ GMT+۰

طالبانو د پاکستان د دفاع وزير وروستيو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې پاکستان دې «خپلې ستونزې په کور دننه حل کړي او پر دوی دې مسوولیت نه اچوي.» د پاکستان دفاع وزير خواجه اصف په کوټه کې تر یوه مرګوني ځانمرګي بريدو وروسته ویلي، چې د افغانستان خاوره اوس هم د پاکستان پر ضد کاریږي.

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت د دوشنبې پر ورځ (د لړم ۲۱ مه) نېټه د خواجه محمد اصف خبرو ته په غبرګون کې ويلي، «دوی چاته اجازه نه ورکوی چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.»

طالب ویاند وايي، چې افغانستان د هیچا پر وړاندې ګواښ نه دی او د پاکستان موضوعات په دوی پورې اړه نه لري.

حمدالله فطرت زياتوي، «پاکستان دې خپل مسوولیت زموږ په غاړه نه اچوي او خپلو داخلي مشکلاتو ته دې په کور دننه حل پيدا کړي.»

د شنبې پر ورځ د (لړم ۱۹ مه) د بلوچستان په مرکز کوټه کې د اورګادي په یوه تمځای کې د يوې چاودنې له کبله د ۱۹ پاکستاني پوځيانو په ګډون شاوخوا ۳۱ کسان ووژل شول.

د دغه بريد مسووليت پلوڅ ازادۍ پوځ پر غاړه واخست.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف د پاکستان له جیونیوز ټلویزیون سره په خبرو کې وویل، چې افغان خاوره اوس هم په پاکستان کې د ناکراریو لپاره کاریږي.


خواجه اصف زیاته کړه، چې بلوڅ بیلتون پالي او تحریک طالبان پاکستان دواړې ډلې په افغانستان کې پټنځایونه لري او له هغه ځايه خپل بریدونه پلانوي. هغه هند تورن کړ، چې د دغو دوو وسله والو ډلو مالي ملاتړ کوي او په افغانستان کې دوی ته د پاکستان د بې ثباته کولو لپاره اسانتیاوې برابروي.

پاکستاني چارواکو له دې وړاندې هم پر افغان طالبانو نيوکې کړې، چې د پاکستان په ناامنه کولو کې ښکیل دي او په افغانستان کې يې ترهګرو ډلو ته ځای ورکړی.