• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

خوست کې ژمن راډیو بېرته د فعالیت اجازه ترلاسه کړې

۲۱ لړم ۱۴۰۳ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۴، ۱۴:۵۳ GMT+۰تازه شوی: ۲۱ لړم ۱۴۰۳ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۴، ۱۶:۴۰ GMT+۰

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي چې په خوست کې ژمن راډیو چې طالبانو د موسیقۍ د خپرولو له امله تړلې وه، بېرته د فعالیت اجازه ترلاسه کړه. د افغانستان د خبريالانو مرکز د ژمن راډيو تړل د ازادو رسنيو له حقونو سرغړونه ګڼي چې، بايد نه وای ترسره شوې.

په خوست ولايت کې يوې ځايي سرچينې چې موضوع يې له نږدې څارلې، د افغانستان د خبريالانو مرکز ته ویلي، چې د ژمن راډيو دفتر نن ماسپښين شاوخوا دوه بجې پرانېستل شوه.

سرچینه وايي، یادې راډیو ته د امر بالمعروف ادارې له لوري وروسته له هغه د فعاليت اجازه ورکړل شوه چې مسوولانو یې د دې ادارې له حکم سره سم د موسيقۍ د نه خپرولو ژمنه وکړه.

د لړم په ۱۶مه د خوست د امر بالمعروف ادارې د کارکوونکو له خوا د ژمن راډیو دفتر له دې امله وتړل شو چې د ورځنیو ټولنیزو چارو په اړه د جوړې شوې یوې سهارنۍ خپرونې په بکګراونډ کې یې موسیقي کارولې وه.

په خوست ولایت کې په روانه میاشت کې درې راډیوګانې د طالبانو امر بالمعروف ادارې له لوري د لګول شویو بندیزونو د نه مراعاتولو له امله تړل شوې دي.

عرغښت راډیو د لړم پر لسمه د یوې خپرونې په بګراونډ کې د موسیقۍ د خپرولو په تور تړل شوې وه او درې ورځې وروسته د طالبانو امر بالمعروف ادارې د رسنیزې کړنلارې سره سم فعالیت کولو په موخه د لیکلې ژمنې له وړاندې کولو وروسته بېرته پرانیستل شوه خو " لونګ" ښوونیزه راډیو چې د موسیقۍ په خپرولو او د نجونو د ټلیفوني اړیکو په ځوابولو تورنه شوې وه، لا هم تړلې ده.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو له تصمیم نیوونکو چارواکو غوښتي چې رسنیو ته د خپلو مسلکي حقونو او د هېواد د رسنیو قانون پر بنسټ د فعالیت اجازه ورکړي.

په خوست کې طالب استخباراتو، امربالمعروف او اطلاعاتو فرهنګ ادارو د رسنيو مسولينو او خبريالانو ته خبرداری ورکړی، چې د موسيقي خپرول په مکمل ډول بند کړي.

دا مهال په خوست کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ملي راډيو او تلويزيون ترڅنګ ١٥ خصوصي راډيوګانې او درې خصوصي ټلويزيونونه فعاليت کوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د یوناما مشره پنجشیر ته تللې

۲۱ لړم ۱۴۰۳ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۴، ۱۴:۵۲ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او په افغانستان کې د یوناما مشره پنجشیر ته تللې او د دغه ولایت له والي محمد اغا حکیم سره يې کتلي دي. د ۱۴۰۰ ل کال د وږي په مياشت کې پنجشیر ته د طالبانو له ننوتلو وروسته په دغه ولایت کې له بشري حقونو د پراخو سرغړونو راپورونه خپاره شوي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د دوشنبې په ورځ (د لړم ۲۱ مه) خبر ورکړی، چې روزا اوتنبایوا په پنجشېر کې د دې ډلې له والي محمد اغا حکیم سره په کتنه کې «د کانونو په برخه کې د نړیوالو شرکتونو او سفارتونو د پام جلبولو، د سیاحت او صنعت د پیاوړتیا» په اړه خبرې کړې دي.

په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ليدنه کې د بې سوادۍ له منځه وړل د بحث یوه بله موضوع وه، چې خبرې پرې شوې.

عبدالمتین قانع پر اېکس لیکلي، چې یوناما د پنجشیر په بېلابېلو برخو کې د ستونزو د حل لپاره چمتووالی ښودلی دی.

په تیرو دریو کلونو کې دا پنجشیر ته د یوناما د مشرې لومړی سفر دی.

د ۱۴۰۱ کال د تلې په مياشت کې یوناما ویلي و، چې د دغه دفتر د سیاسي او بشري حقونو يوې ډلې پنجشیر ولایت ته سفر کړی و.

تر اوسه د یوناما دفتر پنجشير ته د روزا اوتنبایوا د سفر په اړه څه نه دي ویلي او دا هم معلومه نه ده، چې ایا هغې د بشري حقونو د سرغړونو د قربانیانو له کورنیو سره کتلي او که نه.

واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته دې ډلې په پنجشیر کې د خپلو سیاسي او نظامي مخالفانو د نیولو او ځپلو لړۍ پیل کړه.

د راپورونو له مخي، طالبان د احمد مسعود په مشرۍ د افغانستان د ملی مقاومت جبهې د غړو او پلویانو په لټه کې دي او د پنجشیر ولایت یو شمېر اوسېدونکی یې له دې جبهې سره د تړاو په تور نیولي او یا وژلي دي.

دغه راز طالبان هغه کسان، چې له تېر حکومت سره په همکارۍ تورن دي، هم تعقيبوي.

په باکو کې د ملګرو ملتونو د اقلیم کلنۍ غونډه پیل شوه

۲۱ لړم ۱۴۰۳ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۴، ۱۴:۰۴ GMT+۰

د اقلیمي تغییراتو په اړه د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډه د دوشنبې په ورځ د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې پیل شوه. د مخ پر ودې هېوادونو لپاره د مالي مرستو راټولول د دې غونډې اصلي موضوع ده. په دې غونډه کې د لومړي ځل لپاره د طالبانو یوه پلاوي هم ګډون کړی.

د باکو غونډه د دوشنبې پر ورځ د اقلیمي بدلونونو په پایله کې له طبیعي پیښو یو کال وروسته پرانستل شوه.

د اذربايجان د چاپيريال وزير او د کاپ ۲۹ رییس مختار بابايف د دې غونډې په پرانيستونکې وينا کې وويل، چې که نړۍ د اقليمي بدلونونو په تړاو جدي نه شي، له ویجاړیو سره به مخ شي.

هغه وويل: «ملګرو، موږ د بربادۍ پر لور روان يو، خو دا راتلونکې ستونزه نه ده، بلکې اقلیم لا دمخه بدل شوی».

هغه په ​​غونډه کې له حاضرو مشرانو وغوښتل چې د راتلونکي لپاره نوې لاره پرانیزي.

د کاپ ۲۹ مخکیني رییس سلطان الجابر له اقلیمي تغییراتو سره د مبارزې په برخه کې د هېوادونو د یووالي غوښتنه وکړه.

د یونیسکو د اقلیم مشر سایمون سټیل هم وویل چې ګډونوال باید د نوي نړیوال اقلیم په برخه کې د مالي مرستو په تړاو پرېکړو ته ورسیږي.

د باکو غونډې اصلي موضوع په مخ پر وده هېوادونو کې د اقليمي تغییراتو په تړاو د پروژو د ملاتړ لپاره له بډايو هېوادونو د يو ټريليون ډالرو وړانديز شوې کڅوړې په اړه بحث دی.

افغانستان یو له هغو هېوادونو ګڼل کیږي چې د اقلیمي تغییراتو له کبله تر ټولو ډېر زیانمن دی. سږ کال سېلابونو سلګونه کسان وژلي دي.

په ورته وخت کې افغانستان، چې تر ډېره په کرنه متکي دی، په تېرو څو لسیزو کې له سختې وچکالۍ سره مخ دی.

د افغانستان د پخواني حکومت له نسکورېدو وروسته، د اقلیم د بدلون د دفتر د چوکاټ کنوانسیون کاپ له ۲۰۲۱ کال څخه د افغانستان ګډون وځنډاوه او په حقیقت کې دغه هېواد له خبرو اترو څخه وویستل شو.

خو له درېیو کلونو وروسته د طالبانو پلاوي د لومړي ځل لپاره د ملګرو ملتونو په کوربه توب په یوه مهمه نړیواله غونډه کې ګډون کړی دی.

یوې ډېپلوماتیکې سرچینې چې له دې مسلې سره اشنا دی رویټرز ته وویل چې اذربایجان د افغانستان د چاپیریال ساتنې ادارې چارواکي د کاپ 29م غونډې ته د څارونکو په توګه رابللي ترڅو دوی وکولی شي "په احتمالي ډول په هر اړخیزو بحثونو کې برخه واخلي او د دوه اړخیزو غونډو فرصت ولري."

د دې سرچینې په وینا، له هغه ځایه چې د طالبانو حکومت په رسمي توګه د ملګرو ملتونو له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی، نو چارواکي نه شي کولی د بشپړ غړیتوب په بهیر کې د ګډون لپاره اعتبارنامه ترلاسه کړي.

طالب چارواکو تر دې دمه په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په غونډو او همدارنګه د چین او منځنۍ اسیا په غونډو کې ګډون کړی دی.

ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې طالبانو ته د افغانستان د څوکۍ له سپارلو ډډه کړې او د طالبانو حکومت د کوم هېواد له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی، چې لوي علتونه یې د ښځو پر زده کړو او کار بندیزونه یادېږي.

د پاکستان دفاع وزير ته د طالبانو ځواب: « پاکستان دې خپل مسوولیت زموږ په غاړه نه اچوي»

۲۱ لړم ۱۴۰۳ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۴، ۱۳:۱۲ GMT+۰

طالبانو د پاکستان د دفاع وزير وروستيو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې پاکستان دې «خپلې ستونزې په کور دننه حل کړي او پر دوی دې مسوولیت نه اچوي.» د پاکستان دفاع وزير خواجه اصف په کوټه کې تر یوه مرګوني ځانمرګي بريدو وروسته ویلي، چې د افغانستان خاوره اوس هم د پاکستان پر ضد کاریږي.

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت د دوشنبې پر ورځ (د لړم ۲۱ مه) نېټه د خواجه محمد اصف خبرو ته په غبرګون کې ويلي، «دوی چاته اجازه نه ورکوی چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.»

طالب ویاند وايي، چې افغانستان د هیچا پر وړاندې ګواښ نه دی او د پاکستان موضوعات په دوی پورې اړه نه لري.

حمدالله فطرت زياتوي، «پاکستان دې خپل مسوولیت زموږ په غاړه نه اچوي او خپلو داخلي مشکلاتو ته دې په کور دننه حل پيدا کړي.»

د شنبې پر ورځ د (لړم ۱۹ مه) د بلوچستان په مرکز کوټه کې د اورګادي په یوه تمځای کې د يوې چاودنې له کبله د ۱۹ پاکستاني پوځيانو په ګډون شاوخوا ۳۱ کسان ووژل شول.

د دغه بريد مسووليت پلوڅ ازادۍ پوځ پر غاړه واخست.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف د پاکستان له جیونیوز ټلویزیون سره په خبرو کې وویل، چې افغان خاوره اوس هم په پاکستان کې د ناکراریو لپاره کاریږي.


خواجه اصف زیاته کړه، چې بلوڅ بیلتون پالي او تحریک طالبان پاکستان دواړې ډلې په افغانستان کې پټنځایونه لري او له هغه ځايه خپل بریدونه پلانوي. هغه هند تورن کړ، چې د دغو دوو وسله والو ډلو مالي ملاتړ کوي او په افغانستان کې دوی ته د پاکستان د بې ثباته کولو لپاره اسانتیاوې برابروي.

پاکستاني چارواکو له دې وړاندې هم پر افغان طالبانو نيوکې کړې، چې د پاکستان په ناامنه کولو کې ښکیل دي او په افغانستان کې يې ترهګرو ډلو ته ځای ورکړی.

طالبانو هند ته درې نور ډېپلوماټان معرفي کړي

۲۱ لړم ۱۴۰۳ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۴، ۱۲:۴۶ GMT+۰

د طالبانو یوې باخبره سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل چې طالبانو هند ته درې نور کسان د ډېپلوماټانو په توګه معرفي کړي. په دغو درېو کسانو کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر سهیل شاهین زوی نجیب شاهین هم شامل دی، چې په هند کې د افغان سفارت د شارژدافیر په توګه معرفي شوی.

په کابل او هند کې د افغانستان د ډېپلوماتیکو سرچینو نن دوشنبې «د لړم۲۱مه» وویل چې د طالبانو له خوا درې تنه ډېپلووماټان ۱۴ ورځې وړاندې معرفي شوي دي.

په کابل کې د طالبانو سرچینې وايي چې دوی درې تنه ډېپلوماټان معرفي کړي خو دوی په تمه دي، چې د هند حکومت په دې اړه اقدام وکړي او د طالبانو تازه معرفي شوي ډېپلوماټ ومني.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین زوی نجیب شاهین اوس مهال د طالبانو تر واک ولاندې بهرنیو چارو وزارت کې دنده لري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له خوا معرفي درې تنه ډېپلوماټان ټول طالبانو غړي دي او په بهرنیو چارو وزارت کې کومه کاري سابقه نه لري.

په هند کې د افغانستان ډېپلوماتیکي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې هندوستان به ډېر ژر د طالبانو درې تنه معرفي شوي ډېپلوماټان ومني.

د رارسېدو معلوماتو په بنسټ اوس مهال یوازې د هند په حیدراباد ښار کې د افغانستان کونسلګرۍ کې یوه سابقداره ډېپلوماټ سید محمد ابراهیمخېل پر دنده دی او نور پخواني د جمهوریت ډېپلوماټان له هندوستان څخه وتلي دي.

په هند کې سرچینې وايي د طالبانو له لوري معرفی شوی ډېپلوماټ اکرام الدین کمیل د هند ممبۍ ښار کې د افغانستان په کونسلکرۍ کې عملا کار پیل کړی دی او ټول واک یې په خپل لاس کې اخیستی دی.

100%

د سنډې ګارډین په یوه راپور کې چې د یکشنبې په ورځ خپور شو، ویل شوي چې نوی ډیلی په پام کې لري له طالبانو سره د ډېپلوماتیکو اړیکو د پراخولو په برخه کې د یوه مهم ګام په توګه په هند کې د دې ډلې استازی ومني.

د سنډې ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، طالبانو اکرام الدین کامل ته په ممبی کې د افغانستان په کونسلګرۍ کې د دویم سکرتر دنده په پام کې نیولې ده.

په هندوستان کې د سفارت ترڅنګ دوه کونسلګرۍ په ممبۍ او حیدراباد ښارونو کې فعالیت لري.

څو ورځې وړاندې کابل ته د هند د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان، پاکستان او ایران د برخې د مشر جې پي سینګ وروستی سفر له طالبانو سره د نوي ډیلي د اړیکو د مخ پر ودې پرمختګونو ښکارندویي کوي.

په دې وروستیو ورځو کې جي پي سنګ او د طالبانو د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو په کابل کې جلا جلا کتنې وکړې چې د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا یې ټینګار کړی.

د طالبانو د نوي ډ‌ېپلوماټانو د منلو او یا هم د نه منلو په اړه تروسه هندي چارواکو څه نه دي ویلي.

لوګر کې د طالبانو محتسبانو اته تنه د «اخلاقي فساد» په تور نیولي

۲۱ لړم ۱۴۰۳ - ۱۱ نومبر ۲۰۲۴، ۱۲:۴۰ GMT+۰

د طالبانو امربالمعروف وزارت وايي، چې د دې ډلې محتسبانو د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې د یوې ښځې په ګډون اته تنه د اخلاقي فساد په تور نیولي دي. دغه وزارت د امربالمعروف د قانون پر بنسټ په لوړ غږ د ښځو خبرې کول هم غیر اخلاقي ګڼي.

د طالبانو امربالمعروف وزارت په لوګر کې د «اخلاقي فساد» په تور د نیولو شویو کسانو د هویت، بند او سزا په اړه نور جزيات نه دي ورکړي.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت محتسبانو، چې د امربالمعروف د قانون له مخي د خلکو د نیولو تر څنګ يې ډېر واکونه تر لاسه کړي په ټول افغانستان کې يې په بېلابيلو تورنو د نارينه او ښځو نیولو ته دوام ورکړی.

د راپورونو له مخې، د طالبانو د امربالمعروف وزارت تېره اوونۍ په کابل، فراه او کندهار ولایتونو کې د دوو ښځو په ګډون ۱۱ کسان د «اخلاقي فساد» په تور نیولي وه.

تر دې مخکې د طالبانو امربالمعروف وزارت ويلي وه، چې د دغه وزارت محتسبان «شپه او ورځ هڅه کوي، چې په ناروا او غیر اخلاقي اړیکو کې ښکېل کسان ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.»

ملګرو ملتونو او نړیوالو بشري سازمانونو له دې وړاندې هم طالبان له بشري حقونو په سرغړونو تورن کړي او ویلي یې دي، چې هیڅ ډول انساني کرامت په پام کې نه نیسي، خو طالبان ادعا کوي چې تر نورو وختونو یې په ښه ډول د خلکو حقونه ورکړي دي.