زلمی خلیلزاد: ټرمپ غواړي ډېر ژر د روسیې او اوکراین جګړه ختمه کړي

د جمهوریت په وخت کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، ډونالډ ټرمپ غواړي چې د اوکراین او روسیې جګړه ژر ختمه کړي.

د جمهوریت په وخت کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، ډونالډ ټرمپ غواړي چې د اوکراین او روسیې جګړه ژر ختمه کړي.
زلمی خلیلزاد زیاتوي، د دې اوږدمهالې خونړۍ او ورانوونکې جګړې د پای ته سولو د هوډ له امله ښاغلي ټرمپ ستايي.
ښاغلی خلیلزاد په خپل اېکس کې لیکي چې د جګړې ختمولو لپاره دوه چارې ډېرې مهمې دي، یو اوربند یا داسې تړون چې جګړې پای ته ورسوي او بل له مسکو داسې امنیتي تړون اخیستل چې له بل نوي پراختیا غواړي تاوتریخوالي او امپریالېزم یې وګرځوي.
نوموړی دې هدف ته د رسېدو لپاره په ناټو کې د اوکراین غړیتوب مهم بولي، خو زیاتوي چې هم یې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او هم د ناټو ځینې غړي مخالف دي.
د اوکراین جګړې پیلېدو سره امریکا د کیف په ګټه دې جګړه کې ښکېله ده، خو د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د وسلو او پیسو مصرف سره بیا هم د جګړې لوري کې کوم ټاکلی بدلون نه ښکاري.
ډونالډ ټرمپ د ټاکنیزو هڅو پر مهال بیا بیا ویلي چې ولسمشر کېدو سره به دا جګړه ختمه کړي.
د نوموړي یو لوړپوړي سلاکار وړمه ورځ ویلي، چې د دې هېواد د نوې ادارې لپاره د اوکراین د بایللو سیمو له تر لاسه کولو سوله لومړیتوب لري. براین لانزا ویلي، چې د ټرمپ اداره به د اوکراین له ولسمشر څخه د سولې لپاره یو "واقعی لیدلوری" وغواړي.

د پاکستان لومړي وزیر د طبیعي یخچالونو د ویلې کېدو د مخنیوي لپاره د سملاسي نړیوال ګام اخیستو او همغږو هڅو غوښتنه وکړه.
شهباز شریف نن په باکو کې د اقلیمي بدلون نړیواله غونډه کې زیاته کړه چې پاکستان د دې ارزښتتاکو طبیعي زېرمو د خوندیتوب لپاره له نړیوالې ټولنې سره خپلې همکارۍ ته تیار دی.
د پاکستان دولتي رادیو د خبر له مخې، ښاغلي شریف دا غونډه د کنګلونو د ویلي کېدو د مخنیوي لپاره بې جوړې چانس وباله.
نوموړي طبیعي کنګلونه د انسان د پایښت او د اوبو امنیت او اقلیم خوندیتوب لپاره مهم وبلل.
شهباز شریف وايي، طبیعي یخجالونه د نړۍ ۷۰ سلنه خوږې اوبه برابروي او مهم ایکو سیستم خوندي کوي.
د اقلیمي بدلون په هکله غونډه نن د اذربایجان پلازمېنه باکو کې پیل شوه، چې د مالي مرستو ټولولو غونډه هم بلل کېږي.
په غونډه کې پر پاکه انرژي، له وچکالۍ سره مقابله کې کرنه او له بې وزله هېوادونو سره د بډایه هغو پر مرستو خبرې کېږي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د امریکا د نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ټاکل کېدو یوه اونۍ وروسته وویل، چې تهران پر خپل سرسخته دښمن امریکا سترګې نه شي پټولی او باید په سړه سینه ورسره مخ شي.
پزشکیان چې منځلاری ایرانی سیاستوال ګڼل کیږي، وویل: « که وغواړو یا نه، په سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو کې له متحده ایالتونو سره مخامخ کېږو، نو بیا ښه ده چې خپله دا اړیکه مدیریت کړو».
مسعود پزشکیان وايي، چې « موږ باید له خپلو ملګرو سره په سخاوت چلند وکړو او له دښمنانو سره په سړه سینه مخ شو».
واشنګټن په ۲۰۱۸ کال کې دډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ پرمهال د تهران د ۲۰۱۵ کال اتومي تړون څنګ ته کېښود او پر دغه هېواد یې بېرته سخت بندیزونه ولګول.
د رویټرز د رپوټ له مخې، سره له دې چې د تهران پر وړاندې د ټرمپ پالیسي تراوسه نه ده په ډاګه شوې، خو نوموړي په خپلو ټاکنیزو منډو ترړو کې وویل، چې نه غواړي ایران ته زیان ورسوي، خو اتومي وسلو درلودو ته یې هم نه پرېږدي.
پزشکیان د سه شنبې په ورځ د ایران د بهرنیو چارو د پخوانیو وزیرانو یوې ډلې ته په خبرو کې وویل، چې « موږ په لنډ وخت کې چې څوارلسم حکومت واک ته راغلی ډېرې هڅې کړې چې ځینې سیاسي ستونزې حل کړو. دمګړۍ له ګاونډیانو سره زموږ اړیکې ښې دي او په غونډو او ناستو کې مو هوکړې هم کړې دي».
د واشنګټن او تهران ترمنځ نامخامخ خبرې اترې د جوبایډن ادارې له خوا پیل شوې، خو زر بېرته له ماتې سره مخ شوې.
له دې وړاندې د ایران ددولت ویاندې فاطمه مهاجراني ددې پوښتنې په ځواب کې چې تهران به د ټرمپ له ادارې سره مخامخ خبرې اترې پیل کړي، که نه، وویل، چې څه د تهران په ګټه وي، هغه به کوي.
هغې دا هم وویل، چې وروستی تصمیم ددغه هېواد مذهبي مشر ایت الله خامنه يي او د ملي امنیت عالي شورا نیسي.

وال سټريت ژورنال ويلي، د امریکا ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ په افغانستان کې د امریکايي ځانګړو ځواکونو پخوانی افسر مایک والټز د خپل ملي امنیت سلاکار په توګه ټاکلی. والټز ۲۷ کاله د امریکا په پوځ او ملي ګارد کې دنده ترسره کړې او له طالبانو سره د جګړې مخینه لري.
مایک والټز په افغانستان کې له ۲۰۰۰ تر ۲۰۰۴ کلونو تر منځ د امریکا له پوځ او ځانګړو ځواکونو د افسر په توګه د ترهګرۍ ضد مبارزه او د افغان ځواکونو د مشاور په توګه دندې ترسره کړې.
والټز د امریکا د مرستیال ولسمشر ډیک چیني سره د ترهګرۍ ضد مشاور په توګه هم دنده ترسره کړې، چې هغه د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو په پالیسۍ او ستراتیژۍ جوړولو کې ښکېل و.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار د امریکا په حکومت کې یو پیاوړی چارواکی وي، چې په امریکا کې د ډېرو لوړ پوړو دولتي چارواکو برعکس د هغه ټاکل د مشرانو جرګې تایید ته اړتیا نه لري.
د تېر کال په سلواغې میاشت کې، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د کانګرس یوې استماعیه غونډې ته ورغوښتل شوی و، هغه ویلي و چې طالبان د القاعدې او داعش په ځپلو کې بریالي شوي، چې ښاغلي والټز پرې نیوکه وکړه او ویې وویل: «د یوې ترهګرې ډلې د له منځه وړلو لپاره په بلې ترهګرې ډلې تکیه کول خطرناک او لویه تېروتنه ده.»
مایک والتز دا مهال د امریکا د استازو په جرګه کې د فلوریډا ایالت استازی دی او د ډونالډ ټرمپ کلک ملاتړی دی.

۵۰ کلن مایک والټز خپلې پوځي او سیاسي تجربې په خپل یوه کتاب «جنګي ډیپلوماټ: له واشنګټن څخه تر افغانستان پورې د شین خولي سرتیري جګړې» کې خپرې کړې دي.
والټز له افغانستانه د امریکا د وتلو په اړه د جوبایډن پر ادارې سختې نیوکې کوي او دغه بهیر یې «شرموونکی» بللی دی.
هغه د تیر کال په مئ میاشت کې د کانګرس یوې استماعیه غونډې ته دا هم وویل چې طالبان د پخوانیو افغان سرتیرو وژلو او ځورولو ته دوام ورکوي.
دغه امریکايي چارواکي د تېر کال په وږي میاشت کې فاکس نیوز ته ویلي و چې په افغانستان کې القاعده د طالبانو د حکومت او د امریکا د تجهیزاتو په مرسته یو ځل بیا را ژوندۍ شوې او د «بن لادن خوب» یې پوره کړ.
مايک والټز زياته کړه، چې امريکايي ځواکونه به په راتلونکي کې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره افغانستان ته راستانه شي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان د دوشنبې په ورځ په ریاض کې د عربي او اسلامي هېوادونو د مشرانو د بېړنۍ غونډې په څنډه کې په یوې خبري غونډه کې وویل: "په غزه کې د جګړې بندول زموږ له لومړیتوبونو څخه دي."
بن فرحان د خپلو خبرو په دوام کې ټینګار وکړ چې د فلسطین د دولت جوړیدل یو اساسی هدف دی او ویې ویل، چې مونږ باید نړۍوالې ټولنې ته اجازه ورنکړو چې دغه حقیقت هیر کړی او وغواړي چې د اسراییلو جنایتونو وبخښي.
د بن فرحان په وینا، عربي هیوادونه به په ملګرو ملتونو کې د اسراییلو د غړیتوب د ځنډولو غوښتنه وکړي او د امنیت شورا څخه به وغواړي چې په غزه کې د اسراییلو د جنایتونو په ګډون د ډله ییزې وژنې او توکمیز پاکونې په اړه د څیړنو یوه خپلواکه کمیټه جوړه کړي.
تر دې مخکې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د اسراییل له "نسل وژنې" سره په کلکه مخالفت کړی و، چې د ده په وینا، اسراییل یې د فلسطینیانو پر ضد ترسره کوي او همدارنګه د لبنان له ملي حاکمیت څخه سرغړونه کوي.

د کرملین ویاند له ولادیمیر پوتین سره د ډونالډ ټرمپ د خبرو په اړه راپورونه « یوازې افسانوي» بللې او رد کړي یې دي. دیمیتري پیسکوف ویلي، پوتین له ټرمپ سره د خبرو لپاره کوم مشخص پلان نه لري.
تر دې وړاندي واشنګټن پوست راپور ورکړی و، چې ټرمپ له پوتین څخه په ټليفوني خبرو کې غوښتي، چې د اوکراین جګړه نوره پراخه نه کړي.
د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې دا راپورونه «په بشپړ ډول دروغ» او «یوازې افسانوي» دي او د دواړو خواوو ترمنځ هیڅ ډول خبرې نه دي شوي.
پیسکوف وویل: «دا د معلوماتو د کیفیت تر ټولو ښکاره بیلګه ده، چې اوس ځینې وختونه ان په نسبتا معتبر رسنيو کې خپریږي.»
د کرملین ویاند ویلي دي، چې اوس مهال له ټرمپ سره د پوتین د خبرو لپاره کوم مشخص پلان نه شته.
واشنګټن پوسټ لومړی راپور ورکړ، چې ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په ټاکنو کې د ډيموکراټې سيالې کامالاهرېس په وړاندي له بريا څو ورځي وروسته په فلوریډا کې له مار- ا - لاګو څخه پوتین ته ټیلیفون کړی.
دې ورځپاڼې د څو سرچینو په حواله، چې له دې ټلیفوني خبرو څخه خبر و راپور ورکړی، چې ټرمپ پوتین ته په اروپا کې د امریکا د پوځ د پام وړ حضور یادونه کړې ده.
دوی ويلي، چې هغه د «اوکرایین د جګړې د ژر حل» په اړه د نورو خبرو اترو لپاره هم لیوالتیا ښودلې.
رویټرز خبري اژانس د خپلو هغو ځينو سرچینو په حواله، چې نه غواړی هویت يې څرګند شي، هم تایيد کړې، چې دا ټیلیفوني خبرې شوي دي.
د ټرمپ د عامه اړيکو مشر سټیون چونګ دا ټیلیفوني تماس نه دی تایيد کړی او د فرانسې خبري اژانس ته یې په يو لیکلي پیغام کې ويلي، چې «موږ د ولسمشر ټرمپ او د نړۍ د نورو مشرانو ترمنځ د شخصي ټیلیفونونو پر تماسونو باندې تبصره نه کوو.»
