• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډله سبا د متحده عربي اماراتو د لوبډلې په وړاندې لوبه کوي

۲۷ لړم ۱۴۰۳ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۴، ۱۰:۰۴ GMT+۰

په روانه لوبلړۍ کې د افغانستان د ۱۹ کلنو کرېکټ ملي لوبډلې دوه ورځې وړاندې د پاکستان لوبډلې ته د ۱۰۰ منډو په توپير ماتې ورکړې وه.

د متحده عربي اماراتو په کوربه توب د افغانستان، پاکستان او متحده عربي امارتو د ۱۹ کلنو ملي لوبډلو تر منځ درې اړخیزه لوبلړۍ د نومبر په ۱۳مه نېټه پیل شوې ده.

تردې مهاله د دغې لوبلړۍ دوه لوبې ترسره شوې او د درېیمې لوبې په موخه سبا د افغانستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډله د متحده عربي اماراتو په وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته کیږي.

د دغې لړۍ لومړۍ لوبه د متحده عربي اماراتو او پاکستان د لوبډلو ترمنځ د نومبر په ۱۳مه نېته پیل شوه، چې پاکستان د اماراتو لوبډلې ته د لسو وېکټو په توپير ماتې ورکړه.

د یادې لوبلړۍ دویمه لوبه د افغانستان او پاکستان د ۱۹ کلنو ملي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه او افغان لوبډلې له پاکستانیانو څخه د ۱۰۰ منډو په توپیر لوبه وګټله.

د متحده عربي اماراتو په کوربه توب د یو ورځنیو لوبو د دغې درې اړخیزې لوبلړۍ پایلوبه به د نومبر میاشتې په ۲۶مه نېټه ترسره شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

اسټرالیا په شل اوره لوبو کې پاکستان ته په پرلپسې ماتې ور کولو لوبلړۍ وګټله

۲۶ لړم ۱۴۰۳ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۴، ۱۴:۵۶ GMT+۰

اسټراليا په دويمه شل اوره سيالۍ کې هم پاکستان د ۱۳ منډو په توپير ماتې ورکړه او دغه لوبلړۍ يې وګټله. پاکستان د دې سیاليو لومړۍ لوبه د ۲۹ منډو په توپير بايللې وه او د دواړو ترمنځ د دې لړۍ وروستۍ لوبه به د راتلونکې دوشنبې په ورځ تر سره شي.

د اسټراليا او پاکستان کرېکټ لوبډلو ترمنځ د شل اوره لوبلړۍ د دويمې سيالۍ پچه د اسټراليا لوبډلې وګټله او لومړی يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

اسټراليا د خپلو ۹ لوبغاړو په سوځېدو پاکستان ته ۱۴۸ منډې هدف وټاکه.

استراليايي لوبغاړي متيوشورټ تر نورو لوبغاړو ډېري په ۱۷ توپونو ۳۲ منډې وکړې.

پاکستاني تېز توپ اچوونکي حارث روف ۴ او عباس افريدي ۳ لوبغاړي وسوځول.

د لوبې په دويمه برخه کې پاکستان لوبډلې په ۱۹.۴ اور کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۴ منډې جوړې کړې او د ۱۳ منډو په توپير يې ماتې وخوړه.

دغه لوبې د اسټراليا په کوربتوب په سيډنې لوبغالي کې تر سره کیږي.

تر دې شل اوره لوبو وړاندې تېره اونۍ پاکستان له اسټراليا یو ورځنۍ لوبلړۍ دوه پر يو ګټلې وه.

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې پاکستان ته د ۱۰۰ منډو په توپیر ماته ور کړه

۲۵ لړم ۱۴۰۳ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۴، ۱۳:۲۸ GMT+۰

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره ملي لوبډلې په درې اړخیزه لوبلړۍ کې د پاکستان لوبډلې ته نن د سلو منډو په لوی توپیر ماته ور کړه.

د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ دا لوبې په اماراتو کې روانې دي.

د دې لړۍ په لومړۍ لوبه کې نن د پاکستان لوبډلې پچه وګټله، خو افغان لوبډلې ته یې د توپ وهلو بلنه ور کړه.

افغان لوبډلې د ټولو اورونو لوبولو او د اتو لوبغاړو په زیان سره ۳۰۶ منډې جوړې کړې.

د افغان لوبډلې په ګټه فیصل خان د غوره توپوهنې پر مټ ۱۲۳، محبوب خان ۵۴، برکت الله ۳۶ او نظیف الله ۳۱چټکې منډې جوړې کړې.

د پاکستان له ۱۹ کلونو کم عمره لوبډلې د ټولو لوبغاړو سوځېدو سره تر ۴۷ اور ۲۰۶ منډې جوړې کړې او د سلو منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

دا درې اړخیزه لوبلړۍ به د روانې نومبر میاشتې تر ۲۶ روانه وي.

افغان لوبډله د نومبر پر ۱۸، ۲۰، ۲۲ او ۲۴ له دواړو هېوادونو سره نورې سیالۍ لري.

د افغان ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله تر دې سیالیو وروسته نړیوال جام کې لوبېږي چې د نومبر پر ۲۹ پیلېږي او د ډیسمبر تر ۸ به روان وي.

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې پاکستان ته د ۳۰۷ منډو هدف وټاکه

۲۵ لړم ۱۴۰۳ - ۱۵ نومبر ۲۰۲۴، ۱۱:۳۳ GMT+۰

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره ملي لوبډلې د ۸ وېکټو په تاوان د پاکستان لوبډلې ته د ۳۰۷ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ دا لوبې په اماراتو کې روانې دي.

د دې لړۍ په لومړۍ لوبه کې نن پاکستان پچه وګټله او افغان لوبډلې ته یې د توپ وهلو بلنه ور کړه.

افغان لوبډلېو د ټولو اورونو په لوبولو سره ۳۰۶ منډې جوړې کړې.

د افغان لوبډلې په ګټه فیصل خان د غوره توپوهنې پر مټ ۱۲۳، محبوب خان ۵۴، برکت الله ۳۶ او نظیف الله ۳۱چټکې منډې جوړې کړې.

اوس د پاکستان له ۱۹ کلونو کم عمره لوبډله د دې هدف پوره کولو لپاره لوبېږي.

افغان ۱۹ کلن سبا له پاکستان سره د کرکټ په درې اړخیزو سياليو کې لوبيږي

۲۴ لړم ۱۴۰۳ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۴، ۱۶:۵۱ GMT+۰

د افغانستان کرکټ بورډ وایي، چې د افغان ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله به سبا د جمعې په ورځ ( د لړم ۲۵ مه) په متحده عربي اماراتو کې د درې اړخيزه سياليو لومړۍ لوبه د پاکستان له ۱۹ کلنو لوبډلې سره تر سره کړي. دغه سيالي به د افغانستان پر وخت د سهار پر لس بجې پیل شي.

افغانستان کرکټ بورډ د ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو په لوبډله کې محبوب تسکین (کپتان)، عزیز خان، فیصل خان، برکت، عزت بارکزی، عزیز میاخیل، حمزه علي خیل، نظیف امیري، عبدالعزیز، نصرت الله نورستانی، خاطر ستانکزی، فهیم، حفیظ ځدراڼ، الله محمد عضنفر او نظیر معروف اعلان کړي.

روح الله عرب، وحيد ځدراڼ او سلمان خان يې د احتیاطي لوبغاړو په لېست کې دي.

په دې سیالیو کې د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو د ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو لوبډلې برخه لري.

د کرېکټ دغه درې اړخیزه سيالۍ سبا جمعه پیل کیږي او د ليندې مياشتي تر شپږمې نېټې به دوام وکړي.

په دې سياليو کې د افغانستان لوبې پر لاندې نېټو تر سره کيږي:

افغانستان – پاکستان (جمعه، ۲۵ لړم،۱۴۰۳)

افغانستان – امارات (دوشنبه، ۲۸ لړم، ۱۴۰۳)

افغانستان – پاکستان (چارشنبه، ۳۰ لړم، ۱۴۰۳)

افغانستان – امارات (یکشنبه، ۴ ليندې، ۱۴۰۳)

د دې سياليو وروستۍ لوبه به د سې شنبې په ورځ (د ليندۍ پر ۶ مه) د هغو دوو لوبډلو ترمنځ تر سره شي، چې ډېرې نومرې ولري.

افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د افغان ۱۹ کلنو کم عمره لوبډلې لا له وړاندې دې سياليو ته تمرينات کړي او تیاری يې ورته نیولی.

له دې درې اړخيزو سياليو وروسته به د افغانستان د کرکټ د ځوانانو دغه لوبډله د ۱۹ کلنو کم عمره اسیا جام سياليو کې برخه واخلي.

د افغانستان د نابینایانو ملي لوبډلې نړیوال جام ته د چمتووالي لپاره خپلمنځي سیالۍ وکړې

۲۲ لړم ۱۴۰۳ - ۱۲ نومبر ۲۰۲۴، ۱۳:۰۷ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د دغه هېواد د نابینایانو ملي لوبډلې په پاکستان کې نړیوال جام ته د لا ښه چمتووالي لپاره د ننګرهار په نجیب الله ترکي کرېکټ لوبغالي کې خپلمنځي درې شل اوه سیالۍ وکړې.

د دې ادارې د اعلامیې له مخې، په دې تمریناتي کمپ او سیالیو کې د لوبغاړو پر توپوهنه، توپ اچونه، ډګر ساتنه او د لوبو د قوانینو او اصولو اړوند تخنیکي برخو کار وشو.

دا افغان لوبډله د راتلونکې جمعې په ورځ، پښتونخوا ته ځي او هلته هم د ځایي نابینایانو لوبډلې سره دوه تمریناتي شل اورهلوبې کوي.

د افغانستان دا لوبډلهبه په نړیوال جام کې د ګډون لپاره د پاکستان لاهور او ملتان ته سفر وکړي.

د ۷ هېوادونو د لوبډلو په ګډون دا ۲۰ اورهجام د نومبر له ۲۳مې د ډسمبر تر ۳مې دوام کوي.