• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د انګلستان له خوا روزل شوو پخوانيو افغان ځواکونو ته په اوکراین کې د جنګیدو وړاندیزونه شوي

۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۴، ۲۳:۵۴ GMT+۰تازه شوی: ۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۴، ۲۰:۰۶ GMT+۰

د انګستان د انډیپنډنټ ورځپاڼې، لایت هاوی رپورټس څیړنیزې رسنۍ او د طلاعات روز ورځپاڼې یوه ګډه څیړنه ښيي، چې په ایران کې میشت یو شمیر پخوانیو د پولیسو ځانګړو ځواکونو په اوکراین کې د روسیې په ملاتړ د جنګیدو وړاندیزونه ترلاسه کړي دي.

د غلام (مستعار نوم) په نوم د افغانستان د پخوانیو پولیسو د ځانکړو ځواکونو یو غړي ته په اوکراین کې د روسیې په ملاتړ د جنګیدو وړاندیز په ایران کې د پلاستیک د پروسس په یوې کمپنۍ د هغه د یو افغان همکار له خوا د یو فورمه په ورکولو سره وشو. هغه د څه باندې ۱۲ کلونو لپاره د افغان ځانګړو ځواکونو د یوې غوره قطعې غړی و، چې د بریتانیا د حکومت له خوا جوړه شوې وه، او غړي د دغه هیواد په مرسته روزل شوې او مالي ملاتړ یې کیده. دغه قطعې د Triple Units او یا هم ۳۳۳ او ۴۴۴ قطعو په نوم یادېدې. وروسته له هغه چې طالبانو په افغانستان واکمن شول، غلام مجبوره شو چې خپل وطن پریږدي او ایران ته کډه شي. هغه د پلاستیک په دغه فابریکه کې د اوږدو ساعتونو لپاره کار کوي او د دې په خاطر چې د استوګنې قانوني اسناد نه لري، نو مجبوره دی چې د شپې له خوا هم په دغه فابریکه ویده شي.‌

هغه افغان همکار چې غلام ته یې دغه فورمه ورکړې وه، د هغه له پوځي تجربې څخه خبر و او فکر یې کاوه چې ښايي د داسې یو وړاندیز لپاره چمتو وي. په اوکراین کې د جنګیدو دغه وړاندیزونه کله د ټلیفون له لارې، کله د یو بل پخواني سرتیري له لارې او کله هم په مستقیمه توګه وي،‌ خو په هر ډول چې وي، موخه یې یوه ده: په اوکراین د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین لپاره جنګیدل.

دغه ځواکونه په ۲۰۰۷ کال کې د بریتانیا له خوا رامنځته شوي وو، غلام او ملګري یې د بریتانوي سرتیرو سره اوږه په اوږه د طالبانو په وړاندې جنګیدل او دا کار د دې لامل شوی چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د هغه ژوند ته خطر جوړ کړي. د انګلستان حکومت اوس پریکړه کړې چې په بریتانیا کې د دغو پخوانیو ځواکونو د میشت کیدو زرګونه رد شوي درخواسته بیا له سره وارزوي. خو د ارزونې دغه پروسه ډیره اوږده ده او په ایران کې د افغانانو او په ځانګړې توګه پخوانیو امنیتي ځواکونو ته ژوند ډیر سخت شوی، ځکه چې دغه هیواد په پام کې لري چې د روان لمریځ کال تر پایه ټول ناقانونه افغانان له خپل هیواده اوباسي.

په اوکراین کې د پوتین جګړه، چې اوس یې دریم کال روان دی، د مسکو لپاره اوږده او ګرانه تمامه شوې ده، ملکي وګړو او ان مجرمینو ته ویل شوي، چې د عسکرۍ خدمت ته ځان تیار کړي. ویل کیږي، چې په دغه جګړه کې ۷۰۰ زره روسي ځواکونو ته مرګژوبله اوښتې او نږدې یو لک دغه ځواکونه وژل شوي دي. په دغه جګړه کې د بهرنیو هیوادونو د جنګیالیو د ګډون په اړه هم ویل شوي. د راپور له مخې،‌ په یاده جګړه کې د کیوبا، سوریې، هند او په دې وروستیو کې د شمالي کوریا وګړو ونډه اخیستې ده.

د روسیې، اسیا او اروپا په اړه د انګستان په چتام هاوس څیړنیز مرکز کې مشر سلاکار، کییر ګیلز وايي، هغه افغانان چې د جګړې تجربه لري د پوځي استخدامونکو لپاره "په ښکاره ډول زړه راښکونکي" دي. هغه وویل: "روسیه هڅه کوي د وسله والو ځواکونو لپاره د کسانو هره ممکنه سرچینه وکاروي." هغه وايي، چې د روسیې ملاتړي هیوادونو لکه ایران، شمالي کوریا او چین د اوکراین په جګړه کې د روسیې سره د مرستې لپاره هڅې کوي.

هغه زیاتوي: "موږ دمخه د شمالي کوریا د ځواکونو حضور لیدلی دی. دا باید د حیرانتیا وړ نه وي که چیرې دا موضوع نورو هیوادونو ته خپره شي، په ځانګړې توګه که د ایران له خوا د دریم هیواد د وګړو د لیږلو په اړه وي."

په ایران کې دننه د ۱۴ پخوانیو ځانګړو ځواکونو او په افغانستان کې له لسګونو نورو سره د راپور جوړونکو له خبرو وروسته روښانه شوې، چې د روسیې له خوا په اوکراین کې د جګړي وړاندیز دغو ځواکونو ته لومړی په ۲۰۲۳ کال کې او بیا د ۲۰۲۴ کال په لومړیو میاشتو کې شوی دی.

دغو پخوانیو ځاکونو ته د وړاندیز لپاره ویشل شوې فورمې په فارسي لیکل شوي او تر ډیره د شخصي معلوماتو، پوځي تجربې، په ایران کې د ادرس او د اړیکې د معلوماتو غوښتنه کوي.

غلام، مخکې له دې چې د دغې وړاندیز په اړه پریکړه وکړي، د ایران د پولیسو له خوا ونیول شو او افغانستان ته ولیږل شو. هغه وویل، چې دغه پروسه د یو پخواني افغان جنرال له خوا پر مخ وړل کیږي او که دغه وړاندیز یې منلی وای، په دویم پړاو کې به ورسره مخامخ خبرې کیدې.

په ایران کې د ځانګړو ځواکونو یو شمېر پخوانیو غړو ویلي، چې دوی په لومړي سر کې د افغان پوځ او نورو پخوانیو امنیتي ځواکونو له لارې دغه وړاندیزونه ترلاسه کړي، نورو بیا ویلي، چې افغان قاچاقبران په مستقیم ډول دوی ته ورغللي چې دغه وړاندیز ورته وکړي. د دغو ځانګړو ځواکونو یو پخوانی ډاکټر مشرف (مستعار نوم) وویل، چې هغه په ​​تهران کې د روسیې د سفارت له چارواکو سره په دې اړه مخامخ خبرې کړي.

مشرف ادعا کوي چې په خبرو کې یې د دوه سوه پخوانیو ځانګړو ځواکونو استازیتوب کاوه. هغه څرګنده کړه: "زه به د روسیې سفارت ته تلم او د استخدام د پروسې په اړه به مې هغوی سره خبرې کولې. هغه وايي: " موږ پرېکړه وکړه چې له دغو ۲۰۰ځانګړو ځواکونو سره یوځای روسیې ته ولاړ شو. موږ فکر کوو چیرې چې یو کپ ډوډۍ پیدا شي هلته باید ولاړ شو. موږ مجبور شوي یو چې دا کار وکړو ځکه چې دلته په ایران کې ژوند خورا ستونزمن دی او افغانستان ته بیرته تللی نشو.”

هغه زیاته کړه: "ما په مستقیم ډول له روسانو سره خبرې کولې او هغوی موافقه وکړه چې په میاشت کې درې زره ډالر معاش راکړي."

هغه وویل، چې هرڅه "د تللو لپاره چمتو و" چې هغه خپل یوې پخوانۍ بریتانوۍ همکارې سره په ټلیفون خبرې وکړي چې د دغه فرصت په اړه ورته ووايي. هغه وايي،‌ دغې همکارې هغه قانع کړ چې دا ښه فکر نه دی چې د روسیې په ملاتړ جګړې ته ولاړ شي او له همدې امله له خپلې پریکړې وګرځيده.

دغه ځواکونه په دې هیله ایران کې په سختو شرایطو کې ژوند کوي،‌ چې په بریتانیا کې یې د میشت کیدو غوښتنلیکونه ومنل شي او له دغه سخصت وضعیته خلاص شي.

ټولو ځواکونو چې په دغه څیړنه کې برخه اخیستې، دغه وړاندیز یې نه دی منلی، خو ویلي‌ یې دي، چې که په انګلستان کې د میشت کیدو له پروګرامه ناهیلې شي او یا رد ځواب ترلاسه کړي، مجبوره دي چې یاد وړاندیزونه ومني.

په تیرو دریو کلونو کې، د راپورونو له مخې، طالبانو لسګونه پخواني امنیتي ځواکونه نیولي او شکنجه کړي یې دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د ازادۍ جبهې ادعا کړې چې پر بګرام هوایي ډګر یې برید کړی

۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۴، ۲۰:۲۸ GMT+۰

د افغانستان د ازادۍ جبهې ادعا کړې چې د پنجشنبې په ماښام (د لېندۍ لومړۍ) د بګرام پر هوایي ډګر یې برید کړی.

دغې جبهې پر اېکس خپور کړي پیغام کې لیکلي، چې د بګرام هوایي ډګر پر څلورمې دروازې کې یې امنیتي قراول په نښه کړی دی.

د افغانستان د ازادۍ جبهه وایي، چې د دې عملیاتو په پایله کې د قراول مرستیال ملا ذاکر په ګډون درې طالبان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي.

افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه نه شي کولی، چې د مقاومت جبهې ادعا تایید یا رد کړي؛ خو په وروستیو کې په افغانستان کې پر طالب وسله والو برېدونو کې زیاتوالی راغلی او د یادو بریدونو مسوولیت د ازادۍ او مقاومت جبهې پر غاړه اخلي.

پخوانی امریکایی چارواکی: ټرمپ دې له افغانستان نه متوجه ترهګریز ګواښونه له پامه نه غورځوي

۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۴، ۱۷:۰۴ GMT+۰

د بارک اوباما د ولسمشرۍ په دوره کې د امریکا د ملي امنیت شورا د ترهګرۍ ضد جګړې مدیر دانیل جې روزنتال وايي، په داسې حال کې چې ټرمپ به د بهرنۍ تګلارې له ګڼو ننګونو سره مخ وي، خو باید له افغانستان نه متوجه ترهګریز ګواښونه له پامه ونه غورځوي.

روزنتال ده هېل ته په یوه مقاله کې لیکلي، چې په نړیواله کچه د امریکا د ځواکمنتیا او ټاکنیز کمپاین د ژمنو پلبیتابه لپاره ټرمپ باید خپل د ملي امنیت ټیم ته دنده وسپاري چې له افغانستان څخه د متحده ایالاتو ګټو ته د ګواښونو اوسنی حالت و ارزوي اودا و څیړي چې ایا امریکا د ستونزو د حل لپاره کافي سرچینې لري که نه.

روزنتال لیکلي، چې له افغانستان نه د امریکا وتلو واشنګټن دلته د معلوماتو د راغونډولو له ارزښتناکو شتمنیو بې برخې کړی او ددې هیڅ ځایناستی نه ترسترګو کیږي. نوموړی وايي، ددې پایله داده چې واشنګټن د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له ترهګریزو توطیو سره د مقابلې په برخه کې تر پخوا کم توانه دی.

د هغه په وینا، افغانستان د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته یوځل بیا د ترهګرو ډلو په مرکز بدل شوی او د رپوټونو له مخې القاعدې اته روزنیز مرکزونه جوړ کړي، مدرسې یې تقویه کړې او د وسلو یوه نوې زېرمه یې جوړه کړې ده.

یاد پخواني چارواکي زیاته کړې، « ټرمپ باید د امریکا هغه افغان همکاران وژغوري چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د طالبانو له ګواښونو سره مخ دي او خوندي لارو او ځان اېستلو ته اړ دي».

روزنتال زیاتوي، «ولسمشر بایډن ویاړي چې د خپلې ادارې پر مهال یې په افغانستان کې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته رسولې خو لسګونه زره هغه افغان ملګري پاتې دي، چې د جګړې په اوږدو کې یې په وفادارۍ له امریکايي ځواکونو سره اوږه په اوږه همکاري کړې ده».

نوموړی وايي، له هغه وخت راهیسې، طالبانو دوی او ددوی کورنۍ په سیستماتیک ډول په نښه کړي، شکنجه شوي او وژل شوي دي.

هغه دغه راز وړاندیز کړی چې بایدن باید له ګوانتانامو څخه د هغو بندیانو د لیږد لپاره هڅې ګړندۍ کړي چې په نورو هیوادونو کې په خوندي ډول میشتېدای شي.

دهګوانتانامو زندان د امریکا پر مخ داغ بللی او د تړلو غوښتنه یې کړې ده.

د افغان خبريالانو مرکز: طالبانو په یوه کال کې د ۱۲ ټلویزيونونو فعالیتونه بند کړي

۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۴، ۱۷:۰۲ GMT+۰

د افغان خبريالانو مرکز د ټلویزيون نړیوالې ورځې په مناسبت په يوه اعلاميه کې ويلي، چې طالبانو په تېر يو کال کې د ۱۲ ټلویزیونو فعالیتونه بند کړي دي. دغه مرکز ويلي، چې طالبانو په همدې موده کې د رسنيو ۳۰ کارکوونکي او خبریالان زنداني کړي، چې ۷ تنه لا هم په بند کې دي.

د افغان خبريالانو مرکز د پنجشنبې په ورځ د ټلویزيون نړيوالې ورځي په مناسبت په خپله اعلاميه کې ویلی، چې طالبانو په تېرو درېيو کلنو کې ۲۱ رسنيزې کړنلاې صادرې کړې، چې په عمل کې د رسنیو له قانون سره سمون نه لري.

د خبريالانو مرکز ويلي، چې په ملي ټلویزیون کې د ښځو پر کار بنديز، د ټلویزیون پر پرده د ښځو نه ښکاره کېدل، د فلمونو، سريالونو نه خپرېدل، پر ښځينه خبريالانو ماسک جبري کول، په افغانستان کې د نړيوالو ټلويزيونونو پر خپرونو بنديز، په ژوندۍ بڼه د سیاسي خپرونو نه ترسره کېدل او ورته نور بنديزونه د طالبانو په دغه رسنيزو کړنلارو کې شامل دي.

د خبریالانو مرکز زياتوي، چې د طالبانو په ۱۶ نورو رسنيزو کړنلارو کې هم سخت محدودیتونه ټاکلي دي.

دغه مرکز ليکلي: «په ۱۶ نورو کړنلارو کې لاریون او مدني اعتراضونو ته رسنيز پوښښ نه ورکول، اطلاعاتو ته سخت لاس رسی، د حکومت په توګه د طالبانو معرفي کول، په رسنیو کې د موسیقۍ خپرولو منع کول، په رسنیو کې د ښځو او نارینه وو جلا کول، له نارینه وو سره د ښځو مرکې او برعکس یې، د طالبانو له مخالفانو او منتقدینو سره پر مرکو بندیز، د سیاسي، امنیتي او ټولنیزو منځپانګو درلودونکو سوداګریزو اعلانونو پر خپرولو بندیز، پر طالب چارواکو د نیوکې منع کول، جلا وطنه رسنیو سره پر کار بندیز او نور شامل دي.»

د خبريالانو مرکز د خپلو موندنو پر اساس وايي، چې که رسنۍ او خبريالان د طالبانو دغه امرونه عملي نه کړي، له ګواښ او بند سره مخ کيږي او یا یې هم رسنيز فعاليت بنديږي.

دوی وايي، چې د طالبانو د همدې فرمانونو د نه عملي کولو پر اساس دې ډلې په بېلابيلو ولایتونو کې ‍۱۲ ټلویزیونونه تړلي او له دې جملې يې یوازې یوه ټلویزیون ته د بیا فعالیت اجازه ورکړې.

د خبريالانو دغه بنسټ زياتوي، چې په همدې موده کې طالبانو ۳۰ خبریالان او د رسنيو کارکوونکي نيولي او زنداني کړي دي، چې دا مهال ۷ تنه لا هم د دوی په بند کې دي.

د افغانستان خبریالانو مرکز د ټلویزیون نړيوالې ورځې په مناسبت له طالبانو وغوښتل، چې د ازادو رسنیو ارزښت ته په پام پر خپلو رسنيزو کړنلارو غور وکړي او د رسنيو د قانون په چوکاټ کې د خبریالانو کار او فعالیت ته درناوی ولري.

د رواداري راپور: د ديني علومو یوه استاد وویل چې که ښځې جومات ته لاړې شي نو جومات چټليږي

۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۴، ۱۶:۰۲ GMT+۰

د رواداري په نوم د بشري حقونو سازمان څېړنیز راپور ښيي، چې طالبانو د پوهنې په سیستم کې جنسیتي تعصب، تاوتریخوالی او تبعیض ته ځای ورکړی. یوه مرکه کوونکي رواداري ته ويلي، چې په نيمروز کې د ديني علومو يوه استاد محصلانو ته وويل چې «که ښځې جومات ته لاړې شي، جومات چټليږي.»

د رواداري په نوم د بشري حقونو یو سازمان د پنجشنبې په ورځ (د ليندۍ لومړۍ) د «محروميت او تبعيض: په افغانستان کې زده کړو ته د نجونو او ښځو د لاسرسي وضعیت» په نامه يو نوی څېړنيز راپور خپور کړ.

په دغه راپور کې ویل شوي، چې په بدخشان ولایت کې د طالبانو له خوا ګومارل شويو استادانو محصلانو ته ویلي چې «د ښځو او نارینه وو د مساوي حقوقو غوښتنه د اسلام د دښمنانو کار دی او که ښځې د کورنۍ او ټولنې د تصميم مسوولې وي، نو په ټولنه کې به د اخلاقي فساد او بربادۍ لامل شي.»

په راپور کې دا هم ویل شوي چې په بغلان ولایت کې د ښوونځیو او پوهنتونونو په درسي ټولګیو کې "ډېر توهينوونکي" موضوعات دود کېږي.

په بدخشان کې یوه مرکه کوونکي رواداري سازمان ته وویل، چې طالبانو زده کوونکو ته ویلي، چې له کوره د ښځو وتل به ټولنه له بربادۍ سره مخ کړي.

طالبانو په کندهار کې امنیتي پلټنې او تالاشۍ ډېرې کړې دي

۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۱ نومبر ۲۰۲۴، ۱۵:۱۳ GMT+۰

له کندهار څخه سرچينو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې طالبانو په ښار کې تالاشۍ زياتې کړې دي او له خلکو بېلابيلې پوښتنې کوي. کندهار ښار ته غځېدلې لارې هم د طالبانو تر سخت څار لاندې دي.

د کندهار اوسېدونکو د پنجشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وويل، چې طالبان په خورا لنډو فاصلو کې تلاشۍ کوي او له دوی څخه د تذکرو، کورونو او کاروبار پوښتنې کوي.

د کندهار عينومېنې اوسېدونکی چې د امنیتي ستونزو له امله خپل مستعار نوم علي احمد ښيي، وویل: «طالبانو په سل مترۍ کې درې چيک پواينتونه جوړ کړي او خلک په یو او بل نوم تکلیفوي.»

د سرچينو په خبره، طالبانو له تېرو دوو اونيو د خلکو پوښتل او تالاشي کول زيات کړي دي.

سرچینې وايي، ددې ډلې د خپلمنځي اختلافاتو او امنيتي اندېښنو په تړاو له رپوټونو وروسته، د خپل مشر هبت الله اخوندزاده د استوګنځي او د طالب مشرانو د تګ راتګ د خونديتوب لپاره دغه اقدام کړی.

د معلوماتو له مخې، طالبان هڅه کوي، چې دغه ښار ته د نامعلومو کسانو د تګ راتګ مخنيوی وکړي.

100%

کندهار ښار ته غځېدلې لارې هم د طالبانو تر سخت څار لاندې دي او په ښار کې امنيتي کسان په شخصي لباسونو کې هم پلټنې کوي.

بل لوری نن پنجشنبه په کندهار کې د طالبانو مخکښ والي ملاشيرين د امنيتي حوزو له مسوولانو سره په ناسته کې له هغوی، غوښتي، چې امنيتي تدابير زيات کړي.

ملاشيرين په دې ناسته کې ویلي، « تاسې د ټولو حوزو امرین خپل مجاهدین د امنیت لاټینګښت ته ښه متوجه کړئ.»

په دې ناسته کې د حوزو د امرانو ترڅنګ د امنيت امر محمدولي شاه اغا او د طالبانو د امنيه قوماندانۍ د ټولي قرارګاه قوماندان ذوالفقار هم ګډون درلود.

د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده له خپلې کورنۍ سره په کندهار کې اوسيږي او طالب وزيران هم د سلا مشورو لپاره د نوموړي ليدو ته دغه ښار ته ځي.

د طالبانو مشر په دوو مياشتو کې د کابینې ناسته هم په دغه ولایت کې کوي، چې پر مهال يې د امنيت د ټينګښت لپاره مهم واټونه بند وي.

100%