• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اماراتو امیر له درې میاشتې ځنډ وروسته د طالبانو د سفیر باورلیک ومانه

۷ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۴، ۱۲:۳۳ GMT+۰

د متحده عربي اماراتو ددولت رییس شیخ محمد بن زاید ال نهیان د چارشنبې په ورځ د طالبانو د حکومت د سفیر مولوي بدرالدین حقاني باورلیک ومانه. طالبانو یاد هېواد ته خپل سفیر په تېره اګست میاشت کې معرفي کړی و.

د متحده عربي اماراتو دولتي رسنۍ خبر ورکړ، چې ال نهیان د ابوظبي په الوطن ماڼۍ کې د طالبانو د سفیر په ګډون د یو شمېر هېوادونو سفیرانو ته هرکلی ووایه او د هغوی باورلیکونه یې ومنل.

آل نهیان په دې اړه جوړې شوې غونډې ته ویلي چې نوي سفیران به په دغه هېواد کې له هر راز اسانتیاوو او د متحده عربي اماراتو د حکومتي مسوولانو له ملاتړه برخمن وي.

نوموړي له ټولو هېوادونو سره د خپل هېواد د اړیکو پر پیاوړتیا او ګډ کار ټینګار کړی او سفیرانو ته یې په چارو کې د بري هیله کړې ده.

په دې غونډه کې د نایجریا، استوانیا، پیرو، تاجکستان، مالدیف، کینیا، بروني دارالسلام، السلوادور، مالي، باربادوس، فیجي، مالیزیا، جاپان او موزمبیک هېوادونو د سفیرانو باورلیکونه منل شوي دي.

طالبانو د تېرې اګست میاشتې په وروستیو کې خپل سفیر مولوي بدرالدین حقاني متحده عربي اماراتو ته ور پېژندلی و او هغه مهال یې خپل باورلیک د یاد هېواد د تشریفاتو مرستیال وزیر سیف عبدالله الشامسي ته سپارلی و.

مولوي بدر الدين حقاني په دغو مراسمو کې د افغانستان او متحده عربي اماراتو اړیکې تاریخي بللې وې او د اماراتو د دولت له همکاریو یې مننه کړې وه.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هغه مهال ویلي و چې د دوی سفیر به خپل باور لیک په نږدې راتلونکې کې د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې د متحده عربي اماراتو امیر ته وړاندې کړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د اسټرالیا پارلمان کې د افغان الاصله سناتورې افغان تابعیت ناندرۍ را پارولې دي

۷ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۴، ۱۰:۲۷ GMT+۰

د افغان الاصله سناتورې فاطمه پیمان د تابعیت په اړه د یو ملت ګوند مشرې پاولین هانسون څرګندونو د استرالیا په پارلمان کې جنجال او تاوتریخوالی راوپاراوه، چې په پایله کې یې د سناتورې لیډیا تورپ غړیتوب له یوه سخت غبرګون وروسته وځنډول شو.

هنسون غوښتل چې پیمان د پارلمان یوې کمیټې ته واستوي او د اسټراليا له قانون سره د هغې د افغان تابعیت او غړیتوب په اړه پوښتنه راپورته کړي. د اسټرالیايي رسنیو د رپوټ له مخې، پیمان، چې په استرالیا کې لومړۍ افغانی الاصله سناتوره ده، د دغه هېواد اساسي قانون ټول شرایط پوره کړي، خو د هانسون دې هڅې د یو شمېر سیاستوالو غبرګونونه را وپارول.

سناتورې تورپ، چې د نژادپالنې پر وړاندې روښانه دریځ لري، د پیمان ملاتړ وکړ او پر هانسون یې د "نژادپالې" تور ولګاوه. هغې د اعتراض په ډول هانسون ته کاغذونه ور وغورځول او د پارلمان تالار یې له ګډوډۍ سره مخ کړ.

د دې چارې په غبرګون کې، د کارګر ګوند مشرې پني وانګ د تورپ د لنډمهاله ځنډولو غوښتنه وکړه، چې په پایله کې یې دغه پرېکړه په ۴۶ مثبتو او ۱۱ منفي رایو سره تصویب شوه.

د تورپ د غړیتوب ځنډولو په پرېکړه کې د حکومت او ایتلاف استازي او خپلواک سناتوران همغږي شول او یوازې زرغون ګوند د دې پرېکړې مخالفت وکړ او دا یې یو غیر متناسب ګام وباله. سناتورې تورپ په رای اچونه کې ګډون ونه کړ، خو د هغې ملګري د هانسون د وینا پرمهال د اعتراض په توګه له تالاره ووتل.
هنسون د خپل دریځ دفاع کړه او ویې ویل: "دا مساله نژادپالنه نه ده؛ دا د اساسي قانون له پیروۍ نه ډاډ ترلاسه کول دي." هغې زیاته کړه: "هر څوک حق لري چې په خوندي او بې ګواښه چاپېریال کې کار وکړي."

په ورته وخت کې، د کارګر ګوند مشرې پني وانګ وویل چې په پارلمان کې کرکجن چلند او شخصي بریدونه د زغم وړ نه دي. هغې وویل: "دا پارلمان باید د هر ډول کرکې او ناوړه چلند څخه پاک وي."

د افغان الاصله سناتورې فاطمه پیمان په نښه کول، چې په استرالیا کې د کډوالو او مسلمانې ټولنې لپاره یوه مخکښه څېره ګڼل کېږي، له پراخو نیوکو سره مخ شوي.

فاطمه پیمان په خپلو خبرو کې په سخته لهجه نژادپالنه وغندله او ویې ویل چې سناتوره هنسن وېش او تعصب ته لمن وهي.


د اسټرالیا د اې اې پي په باور، ډېر خلک د هانسون دغه اقدام د استرالیا په سیاست کې د ګڼ توکمې او ګڼ فرهنګي استازولۍ پر وړاندې د تعصب یوه بڼه ګڼي.

پیمان په تېره جولای میاشت کې د فلسطینینانو د ملاتړ له امله تر غبرګونونو وروسته له کارګر ګوند ووتله او اعلان یې وکړ چې د خپلواکې سناتورې په توګه به کار ته ادامه ور کړي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري د لاریونونو له امله په ټپه درېدلې

۷ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۴، ۱۰:۱۹ GMT+۰

د اسلام‌اباد پر لور د عمران خان د پلویانو د لاریونونو له امله د لویو لارو بندېدو د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري تقریباً په بشپړه توګه درولې ده.

تورخم کې سرچینو ویلي، د نومبر له ۲۳مې راهیسې له پنجاب نه د صادراتي توکو هیڅ موټر تر پېښور او تورخم نه دی رسېدلی. فدرالي او ایالتي چارواکو په تېرو څو ورځو کې د پنجاب او خیبر پښتونخوا لویې لارې او موټروې په کانټینرونو تړلې وې، چې ټرانسپورټ یې فلج کړی و.

د ډان د رپوټ له مخې، په پېښور کې بند پاتې سوداګریز موټر، چې تازه میوې، د ډبرو سکاره او له افغانستان څخه وارد شوي توکي پکې بار دي، په ټپه ولاړ دي.

د تورخم د ګمرکي اجنټانو د اتحادیې مشر، مجیب‌الله شینواري وویل چې دا ګډوډي بې‌سارې ده. هغه زیاته کړه، چې د افغانستان د ډبرو سکاره چې معمولا د پنجاب فابریکو ته وړل کېږي او میوې، چې د اسلام‌اباد او راولپینډۍ بازارونو ته لېږدول کېږي، بند پاتې دي.

شینواري وویل، له دې وړاندې، شاوخوا ۳۰۰ موټر هره ورځ افغانستان ته د صادراتو لپاره تلل او شاوخوا ۲۵۰ موټر له وارداتو سره راتلل خو اوس دا شمېر ۱۵۰ ته راکم شوی او له اټک اخوا د لویو ګاډو تګ راتګ په بشپړه توګه بند شوی دی.

د دې ترڅنګ، پر صادراتي محصولاتو د ایالتي حکومت دوه سلنه مالیې هم د افغان ترانزیټ سوداګري ډېره برخه د بلوچستان چمن بندر ته اړولې ده.

یو تن ځایي مسوول جمشید خان ډان ته وویل چې "دې د سیمې سوداګرو لپاره ستر مالي زیانونه اړولي دي".

د دې په ځواب کې د طالبانو حکومت هم پر پاکستاني میوو او سبزیو مالیه لوړه کړې، چې د سرچینې په باور، سوداګرۍ ته یې نور زیان رسولی دی.

د تورخم په بندر کې ګمرکي چارواکو هم د سوداګرۍ د کچې په کمېدو اعتراف کړی. یوه چارواکي یادې رسنۍ ته ویلي چې دغه سیاسي ناورین دواړو هېوادونو ته اقتصادي زیانونه اړوي.

د تحریک انصاف ګوند لاریونونه له پلازمېنې اسلام اباد نه شاته تمبول شوي، خو لا هم د پنجاب پر لور ټولې ټرانزیټي لویې لارې نه دي پرانېستل شوې.

سږ کال په افغانستان کې ۴۳۳ ټنه اپین تولید شوي

۷ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۴، ۱۰:۰۱ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو او جرمونو دفتر تازه رپوټ څرګندوي چې په ۲۰۲۴ کال کې د اپین تولید ۴۳۳ټنو ته رسېدلی، چې د ۲۰۲۳ کال په پرتله ۳۰ سلنه زیاتوالی ښيي، خو لا هم د ۲۰۲۲ کال په پرتله ۹۳ سلنه کم دی. رپوټ وایي، اوس دوه پر درېیمه برخه نشه يي توکي د هېواد په شمال ختیز کې تولیدیږي.

د ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې کروندګرو پر ۱۲,۸۰۰ هکټاره ځمکه کوکنار کرلي، چې د تېر کال په پرتله ۱۹ سلنه زیاتوالی ښيي، خو لا هم تر بندیز مخکې کچې ته نه ده رسېدلې.

د کوکنارو د حاصلاتو ارزښت په ۲۰۲۴ کال کې ۲۶۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلی، چې د تېر کال په پرتله ۱۳۰ سلنه زیاتوالی ښيي، خو لا هم د ۲۰۲۲ کال د بندیز مخکې ارزښت په پرتله ۸۰ سلنه ټیټ دی.

د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو او جرمونو دفتر اجرایه رییسې غاده فتحي والي ویلي چې"د کوکنارو د کرکېلې او تولید دوامداره کمښت نوي فرصتونه او پېچلې ننګونې رامنځته کوي."

هغې زیاته کړې چې نړیوالو هڅو ته اړتیا ده څو ډاډ ترلاسه شي چې دا کمښت د مصنوعي نشه یي توکو لکه میتافېټامین په تولید منتج نه شي. هغې دا هم ویلي چې د قانوني او اقتصادي بدیلونو په موخه باید نړیواله ټولنه له هغو کلیوالو ټولنو سره مرسته وکړي چې د کوکنارو په کر او د اپینو په تولید پورې تړلې دي.

د کرکیلې بدلون او اقتصادي ستونزې

افغان کروندګرو د غنمو او پنبو په څېر بدیل فصلونه کرلي او مخکینۍ شاړې ځمکې یې ابادې کړې دي، خو له دې سره سره، کوکنار لا هم تر ټولو زیات عاید ورکوي او د غنمو په پرتله ۶۰ چنده ډېر عاید لري.

یاده اداره وایي، چې دا اقتصادي توپیر دا اندېښنه زیاتوي چې ځینې کروندګر د قانوني او ګټورو بدیلونو د نشتوالي له امله ممکن بېرته د کوکنارو کرکېلې ته مخه کړي.

رپوټ دا هم په ډاګه کړې چې د کوکنارو د کر جغرافیه بدله شوې ده. اوس د افغانستان دوه پر درېیمه برخه کوکنار د هېواد په شمال ختیزو ولایتونو کې تولیدېږي، چې دا له سوېل لوېدیزو سیمو څخه پام وړ بدلون دی.

د مصنوعي نشه یي توکو د ډېروالي ګواښ

که څه هم درملو ته اړ ناروغان تر ډېره اوپییټ ډول توکي کاروي، رپوټ خبرداری ورکړی چې د محرکاتو اړوند اختلالاتو د درملنې تقاضا زیاته شوې او په افغانستان کې مصنوعي توکو لکه میتافېټامین ته لاسرسی مخ پر ډېرېدو دی.

د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو او جرمونو دفتر د یاد سازمان له پراختیا پروګرام سره په ګډه د افغانستان د نشه یي توکو د درملنې د خدماتو وړتیاوې او سرچینو په اړه یو رپوټ خپور کړی او ښيي چې د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د درملنې خدمات موجود دي، خو د خدمتونو په وېش، لاسرسي، په ځانګړې توګه ښځینه ناروغانو ته د لاسرسي په برخه کې ګڼ توپیرونه موجود دي.

راتلونکې او ګواښونه

یادې موندنې سره له دې چې د کوکنارو په کر او د اپینو په تولید کې کمښت مهمه لاسته راوړنه بولي، پر کلیوالو ټولنو اقتصادي فشارونه او د مصنوعي نشه یي توکو د تولید زیاتېدو احتمال لوی ګواښونه بولي.

غاده فتحي والي وایي، “نړیواله مرسته ضروري ده چې دغه پرمختګ دوام ومومي او افغانستان د میتافېټامین د تولید مرکز ونه ګرځي،”. والي وویل چې "دا د کلیوالو خلکو لپاره د دوامدارو عوایدو او د هېواد په کچه د نشه‌يي توکو د درملنې خدماتو د پیاوړتیا لپاره یوې ګډې هڅې ته اړتیا لري."

امریکا: د مقاومت له بریدونو سره - سره طالبانو خپل پوځي حاکمیت ساتلی دی

۶ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۴، ۲۳:۵۴ GMT+۰

د متحده ایالاتو عمومي مفتش په یوه راپور کې لیکلي، چې د وسله والو مخالفینو بریدونه د طالبانو لپاره جدي ګواښ نه دي او دغه ډله توانېدلې، چې په افغانستان کې خپله پوځي او امنیتي واکمني وساتي.

هغه وړاندوینه کړې، چې طالبان د دې توانایي لري چې د یوه کال نور لپاره هم دغه واکمني وساتي.

د متحده ایالاتو عمومي مفتش د امریکا کانګرس ته په یوه راپور کې د جولای څخه تر سپټمبر میاشتو پورې د افغانستان وضعیت ارزولی دی.

دا راپور د دوشنبې په ورځ (د لېندۍ په ۵مه) خپور شو.

همداراز په دغه راپور کې ټینګار شوی، چې د ازادۍ او د مقاومت جبهو له بریدونو سره - ره بیا هم دغه جبهې طالبانو ته جدی ګواښ نه دي رامنځته کړي.

د عمومي مفتش د راپور له مخې، داعش خراسان توانېدلی چې له پولو بهر خپل ګواښونه زیات کړي او په سیمه ییز او نړۍوال ګواښ بدل شي.

په دغه راپور کې له داعش خراسان سره د مقابلې لپاره د طالبانو د وړتیا په اړه شک څرګند شوی دی.

د متحده ایالاتو د مفتش د راپور له مخې، داعش خراسان شاوخوا دوه زره ځواکونه لري او د طالبانو له فشارونو سره - سره دغه ډله خپل نفوذ او قوت پراخوي.

د متحده ایالاتو مفتش راپور ورکړی، چې القاعده په افغانستان کې پرته له دې چې پام ځانته جلب کړي، خپل فعالیت ته دوام ورکوي.

د راپور له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې د امریکا له وتلو وروسته د طالبانو مشرانو احتمالاً پرېکړه کړې، چې د ۲۰۲۰ کال څخه وروسته له امریکا سره په دوحه کې د سولې هوکړه لیک تعقیب کړي او القاعدې ته د فرامرزي بریدونو اجازه ور نه کړي.

په راپور کې راغلي، چې په دې وروستیو کې د القاعدې ځینو مهمو څېرو افغانستان ته سفر کړی، چې ممکن دا د روزنې، استخدام او بیا تنظیم کولو فعالیتونو نښه وي.

راپور د القاعدې او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ د همکارۍ په اړه هم اندېښنې څرګندې کړي دي.

د دغه راپور له مخې، دا همکاري کولای شي له سیمې بهر ګواښ رامنځته کړي.

د متحده ایالاتو د مفتش په راپور کې راغلي، چې القاعده له طالبانو سره په خپلو اړیکو کې له "ستراتیژیک صبر" څخه کار اخیستی دی.

د راپور له مخې، امریکا د ښځو او نجونو د حقونو د تامین لپاره پر طالبانو فشار ته دوام ورکوي او تر هغو به له طالبانو سره خپلې اړیکې عادي نه کړي، څو چې دغه حقوق نه وي تامین شوي.

په راپور کې راغلي: «که څه هم طالبان د نړۍوالو نیوکو سره حساس دي، خو د نړۍوالو تر فشار لاندې د خپلو کورنیو سیاستونو د بدلولو لپاره د لېوالتیا نښې نه لیدل کېږي.»

د عمومي مفتش د راپور له مخې، د سیمې هېوادونه د افغانستان وضعیت ته اندېښمن دي.

له طالبانو سره د ډیپلوماتیکو اړیکو په ساتلو سره - سره دغه هېوادونه په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون له پراخېدو اندیښمن دي.

د سیمې هېوادونو له طالبانو غوښتي، چې له ترهګرو ډلو سره په کلکه مبارزه وکړي.

د متحده ایالاتو عمومي مفتش د هېواد د امنیتي او دفاعي عملیاتو په اړه د څار د راپورونو او ارزونو د همغږي کونکي په توګه دنده ترسره کوي.

ایران وايي علي رضا بېکدلي په کابل کې د دوی د سفارت سرپرست دی

۶ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۶ نومبر ۲۰۲۴، ۲۱:۵۶ GMT+۰

یوه ورځ وروسته له هغه چې طالبانو د ایران د نوي سفیر هرکلی وکړ، د ایران د بهرنیو چارو وزارت وویل، چې علي رضا بېکدلي په کابل کې د ایران د سفارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.

بېکدلي د کاظمي قُمي ځای ناستی دی، چې په کابل کې "د ولسمشر ځانګړی استازی او د ایران د سیاسي نمایندګۍ مشر" دی.

ایران د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او د کاظمي قُمي له بدلولو سره یې د ولسمشر ځانګړي استازي پوست هم حذف کړی دی.

ښاغلي قُمي چې په پیل کې یې ځان په کابل کې د ایران د سفارت د مشر په توګه معرفي کړ، د وخت په تېریدو سره یې دغه لقب د سفارت سرپرست یا شارژدافیر د مشر په توګه بدل کړ، چې د سفیر په نسبت ټیټ مقام دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ښاغلي کاظمي قُمي او بېکدلي ته په کابل کې د ایران د سفیر په توګه خطاب کاوه.

متقي له قُمی سره د خدای پامانۍ په لیدنه کې وویل: «چمتو دی چې د ایران له نوي سفیر سره د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره کار وکړي.»

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د سې شنبه په ورځ د ایران د نوي استازي د ټاکلو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې بېکدلي په کابل کې زموږ د هېواد د سفارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.

له دې وړاندې بېکدلي د ترکیې په ګډون په بېلابېلو هېوادونو کې د سفارت تجربه لري.

نوموړی کابل ته تر لېږلو مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د قونسلګرۍ او پارلماني چارو پخوانی مرستیال و.

د پاکستان او امریکا په څېر ایران هم د افغانستان په چارو کې د ځانګړي استازي پوسټ حذف کړ، چې د کتونکو په وینا د ایران او طالبانو ترمنځ د رسمي اړیکو د کچې د کمېدو په معنا دی.