د ترکیې پولیسو ۵۹ افغان کډوال نیولي دي

ترکي پولیسو د پنجشنبې په ورځ ۳۹ تنه افغان کډوال په بتلیس ښار او ۲۰ تنه نور په وان ښار کې ونیول. پولیسو دغه نیول شوي پناه غوښتونکي د بهرنیو وګړو د اخراج مرکزونو ته انتقال کړي دي.

ترکي پولیسو د پنجشنبې په ورځ ۳۹ تنه افغان کډوال په بتلیس ښار او ۲۰ تنه نور په وان ښار کې ونیول. پولیسو دغه نیول شوي پناه غوښتونکي د بهرنیو وګړو د اخراج مرکزونو ته انتقال کړي دي.
د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې، پولیسو ویلي، چې دغه پناه غوښتونکي د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.
پولیسو په بتلیس ښار کې د افغان پناه غوښتونکو د شړلو په تړاو یو قاچاقبر هم نیولی دی.
د تركيې د كورنيو چارو وزارت د روان كال د لېندۍ په پنځمه نېټه اعلان وكړ، چې د استوګنې له اسنادو پرته يې یو زرو ۲۹۸ پناه غوښتونکي نیولي دي.

ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ د ډله ییز امنیتي تړون د سازمان د غونډې په څنډه کې وویل، چې افغانستان د ثبات په لور روان دی. د روسیې ولسمشر خبریالانو ته وویل: «په افغانستان کې وضعیت پیچلی دی. خو موږ هیله من یوو چې له افغانستان سره خپلې اړیکې پراخې کړو.»
د روسیې دولتي خبري اژانس ټاس د راپور له مخې، پوتین ټینګار کړی، چې مسکو نه شي کولای له دې حقیقت سترګې پټې کړي چې په افغانستان کې وضعیت د ثبات په حال کې دی. هغه زیاته کړه: «موږ له اوسنیو افغان چارواکو سره دوه اړخیزې اړیکې ټینګې کړې او دا اړیکې به نورې هم پراختیا ومومي.»
د روسیې ولسمشر د نړۍ وضعیت کړکېچن وباله او ویې ویل: «هغه څه چې په اوکراین کې روان دي د اوسنیو ستونزو یوازینی لامل نه دی. ایا په اسیا کې وضعیت ښه دی؟ ایا له افغانستان سره د مشترک المنافع هېوادونو په پوله کې پیښې باید موږ دومره خوشبین کړي چې موږ خپل پام بل لوري ته واړوو؟»
په دې وروستیو کې د روسیې د ملي امنیت شورا منشي د یو پلاوي په مشرۍ کابل ته ولاړ او له لوړپوړو طالب چارواکو سره یې خبرې کړې دي. د دغو خبرو تمرکز د اقتصادي او سیاسي اړیکو پر پراخول وو.
طالبان هیله لري چې د روسیې په مرسته خپله نړۍواله انزوا کمه کړي. روسیه او طالبان د لویدیځ له خوا تر سختو اقتصادي او سیاسي بندیزونو لاندې دي؛ روسیه په راوکراین باندې د پوځي برید له امله او طالبان د ترهګرو ډلو د ملاټړ له پلوه د لویډیځ له خوا تر سختو بندیزونو لاندې دي.
روسي رسنیو خبر ورکړی، چې د د رییس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر له روسي پلاوي سره په لیدنه کې ویلي، چې دغه ډله هڅه کوي بهر ته د افغاني توکو د صادراتو د زیاتوالي او په افغانستان کې د بهرنۍ پانګونې د جلبولو لپاره شرایط برابر کړي.
د روسیې د ملي امنیت شورا منشي سرګي شایګو له طالب چارواکو سره په لیدنه کې په افغانستان کې د یو ټول شموله حکومت د جوړولو غوښتنه کړې ده. طالب چارواکو د دغه لوړ پوړي روسي چارواکي په حواله ویلي، چې مسکو به دغه ډله د روسیې له تور لېست څخه وباسي.
خو د روسیې او منځنۍ اسیا چارواکي د ازبکستان او تاجکستان سره پر پوله د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په اړه اندېښمن دي. د ډله ییز امنیتي تړون په نننۍ غونډه کې روسیې او د منځنۍ اسیا څلورو هېوادونو د افغانستان او تاجکستان د پولو د ټینګولو پلان تصویب کړ.
کارپوهان وايي، چې سپینې ماڼۍ ته د ډونالډ ټرمپ د راتګ په درشل کې، روسیه هڅه کوي چې له طالبانو سره د اړیکو په ټینګولو کې د عمل ابتکار په لاس واخلي.

د ملي مقاومت جبهې ادعا کړې، چې د پنجشنبې په ماښام (د لېندۍ اتمه) یې د کابل ښار د ۱۷مې امنیتي حوزې مربوطاتو کې د طالبانو پر پوستې برید کړی. دغه جبهه زیاتوي چې په دې برید کې یې دوه تنه طالبان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.
دغه جبهه زیاتوي، چې دغه برید یې ماښام ۷ بجې د اولسمې امنیتي حوزې اړوند د سر کوتل په سیمه کې د تېلو د ادارې مرکزي دفتر ته نژدې ترسره کړی.
د د ملي مقاومت جبهې پر اېکس لیکلي، چې په دې برید کې د دوی ځواکونو او ملکي کسانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
دغې جبهې ادعا کړې، چې له دغه برید نیم ساعت وړاندې یې په کابل کې یو بل برید هم کړی و.
د مقاومت جبهه وایي، لومړنی برید د کابل پر وخت ماښام ۶:۲۵ دقیقې د کابل ښار د اوومې امنیتي حوزې اړوند کانټیننټل هوټل ته څېرمه ترسره شوی چې په ترڅ کې یې درې تنه طالبان ووژل شول او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.
طالبانو تر اوسه د دې بریدونو په تړاو څه نه دي ویلي.
افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه نه شي کولی، چې د مقاومت جبهې ادعا تایید یا رد کړي؛ خو په وروستیو کې په افغانستان کې پر طالب وسله والو برېدونو کې زیاتوالی راغلی او د یادو بریدونو مسوولیت د ازادۍ او مقاومت جبهې پر غاړه اخلي.

د روسیې د ملي امنیت شورا منشي سرګي شایګو کابل ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې د طالبانو د رییس الوزرا له سیاسي او اقتصادي مرستیالانو او د دفاع او کورنیو چارو له وزیرانو سره په جلا جلا توګه وکتل، خو دغه روسي پلاوي د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره نه دي لیدلي.
سرچینو ویلي، چې اميرخان متقي له ډېرې مودې راهيسې له صحنې ګوښه شوی دی.
سرګي شایګو په خپل دغه سفر کې د طالبانو اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر، د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوپ عبدالکبیر، د دفاع وزیر ملا یعقوب او کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په ګډون له یو شمیر طالب چارواکو سره جلا جلا کتنې کړي دي.
د دغه روسي پلاوي د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره نه لیدل، د طالبانو په بهرنۍ پالیسۍ کې د متقي د واکونو کمولو او حاشیې ته وړلو په اړه ګونګوسې پارولي. هغه به تر دې وړاندې، په کابل کې له بهرنیو چاروکواکو سره لیده کاته کول.
د طالبانو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د ښاغلي متقي صلاحیتونه د وخت په تېریدو سره کم شوي او هغه د تصمیم نیولو له محور څخه ګوښه کړای شوی دی.
سرګي شایګو له طالب چارواکو سره په لیدنه کې په افغانستان کې د یو ټول شموله حکومت د جوړولو غوښتنه کړې ده. طالب چارواکو د دغه لوړ پوړي روسي چارواکي په حواله ویلي، چې مسکو به دغه ډله د روسیې له تور لېست څخه وباسي.
سرګي شایګو د دوشنبې په ورځ د یو پلاوي په مشرۍ کابل ته ولاړ. د روسيې د ملي امنيت شورا منشي او د دغه هېواد د لومړي وزير مرستيال په تېرو درېيو کلونو کې د روسیې تر ټولو لوړ پوړي چاروکاي دي، چې کابل ته یې سفر کړی.

په کندهار کې د طالبانو والي د دې ډلې د مشر هبت الله اخوندزاده په امر له خپلو ټولو دولتي ادارو غوښتي، چې د بيارغونې او نورو پروژو د مالي لګښتونو اړوند دې له رسنیو سره مالومات نه شریکوي. کندهار کې طالب چارواکو په شفاهي ډول ادارو ته دغه خبرداری ورکړی.
په کندهار کې د ښاروالۍ، کليو پراختيا، ټولګټو، اقتصاد رياستونو او یو شمېر نورو ادارو له لوري د سړکونو، کوڅو، استنادي ديوالونو، لښتیو، پلونو، پلچکونو او یو شمېر نورو برخو د بیا رغونې چارې روانې دي.
له تېرو دريو ورځو راهیسې دغه ادارې د پيل شويو او پای ته رسېدلو پروژو د مالي لګښتونو اړوند رسنيو ته مالومات نه ورکوي.
له کندهار څخه یوې سرچينې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د کندهار د اقتصاد رياست مسوولانو په ولسواليو کې د پيل شویو پروژو د مالي لګښتونو په اړه د مالوماتو له ورکولو ډډه کړې ده.
سرچينه زياتوي، « د اقتصاد رياست مسوولينو راته وویل، چې د والي او شېخ صيب د امر له مخې موږ د پروژو د مالي لګښتونو اړوند هيڅ مالومات چا ته نه ورکوو.»

طالبانو په لومړيو کې خلکو ته د حساب ورکولو لړۍ هم پیل کړې وه او په هرو شپږو مياشتو کې به یې د خپلو ادارو اړوند مالومات شریکول، خو د طالبانو د حساب ورکولو په غونډو کې هم چا اجازه نه درلوده، چې په پروژو کې د فساد، مالي لګښتونو، په پروژو کې د شخصي اړیکو پر بنسټ د کاریګرو د ګومارنې اړوند پوښتنې وکړي.
په کندهار کې طالب چارواکو په رسمي ډول د دغه نوي بنديز په اړه څه نه دي ويلي.

چیلي، کوسټاریکا، هسپانیا، فرانسې، لوګزامبورګ او مکسیکو په افغانستان کې د ښځو له حقونو د سرغړونې قضیه د جرمونو نړیوالې محکمې ته راجع کړه. دغو هېوادونو د جرمونو نړیوالې محکمې له څارنوال وغوښتل چې د افغان ښځو او نجونو له حقونو په پرله پسې او سیستماتیک ډول سرغړونې وڅیړي.
د چیلي د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې " د افغان میرمنو او نجونو د نازک وضعیت له امله د دغه هیواد وضعیت د جرمونو نړیوالې محکمې ته راجع شوی ."
د دغه خبر له مخې، د جرمونو نړیوالې محکمې څارنوال په ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان په اړه خپلې څېړنې بیا پیل کړې دي. تر دې مخکې د افغانستان په اړه څېړنې په ۲۰۲۰ کال کې د افغان چارواکو په غوښتنه درول شوې وې.
د دې غوښتنې لاسلیک کوونکو د جرمونو نړیوالې محکمې له څارنوال وغوښتل چې د افغانستان وضعیت او په ځانګړي ډول د افغان ښځو او نجونو وضعیت ته چې حقونه یې په پرله پسې او سیستماتیک ډول له سرغړونو سره مخ دي، پاملرنه وکړي.
دغو شپږو هېوادونو د جرمونو نړیوالې محکمې له څارنوال غوښتي چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د ښځو او نجونو پر وړاندې شوي جرمونه له سره وڅیړي.
د هاګ محکمې ته د دې دوسيې راجع کول ښيي چې نړيواله ټولنه په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعيت په اړه ډېره اندېښمنه ده.
د جرمونو نړیوالې محکمې له څارنوال دا غوښتنه چې د افغان ښځو او نجونو د حقونو سیستماتیک او پرله پسې سرغړونو ته پاملرنه وکړي، کولای شي پر طالبانو سیاسي او ډیپلوماټیک فشارونه زیات کړي؛ په ځانګړې توګه که د جرمونو نړیوالې محکمې څیړنې پای ته ورسیږي او د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د ترسره شویو جرمونو شواهد ترلاسه شي، دا ډول پلټنه د نړیوالې غندنې او حتا نورو بندیزونو لامل کیدای شي.
د دغه ګام یوه پایله د طالبانو د مشرانو او نورو هغو چارواکو د محاکمې امکان دی چې له بشري حقونو په سرغړونو تورن دي.
د شنونکو په باور، که د هاګ محکمه د قضايي تعقیب پریکړه وکړي، د طالبانو پر چارواکو به د جنګي جرمونو او بشري ضد جرمونو په څیر جدي تورونه ولګول شي او دا د طالب مشرانو شخصي امنیت اغیزمنوي او دوی به نور هم په نړیواله کچه منزوي کړي.
