• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

یو اېن اېچ سي ار: د افغان کډوالو د اندېښنو لرې کولو لپاره د پاکستان له حکومت سره خبرې کوو

۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۴، ۰۶:۰۰ GMT+۰تازه شوی: ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۴، ۱۲:۵۸ GMT+۰

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وایي، چې دوی دمګړۍ د پاکستان له حکومتي چارواکو سره په خبرو اترو بوخت دي او ښایي ډېر ژر د دغې را ټوکېدلې ستونزې د حل یوه لاره راوباسي.

په اسلام اباد کې د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي ار) تېره ورځ د (لېندۍ ۹ مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، هماغه شان چې پاکستان په تېرو څلورو لسیزو کې د افغان کډوالو سمه مېلمه پالنه کړې؛ لا هم ډاډمن دي چې دغه هېواد به د افغان کډوالو په خوندیتوب کې د تېر په څېر همکاري وکړي.
د دغې خبرپاڼې په یوه برخه کې له افغان کډوالو هم غوښتنه شوې چې: «افغان کډوالو ته هم په کار ده، چې د کوربه هېواد ټولو نافذه قوانینو ته درناوی وکړي او د دغه هېواد په سیاسي حالاتو کې ځان ښکېل نه کړي.»
په اسلام اباد کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ویاند قیصر اپرېدي افغانستان انټرنېشنل پښتو ته وویل:« موږ پوهېږو هغه ننګونې چې حکومت ورسره مخ دی، په ځانګړې توګه د تړلو سیاسي موضوعګانو سره باید افغان کډوال ورته پاملرنه وکړي او د کوربه هېواد قوانین له پامه و نه غورځوي او زموږ غوښتنه د پاکستان له حکومته هم دا ده، چې د پناه غوښتونکو د خوندیتوب لپاره دوام ورکړي.»
دغه اندېښنې له هغه وروسته زیاتې شوې، چې وړمه ورځ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وویل چې د روان کال له ډسمبر میاشتې وروسته افغان کډوال په اسلام اباد کې د پولیسو د اجازه لیک پرته نه شي اوسېدای.
خو په اسلام اباد کې ګڼ افغانان وایي، چې دوی تر ډېره په پاسپورټ او ویزو راغلي او د پولیسو له ځانکړې ادارې سره ثبت شوي هم دي.
په اسلام اباد کې د کډوالو یو تن استازی میوند عالمي وایي، چې په سلو کې تر ۹۰ زیاتې کورنۍ ټولې د قانوني اسنادو په لرلو سره دلته قانوني ژوند کوي.

هغه زیاته کړه: «هغه افغانان چې یا ویزې نه لري او یا په ناقانونه توګه دلته راغلي وي، هغوی ته څوک کورونه هم په کرایه نه ورکوي؛ نو زما له نظره دلته هیڅوک ناقانونه نه دي او نه په ناقانونه توګه ژوند کولای شي.»
په اسلام اباد کې ګڼ افغانان نورو هېوادونو ته د مهاجرت د دوسیو د څېړلو په موخه په ډېرو سختو اقتصادي شرایطو کې ژوند کوي.

دوی وایي، که چېرته دوی په زوره اېستل کېږي؛ نو ښایي د دوی د مهاجرت قضیې هم نیمګړې پاتې شي.
سهراب هغه بل کډوال دی چې د څو ورځو بندي کېدو وروسته د پولیسو له زندانه خلاص شوی دی.

هغه افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل: «امریکا ته زما د کډوالۍ ټول پړاوونه بشپړ شوي وو؛ خو زه پولیسو ونیولم، په زندان کې له څو ورځو تېرولو وروسته د یو اېن اېچ سي ار او خپلو دوستانو په همکارۍ راخوشې شوم؛ که زه یې افغانستان ته ستون کړی وای هم به مې د مهاجرت چارې نیمګړې پاتې وې او هم به مې ژوند له خطر سره مخامخ شوی وای.»
دغو اندېښنو له هغې وروسته زور واخیست، چې د نومبر په ۲۴مه نېټه د پاکستان د تحریک انصاف ګوند پلویانو په اسلام اباد کې پراخ لاریونونه وکړل او پولیسو د دغه پراخ اعتراض او لاریون کوونکو د خورولو لپاره په ګڼ شمېر کې لاریون کونکي ونیول.

د اسلام‌اباد د پولیسو مشر سید ناصر علي رضوي رسنیو ته ویلي، چې د تحریک انصاف ګوند د درې ورځنیو مظاهرو په ترڅ کې یې شاوخوا ۱۰۰۰ کسه نیولي چې له ۵۰ زیات یې افغانان دي.
خو په پاکستان کې مېشت افغان کډوال بیا وایي چې دوی په هېڅ ډول سیاسي فعالیتونو کې ونډه نه لري او هغه کسان چې نیول شوي له لهجې او خبرو یې داسې ښکاري چې ټول د خیبر پښتونخوا پښتانه دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

پاکستانی خبریال په لاریونونو کې د وژل شويو کسانو د څېړنو له امله په ترهګریزو کړنو تورن شو

۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۴، ۰۴:۲۸ GMT+۰

د هغه پاکستاني خبریال وکیل چې د عمران خان د پلویانو په لاریون کې یې د مرګ ژوبلې په اړه پلټنه کوله، ویلي چې مطیع الله جان د چهارشنبې په شپه د «ترهکریزو» کړنو په تور نیول شوی دی.

مطیع الله خان د پاکستان په سیاست کې د هغه هېواد د پوځ د لاسوهنو په تړاو له سختو نیوکه کوونکو څخه دی.

دغه خبریال له نیول کېدو ساعت وړاندې په یوې ټلویزیوني خپرونه کې د یو روغتون څخه هغه تر لاسه شوي اسناد او شواهد وښودل، چې د پاکستان د حکومت هغه ادعا یې دروغ ثابتوله چې ویل یې د لاریونوالو د خورولو لپاره یې له جنګی مرمیو او ګولیو څخه کار نه دی اخیستی.

د مطیع الله جان همکار ثاقب بشیر وویل، چې د چهارشنبې په شپه هغه او یو همکار یې د پاکستان د طبي علومو د انسټیټیوت د موټرو له پارکېنګ څخه په یو موټر کې سپاره شول.

دغه خبریال وايي، چې هغه له خپل همکار سره په لاریون کې د وژل شویو کسانو د شمېرو په راټولولو بوخت وو، چې امنیتي ځواکونو سترګې پرې وتړلې او موټر کې یې سپاره کړل.

ښاغلی بشیر وايي هغه درې ساعته وروسته په یو بل واټ کې له موټره ښکته او خوشې کړای شو.

د مطیع الله جان وکیل ایمان مزاري بیا وايي، چې د هغه موکل د ترهګرۍ، د نشه‌يي توکو د قاچاقو او پر پولیسو د برید په تورونو نیول شوی دی.

د پاکستان امنیتي ځواکونو ښاغلی جان تورن کړی، چې د نیولو پر مهال یې نشه‌یي توکي کارولي و.

مطیع‌الله جان د محکمې په یوې غونډه کې پر هغه لګېدلي ټول تورونه «دروغ، بې بنسټه او خندونکي» بللي او ویلي یې دي، چې هغه په اعتراضونو کې د وژل شویو کسانو په اړه په تحقیق لګیا و.

په تېرو ورځو کې، د عمران خان ملاتړي او د پاکستان د تحریک انصاف ګوند پلویان په یو ستر لاریون کې اسلام اباد ته وردننه شول.

د پاکستان حکومت دغه لاریون کوونکي د څلورو پولیسو په وژلو تورن کړي دي.

د تحریک انصاف ګوند هم ویلي، چې د دغه ګوند پر زرګونو غړو مرمۍ ورول شوي او د هغوی لسګونه پلویان وژل شوي دي.

له خبریالانو د ملاتړ کمېټې د مطیع الله جان په «نیول کېدو» اندېښنه ښودلې او د هغه د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه یې کړې.

د ترکیې پولیسو ۵۹ افغان کډوال نیولي دي

۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۴، ۰۱:۱۵ GMT+۰

ترکي پولیسو د پنجشنبې په ورځ ۳۹ تنه افغان کډوال په بتلیس ښار او ۲۰ تنه نور په وان ښار کې ونیول. پولیسو دغه نیول شوي پناه غوښتونکي د بهرنیو وګړو د اخراج مرکزونو ته انتقال کړي دي.

د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې، پولیسو ویلي، چې دغه پناه غوښتونکي د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

پولیسو په بتلیس ښار کې د افغان پناه غوښتونکو د شړلو په تړاو یو قاچاقبر هم نیولی دی.

د تركيې د كورنيو چارو وزارت د روان كال د لېندۍ په پنځمه نېټه اعلان وكړ، چې د استوګنې له اسنادو پرته يې یو زرو ۲۹۸ پناه غوښتونکي نیولي دي.

پوتین له طالبانو سره د روسیې د اړیکو د پراخېدو په اړه هیله څرګنده کړه

۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۴، ۰۱:۱۱ GMT+۰

ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ د ډله ییز امنیتي تړون د سازمان د غونډې په څنډه کې وویل، چې افغانستان د ثبات په لور روان دی. د روسیې ولسمشر خبریالانو ته وویل: «په افغانستان کې وضعیت پیچلی دی. خو موږ هیله من یوو چې له افغانستان سره خپلې اړیکې پراخې کړو.»

د روسیې دولتي خبري اژانس ټاس د راپور له مخې، پوتین ټینګار کړی، چې مسکو نه شي کولای له دې حقیقت سترګې پټې کړي چې په افغانستان کې وضعیت د ثبات په حال کې دی. هغه زیاته کړه: «موږ له اوسنیو افغان چارواکو سره دوه اړخیزې اړیکې ټینګې کړې او دا اړیکې به نورې هم پراختیا ومومي.»

د روسیې ولسمشر د نړۍ وضعیت کړکېچن وباله او ویې ویل: «هغه څه چې په اوکراین کې روان دي د اوسنیو ستونزو یوازینی لامل نه دی. ایا په اسیا کې وضعیت ښه دی؟ ایا له افغانستان سره د مشترک المنافع هېوادونو په پوله کې پیښې باید موږ دومره خوشبین کړي چې موږ خپل پام بل لوري ته واړوو؟»

په دې وروستیو کې د روسیې د ملي امنیت شورا منشي د یو پلاوي په مشرۍ کابل ته ولاړ او له لوړپوړو طالب چارواکو سره یې خبرې کړې دي. د دغو خبرو تمرکز د اقتصادي او سیاسي اړیکو پر پراخول وو.

طالبان هیله لري چې د روسیې په مرسته خپله نړۍواله انزوا کمه کړي. روسیه او طالبان د لویدیځ له خوا تر سختو اقتصادي او سیاسي بندیزونو لاندې دي؛ روسیه په راوکراین باندې د پوځي برید له امله او طالبان د ترهګرو ډلو د ملاټړ له پلوه د لویډیځ له خوا تر سختو بندیزونو لاندې دي.

روسي رسنیو خبر ورکړی، چې د د رییس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر له روسي پلاوي سره په لیدنه کې ویلي، چې دغه ډله هڅه کوي بهر ته د افغاني توکو د صادراتو د زیاتوالي او په افغانستان کې د بهرنۍ پانګونې د جلبولو لپاره شرایط برابر کړي.

د روسیې د ملي امنیت شورا منشي سرګي شایګو له طالب چارواکو سره په لیدنه کې په افغانستان کې د یو ټول شموله حکومت د جوړولو غوښتنه کړې ده. طالب چارواکو د دغه لوړ پوړي روسي چارواکي په حواله ویلي، چې مسکو به دغه ډله د روسیې له تور لېست څخه وباسي.

خو د روسیې او منځنۍ اسیا چارواکي د ازبکستان او تاجکستان سره پر پوله د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په اړه اندېښمن دي. د ډله ییز امنیتي تړون په نننۍ غونډه کې روسیې او د منځنۍ اسیا څلورو هېوادونو د افغانستان او تاجکستان د پولو د ټینګولو پلان تصویب کړ.

کارپوهان وايي، چې سپینې ماڼۍ ته د ډونالډ ټرمپ د راتګ په درشل کې، روسیه هڅه کوي چې له طالبانو سره د اړیکو په ټینګولو کې د عمل ابتکار په لاس واخلي.

د ملي مقاومت جبهه ادعا کوي چې په کابل کې یې ۲ طالبان وژلي دي

۸ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۴، ۱۹:۵۳ GMT+۰

د ملي مقاومت جبهې ادعا کړې، چې د پنجشنبې په ماښام (د لېندۍ اتمه) یې د کابل ښار د ۱۷مې امنیتي حوزې مربوطاتو کې د طالبانو پر پوستې برید کړی. دغه جبهه زیاتوي چې په دې برید کې یې دوه تنه طالبان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

دغه جبهه زیاتوي، چې دغه برید یې ماښام ۷ بجې د اولسمې امنیتي حوزې اړوند د سر کوتل په سیمه کې د تېلو د ادارې مرکزي دفتر ته نژدې ترسره کړی.

د د ملي مقاومت جبهې پر اېکس لیکلي، چې په دې برید کې د دوی ځواکونو او ملکي کسانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

دغې جبهې ادعا کړې، چې له دغه برید نیم ساعت وړاندې یې په کابل کې یو بل برید هم کړی و.

د مقاومت جبهه وایي، لومړنی برید د کابل پر وخت ماښام ۶:۲۵ دقیقې د کابل ښار د اوومې امنیتي حوزې اړوند کانټیننټل هوټل ته څېرمه ترسره شوی چې په ترڅ کې یې درې تنه طالبان ووژل شول او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه د دې بریدونو په تړاو څه نه دي ویلي.

افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه نه شي کولی، چې د مقاومت جبهې ادعا تایید یا رد کړي؛ خو په وروستیو کې په افغانستان کې پر طالب وسله والو برېدونو کې زیاتوالی راغلی او د یادو بریدونو مسوولیت د ازادۍ او مقاومت جبهې پر غاړه اخلي.

سرګي شایګو له امیر خان متقي سره نه دي لیدلي

۸ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۴، ۱۸:۲۷ GMT+۰

د روسیې د ملي امنیت شورا منشي سرګي شایګو کابل ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې د طالبانو د رییس الوزرا له سیاسي او اقتصادي مرستیالانو او د دفاع او کورنیو چارو له وزیرانو سره په جلا جلا توګه وکتل، خو دغه روسي پلاوي د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره نه دي لیدلي.

سرچینو ویلي، چې اميرخان متقي له ډېرې مودې راهيسې له صحنې ګوښه شوی دی.

سرګي شایګو په خپل دغه سفر کې د طالبانو اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر، د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوپ عبدالکبیر، د دفاع وزیر ملا یعقوب او کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په ګډون له یو شمیر طالب چارواکو سره جلا جلا کتنې کړي دي.

د دغه روسي پلاوي د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره نه لیدل، د طالبانو په بهرنۍ پالیسۍ کې د متقي د واکونو کمولو او حاشیې ته وړلو په اړه ګونګوسې پارولي. هغه به تر دې وړاندې، په کابل کې له بهرنیو چاروکواکو سره لیده کاته کول.

د طالبانو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د ښاغلي متقي صلاحیتونه د وخت په تېریدو سره کم شوي او هغه د تصمیم نیولو له محور څخه ګوښه کړای شوی دی.

سرګي شایګو له طالب چارواکو سره په لیدنه کې په افغانستان کې د یو ټول شموله حکومت د جوړولو غوښتنه کړې ده. طالب چارواکو د دغه لوړ پوړي روسي چارواکي په حواله ویلي، چې مسکو به دغه ډله د روسیې له تور لېست څخه وباسي.

سرګي شایګو د دوشنبې په ورځ د یو پلاوي په مشرۍ کابل ته ولاړ. د روسيې د ملي امنيت شورا منشي او د دغه هېواد د لومړي وزير مرستيال په تېرو درېيو کلونو کې د روسیې تر ټولو لوړ پوړي چاروکاي دي، چې کابل ته یې سفر کړی.