
په یو غږیز پیغام کې چې افغانستان انټرنشنل ته رسیدلی، د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د کندهار د امنیتي وضعیت په اړه د دغه ولایت د امنيت امر محمدولي شاه اغا او د امنيه قوماندانۍ د قرارګاه د ټولي قوماندان ذوالفقار سره د مخابرې له لارې د امنیتي وضعیت پوښتنه او څارنه کوي.
هبت الله د مخابرې له لارې د څو بیلابیلو طالب امنیتي چارواکو پوښتنه هم کوي، او دغه خبرې چې ظاهرا د شپې پر مهال شوي، نومړي دا څاري چې د ښار امنیتي کسان ویښ دي او که نه.
په دغه پیغام کې د کندهار د امنيت امر محمدولي شاه اغا هبت الله ته ډاډ ورکوي، چې په دغه ښار کې امنيتي ګزمې په منظمه توګه روانې دي او دا چې کومه امنیتي ستونزه نه شته.
په کندهار کې د طالبانو د امنيه قوماندانۍ د ټولي قرارګاه قوماندان ذوالفقار هم هبت الله ته د امنیت په اړه د اطمینان ورکولو وروسته وايي، چې ځینې کسان په مخابرې کې ځکه غږ نه کوي، چې د هغه غږ یې اوریدلی او خبرو ته یې غوږ نیولی دی.
په دې وروستیو کې یو شمیر رسنیو د کندهار د امنیتي وضعیت د خرابیدو په اړه یو لړ راپورونه خپاره کړي و او دغه پیغام د همدې اندیښنو وروسته خپور شوی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې خبرداری ورکړی چې په ټوله نړۍ کې له ۶۰ میلیونو څخه زیاتې ښځې او نجونې چې له مجبورۍ بې ځایه شوي، د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي له جدي خطر سره مخامخ دي.
دغه سازمان دا هم ویلي، چې د محدودیتونو زیاتوالي او کورني تاوتریخوالی د افغان میرمنو رواني روغتیا خرابه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې د جمعې په ورځ په یوې خبرپاڼه کې د هغو ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالی د زیاتوالي په اړه خبرداری ورکوي چې د جګړې په سیمو کې دي او یا له خپلو کورونو تېښتې ته اړې شوې دي.
د دې ادارې ویاندې شابیا مانتو وویل، چې په ۲۰۲۳ کال کې د جګړو له امله د جنسي تاوتریخوالي پېښې د تېر کال په پرتله ۵۰ سلنه زیاتې شوي او د دغه تاوتریخوالي د تایید شویو پېښو ۹۵ سلنه ښځې او نجونې جوړوي.
هغې وویل: "په افغانستان کې، په ښځو او نجونو باندې د محدودیتونو زیاتوالي، د کورني تاوتریخوالي لوړه کچه او خراب اقتصادي وضعیت د رواني روغتیا کړکیچ لا زیات کړی دی، او زموږ همکارانو د هغو ناروغانو په شمیر کې د زیاتوالي راپور ورکړی چې مرستې ته اړتیا لري."
په دې خبرپاڼه کې د کانګو او چاد په دیموکراتیک جمهوریت کې د ښځو او نجونو وضعیت ته هم اشاره شوې ده.
ملګري ملتونه وايي، چې په هېوادونو کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډېرې پېښې د خدمتونو د محدودیت او د غچ اخیستنې د وېرې له کبله نه ثبتېږي.
د دې ادارې د وياندې د څرګندونو له مخې، په بېلابېلو سيمو کې بې ځايه شوې ښځې او نجونې د جنسي تاوتريخوالي، او انساني قاچاق له خطرونو سره مخامخ دي.
ملګري ملتونه ټینګار کوي، چې د کافي مرستو پرته، په میلیونونو بې ځایه شوي میرمنې او نجونې ممکن حیاتي خدماتو ته لاسرسی ونلري.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو استازولي ټینګار کوي، چې د بې ځایه شویو ښځو او نجونو لپاره د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي مخنیوي او ځواب ویلو لپاره د پروګرامونو اړتیا د شته بودیجې څخه ډیره ده.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونو ته په اشارې سره وویل، چې د افغان ښځو او نجونو لپاره عدالت او برابري د مذاکرې وړ خبره نه ده.
ولکر ترک پر طالبانو غږ وکړ چې ژر تر ژره د ښځو او نجونو پر وړاندې خپل تبعیضي سیاستونه پای ته ورسوي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر د جمعې په ورځ (د لېندۍ ۹م۹) د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د ۱۶ورځني کمپاین په دوام وویل، چې په افغانستان کې ښځې په تېرو درېیو کلونو کې د خپلو بشري حقونو د سخت محدودیدو شاهدانې دي.
ولکر ترک د زده کړو او کار په برخه کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونو ته په اشارې سره وویل: "دې کړنو ښځې او نجونې له عامه ژوند څخه ګوښه کړي او په خپلو کورونو کې یې په مجازي زندانیانو بدلې کړي دي."
هغه ټینګار وکړ، چې له ښځو سره د طالبانو چلند د جنسیت پر بنسټ د سیستماتیک ځورونې یوه بڼه ده. همدا راز ښاغلي ترک زیاته کړه، چې دا بندیزونه به د سولې او دوامدار پرمختګ په برخه کې د هېواد په راتلونکي نسل اغیزې ولري.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر له هرې ممکنې لارې د افغان ښځو او نجونو د غږ پر پیاوړي کولو ټینګار وکړ.
ولکر ترک وویل: "موږ باید د نړۍوالی جنایي محکمې د څېړنو له مخې د جنسیتي ځورونې او جنیستي تبعیض په اړه بحثونه زیات کړو او د هغوی غږ پیاوړی کړو.»
هغه په ډاګه کړه، چې طالبان باید د ټولو افغانانو د بشري حقونو د بیا تامین لپاره معقول ګامونه پورته کړي.
د جرمونو نړۍوالې محکمې تایید کړه، چې په افغانستان کې د ښځو له حقونو څخه د سرغړونو دوسیه چې د شپږو هېوادونو له خوا جوړه شوې وه، څیړنو کې یې ښه پرمختګ شوي دي.
د دې محکمې لوى څارنوال د دې قضيې د هرکلي په ترڅ کې وويل، چې په افغانستان کې د ښځو له حقونو څخه د سرغړونو په اړه د دوى د دفتر په څېړنو کې د پام وړ پرمختګ شوى، چې پايلې به يې ډېر ژر اعلان شي.
پرون د چیلي، کوسټاریکا، هسپانیا، فرانسې، لوګزامبورګ او مکسیکو په ګډون شپږو هېوادونو د افغانستان وضعیت او په ځانګړې توګه په افغانستان کې د ښځو له حقونو څخه د سرغړونو په اړه د جرمونو نړۍوالې محکمې ته مراجعه وکړه.
د دې محکمې د لوی څارنوال دفتر د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې لیکلي، چې دغو هېوادونو د افغانستان قضیې ته په اشارې سره په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د وضعیت د خرابېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
کریم خان وویل، چې دغو هیوادونو له هغه څخه وغوښتل چې د افغانستان د وضعیت په اړه په روانو څیړنو کې په ۲۰۲۱ کې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته د ښځو او انجونو په وړاندې شوي جرمونو ته پام وکړي.
د جرمونو د نړیوالې محکمې لوی څارنوال وايي، چې د افغانستان د وضعیت په اړه یې فعاله څېړنه کړې او دې کار ته به دوام ورکړي. هغه زياته کړه، چې په افغانستان کې د يادو شويو جرمونو په اړه څیړنو کې د ښځو له بشري حقونو څخه د سرغړونې موضوع هم شامله ده.
په دغه اعلامیه کې راغلي چې د ۲۰۱۷ کال د نومبر په ۲۰مه د څارنوالۍ دفتر د ۲۰۰۳ کال د مې له لومړۍ نیټې راهیسې په افغانستان کې د ادعا شویو جرمونو په اړه د څېړنو د پیلولو لپاره د قضايي واک غوښتنه وکړه. په اعلامیه کې ویل شوي، چې په دې غوښتنه کې هغه نور جرمونه هم شامل دي چې په افغانستان کې له وسله والو شخړو سره تړاو لري او د ۲۰۰۲ کال د جولای له لومړۍ نیټې راهیسې د روم د اساسنامې د نورو غړو هېوادونو په خاوره کې شوي دي.
کریم خان وویل، چې د ۲۰۲۰ کال د مارچ په ۵مه د نړیوالې جنایي محکمې د استیناف محکمې په متفقه توګه د هغه دفتر ته واک ورکړ چې په دې برخه کې څیړنې پیل کړي.
په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د څېړنو پیل
کریم خان وویل، چې د ۲۰۲۲ کال د اکټوبر په ۳۱مه، دویمې محکمې د هغه دفتر ته اجازه ورکړه چې د افغانستان د پخواني حکومت د اعتراض له امله تر یوې مودې ځنډ وروسته په افغانستان کې څیړنې بیا پیل کړي. څارنوالې ټینګار کړی، چې د ۲۰۲۲ کال له اکتوبر راهیسې د هغې دفتر د افغانستان د وضعیت په اړه یوه خپلواکه، بې پرې او پیاوړې څېړنه کړې چې په کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د سیستماتیک تبعیض او ځورونې تورونه هم شامل دي.
په اعلامیه کې ویل شوي، چې څیړنې د جنسیت پر بنسټ د جرمونو تعقیب او حساب ورکولو لپاره دجرمونو نړۍوالې محکمېپراخه ژمنتیا ښيي. په دغو څیړنو کې د انسانیت ضد جرمونه، د جنسیت پر بنسټ تبعیض، او د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی شامل دي.
د جرمونو نړیوالې محکمې د دې محکمې د غړو هېوادونو د دې پرېکړې هرکلی کړی، چې دغو جرمونو او څېړنو ته دې پاملرنه وشي.
کریم خان وویل: "په داسې حال کې چې زه باید د خپل دفتر د څیړنو د جزیاتو په اړه د محرمیت په اهمیت ټینګار وکړم، زه کولی شم راپور ورکړم چې د افغانستان په وضعیت کې د جنسیت پر بنسټ د ځورونې د تورونو په څیړلو کې خورا مهم پرمختګ شوی، او زه ډاډه یم چې زه به ډیر ژر په دې موقف کې اوسم چې د څیړنو پایلې اعلان کړم. "
د جرمونو د نړۍوالې محکمې لوی څارنوال د ټولو هغو کسانو زړورتیا او هوډ وستایه چې له دغې محکمې څخه یې ملاتړ کړی او ویلي یې دي، چې د دې څېړنې د پرمخ بیولو لپاره به له ټولو اړوندو بنسټونو سره همکارۍ او تعامل ته دوام ورکړي او د افغانستان اړوند پرمختګونه له نږدې څاري.
لوی څارنوال زیاته کړه، چې راتلونکې اونۍ به د دې محکمې د غړو هېوادونو بله غونډه جوړه شي او یو ځل بیا به د بشري حقونو د سرغړونو په برخه کې د افغانستان د قضیې د راجع کولو پر غوښتنې ټینګار وکړي.
هغه، په ځانګړې توګه د روم د اساسنامې غړي هېوادونه وهڅول چې همکارۍ ته دوام ورکړي او د څیړنو لپاره اړینې سرچینې چمتو کړي ترڅو په افغانستان کې د ترسره شویو جرمونو حساب ورکونه یقیني کړي.
د پښتونخوا لپاره د ملي جمهوري غورځنګ مشره بشرا ګوهر له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي دي، چې طالبانو په پاکستان کې روزنه تر لاسه کړې او دوی د افغانانو ضد پروژه ده.
نوموړې ویلي، امریکا په دوحه کې له طالبانو سره د سولې تړون له مخې له افغان ولس او پښتنو سره لوی خیانت کړی دی.
هغې وویل چې د دې وخت رارسېدلی چې د دوحې تړون لغوه شي او افغانستان ته رښتینې رهبري ورکړل شي.
د بشرا ګوهر په خبره چې پاکستان د نړۍوالو نیابتي جګړو ټېکه دار دي او په لوی لاس کوښښ کوي چې پښتانه وځپي.
نوموړې وايي، تر هغې چې د پاکستان ریاست په خپل سیاست کې تغیر رانه ولي تر هغې به په افغانستان او پښتونخوا کې وضعیت خراب وي.
د ملي جمهوري ګوند د پښتونخوا مشره په پاکستان کې له افغان کډوالو سره روان چلند غندلی او زیاته کړې ده، چې د پاکستان د حکومت چلند د ټولو بشري قوانینو خلاف دی.
په اسلام اباد کې تر وروستیو لاریونونو وروسته د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې له اسلام اباد څخه دې افغان کډوال ووځي او یا هغه افغانان چې غواړي اسلام اباد کې پاتې شي باید د این او سي سند له ځان سره ولري.
د افغانستان له نولس کلنو کم عمره کرېکټ ملي لوبډلې نن د کرکټ اسیايي شورا اړوند اسیا جام سیالیو کې خپله لومړنۍ لوبه کې له بنګله دېش ماته وخوړه.
افغان لوبډلې د سیالې لوبډلې د ۲۲۹ منډو هدف په ځواب کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۳ منډې جوړې کړې او د ۴۵ منډو په توپیر له ماتې سره مخ شوه.
افغان لوبډلې د پچې ګټلو سره د توپ اچولو پرېکړه وکړه.
سیالې لوبډلې د نهو لوبغاړو سوځېدو سره په پنځوسو اورونو کې ۲۲۸ منډې جوړې کړې.
د بنګلدېش لوبډله کې عزیز ول حکیم د ۱۰۸ منډو جوړولو سره تر نورو ملګرو ډېرې منډې وکړې.
افغان لوبډلې د ټولو لوبغاړو سوځېدو سره تر ۷۸ اور ۱۸۳ منډې جوړې کړې او لوبه یې وبایلله.
په افغان لوبډله کې فیصل خان د ۵۸ منډو جوړولو سره تر نورو ملګرو ډېرې منډې وکړې.
د افغانستان د کرېکټ بورډ د اعلامیې له مخې، افغان لوبډله د راتلونکې یکشنبې په ورځ په دې سیالیو کې خپله دویمه لوبه له سریلانکا سره لري.
له نولس کلونو کمعره کرېکټ لوبډلو اسیا جام د متحده عربي اماراتو په کوربتوب روان دی.
سږ کال د دې جام ۱۱ پړاو دی، چې افغانستان، پاکستان، هند، بنګلدېش، سریلانکا، متحده عربي امارات، جاپان او نېپال پکې په دوو ګروپنو کې لوبېږي.
دا جام چې نن پیل شوې، پایلوبه یې د ډيسمبر پر اتمه کېږي.
تېر کال د دې جام پایلوبه کې بنګلدېش متحده عربي اماراتو ته په ماتې ور کولو دا اتلولي خپله کړې وه.