• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: سفیر مو د عربي اماراتو له مشر غوښتي چې د افغان بندیانو د لېږد اسانتیاوې برابرې کړي

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۴، ۱۰:۴۷ GMT+۰تازه شوی: ۱۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۰:۳۲ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، په متحده عربي اماراتو کې د دوی د حکومت سفیر بدرالدین حقاني د دغه هېواد له مشر غوښتي چې افغانستان ته د بندیانو د لېږد اسانتیاوې برابرې کړي. ضیا احمد تکل نن د ویډیو پیغام خپرولو سره وايي، ښاغلي حقاني له محمد بن زاید ال نهیان سره لیدلي.

ښاغلی تکل دا نه وايي، چې دا لیدنه کله شوې، خو زیاتوي چې د دواړو په لیدنه کې، په افغانستان کې اوسني پرمختګونه او افغانانو ته د متحده عربي اماراتو د ویزو اسانتیاوې برابرول د بحث نور موضوعات وو.

طالبان وايي د دوی سفیر په دغه هېواد کې د افغانانو د بېلابېلو ستونزو د حل یادونه هم کړې ده.

د ضیا احمد تکمل په وینا، محمد بن زاید ال نهیان په دې لیدنه کې له طالبانو سره د همکارۍ ژمنه وکړه.

د تېرې چهارشنبې په ورځ د متحده عربي اماراتو د دولت رییس د طالبانو د سفیر په ګډون د یو شمېر نویو سفیرانو باورلیکونه ومنل.

متحده عربي امارات د نورو هېوادونو په څېر د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني.

په ۱۹۹۰ لسیزه کې د پاکستان او سعودي عربستان ترڅنګ دغه هېواد په نړۍ کې یوازینی هیواد وو چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی و.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

ایرنا:د افغانستان، ایران، هند او ازبکستان ګډې کارډلې د چابهار د ټرانزېټ اسانتیاوې وارزولې

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۴، ۱۰:۱۵ GMT+۰

د ایران رسنۍ د دغه هېواد د چارواکو له قوله وايي، د هند په کوربتوب د افغانستان، ایران او ازبکستان ګډې کارډلې د چابهار بندر د ټرانزېټ او زيربناوو په برخه کې د اسانتياوو د ارزولو او خنډونو د لرې کولو لپاره غونډه کړې.

ایرنا خبري اژانس وايي، دغه غونډه په ممبيي په ښار کې جوړه شوې او د ایران د چابهار بندر د اقتصادي چارو مرستيال حسين شهدادي پکې ګډون درلود.

د ایرنا د شنبې ورځې د خبر له مخې، دغې کارډلې د چابهار له لارې د سوداګريزو راکړو ورکړو د اسانتیاو او د ستونزو د حل په موخه بحث کړی دی.

ایرنا وايي، د چابهار د ګډې کارډلې په دریمه غونډه کې «د افغانستان، هند او ازبکستان د بندرونو، د ټرانزيټ او اوبو وزارتونو لوړپوړو چارواکو، په هند کې د افغانستان، ازبکستان او ایران سفیرانو، د هند د بهرنيو چارو وزارت چارواکو او د فعالو خصوصي سکټورنو او سوداګرۍ خونې مشرانو ګډون درلود.»

تېره مياشت د لړم په ۱۷ مه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ويلي و، چې د هند ځانګړي استازي جي پي سېنګ د امیرخان متقي سره په لیدنه کې د چابهار بندر په اړه د سیمې د هېوادونو، افغانستان او هند تر منځ د خبرو اترو د شروع کېدو اړوند خبرې کړې دي.

په کابل کې د ایران نوی سفیر وايي، چې افغانان دې هغه هېواد ته د قانوني لارو سفر وکړي

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۴، ۰۸:۲۱ GMT+۰

په افغانستان کې د ایران نوی سفیر علي رضا بېکدلي وايي، چې که افغانان ایران ته د تګ تکل لري؛ نو هڅه دې وکړی چې له قانوني لارو هغه هېواد ته ولاړ شي.

ښاغلی بېکدلي چې د شنبې په ورځ د (لېندۍ په ۱۰ مه) کابل ته رسېدلی ویلي یې دي، هغه افغانان چې په قانونی لارو ایران ته تللي نه یوازې دا چې ځورول شوي نه دي؛ بلکې د نوموړي په خبره د هغوی درناوی هم شوی دی.
ښاغلي بېکدلي د کابل په هوايي ډګر کې خبریالانو ته ویلي:« موږ هڅه کوو، چې په دې توګه د خلکو تګ راتګ زیات شي او دغه کار د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو د ټینګښت لامل هم کېږي.»

خو تر ده وړاندې د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني خبرداری ورکړی و، چې هېواد یې د نورو افغان کدوالو د منلو وړتیا نه لري او د هغوی د اېستلو چارې د دوی په لومړیتوبونو کې دي.

بله غاړه داسې راپورونه هم په رسنیو کې خپاره شوي وو، چې ګواکې ایران هغه افغانان هم نیسي، بندیانوي او په زوره یې افغانستان ته استوي چې باسپورتونه او ویزې په لاس لري.

په دې تړاو افغانستان انټرنشنل ته هم افغانانو بې شمېره ویدیو ګانې استولې او د ایراني پولیسو له بد سلوک څخه یې شکایتونه کړي دي.

‏جلالي: طالبان دې د «هڅولو او رټلو» له لارې اړ کړل شي، چې ترهګرې ډلې کابو کړي

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۴، ۰۶:۱۶ GMT+۰

د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر وايي، د سیمې هېوادونه کولای شي چې د هڅولو او په ځینو برخو کې د رټلو له لارې طالبان دې ته اړ باسي چې په افغانستان کې ترهګرې ډلې کابو کړي.

علي احمد جلالي وايي، تر هغې چې طالبان په خپلې واکمنۍ کې له یو لړ ننګونو سره مخامخ نه شي؛ نو شونې نه ده چې د سیمې د هېوادونو فشارونو ته دې غاړه کېږدي.

ښاغلي جلالي د جمعې په ورځ د (لېندۍ په نهمه) په خپله اېکس پاڼه د ټولیز امنیت د غړو هېوادونو په وروستۍ ناسته کې د دغو هېوادونو اندېښنو ته اشاره کړې، چې په افغانستان کې یې د ترهګرو ډلو د حضور له امله په ډاګه کړې وې.

د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر ویلي، سره له دې چې طالبانو ډاډ ورکړی چې د دوی له خاورې به د سیمې او نورو نړۍوالو ته ګواښونه نه پېښېږي؛ خو ښاغلي جلالي په دې برخه کې دا خبره ډاګیزه کړې، چې ښايي طالبان د دغه ژمنې په عملي کولو کې د بېلابېلو دلایلو له مخې پاتې راشي.

د ښاغلي جلالي له نظره طالبان د خپلو کړنو او سیاستونو له مخې په خپلو کې سره یوه خوله نه دي او هره ډله بېلابېلې غوښتنې او نظریې لري.

هغه وايي، په طالبانو کې شته توپیرونه به د ترهګرو ډلو پر وړاندې د دوی په سیاستونو او کړنو کې درز رامنځته کړي.

ښاغلی جلالي هغو دوو لاملونو ته اشاره کوي، چې د ده له نظره طالبان د ترهګرو ډلو سره په ژمنو کې پاتې راولي، هغه یو ایډیولوژیک تړاو یادوي چې د ګڼو جهادي ډلو تر منځ په توپیر کې دی. په داسې حال کې چې طالبان ښايي د خپل نړۍوال مشروعیت او اقتصادی مرستو په لټه کې وي، په دویم لامل کې هغه د طالبانو او القاعده ډلې تر منځ هغو لرغونو اېډیولوژیکو تړاوونو یادونه کوي، چې له امله یې د ترهګرۍ پر وړاندې د هغوی مبارزه نوره هم پېچلې کولای شي.

ښاغلی جلالي د ترهګرۍ سره د طالبانو په مبارزه کې د پاتې راتلو درېیم لامل ته هم اشاره کوي، د هغه په باور د دوی د ملاتړو تر منځ د انډول ساتنه او د توند لارو عناصرو خوندي کول هغه بل څه دي چې په دې برخه کې د دغې ډلې مبارزه ټکنۍ کولای او تر پوښتنې لاندې راوستلای شي.

ښاغلی جلالي دا رنګه وايي: «د نړۍوالو له‌خوا د دوی په رسمیت پېژندنه او مالي ملاتړ ښايي دوی دې ته وهڅوي، چې ترهګرې ډلې په خپل کابو کې راولي؛ خو طالبان ښايي په خپلو لیکو کې د توند لارو عناصرو له امله هم مالي ملاتړ تر لاسه کړي او هغوی باید په دې برخه کې انډول له پامه و نه غورځوي.»

علي احمد جلالي دا رنګه لیکلي، که څه هم چې طالبان دا مهال په ټول افغانستان واک چلوي؛ خو په خبره یې چې لا هم چاپېریال د هغوی لپاره ډاډمن نه دی.

هغه وايي، د ګڼو وسلو او وسله‌والو پراخه حضور کېدای شي چې د نادولتي وسله‌والو ډلو لیکې پیاوړې کړي.

د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر وايي، چې لا هم وضعیت پېچلی دی او طالبان د پېچلیو کورنیو فشارونو، اېډیولوژیکو ژمنو او بهرنیو تمو تر منځ لاس او پښې وهي.

ښاغلی جلالي په دې باور دی، چې نړۍواله ټولنه د افغانستان پر اوضاع بشپړه څارنه کوي او د امنیتي اندېښنو تر څنګ له طالبانو سره د تعامل د لارو چارو په لټه کې هم ده.

ښاغلی جلالي وايي، داسې نه ښکاري چې طالبان دې د سختو فشارونو پرته جوړ جاړي ته غاړه کېږدي.

هغه وايي، چې د سختو فشارونو د راوړلو له امله کېدای شي چې هغوی د نړۍوالو غوښتنې ومني؛ خو دغه فشارونه باید یوازې په کابل نه، بلکې تر ډېره دې په کندهار هم راوستل شي.

د طالبانو له واکمنۍ راهیسې تر ۱۲۰۰۰ ډېر افغانان د بشري ویزو له لارې برازیل ته تللي

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۴، ۰۰:۰۸ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویلي، چې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې په تېرو درېیو کلونو کې څه باندې ۱۲ زره افغانان د بشري ویزو په مرسته برازیل ته تللي دي. دغه سازمان په یو راپور کې ویلي، چې د کډوالو دې څپې په برازیل کې پر سیمه ییزو سرچینو ډیر فشار راوړی دی.

د جمعې په ورځ، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په برازیل کې د کډوالو د وضعیت او شمیر په اړه یو راپور خپور کړی دی.

د دغه راپور له مخې، برازیل د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو په تېره بیا د وینزویلا، افغانستان، هایتي، سوریې او اوکراین د ۷۹۰ زره کډوالو کوربه دی.

په راپور کې راغلي، چې د برازیل ساو پاولو ښار کې د افغانانو په ګډون د بېلابېلو هېوادونو د کډوالو په شمېر کې زیاتوالی راغلی او له ۲۰۲۱ کال څخه تر ۲۰۲۴ کال پورې افغانانو ته د بشري ویزې د تګلارې له پلي کېدو راهیسې له ۱۳۰۰۰څخه زیاتې بشري ویزې ورکړل شوې دي.

د دغه راپور له مخې، په دې موده کې تر ۱۲۰۰۰ډېر افغان کډوال برازیل ته داخل شوي دي.

ملګرو ملتونو برازیل ته د کډوالو د راتګ او د هغوی د اړتیاوو د تدریجي زیاتوالي له امله د سیمه ایز هرکلي او ادغام د سیستم د تطبیق لپاره د لا زیاتو مرستو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره په برازیل کې د کډوالو پر ملاتړ ټینګار کوي، په دغه هیواد کې د افغان کډوالو د ستونزمن وضعیت په اړه نور راپورونه خپاره شوي دي.

په رسنیو کې د امنیتي اندېښنو وروسته هبت الله د کندهار د امنیتي وضعیت څارنه کوي

۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۴، ۲۲:۴۶ GMT+۰

په یو غږیز پیغام کې چې افغانستان انټرنشنل ته رسیدلی، د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د کندهار د امنیتي وضعیت‌ په اړه د دغه ولایت د امنيت امر محمدولي شاه اغا او د امنيه قوماندانۍ د قرارګاه د ټولي قوماندان ذوالفقار سره د مخابرې له لارې د امنیتي وضعیت پوښتنه او څارنه کوي.

هبت الله د مخابرې له لارې د څو بیلابیلو طالب امنیتي چارواکو پوښتنه هم کوي، او دغه خبرې چې ظاهرا د شپې پر مهال شوي، نومړي دا څاري چې د ښار امنیتي کسان ویښ دي او که نه.

په دغه پیغام کې د کندهار د امنيت امر محمدولي شاه اغا هبت الله ته ډاډ ورکوي‌، چې په دغه ښار کې امنيتي ګزمې په منظمه توګه روانې دي او دا چې کومه امنیتي‌ ستونزه نه شته.

په کندهار کې د طالبانو د امنيه قوماندانۍ د ټولي قرارګاه قوماندان ذوالفقار هم هبت الله ته د امنیت په اړه د اطمینان ورکولو وروسته وايي، چې ځینې کسان په مخابرې کې ځکه غږ نه کوي، چې د هغه غږ یې اوریدلی او خبرو ته یې غوږ نیولی دی.‌

په دې وروستیو کې یو شمیر رسنیو د کندهار د امنیتي‌ وضعیت د خرابیدو په اړه یو لړ راپورونه خپاره کړي و او دغه پیغام د همدې اندیښنو وروسته خپور شوی.