د طالبانو امربالمعروف: ارزو ټلویزیون مو د «اسلامي ارزښتونو د ساتنې» په موخه تړلی دی

د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت وايي، چې په کابل کې یې د ارزو ټلویزیون د «اسلامي ارزښتونو د ساتنې او له رسنیو څخه د ناسمې ګټې اخیستنې» د مخنیوي په موخه تړلی دی. د طالبانو استخباراتو او امربالمعروف کارکوونکو تېره ورځ په کابل کې د ارزو ټلویزیون دفتر تړلی.