• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اسټرالیا او ملګرو ملتونو استازو په افغانستان کې د ښځو پر وضعیت خبرې وکړې

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۵۰ GMT+۰تازه شوی: ۱۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۷:۲۹ GMT+۰

د افغانستان لپاره د اسټرالیا سفارت د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې له استازې سره د جنسیت د برابرۍ په برخه کې د دغه هېواد سفیرې سټفني کوپوس کمپبل د لیدنې خبر ورکړ. په دې کتنه کې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت او د ښځو او ماشومانو پر ستونزو خبرې شوې.

د دوشنبې په ورځ «د لیندۍپه ۱۹مه» دغه سفارت پر اېکس یوه یادښت کې لیکلي چې په دې ناسته کې "د بشري حقونو پراخې ننګونې چې افغان ښځې او ماشومان ورسره مخ دي" خبرې وشوې.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې له استازې سره د جنډر د برابرۍ په برخه کې د اسټرالیا د سفیرې غونډه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې په افغانستان کې ښځې له سختو قانوني او ټولنیزو محدودیتونو سره مخ دي او زده کړو، کار او بنسټیزو ازادیو ته د هغوی لاسرسی سخت محدود شوی دی.

اسټرالیا، جرمني، هالنډ او کاناډا د هغو لومړنیو هېوادونو په ډله کې وو چې اعلان یې وکړ د عدالت نړیوالې محکمې ته به د طالبانو پرضد شکایت وکړي.

په دې وروستیو کې د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې په افغانستان کې د روغتیايي مرکزونو د تړلو په غبرګون کې ویلي و چې طالبانو د ښځو لپاره وروستی فرصت هم له منځه یووړ.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

طالبان: د قوشتیپې کانال د دویمې برخې د کېدنې کار ۸۱ سلنه بشپړ شوی دی

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۶:۵۴ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د ملي پراختیا شرکت وايي، د قوش تېپې کانال د دویم فاز چارې ۸۱ سلنه بشپړې شوې او د دغه کانال د بند چارې هم نږدې ۶۷ سلنه پرمخ تللې دي.

د طالبانو تر واک لاندې د ملي پراختیا شرکت ویاند د قوش تېپې کانال د یوې ویډیو په خپرولو سره وایي، چې د یاد کانال د دویم فاز د کېندنې کار ۸۱ سلنه بشپړ شوی دی.

د قوش تېپې کانال د‌ پروژې مدیر انجینر ذبیح الله امیري وايي، د پلان له مخې، د یاد کانال په اوږدو کې باید ۱۷ پلونه جوړ شي، چې له دې جملې څخه د دوو سترو پلونو د جوړېدو چارې بشپړې شوې دي.

په دې وروستیو کې د ملي پراختیا شرکت لپاره د طالبانو مشر عبدالرحمان عطاش د یاد کانال د جوړیدو له چارو څخه په بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې لیدنه کړې او د یادې لیدنې پرمهال د طالبانو د ځمکوالۍ ریاست له لوري د ملي پراختیا شرکت ته د یادې ډلې د مشر ملا هبت الله اخوندزاده د فرمان له مخې یو میلیون جریبه دولتي ځمکه په واک کې ورکړل شوې ده.

د ملي پراختیا شرکت د راپور له مخې، یاد شرکت به له یادې یو میلیون جریبه ځمکې څخه په بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې د کرنیزو او صنعتي کمپلیکسونو په جوړولو کې ګټه واخلي.

د ملي پراختیا شرکت وايي، د قوش تېپې کانال د دویم فاز د کېندنې چارې د روان کال په لومړیو کې پیل شوې او د یاد کال تر پایه به بشپړې شي.

همدارنګه یاد شرکت وايي، چې د ۱۰۸ کیلومتره په اوږدوالي د قوش تېپې کانال لومړي فاز چارې بشپړې شوې او ۱۲۸ کیلومتره په اوږدوالي د یاد کانال د دویم فاز چارې چې د ۸۰ شرکتونو له لوري روانې دي ډیر ژر به بشپړې شي.

عبدالغفور لېوال: په اسلامي جغرافیا کې د بنسټپالو جهادي ډلو په اړه عام تصور په بدلېدو دی

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۶:۱۷ GMT+۰

په ایران کې د افغانستان پخوانی سفیر او د سیاسي چارو شنونکی عبدالغفور لېوال وايي، په اسلامي جغرافیا کې د بنسټپالو جهادي ډلو په اړه عام تصور بدلیږي. هغه وايي، له اسلامپالو ډلو د خلکو تمې ځکه پرې شوې چې د نورو نیابتي جګړې کوي.

‏ په ایران کې د افغانستان پخواني سفیر او د سیاسي چارو شنونکی عبدالغفور لېوال نن دوشنبه د (لیندۍ ۱۹مه) په ایکس پاڼه په یوه یادښت کې لیکلي، په اسلامي جغرافیا کې د بنسټپالو جهادي ډلو په اړه عام تصور په بدلېدو دی او ورځ تر بلې یې د پخوا پرتله اغېز کمیږي.

‏ښاغلی لېوال زیاتوي چې، له اسلامپالو ډلو د خلکو تمې ځکه پرې شوې چې: «دغه ډلې اوس د امریکا، روسیې، چین، ایران او پاکیستان د ګټو په نیابتي سیالیو کې لیلام شوې، او د خلکو دغه هیله هم ولاړه.»

هغه وړاندې وايي، چې خلکو له دغو بنسټپالو او جهادي ډلو هیله لرله چې، «که یې دنیوي هوسا ژوند ته یې ونه رسوي، اخرت خو به یې ورښه کړي.»

عبدالغفور لېوال زیاتوي چې د بنسټپالو ډلو د کړنو له امله ‏اوس د خلکو هیلې ملي ولسواکو دولتوته دي.

سیاسي شنونکي په داسې حال کې پر بنسټپالو ډلو نیوکې کوي چې پر طالبانو تور دی چې دوی په افغانستان کې واک ته له رسیدو وروسته په نړۍ د لویو ځواکمنو هیوادونو په مالي ملاتړ روان دي او په دې سره د هغوی تګلارې عملي کوي.

تازه په سوریه کې د تحریرالشام په نوم یوه جهادي ډله چې د دغه هیواد د مخکني ولسمشر بشارالاسد د حکومت په پرځېدو کې یې رول لاره، پرې نیوکې دي چې دغې ډلې د امریکا په ملاتړ د بشارالاسد حکومت چې د ایران او روسیې له لوري یې ملاتړ کېده نسکور کړ.

رینا امیري له قطري چارواکو سره د نجونو د زده‌کړو او د افغانستان د ټیکاو په اړه خبرې کړې دي

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۴:۴۸ GMT+۰

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې د دوحې فورم د ۲۲مې ناستې په څنډه کې د قطر د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي فیصل بن عبدالله الحنزاب او د دغه هېواد د پوهنې وزیرې لولو الخاطر سره وکتل.

رینا امیري د قطر د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د نږدې اړیکو او د هغوی د ملاتړ او پراختیا پر لارو چارو او دارنګه په افغانستان کې د ټیکاو د ټینګښت لپاره د نړۍوالو هڅو په اړه خبرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده د امریکا د نړۍوالې پراختیا ادارې او زده کړې د ټولو لپاره په نوم قطري بنسټ چارواکو ویلي، چې د یکشنبې په ورځ یې په افغانستان کې د هغو ماشومانو، نجونو او ځوانانو د زده کړې د ملاتړ لپاره د ۵۰ میلیونو یو تړون لاسلیک کړ چې په افغانستان کې له زده کړو پاتې دي.
دغو دوو بنسټونو د څه باندې سل زره هغو ماشومانو د ثبتولو لپاره چې له درسونو څخه پاتې شوي، په مساوي توګه ۵۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړي او نږدې دوه زره ځوانانو ته یې تحصیلي بورسونه ورکړي دي.
ورته مهال په یوې بلې جلا ناسته کې اغلې امیري د قطر د پوهنې وزیرې سره د افغانستان په روان وضعیت خبرې کړې دي.

100%


په دغه ناسته کې دواړو خواوو د افغانستان په ښوونیزو برخو کې د ګډو همکاریو پر اړخونو او په ځانګړې توګه د نجونو د زده‌کړو او د هغوی له حقونو د ملاتړ او ودې پر لارو چارو خبرې اترې کړې دي.

سهیل شاهین:افغانستان کې د زده‌کړو او اقلیمي بدلون په اړه مو له بهرنیو استازو سره خبرې وکړې

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۲:۵۳ GMT+۰

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین وايي، د افغانستان لپاره یې د نیدرلینډ له سفیرې او د افغانستان لپاره د جرمني د شارژدافیر سره یې په لیدنه کې د زده کړو، اقلیمي بدلون او بشري مرستو په اړه خبرې کړې دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین پر اېکس پاڼه لیکلي، چې په قطر کې یې د افغانستان لپاره د نیدرلینډ له سفیرې لتیتیا وان اېچ او د افغانستان لپاره د جرمني د شارژدافیر رولف دیتر سره سره کتلي.

نوموړی وايي، په دغه کتنه کې د دواړو هېوادونو له استازو سره په افغانستان کې د زده کړو، د اقیلم بدلون او بشري مرستو په اړه غږېدلی دی.

سهیل شاهین دا نه دي، چې په یادو برخو کې ورسره دغو بهرنیو استازو کومې ژمنې کړې او که نه خو وايي، چې په دې اړه غږېدلي دي.

د افغانستان خلک تر بل هر وخت معیاري زده‌کړو، د ژوندانه مناسب چاپیریال او بشري مرستو ته اړتیا لري، چې دا مهال د افغانستان د نفوس له نمايي زیات وګړي په دې برخو کې له ستونزو سره مخ دي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره د افغانستان لپاره د نیدرلینډ او جرمني په ګډون یو شمېر نوورو هېوادونو خپل سفارتونه د ۲۰۲۱ اګسټ میاشت کې په کابل کې وتړل او یادو هېوادونو د افغانستان لپاره خپل سفارتونه په قطر کې هېواد کې پرانیستي دي.

قطر او امریکا له افغانستان سره د زده کړو په برخه کې پنځوس میلیونه ډالره مرسته کوي

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۲:۰۹ GMT+۰

د امریکا د نړۍوالې پراختیا ادارې او (زده کړې د ټولو لپاره) په نوم قطري بنسټ د یکشنبې په ورځ په افغانستان کې د هغو ماشومانو، نجونو او ځوانانو د زده کړې لپاره یو تړون لاسلیک کړ چې په افغانستان کې له زده کړو پاتې دي. دغو دواړو بنسټونو د افغانستان د پوهنې په ملاتړ ټینګار وکړ.

دغو دوو بنسټونو د څه باندې سل زره هغو ماشومانو د ثبتولو لپاره چې له درسونو څخه پاتې شوي، په مساوي توګه ۵۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړي او نږدې دوه زره ځوانانو ته یې تحصیلي بورسونه ورکړي دي.

زده کړې د ټولو لپاره د بنسټ موقت اجرایوي مشر محمد الکوبیسي وویل:«د متحده ایالاتو د نړۍوالې پراختیا ادارې سره همکاري د ټولګډونه او عادلانه زده کړې احساس کولو لپاره یو مهم ګام دی. دا ګډې هڅې کولی شي خنډونه لرې کړي، ټولنې پیاوړې کړي او د روښانه راتلونکي سره مرسته وکړي.»

همدارنګه د افغانستان لپاره د امریکا نړۍوالي پراختیا ادارې مدیر جویل سنډفور وویل: «دا همکاري ډاډ ورکوي چې افغان میرمنې او نجونې باکیفیته زده کړو ته لاسرسی ولري او د افغانانو لپاره یو ښه راتلونکی جوړیږي.»

دواړو خواوو د ټولو لپاره د زده کړو د بنسټیز حق په برخه کې په ځانګړې توګه د زیانمنو او خطر سره مخامخ ټولنو لپاره په خپلو ګډو ژمنو ټینګار کړی.