طالبان: د قوشتیپې کانال د دویمې برخې د کېدنې کار ۸۱ سلنه بشپړ شوی دی

د طالبانو تر واک لاندې د ملي پراختیا شرکت وايي، د قوش تېپې کانال د دویم فاز چارې ۸۱ سلنه بشپړې شوې او د دغه کانال د بند چارې هم نږدې ۶۷ سلنه پرمخ تللې دي.

د طالبانو تر واک لاندې د ملي پراختیا شرکت وايي، د قوش تېپې کانال د دویم فاز چارې ۸۱ سلنه بشپړې شوې او د دغه کانال د بند چارې هم نږدې ۶۷ سلنه پرمخ تللې دي.
د طالبانو تر واک لاندې د ملي پراختیا شرکت ویاند د قوش تېپې کانال د یوې ویډیو په خپرولو سره وایي، چې د یاد کانال د دویم فاز د کېندنې کار ۸۱ سلنه بشپړ شوی دی.
د قوش تېپې کانال د پروژې مدیر انجینر ذبیح الله امیري وايي، د پلان له مخې، د یاد کانال په اوږدو کې باید ۱۷ پلونه جوړ شي، چې له دې جملې څخه د دوو سترو پلونو د جوړېدو چارې بشپړې شوې دي.
په دې وروستیو کې د ملي پراختیا شرکت لپاره د طالبانو مشر عبدالرحمان عطاش د یاد کانال د جوړیدو له چارو څخه په بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې لیدنه کړې او د یادې لیدنې پرمهال د طالبانو د ځمکوالۍ ریاست له لوري د ملي پراختیا شرکت ته د یادې ډلې د مشر ملا هبت الله اخوندزاده د فرمان له مخې یو میلیون جریبه دولتي ځمکه په واک کې ورکړل شوې ده.
د ملي پراختیا شرکت د راپور له مخې، یاد شرکت به له یادې یو میلیون جریبه ځمکې څخه په بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې د کرنیزو او صنعتي کمپلیکسونو په جوړولو کې ګټه واخلي.
د ملي پراختیا شرکت وايي، د قوش تېپې کانال د دویم فاز د کېندنې چارې د روان کال په لومړیو کې پیل شوې او د یاد کال تر پایه به بشپړې شي.
همدارنګه یاد شرکت وايي، چې د ۱۰۸ کیلومتره په اوږدوالي د قوش تېپې کانال لومړي فاز چارې بشپړې شوې او ۱۲۸ کیلومتره په اوږدوالي د یاد کانال د دویم فاز چارې چې د ۸۰ شرکتونو له لوري روانې دي ډیر ژر به بشپړې شي.