• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په هرات کې د بې سرپرسرته ښځو د ملاتړ مرکز پرانیستی دی

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۹:۲۳ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د خبر له مخې، د هرات د کار او ټولنیزو چارو ریاست له لوري په دغه ولایت کې د بې سرپرسته ښځو د ملاتړ مرکز پرانیستی دی. طالبانو کابل ښار کې هم سوالګرې ښځې یوه مرکز ته ټولې کړې وې چې بیا تر د جنسي تېریو راپورنه خپاره شول.

دغه اژانس د دوشنبې په ورځ د (لیندۍ ۱۹مه) په هرات ولایت کې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو مشر میرزا محمد ابونصر له قوله خبر ورکړی، چې په یاد ولایت کې یې د بې سرپرسته ښځو د ملاتړ لپاره یو مرکز پرانیستی دی.

ښاغلی میرزا محمد وايي، له دې وروسته له ښاره بې سرپرسته ښځې راټولیږي او د دغه مرکز تر څارنې لاندې نیول کیږي.

نوموړي ویلي، تمه لري، چې دغه طرحه به د بې سرپرسته ښځو د ژوند په ښه والي سربیره د ټولنیزو ستونزو په کمولو کې اغیزمنه تمامه شي.

تر دې وړاندې د طالبانو حکومت کابل ښار کې هم سلګونه سوالګرې ښځې یوه مرکز ته ورټولې کړې وې چې بیا پرې د جنسي تیریو خبرونه خپاره شول.

خو د هرات د کار او ټولنیزو چارو د مشر له لوري د بې سرپرسته ښځو او په دغه مرکز کې د هغوی د ساتلو په تړاو نور معلومات نه دي ورکول شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته یادې ډلې په کابل او د هېواد په نورو ولایتونو کې د ښځو د ساتلو د “امن کور” په نوم ټول فعالیتونه او ادارې وتړلې.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیره: طالبانو د ښځو پاتې فرصتونه هم له منځه یوړل

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۸ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۰:۳۸ GMT+۰

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې په افغانستان کې د طبي انسټېټوتونو د تړلو په غبرګون کې وویل، چې طالبانو د ښځو لپاره لږ پاتې فرصتونه هم له منځه یوړل.

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې د شنبې په ورځ پر اېکس پاڼې لیکلي، چې د طالبانو له خوا د نرسنګ او قابله ګۍ په زده کړو پر ښځو بندیز د ښځو د زده کړې او کارموندنې په برخه کې هغه پاتې لږ فرصتونه هم له منځه یوړل.

هغې خبرداری ورکړ، چې دا پرېکړه «د انسانانو ژوند په خطر کې اچوي.»

اسټرالیا، جرمني، هالنډ او کاناډا د لومړنیو هېوادونو په ډله کې وو، چې اعلان یې وکړ چې د عدالت نړۍوالې محکمې ته به د طالبانو پرضد دعوه وکړي.

د نړۍ څه باندې ۲۰ هېوادونو د جرمني، اسټرالیا، کاناډا او هالنډ د هغې پرېکړې ملاتړ کړی، چې د عدالت په نړۍواله محکمه کې به طالبان محاکمه کړي.

په دې وروستیو کې د جرمونو نړۍوالې محکمې وویل، چې په افغانستان کې به د ښځو د جنسیتي ځورونې په اړه څېړنې کوي او ډېر ژر به یې پایلې خپرې کړي.

د دې محکمې لوى څارنوال کريم خان په دې وروستيو ورځو کې له يو شمېر فعالو مېرمنو سره وکتل او هغوى ته يې ډاډ ورکړ، چې ښه خبرونه پر لار دي.

تېره اوونۍ د طالبانو مشر د ښځو او نجونو لپاره د طبي روزنیزو انسټېټوتونو مرکزونه وتړل.

دغه پرېکړه له پراخو نړۍوالو غبرګونونو سره مخ شوه.

په کابل کې طالب چارواکو د دې پرېکړې په اړه څه نه دي ویلي.

د امریکا سفارت: په افغانستان کې پر زده کړو بندیز د کم عمر ودونه ۲۵ سلنه زیات کړي

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۶ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۸:۲۵ GMT+۰

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت وايي، چې په دغه هیواد کې پر زده کړو بندیز د مخکې له وخته او کم عمره کسانو د ودونو کچه ۲۵سلنه لوړه کړې ده. دغه سفارت وویل، چې اټکلونه ښيي چې ۲۸،۷سلنه افغان مېرمنې تر ۱۸ کلنۍ مخکې واده شوي دي.

په دوحه کې د افغانستان لپاره د امریکا سفارت د جمعې په ورځ (د لېندۍ ۱۶مه) د جنسیټ پر بنسټ د تاوتریخوالي پر ضد د دوه اوونیز کمپاین په ترڅ کې وویل، چې په سلو کې ۹،۶ افغان ښځې تر ۱۵ کلنۍ مخکې واده شوي دي. دغه سفارت ویلي، چې افغان مېرمنې او نجونې د کم عمر او اجباري ودونو مستحقې نه دي.

دغه سفارت زیاته کړه، چې د طالبانو له خوا د شپږم ټولګي څخه پورته د ښځینه زده کونکو په زده کړو بندیز په افغانستان کې د ماشوم زیږون کچه ۴۵ سلنه لوړه کړې. د امریکا د سیاسي نمایندګۍ په وینا، په کم عمر کې واده کولو او د ماشوم زیږول د ښځو پر زیان سربیره، د ټولنې اقتصاد او ټولنیزو مسایلو ته صدمه رسوي.

د امریکا سفارت د جبري او کم عمره ودونو شمېرې خطرناکې وبللې او وې ویل، چې افغان ښځې او نجونې عاجلو مرستو ته اړتیا لري. دغه سفارت ټینګار کړی چې په افغانستان کې د کم عمره ودونو عوامل باید په نښه شی.

دغه سفارت دا هم ویلي، چې د طالبانو د امر بالمعروف قانون له تصویب سره د افغان ښځو او نجونو وضعیت خراب شوی دی.

تر دې مخکې په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافیرې کرن ډېکر د پنجشبې په ورځ ویلي و، چې د طالبانو له خوا د ښځو د خاموشولو له هڅو سربیره، امریکا لا هم د افغان ښځو غږ اوري او د هغوی د حقونو ملاتړ کوي. هغې د ښځو لپاره د کار او زده کړو د فرصتونو په رامنځته کولو هم ټینګار کړی و.

بې پولې ډاکټران: د طالبانو نوې پرېکړه د افغانستان روغتیايي سیستم ګواښي

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۶ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۲:۰۸ GMT+۰

د بې پولې ډاکټرانو سازمان وايي، د طالبانو له خوا په روغتیايي موسسو کې د ښځو پر زدکړو بندیز لګول د افغانستان روغتیايي سیستم ته ګواښ دی او د ښځو پر روغتیا به منفي اغیز ولري. دغه سازمان ویلي چې د طالبانو دغه اقدام له عامه او مسلکي ژوند څخه د ښځو د ایستلو یو بل ګام دی.

د بې پولې ډاکټرانو سازمان ویلي، چې د روغتیايي کارکوونکو کموالی په افغانستان کې روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې په ځانګړې توګه روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د نرینه او ښځینه روغتونونو پر جلاوالي هم منفي اغیزې کړې دي.

د یاد سازمان په خبره د طالبانو نوي بندیز کیفیت لرونکو روغتیایی خدمتونو ته لاسرسی نور هم محدود کړی دی.

په افغانستان کې د بې پولې ډاکټرانو سازمان استازي میکایل لي پاه نن د جمعې په ورځ وویل:«د تعلیم یافته ښځینه طبي کارکوونکو پرته هیڅ روغتیايي سیستم نشته.»

نوموړي زیاته کړه چې په افغانستان کې د دغه سازمان له ۴۱ سلنې ډیر طبي کارکوونکي ښځې دي.

لو پاه ټینګار وکړ، چې د طالبانو نوې پریکړه ښځې له زدکړو او د بې طرفه روغتیايي خدمتونو له وړاندې کولو بې برخې کوي.

د بې پولې ډاکټرانو سازمان وايي، په افغانستان کې طبي اړتیاوې ډېرې دي او د حل لپاره باید لا ډېرې ښځې وروزل شي.

د دغه سازمان په اعلامیه کې ویل شوي، چې په تیرو دریو کلونو کې په افغانستان کې د طالبانو محدودیتونو په بیساري ډول طبي زدکړو ته د ښځو لاسرسی کم کړی دی.

د دې اعلامیې په یوه برخه کې راغلي، چې د خوست ولایت د زیږون په مرکز کې چې په نړۍ کې یو له بوختو زیږونیزو مرکزونو څخه دی، د اړینو بستونو لکه نرسانو او ولادي ډاکټرانو بستونه ډکول ستونزمن کار دی.

د طالبانو له لوري د طبي زدکړو د انیسټیټونو د بندیدو په غبرګون د بې پولې ډاکټرانو سازمان ویلي، چې په افغانستان کې په عمومي ډول طبي زدکړو او نور تعلیم ته د ښځو د لاسرسي له حق څخه دفاع ته دوام ورکوي.

دوی وايي، په افغانستان کې طبي اړتیاوې ډېرې دي او د هغو د پوره کولو لپاره طبي کارکوونکې لا ډېرې روزنې ته اړتیا ده.

بې پولې ډاکټران یو غیري انتفاعي نړیوال سازمان دی چې په بحراني سیمو کې طبي او بشري خدمتونه وړاندې کوي.

دا سازمان په ۱۹۷۱ کال کې د فرانسوي ډاکټرانو او ژورنالیستانو د یوې ډلې له خوا جوړ شو او اوس په څه باندې ۷۰ هیوادونو کې فعالیت لري.

په هلمند کې امر بالمعروف د تور حجاب پر پېر او پلور هم بنديز لګولی

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۵ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۱۴ GMT+۰

طالبانو په سویلي ولایتونو کې د خپلو بنديزونو په دوام دا ځل په هلمند کې دوکاندارانو ته خبرداری ورکړی، چې تور حجابونه دې نه پلوري او یوازې دې د ميرمنو لپاره چادرۍ وپلورل شي. په دغه ولایت کې امربالمعروف له ښځو هم غوښتي، چې د حجاب پر ځای دې شنې چادرۍ پرسر کړي.

د هلمند مرکز لښکرګاه څخه يو شمېر دوکاندارانو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ويلي، چې له تېرې شنبې ورځې څخه د امر بالمعروف محتسبان پر دوکانونو ګرځي او د حجاب د نه پلورلو سپارښتنې کوي.

دوکانداران وایي، طالبانو ورڅخه غوښتي، چې پر تور حجاب لرونکو ښځو دې توکي نه پلوري.

طالبانو د ۲۰۲۲ کال د مې میاشتي پر اوومه نېټه په افغانستان کې د ښځو لپاره حجاب اجباري کړ او خبرداری يې ورکړ، چې سرغړوونکو ته به سزا ورکړل شي.

طالبانو هم هغه مهال د «شرعي حجاب» کولو لپاره ښځو ته ځینې سپارښتنې هم وړاندې کړې وې.

د طالبانو امر بالمعروف وزارت ویلي و، چې که ښځې حجاب مراعت نه کړي «لومړي به د مېرمنې کور په نښه کړل شي، د هغې ولي ته به توصیه کيږي. په دویم ځل به ولي د دوی اړوند ریاست ته احضاريږي. په درېیم ځل به ولي درې ورځې حبس تېروي. په څلورم ځل به ولي محاکمو ته سپارل کيږي اومناسبه سزا به ويني.»

طالبان اوس تازه هڅه کوي، چې پر ښځو د حجاب پر ځای د چادرۍ پرسرکول لازمي کړي.

یو شمېر مېرمنې بیا چادري پردی فرهنګ یادوي او پر ښځو جبري کول یې د زندۍ په مانا یادوي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه رسمي وضاحت نه دی ورکړی.

ملي محور ګوند: طالبانو یا اسلام نه دی درک کړی یا هم د هېواد د پرمختګ دوښمنان دي

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۴ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۹:۴۸ GMT+۰

د ملي محور ګوند د یوې اعلامیې په خپرولو د طالبانو له خوا د نجونو پر طبي انسټیټوټونو د بندیزونو په غبرګون کې لیکلي:«له توپير پرته د علم زده کړه نه يوازې انساني او اسلامي حق دی، بلکې د ټولنيز عدالت غوښتنه او زموږ د ملي ګټو بنسټیزې اړتياوې دي.»

په دې اعلامیه کې راغلي، چې طالبانو یا اسلام نه دی درک کړی یا هم د هېواد د پرمختګ دوښمنان دي.

دغه ګوند وایي: «د طالبانو امارت په تېرو څه باندې درېيو کلونو کې ثابته کړه، چې يا خو يې اسلام نه دی درک کړی او يا يې هم په لوی لاس د هېواد له پرمختګ، خپلواکۍ او سوکالۍ سره دوښمني را اخيستې ده.»

د دغه ګوند په اند طالبانو له خپلې وروستۍ پرېکړې سره ثابته کړه چې د اصلاح کوم نیت او اراده نه لري.

د ملي محور ګوند زیاته کړه: «له وروستۍ پرېکړې څخه داسې ښکاري، چې د طالبانو مشرتابه د اصلاح هېڅ نيت او اراده نه لري او د اوسنيو سياستونو له تداوم سره هېواد يو ځل بيا د جنګ، جهل، فساد، افراط او بلواکۍ په يوه بله غميزه اړوي.»

دغه ګوند وایي، طالبان له بشري حقونو، اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو سره په څرګند تقابل کې روان دي او له همدې امله یې د فرمانونو او اوامرو اطاعت نه یوازې واجب نه دی، بلکې د هېواد له ملي ګټو سره جفا ده.

د ملي محور ګوند پر ولس غږ کړی، چې د مدني مقاومت او نافرمانۍ له لارې د حق په مبارزه لاس پورې کړي، د امارت له اوامرو سرغړونه پيل او له هر ډول مرستې او همکارۍ ډډه وکړي.

دغه ګوند زیاته کړه: «په دې لړ کې موږ د پوهنتون له نارينه محصلينو او د ښوونځيو د لوړو ټولګيو له زده کوونکو غوښتنه کوو، چې د خپلو خويندو د ننګې او ملاتړ لپاره دې هره مياشت په وروستۍ رسمي ورځ ښوونځي او پوهنځي ته له تګ څخه ډډه وکړي او له ولس څخه مو غوښتنه دا ده، چې همدا ورځ د نجونو د زده کړو لپاره کمپاين ته ځانګړې کړي او د قلم، ژبې او اعتصابونو له لارې د اعتراض غږ پورته کړي.»

طالبانو درې کاله وړاندې تر ثاني امر پورې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي، دوه کاله وړاندې يې د ثاني امر له مخې د نجونو پر مخ د پوهنتون دروازې او تېره ورځ یې د ثالث امر له مخې د چټکو زده کړو ښوونځي او د طبي زده کړو دروازې هم د نجونو پر مخ وتړلې.