• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو سفیر د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره پر دوه اړخیزو اړیکو غږېدلی

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۳:۳۴ GMT+۰

په اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت سفیر سردار احمد شکېب د پاکستان د لومړي وزیر له مرستیال او ددغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر اسحاق ډار او د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړي استازي محمد صادق سره کتلي دي.

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت د دوشنبې په ورځ د ډسمبر پر نهمه وویل چې په دې ناسته کې « پر دوه اړخیزو اړیکو، سوداګریزو مسایلو، سیمه ییز اتصال، افغان کډوالو، محصلیینو او اړوندو چارو خبرې وشوې».

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې په دې ناسته کې یې د طالبانو له سفیر سره د افغانستان او پاکستان پر «ژورو اړیکو» خبرې کړې دي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت پر خپله اېکس پاڼه ولیکل چې «دواړو خواوو د دوه اړخیزو ګټورو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی».

دا له اوږدې مودې وروسته د پاکستان له یوه جګپوړي چارواکي سره د طالبانو د سفیر ناسته ده.

پاکستان تېره اونۍ محمد صادق د افغانستان لپاره خپل نوی ځانګړی استازی وټاکه.

د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې کابل ته د چینايي او روسي پلاویو له سفرونو وروسته بېرته ټینګې شوې دي.

پاکستان طالبان د پاکستاني جنګیالیو په ملاتړ تورنوي او له طالبانو یې په وار وار غوښتنه کړې چې ددې ډلو د فعالیتونو مخه ونیسي، خو طالبانو دا ادعاوې رد کړې دي او وايي، چا ته د نورو خلاف د افغان خاورې د کارولو اجازه نه ور کوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

لاوروف: طالبان د ډلې په توګه نه بلکې ځینې مشران یې د ترهګرو په نوملړ کې دي

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۳:۱۷ GMT+۰

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د سوریې پوځ د تېښتې او په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو د واکمنېدو د پرتلنې په تړاو ځواب کې وویل چې امریکایان له افغانستان نه په ډېرې چټکۍ ووتل.

لاوروف ددوحې فورم په ناسته کې ، چې د وینا متن یې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت خپور کړی، ویلي چې « موږ هېڅکله له کابل څخه خپل سفارت نه دی ایستلی. سفارت د امریکایانو او ایتلاف د اشغال پرمهال او ددوی د شرمناک خروج پرمهال هلته [کابل کې] و، موږ هیڅکله هم سفارت نه دی ایستلی».

سرګي لاوروف وايي، چې « طالبان خو د یوه سازمان په توګه د ملګرو ملتونو د ترهګرو په لیست کې نه دي. د طالبانو یو شمېر مشران د شخصي ترهګرو په لست کې دي».

په سوریه کې د روسیې د ملاتړ په اړه، لاوروف ويلي، چې که مخالفان د سوریې ګټې په پام کې نیسي، باید جګړه ختمه کړي.

د سوریې د حکومت مخالفانو وړمه ورځ دمشق ونیو او مخکینی ولسمشر بشارالاسد روسیې ته وتښتېد.

د مرکې په جریان کې لاوروف د روسیې د بهرني سیاست په اړه مختلف اړخونه څیړلي، خو د هغه څرګندونې په دې ټینګار دي چې نوموړی په نړیوالو اړیکو کې د یوې عملي او پیچلې لارې ملاتړ کوي، چې زیاتره وخت د لویدیزو هېوادونو له پالیسیو توپیر لري.

په خیبر کې یوه ځايي وسله واله ډله له تحریک طالبان پاکستان سره یوځای شوه

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۳:۰۷ GMT+۰

تحریک طالبان پاکستان وايي، د خیبر پښتونخوا په خیبر ولسوالۍ کې د ضرار خیبري په مشرۍ یوه وسله واله ډله له دوی سره یوځای شوې ده. د ټي ټي پي په خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې د پاکستان نظام د بدلولو لپاره ټولو وسله والو ډلو ته د یوځای کېدو بلنه ورکوي.

تحریک طالبان پاکستان نن دوشنبه « د لیندۍ ۱۹مه» په اردو ژپه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د پښتونخوا د خيبر ولسوالۍ اړوند باړې سیمې څخه د ضرار خيبري په مشرۍ يوې ځايي ډلې د تحريک طالبان پاکستان له امير مفتي ابو منصور عاصم (نور ولي محسود) سره بيعت وکړ.

ټي ټي پي وايي چې یوځای شوې ډلې د تحریک طالبان پاکستان د ټولو اصولو او مقرراتو د رعایتولو ژمنه وکړه.

په خبرپاڼه کې لیکل شوي:« پاکستان کې د پوځ د زیاتېدونکي وحشت او د طالبانو د بریدونو د زیاتوالي له امله د طالبانو په تحریک کې د مختلفو ډلو ګډون د پاکستان جهاد پیاوړی کړی دی.»

تحریک طالبان پاکستان له نورو وسله والو ډلو هم غوښتي چې د پاکستان په مقابل کې ودریږي.

له ټي ټي پي سره یوځای شوې ډلې د خپلو جنګیالیو د شمېر او ددې ډلې د ځواکمنتیا په اړه څه نه دي ویلي.

دا لومړۍ ډله نه ده، چې د مفتي نور ولي په مشرۍ تحریک طالبان پاکستان سره یوځای کېږي بلکې له دې وړاندې هم ګڼو ځايي وسله والو ډلو له دې ډلې سره بيعت کړی دی.

په دې وروستیو د کې تحریک طالبان پاکستان او د پاکستان پوځ ترمنځ جګړو زور اخیستی او دواړه لوري یو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي.

د امریکا پراختیا ادارې د تاوتریخوالي مخنیوي لپاره د افغان ښځو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۲:۲۸ GMT+۰

د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې په افغانستان کې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي مخنیوي لپاره د افغان ښځو د سمدستي ځواکمنتیا پر اړتیا ټینګار وکړ. دغې ادارې ویلي چې تر اوسه یې ۴۰۰ افغان مېرمنې د ټولنیزو ستونزو په ځانګړې توګه د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالي مخنبوي په اړه روزلې دي.

دغه دفتر د دوشنبې په ورځ د لیندۍ پر ۱۹مه، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړل=و د ۱۶ ورځني کمپاین د پای ته رسېدو په مناسبت دغه یادښت د اېکس په ټولنیزه شبکه کې خپور کړ.

د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي مخنيوي کمپاين، چې په ترڅ کې يې بېلابېل بنسټونه د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ښځو او نجونو د دفاع پر اهميت ټينګار کوي، د دوشنبې په ورځ د لیندۍ پذ پنځمه پيل او د همدې مياشتې په شلمه نېټه د سه شنبې په ورځ پای ته رسېږي.

په داسې حال کې چې د امریکا د متحده ایالاتو نړیواله پراختیايي اداره په افغانستان کې د جنسیتي تاوتریخوالي پر مخنیوي ټینګار کوي، په افغانستان کې د امریکا سفارت تر دې مخکې په هېواد کې په کم عمرۍ کې د ودونو د کچې پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې وه.

د دغه سفارت د معلوماتو له مخې، ۲۸،۷ سلنه افغان مېرمنې چې عمرونه یې د ۲۰ او ۲۴ کلونو ترمنځ دي، تر ۱۸ کلنۍ مخکې واده شوې دي.

طالبان د یو شمېر سرحدي ولایتونو چارواکي د بهرنیو جنګیالیو په خوښه ټاکي

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۳۴ GMT+۰

طالبانو په تېرو دریو کلونو کې په کونړ، نورستان او خوست ولایتونو کې یو شمېر والیان، د قومونو، قبایلو او سرحدونو چارو رییسان او دسرحدي لواوو قوماندانان د بهرنیو جنګیالیو په خوښه ګومارلي او تبدیل کړي دي. په تېرو څو کلونو کې کونړ پنځه، خوست څلور او نورستان درې والیان تجربه کړي.

دا چاره د طالبانو حکومت د سرحدي ولایتونو د ګومارنو په بهیر کې د بهرنیو جنګیالیو د نفوذ، یا لږترلږه د هغوی اندېښنې په پام کې نیول په ډاګه کوي.

یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د کونړ ولایت اوسنی والي مولوي قدرت الله ابوحمزه چې د ۲۰۲۳ کال په جون میاشت کې ټاکل شوی، د پاکستاني طالبانو او په کونړ او نورستان ولایتونو کې د القاعدې له جنګیالیوسره د پخوانۍ ملګرتیا او باور له مخې یوازینی والي دی چې ددغه ولایت په مقام کې ډېر پاتې شوی. نوموړی له دې وړاندې د بلخ او زابل ولایتونو والي و.

درې کاله؛ پنځه والیان

په تېرو څه باندې دریو کلونو کې کونړ ولایت پنځه، خوست څلور او نورستان درې والیان تجربه کړي.

د ۲۰۲۱ کال په سپتمبر کې محمد عثمان ترابي د طالبانو له واکمنېدو وروسته د یوې میاشتې لپاره د کونړ والي و. هغه د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې له دندې ګوښه شو او پرځای یې محمد قاسم، ورپسې مولوي احمد طه قادري او وروسته قاري محمد ایوب وټاکل شول. محمد ایوب د ملا دادالله برادر نږدې ملګری و او د هلمند په جبهو کې یې له بهرنیو جنګیالیو سره یوځای جګړه کوله.

یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل چې « ترابي باجوړ ته تګ او راتګ درلود او د پاکستاني طالبانو نه خوښېده، له همدې امله له دندې لرې شو او تر یوڅه وخته بې دندې و. د ترابي له ګوښه کېدو وروسته په کونړ کې یو شمېر خلکو او د اهل حدیث مسلک خلکو دده په ملاتړ لاریونونه وکړل».

طالبانو عثمان ترابي د ۲۰۲۳ کال په اګسټ کې د کاپیسا امنیه قوماندان په توګه وټاکه، خو دلته یې یوه میاشت دنده نه وه ترسره کړې، چې له امنیه قوماندانۍ لرې شو او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د بشري سرچینو د رییس په توګه وټاکل شو.

سرچینه وايي، « ترابي د پاکستان له پوځ سره په اړیکو تورن و او په کونړ کې ډېر فعال و، له همدې امله پاکستاني طالبانو د ځان لپاره ګواښ باله ».

د ترابي د ولایت پرمهال د پاکستان پوځ ته یو نږدې دیني عالم مفتي ندیم کونړ ته راغلی و او د والي پر څوکۍ د ناستې انځورونه یې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شول.

د قبایلو ریاستونه

پاکستاني طالبان د سرحدي ولایتونو د والیانو، د سرحدي لواګانو د قوماندانانو او سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رییسانو ګومارنو ته ځیر دي.

سرچینه وايي، پاکستاني طالبانو د خوست د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو له مخکیني رییس شیخ کلیم الرحمن فاني نه شکایت کړی و، چې بنو او میرانشاه ته تګ او راتګ کوي.

سرچینه زیاتوي، « د خوست د قبایلو پخواني رییس بنو او میرانشاه ته تګ او راتګ درلود او یوځل یې قومي مشران د شمالي وزیرستان له جي او سي ۷ کمانډر [د پوځ د اووم ډیویژن عمومي افسر تورن جنرال] نعیم اختر سره د لیده کاته لپاره له ځان سره میرانشاه ته بیولي وو.». سرچینه وايي، چې « حافظ ګل بهادر او د ټي ټي پي مشر مفتي نور ولي څه موده وړاندې مالي خان او حقاني ته شکایتونه وکړل، چې دا سړی زموږ خوښ نه دی ».

وروسته د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت محمد ولي صدیقي د خوست د قبایلو نوی رییس وټاکه او شیخ کلیم الله فاني یې کابل ته وغوښت.

سرچینه وايي، چې پوځ نوموړي ته پر ډیورنډ کرښه هره ورځ دانټرۍ[تګ او راتګ] ۲۰۰ پرچې ور کولې، خو دا پرچې نیمې ناروغانو ته ورکول کېدې او نیمې نورې کمېشنکارانو پلورلې.

طالبانو په کونړ ولایت کې خپل والي حافظ محمداغا حکیم وروسته له هغه پنجشیر ته د نوي والي په توګه ولېږه چې لویدیزو رسنیو رپوټونه خپاره کړل، چې د القاعدې یو غړی په نورستان کې والي دی. حکیم له القاعدې او بهرنیو جنګیالیو سره په نږدې اړیکو تورن دی.

په کونړ، خوست او نورستان ولایتونو کې، چې ویل کیږي دغلته د ډیورنډ کرښې په دواړو غاړو کې د جنګیالیو پټنځایونه دي، ډېری د طالبانو د مشر ملا هبت الله نږدې کسان ټاکل کیږي.

سره له دې چې د طالبانو مشر په خپلو څو کلنو ګومارنو کې والیان تر یو او دوو کلونو ډېر په یوه ولایت کې پر دنده نه دي پرېیښي، په دغو دریو ولایتونو، په ځانګړې توګه کونړ او خوست کې د والیانو او امنیتي چارواکو تغییر او ګومارل د نورو ولایتونو په پرتله چټک دي او د ترابي په څېر کسان د ولایت پر څوکۍ له دوو میاشتو کم پاتې شوي.

د ترکیې د اپوزیسیون خبرداری: په سوریه کې موږ د افغانستان په څېر جوړښت نه غواړو

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۱۲ GMT+۰

د ترکیې د اپوزیسیون د جمهوري غوښتونکي ګوند مرستیال ایلخان اوزګل د سوریې د وضعیت په اړه د خپلې ارزونې په ترڅ کې ټینګار وکړ چې هېواد یې په سوریه کې د افغانستان په شان جوړښت نه غواړي. هغه په ​​سوریه کې د افغانستان په شان د یوه جوړښت د احتمالي امنیتي خطرونو په اړه خبرداری ورکړ.

د ترکیې د اپوزیسیون د خلکو د جمهوري غوښتونکي ګوند مرستیال د دوشنبې په ورځ «د لیندۍ ۱۹مه» وویل: «موږ دا غوره نه بولو چې افغانستان ته ورته جوړښت ولرو.موږ پوهیږو چې دا د ترکیې لپاره امنیتي خطرونه رامینځته کولی شي.»

ایلخان اوزګل د ترکیې له واکمن ګوند عدالت او پراختیا ګوند څخه وغوښتل چې په دې برخه کې مخنیوونکي اقدامات وکړي.

هغه دا هم ویلي چې د سوریې له اوسني وضعیت راضي نه دی.

د ترکیې د خلکو د جمهوري غوښتونکي ګوند مرستیال زیاته کړه: «موږ د سوریې حکومت ته ترجیح ورکوله چې پر دغه هیواد واکمن شي، خو دا د بشار الاسد د شتون په معنا نه وه. دا ممکنه وه چې یو صالح مشر چې د ټاکنو له لارې واک ته ورسیږي واکمن شي.»

هغه ټینګار وکړ چې ویشل شوې سوریه به د ترکیې لپاره یو امنیتي خطر وي.

د ترکیې د خلکو جمهوري غوښتونکي ګوند غړي په داسې حال کې د سوریې د وضعیت په اړه اندېښنه څرګندوي، چې ترکیه د ناټو د یوه غړي په توګه په سوریه کې له سیاسي او وسله والو مخالفینو ملاتړ کوي.

ترکيې په افغانستان کې د طالبانو د کړنو او تېرو دريو کلونو بشري حقونو د وضعيت په اړه له څه ويلو ډډه کړې ده.