• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ترکیې د اپوزیسیون خبرداری: په سوریه کې موږ د افغانستان په څېر جوړښت نه غواړو

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۱۲ GMT+۰

د ترکیې د اپوزیسیون د جمهوري غوښتونکي ګوند مرستیال ایلخان اوزګل د سوریې د وضعیت په اړه د خپلې ارزونې په ترڅ کې ټینګار وکړ چې هېواد یې په سوریه کې د افغانستان په شان جوړښت نه غواړي. هغه په ​​سوریه کې د افغانستان په شان د یوه جوړښت د احتمالي امنیتي خطرونو په اړه خبرداری ورکړ.

د ترکیې د اپوزیسیون د خلکو د جمهوري غوښتونکي ګوند مرستیال د دوشنبې په ورځ «د لیندۍ ۱۹مه» وویل: «موږ دا غوره نه بولو چې افغانستان ته ورته جوړښت ولرو.موږ پوهیږو چې دا د ترکیې لپاره امنیتي خطرونه رامینځته کولی شي.»

ایلخان اوزګل د ترکیې له واکمن ګوند عدالت او پراختیا ګوند څخه وغوښتل چې په دې برخه کې مخنیوونکي اقدامات وکړي.

هغه دا هم ویلي چې د سوریې له اوسني وضعیت راضي نه دی.

د ترکیې د خلکو د جمهوري غوښتونکي ګوند مرستیال زیاته کړه: «موږ د سوریې حکومت ته ترجیح ورکوله چې پر دغه هیواد واکمن شي، خو دا د بشار الاسد د شتون په معنا نه وه. دا ممکنه وه چې یو صالح مشر چې د ټاکنو له لارې واک ته ورسیږي واکمن شي.»

هغه ټینګار وکړ چې ویشل شوې سوریه به د ترکیې لپاره یو امنیتي خطر وي.

د ترکیې د خلکو جمهوري غوښتونکي ګوند غړي په داسې حال کې د سوریې د وضعیت په اړه اندېښنه څرګندوي، چې ترکیه د ناټو د یوه غړي په توګه په سوریه کې له سیاسي او وسله والو مخالفینو ملاتړ کوي.

ترکيې په افغانستان کې د طالبانو د کړنو او تېرو دريو کلونو بشري حقونو د وضعيت په اړه له څه ويلو ډډه کړې ده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو سیاسي کمیسیون د سوریې پر تحولاتو ناسته کړې

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۰۳ GMT+۰

د طالبانو سیاسي کمیسیون د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د سوریې د روانو حالاتو په اړه غونډه کړې. طالبانو سوریه کې د اسد رژیم د نسکوریدو ملاتړ کړی، په داسې حال کې چې ایران او روسیه چې له طالبانو سره په دې وروستیو کې نږدې شوي، د اسد سرسخته ملاتړي وو.

د دوشنبې په ورځ د طالبانو تر واک لاندې ارګ په یوه اعلامیه کې وویل، چې په دې ناسته کې د سوریې او منځني ختیز د وروستیو پرمختګونو، له ګاونډیو او د سیمې هېوادونو سره د اړیکو او تعامل پر پراختیا او د افغانستان په سیاسي، امنیتي او اقتصادي برخو کې پر پرمختګونو خبرې شوې دي.

طالبانو په سوریه کې د بشارالاسد د نظام نسکوریدو ملاتړ کړی، په داسې حال کې چې په سیمه کې درې ستر قدرتونه چین، په ځانګړې توګه ایران او روسیه چې له دې ډلې سره په دې وروستیو کې ډېر نږدې شوي، د یاد حکومت سرسخته ملاتړي وو.

په دې ناسته کې د خلکو او طالبانو نظام ترمنځ د همغږۍ او غوره حکومتوالۍ په اړه هم خبرې شوې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ د یوې اعلامیې په ترڅ کې په دمشق کې د بشارالاسد د حکومت د سقوط هرکلی کړی او د هیئت تحریر الشام ډلې ته یې د بري له امله مبارکي ور کړې ده.

دې ډلې دغه راز ددمشق له نویو واکمنو غوښتنه کړې، چې له خلکو او نړۍ سره تعامل ته لومړیتوب ور کړي.

اعلامیې په سوریه کې د پرمختګونو په اړه د بحث د موضوعاتو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

د چارو د شنونکو په باور، طالبانو ته د سیمې او نړۍ په دغسې زر بدلیدونکې سیاسي اوضاع کې دریځ نیول ګران تمامېدای شي.

روسیې په دې وروستیو کې ژمنه کړې وه، چې د طالبانو نوم به د ترهګرو له تور نوملړه وباسي، خو د هیئت تحریر الشام په تړاو ددې ډلې دریځ به چې روسیه یې ترهګره ډله بولي، د روسیې په پارلمان کې د هغې لایحې پر وړاندې احتمالي خنډ واقع شي، چې له ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرې کولو په صورت کې په لنډمهاله ډول له تور نوملړه د یوه سازمان او ډلې نوم اېستل پیشبیني کوي.

د اسټرالیا او ملګرو ملتونو استازو په افغانستان کې د ښځو پر وضعیت خبرې وکړې

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۵۰ GMT+۰

د افغانستان لپاره د اسټرالیا سفارت د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې له استازې سره د جنسیت د برابرۍ په برخه کې د دغه هېواد سفیرې سټفني کوپوس کمپبل د لیدنې خبر ورکړ. په دې کتنه کې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت او د ښځو او ماشومانو پر ستونزو خبرې شوې.

د دوشنبې په ورځ «د لیندۍپه ۱۹مه» دغه سفارت پر اېکس یوه یادښت کې لیکلي چې په دې ناسته کې "د بشري حقونو پراخې ننګونې چې افغان ښځې او ماشومان ورسره مخ دي" خبرې وشوې.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې له استازې سره د جنډر د برابرۍ په برخه کې د اسټرالیا د سفیرې غونډه په داسې حال کې ترسره کېږي، چې په افغانستان کې ښځې له سختو قانوني او ټولنیزو محدودیتونو سره مخ دي او زده کړو، کار او بنسټیزو ازادیو ته د هغوی لاسرسی سخت محدود شوی دی.

اسټرالیا، جرمني، هالنډ او کاناډا د هغو لومړنیو هېوادونو په ډله کې وو چې اعلان یې وکړ د عدالت نړیوالې محکمې ته به د طالبانو پرضد شکایت وکړي.

په دې وروستیو کې د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې په افغانستان کې د روغتیايي مرکزونو د تړلو په غبرګون کې ویلي و چې طالبانو د ښځو لپاره وروستی فرصت هم له منځه یووړ.

طالبان: د قوشتیپې کانال د دویمې برخې د کېدنې کار ۸۱ سلنه بشپړ شوی دی

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۶:۵۴ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د ملي پراختیا شرکت وايي، د قوش تېپې کانال د دویم فاز چارې ۸۱ سلنه بشپړې شوې او د دغه کانال د بند چارې هم نږدې ۶۷ سلنه پرمخ تللې دي.

د طالبانو تر واک لاندې د ملي پراختیا شرکت ویاند د قوش تېپې کانال د یوې ویډیو په خپرولو سره وایي، چې د یاد کانال د دویم فاز د کېندنې کار ۸۱ سلنه بشپړ شوی دی.

د قوش تېپې کانال د‌ پروژې مدیر انجینر ذبیح الله امیري وايي، د پلان له مخې، د یاد کانال په اوږدو کې باید ۱۷ پلونه جوړ شي، چې له دې جملې څخه د دوو سترو پلونو د جوړېدو چارې بشپړې شوې دي.

په دې وروستیو کې د ملي پراختیا شرکت لپاره د طالبانو مشر عبدالرحمان عطاش د یاد کانال د جوړیدو له چارو څخه په بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې لیدنه کړې او د یادې لیدنې پرمهال د طالبانو د ځمکوالۍ ریاست له لوري د ملي پراختیا شرکت ته د یادې ډلې د مشر ملا هبت الله اخوندزاده د فرمان له مخې یو میلیون جریبه دولتي ځمکه په واک کې ورکړل شوې ده.

د ملي پراختیا شرکت د راپور له مخې، یاد شرکت به له یادې یو میلیون جریبه ځمکې څخه په بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې د کرنیزو او صنعتي کمپلیکسونو په جوړولو کې ګټه واخلي.

د ملي پراختیا شرکت وايي، د قوش تېپې کانال د دویم فاز د کېندنې چارې د روان کال په لومړیو کې پیل شوې او د یاد کال تر پایه به بشپړې شي.

همدارنګه یاد شرکت وايي، چې د ۱۰۸ کیلومتره په اوږدوالي د قوش تېپې کانال لومړي فاز چارې بشپړې شوې او ۱۲۸ کیلومتره په اوږدوالي د یاد کانال د دویم فاز چارې چې د ۸۰ شرکتونو له لوري روانې دي ډیر ژر به بشپړې شي.

عبدالغفور لېوال: په اسلامي جغرافیا کې د بنسټپالو جهادي ډلو په اړه عام تصور په بدلېدو دی

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۶:۱۷ GMT+۰

په ایران کې د افغانستان پخوانی سفیر او د سیاسي چارو شنونکی عبدالغفور لېوال وايي، په اسلامي جغرافیا کې د بنسټپالو جهادي ډلو په اړه عام تصور بدلیږي. هغه وايي، له اسلامپالو ډلو د خلکو تمې ځکه پرې شوې چې د نورو نیابتي جګړې کوي.

‏ په ایران کې د افغانستان پخواني سفیر او د سیاسي چارو شنونکی عبدالغفور لېوال نن دوشنبه د (لیندۍ ۱۹مه) په ایکس پاڼه په یوه یادښت کې لیکلي، په اسلامي جغرافیا کې د بنسټپالو جهادي ډلو په اړه عام تصور په بدلېدو دی او ورځ تر بلې یې د پخوا پرتله اغېز کمیږي.

‏ښاغلی لېوال زیاتوي چې، له اسلامپالو ډلو د خلکو تمې ځکه پرې شوې چې: «دغه ډلې اوس د امریکا، روسیې، چین، ایران او پاکیستان د ګټو په نیابتي سیالیو کې لیلام شوې، او د خلکو دغه هیله هم ولاړه.»

هغه وړاندې وايي، چې خلکو له دغو بنسټپالو او جهادي ډلو هیله لرله چې، «که یې دنیوي هوسا ژوند ته یې ونه رسوي، اخرت خو به یې ورښه کړي.»

عبدالغفور لېوال زیاتوي چې د بنسټپالو ډلو د کړنو له امله ‏اوس د خلکو هیلې ملي ولسواکو دولتوته دي.

سیاسي شنونکي په داسې حال کې پر بنسټپالو ډلو نیوکې کوي چې پر طالبانو تور دی چې دوی په افغانستان کې واک ته له رسیدو وروسته په نړۍ د لویو ځواکمنو هیوادونو په مالي ملاتړ روان دي او په دې سره د هغوی تګلارې عملي کوي.

تازه په سوریه کې د تحریرالشام په نوم یوه جهادي ډله چې د دغه هیواد د مخکني ولسمشر بشارالاسد د حکومت په پرځېدو کې یې رول لاره، پرې نیوکې دي چې دغې ډلې د امریکا په ملاتړ د بشارالاسد حکومت چې د ایران او روسیې له لوري یې ملاتړ کېده نسکور کړ.

رینا امیري له قطري چارواکو سره د نجونو د زده‌کړو او د افغانستان د ټیکاو په اړه خبرې کړې دي

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۴:۴۸ GMT+۰

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې د دوحې فورم د ۲۲مې ناستې په څنډه کې د قطر د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي فیصل بن عبدالله الحنزاب او د دغه هېواد د پوهنې وزیرې لولو الخاطر سره وکتل.

رینا امیري د قطر د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د نږدې اړیکو او د هغوی د ملاتړ او پراختیا پر لارو چارو او دارنګه په افغانستان کې د ټیکاو د ټینګښت لپاره د نړۍوالو هڅو په اړه خبرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده د امریکا د نړۍوالې پراختیا ادارې او زده کړې د ټولو لپاره په نوم قطري بنسټ چارواکو ویلي، چې د یکشنبې په ورځ یې په افغانستان کې د هغو ماشومانو، نجونو او ځوانانو د زده کړې د ملاتړ لپاره د ۵۰ میلیونو یو تړون لاسلیک کړ چې په افغانستان کې له زده کړو پاتې دي.
دغو دوو بنسټونو د څه باندې سل زره هغو ماشومانو د ثبتولو لپاره چې له درسونو څخه پاتې شوي، په مساوي توګه ۵۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړي او نږدې دوه زره ځوانانو ته یې تحصیلي بورسونه ورکړي دي.
ورته مهال په یوې بلې جلا ناسته کې اغلې امیري د قطر د پوهنې وزیرې سره د افغانستان په روان وضعیت خبرې کړې دي.

100%


په دغه ناسته کې دواړو خواوو د افغانستان په ښوونیزو برخو کې د ګډو همکاریو پر اړخونو او په ځانګړې توګه د نجونو د زده‌کړو او د هغوی له حقونو د ملاتړ او ودې پر لارو چارو خبرې اترې کړې دي.