ایلیټ ای. کوهین، د جانز هاپکنز پوهنتون پخوانی استاد ــــ
له اسد، د هغه له کورنۍ، نږدې کسانو او ممکن د هغه له علوي فرقې وروسته په دې کې تر ټولو ستر بایلونکی ایران دی.
په منځني ختیځ کې د نیابتي ځواکونو لپاره څو لسیزې زغمناک کار چې پر اسراییل متمرکز و، په بشپړ ډول له منځه تللی.
کله چې د حماس مشر یحیی سنوار د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پراوومه د اسراییل پر وړاندې د "الاقصی توپان عملیات" پیل کړل، هدف یې دا و چې یو ځواکمن ملت-دولت ته درنه ضربه ورکړي او دا کار یې وکړ، خو هغه دولت چې د دغه برید له امله زیانمن شو، اسراییل نه و، بلکې ایران و، چې د حماس تر ټولو لوی ملاتړی دی.
دا د مترقي تفکر یوه دایمي تېروتنه ده، چې باور لري جګړې په سیاسي معنادارو عواقبو نه منتج کیږي. د منځني ختیز د تېرو ۱۵ میاشتو بهیر بله کیسه بیانوي. د اکتوبر پر اوومه د اسراییل له سختې صدمې وروسته، تل ابیب حماس سخت وځاپه او هغه ګواښ یې پای ته ورساوه چې حماس د یوه منظم پوځي ځواک په توګه رامنځته کړی و. اوس په غزه کې ننګونه بشري او اداري کړکېچ دی، نه امنیتي. په همدې ډول، اسراییل په لبنان کې حزبالله هم کمزوری کړ او هغوی یې اړ کړل چې د زرګونو پلیو سرتېرو او منځپوړې او جګپوړې مشرتابه تر له لاسه ورکولو وروسته د اوربند منلو ته غاړه کیږدي. په همدې حال کې، په اوکراین کې د ولادیمیر پوتین ظالمانه خو ناکامه جګړه د هغه نور ستراتیژیک هدفونه کمزوري کړل. د اوکراین جګړې په سوریه کې د مسکو د پښې ځای چې په منځني ختیز کې یې تر ټولو اصلي مورچل و، تخلیه کړی او په دې سیمه کې پر روانو پېښو د روسیې اغیز یې کم کړی.
دې ټولو هغې صحنې ته لاره اواره کړه چې په تېرو دوو اونیو کې یې په زړه پورې پېښې رامنځته کړې. د سني بنسټپالو ملېشې « هیئت تحریر الشام» په حلب، حماه، حمص، او دمشق کې پرمخ لاړې او د سوریې د بشار الاسد رژیم یې ړنګ کړ. تهران او مسکو په دې برخه کې هیڅ نه شوای کولای.
تر ټولو ډېر ایران زیان ولید
له اسد، د هغه له کورنۍ، نږدې کسانو او ممکن د هغه له علوي فرقې وروسته په دې کې تر ټولو ستر بایلونکی ایران دی.
په منځني ختیځ کې د نیابتي ځواکونو جوړولو لپاره [ د ایران] څو لسیزې زغمناک کار، چې په ځانګړې توګه پر اسراییل متمرکز و، په بشپړ ډول له منځه تللی. حماس هېڅکله د تهران یو مطلق لاسپوڅی نه و، خو له ایران څخه یې وسلې او روزنه ترلاسه کوله او له حزبالله سره یې، چې د ایران یو ډېر پیاوړی او وفادار ځواک دی، همغږي درلوده.حزب الله د اسد رژیم خلاف د ۲۰۱۲ کال جګړو د مسیر په تغییرولو کې مرسته کړې وه.
حزبالله په سوریه کې په خپل شدید حضور له پنځو زرو څخه تر لس زرو پورې سرتیري لرل، خو دوی یوازې نه وو. ایران په زرګونو نور کسان د ملیشه ځواکونو په اډانه کې روزلي او تنظیم کړي وو، چې د سوریې حزبالله، او له عراق، افغانستان او پاکستان څخه مختلفې شیعه ډلې پکې شاملې وې. اوس ټول په تېښته دي.
ایران، سره له دې چې د خپل ګډ تاریخ او کلتور له امله یو پیاوړی ملت دی، پوځي ځواک یې نسبتاً کمزوری دی. ایران د نیابتي جګړو په برخه کې ډېرې پانګونې کړې او په عراق کې د متحده ایالاتو پر وړاندې د بري په ګډون یې پاموړ بریاوې ترلاسه کړې دي، خو د حماس او حزبالله له ماتې او د اسد رژیم له سقوط سره، تهران نه جبرانېدونکي زیانونه زغملی دي. اوس نور لبنان ته ځمکنۍ لار نه لري؛ خپل تر ټولو منظم، ښه مجهز او اغېزناک نیابتي ځواکونه یې له لاسه ورکړي؛ پر اسراییل د برید په دوه مستقیمو هڅو کې یې ناکامي زغملې او د غچ اخستونکي برید په ترڅ کې یې د خپلې هوايي دفاع سیستمونو لویه برخه له لاسه ورکړه.
روسیې هم ستر زیان ولید
روسیې ته ګرانه ده، چې د څو لسیزو په اوږدو کې په طرطوس بندر او حمییم هوایي اډه کې له جوړو کړو تاسیساتو عملیات وکړای شي. په لیبیا کې یې تبروک بندر ته د سمندري لاسرسي موندلو هڅې کړې، خو تر اوسه یې هغه زیربناوې نه دي جوړې کړې چې یووخت یې په سوریه کې درلودې. روسیه، لکه ایران، د خپل ملاتړي د سقوط له امله سپکاوی زغملی دی، او اوس د سوریې د هغه ولس له تلپاتې دښمنۍ سره مخ دی چې په بې رحمانه ډول یې ځاپه.روسیه هم د ایران په څېر د خپل مشتري په سقوط سره زهیره شوې او د سوریې د وګړو په ځپلو کې د مرستې له امله چې وروسته یې په اوکراین کې هم دا لارې چارې وکارولې، له له تلپاتې دښمنۍ سره مخ دی.
د ترکیې بریاوې
که په دې ټولو کې یو ګټونکی وي، هغه ترکیه ده، چې هیئت تحریر الشام یې حمایه کاوه، که څه هم بشپړ کنټرول یې پرې نه درلود. د ترکیې خپل نیابتي ځواک(د سوریې ملي اردو) له اسد سره د جګړې پرځای ډېری د سوریې په ختیځ کې د کردي ملیشو پر بریدونو تمرکز کړی و.
د سوریې د بېلابېلو ډلو او سوبمن هیئت تحریر الشام له حضور نه دا درک وړ ده، چې ترکیه به د بهرني ځواکمن لوبغاړي په توګه پاتې شي. د تحریر الشام بری ترکیې ته نه یوازې دا فرصت ورکوي چې له خپلو کمپونو درې میلیونه سوري کډوال بېرته واستوي، بلکې د نوي عثماني نفوذ د پراخولو زمینه هم برابروي. دا به په زړه پورې وي چې وګورو، ایا ترکیه د دې بري له انګېزې په ګټه اخستنې سره په سوریه او عراق کې پر کردي ځواکونو برید کوي، که په لیبیا کې خپل دریځ لا پیاوړی کوي، چیرې چې انقره د رسمي حکومت ملاتړ کوي.
اسراییل، که څه هم د خپلو پولو پر سر له بنسټپالو او د رجب طیب اردوغان ترکیې له اړخه اندېښمن دی، خو د حزبالله د انزوا او د روسیې د وتلو په اړه ښايي خوښ واوسي. اسراییل ددې باور لپاره دلایل لري چې سوري سیالې ډلې به پر یوه داسې هېواد چې د اکتوبر پر اتمه له تصوره لوړ راڅرګند شو، د برید پرځای پر خپلو کورنیو مسالو تمرکز او جګړه کوي. پر دې سربېره اسراییل په لبنان او سوریه کې چې نور د متحدو دولتونو په څېر عمل نه لري، له بېلابېلو قومي او مذهبي ډلو سره د اړیکو یو اوږد تاریخ لري.
د سوریې په ختیز کې کردي متحدان، چې له زرو کم امریکایي ځانګړي ځواکونه یې ملاتړ کوي، په دې جګړه کې یوه کوچنۍ ونډه درلوده، خو د اسلامي دولت (داعش) د پاتې شونو په کنټرول کې تر دې ډېر مهم رول لوبولی شي.
د راتلونکې لپاره پیچلي شرایط
دا ټول یو هیښند او په حیرانوونکي ډول پیچلی سیاسي وضعیت وړاندې کوي. خو سره له دې چې د جګړې لوګي لا هم د سوریې د ویجاړو شویو ښارونو پر سر خواره دي، ځینې شیان روښانه دي.
لومړی، دا چې ډېر غیر محبوب دیکتاتور رژیمونه له ظاهري ځواک سره سره ډېر زیانمن وي. ډېرو لږو کسانو د اسد رژیم د ناڅاپي سقوط تمه درلوده. د ایران په ګډون نور استبدادي دولتونه ممکن اوس له بهرنیو قدرتونو سره د تعامل په برخه کې ډېر نرم شي او په کور دننه لا ډېر شکمن شي.
د جګړې په اړه د حیرانتیا یو درس، چې هر څو کلونه وروسته زده کېږي، د نامحسوسو شیانو مرکزي رول دی، لکه د پوځي ځواک په ارزونه کې تنظیم، پلان جوړونه، د جګړې اراده او مشرتابه. که چا د سوریې په اړه د ستراتیژیکو مطالعاتو نړیوال انسټیټیوټ وروستی راپور لوستی وي، نو هیڅکله به یې فکر نه و کړی چې شاوخوا لس زره کسیزې ملېشې به د یوه ۱۳۰ کسیزه پوځ پر وړاندې چې د حزبالله او نورو ملیشو زرګونه اضافي ځواکونه او څلور زره روسي عسکر پکې شامل دي، بریالۍ کیږي، خو دا پېښه وشوه.
که څه هم جګړې یوه برخه ستونزې یا ستراتیژیک شرایط ختموي، خو عموماً نوې ستونزې رامنځته کوي.
په دې قضیه کې، ایران خپلې څو وسلې له لاسه ورکړې، خو نورې پاتې دي. له درنو ماتو وروسته، دا رژیم باید سخت وېرېدلی وي، په ځانګړي ډول چې د یوه وروستي فدرالي تور له مخې ایران د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وژلو دسیسه هم جوړه کړې وه. دا ممکن ایران دې ته اړ کړي چې له متحده ایالاتو سره نرم چلند غوره کړي او د دې شواهد لا هم شته دي.
په ورته وخت کې، د ایران ستراتیژیکې کمزورۍ او زیانونه تهران ته سخت انګېزه ورکوي چې د اتومي وسلو د ترلاسه کولو هڅه وکړي.
د شنبې په ورځ ټرمپ په دې پېښو کې مداخله وکړه: "سوریه یو ګډوډ ځای دی، خو زموږ دوست نه دی او متحده ایالات باید هېڅ په دې کې ښکېل نه وي." هغه ولیکل: "دا زموږ جګړه نه ده. پرېږدئ خپله پرمخ لاړ شي، داخل نه شئ".
خو له سوریې د لرېوالي دا غوښتنه هلته زموږ پوځي حضور ته پام نه کوي او دا پوښتنه نه ځوابوي چې له خپلو کرد متحدانو او د داعش په ولکه کې د هغوی له زرګونو بندیانو سره باید څه وشي. خو نوی دولت تر دې له سترې ستونزې سره مخ دی: که ایران په رښتیا د اتومي وسلو لاره ونیسي، د ټرمپ سپینه ماڼۍ باید تصمیم ونیسي چې د مخنیوي لپاره یې له درندو بم اچوونکو کار اخلي او که نه. دا کېدای شي له فارس خلیج اخوا د اتومي وسلو د پراختیا لامل شي او ښايي اړتیا وي چې په دې اړه زر تصمیم ونیول شي.
د اسد ځای څرګند نه دی د حکومت له سقوط څو ساعته وروسته د سوریې لومړي وزیر محمد غازي جلالي وویل چې حکومت چمتو دی واک یوې انتقالي ادارې ته وسپاري. جلالي چې له اسد سره یې اړیکې پرې شوې، په یوه ویډیو کې لیدل کیږي چې یاغیان یې د دمشق له دفتره فور سیزن هوټل ته لېږدوي.
د بشار الاسد ځای لا تر اوسه نه دی څرګند او ځینې راپورونه وايي چې هغه د یکشنبې په ورځ له سوریې وتلی دی.
د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې مشر، رامي عبدالرحمن تایید کړه چې اسد له دمشق نه الوتی دی. د متحده عربي اماراتو چارواکو ویلي چې نوموړی دغه هېواد ته نه دی ورغلی.
دیاغیانو پرمختګ مخالفو ځواکونو چې د هیئت تحریر الشامډلې له خوا رهبري کیږي، په تېرو دوو اونیو کې بې سارې بریاوې ترلاسه کړې. د حلب، حماه او حمص ښارونه په څو ورځو کې سقوط شول، ځکه د سوریې پوځ چې له جګړې کمزوری شوی و، د یاغیانو د فشارونو ته تم نه شو. د دې ډلې مشر ابو محمد الجولاني هڅه کړې چې د دې ډلې انځور بیا جوړ کړي، له القاعدې سره اړیکې پرې کړي، سخت دریځي چارواکي ګوښه کړي او د تکثریت او مذهبي زغم منلو ژمنه وکړي.
د نومبر له ۲۷مې راهیسې د یاغیانو پرمختګونه په وروستیو کلونو کې تر ټولو ستر وو. روسیه، ایران او د لبنان حزب الله وسله والې ډلې، چې د پاڅون په اوږدو کې یې د اسد مهم ملاتړ کړی و، په وروستیو ورځو کې یې نوموړی یوازې پریښود، [ یا اسد نه غوښتل نور پر هغوی تکیه وکړي].
د نړیوال کړکیچ ډلې لوړ پوړی سلاکار او د سوریې د ډلو کارپوه دارین خلیفه وویل: "جولاني تاریخ جوړ کړی او په ملیونونو سوریایي خلکو کې یې هیلې راپارولي دي، خو هغه او یاغیان اوس له یوې سختې ننګونې سره مخامخ دي".
د خلیج هیواد قطر چې د سیمې یو مهم منځګړی دی، د شنبې په ورځ ناوخته د سوریې په اړه د اتو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او لوړ پوړو چارواکو د بیړنۍ غونډې کوربه و. په دې غونډه کې ایران، سعودي عربستان، روسیه او ترکیه شامل وو.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند او د لومړي وزیر سلاکار ماجد بن محمد الانصاري خبریالانو ته وویل چې دوی د تحریر الشام په ګډون "په سیمه کې د ټولو خواوو د ښکیلتیا" پر اړتیا موافقه کړې او دا چې اصلي اندیښنه "ثبات " او خوندي لیږد دی".
د نړۍ د یوه منل شوي زبر ځواک د سیاسي قدرت په راس کې د ولاړ رهبر په حیث د هغه د غوره کړیو پالیسیو اهمیت به تش تر امریکا محدود نه وي. د هغه د سیاستونو اغیز به په ګړده نړۍ کې محسوسیږي، خو د اسیا په کومه برخه کې چې افغانستان، پاکستان ، ایران او نور هیوادونه پراته دي، دلته به د تاریخي، جغرافیايي او سراتیجیکو عواملو په وجه د امریکا په سیاست کې امکاني بدلونونه د نورو سیمو په مقایسه زیات اغیزناک وي. د پاکستان او افغانستان د ضعیفو دولتي نظامونو په وجه امریکا تر یوې اندازې د دغو هیوادونو په داخلي چارو کې دخیله ده او د دوی اقتصاد، سیاسي سیستم او پوځي ځواک په تشکیل کې هم له ډیرې مودې راهیسې امریکا مهم نقش لوبولی دی، ځکه دلته سیاسي لوبغاړي او شنونکي د امریکا په سیاستونو کې راتلونکي بدلونونه ډیر په غور څاري، پښتو کې متل دی چې میږی ته پرخه هم باران دی.
که مونږ د افغانستان د ملي او ولسي ګټو د اړتیاوو په نظر کې نیولو سره په دې مسله فکر وکړو، نو په زغرده ویلی شو چې د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ ګټه او د جو بایډن بایلات پخپله د افغانستان لپاره یو نسبي مثبت بدلون دی، ځکه جو بایډن له مودو مودو راهیسې د افغانستان او افغانانو په باره کې کلک منفي فکر او تعصب لرلی دی او په وار وار یې افغانستان ته سپکو سپورو ویلو نه خوند اخستی دی. که د امریکا د ولسمشر د معاون او بیا د ولسمشر په حیث د هغه ویناګانې ولوستل شي، نو ډیر په ګرانه به په هغو کې د افغانستان او افغانانو باره کې د خیر خبره ومندل شي. د دې خبرې مطلب هرګز دا نه دی چې ټرمپ به د افغانستان په باره کې د امریکا سیاست ته په اساسي توګه تغیر ورکړي او د افغانستان په ګټه به سیاست پیل کړي. ټرمپ به هغه څه کوي چې د امریکا ملي ګټې او په خاصه توګه د غټو پانګه والو ګټې یې حکم کوي، خو دا توپیر به ضرور وي چې ټرمپ به په شخصي توګه د افغانستان په مقابل کې هغه عقده او تعصب نه لري چې بایډن درلود. که څه هم له طالبانو سره د دوحې قراداد د ټرمپ د ولسمشرۍ په دوره کې امضا شوی و، خو د هغه د تطبیق پروسه د جو بایډن په دوره کې تر سره شوه. د بایډن حکومت نه یوازې طالبانو ته په افغانستان باندې د هغوی د امارت تحمیلول اسان کړل، ورسره ورسره یې د هغوی سره د تعامل پروسه دوامداره او منظمه کړه.
د داعش پر ضد د مبارزې په نوم یې طالبانو ته د ډالرو د کڅوړو ورلیږل هیڅ یوه میاشت هم کنډو نه کړل. د امریکا په تشویق اروپا او ځینی نوروسیمو کې بعضې هیوادونو د افغانستان سفارتونه طالبانو ته وسپارل، کیدای شي چې د دې ښیګړو په بدل کې طالبانو امریکا ته په ستراتیجیکو اړیکو کې داسې ګټه ور رسولې وي، چې مونږ ته معلومه نه ده، خو دا هم حقیقت دی چې د دریو کلونو نه زیات وخت کې طالبانو په افغانستان کې جینکۍ مکتبونو ته نه دې پرې ایښې. په ښځو یې نه یوازې د کار، روزګار او ټولنیزو فعالیتونو دروازې تړلې، ورسره یې د ښځې د مخ په لیدل کیدو یا د هغې د غږ په اوریدل کیدو مطلق بندیز لګولی دی، چې دغه پالیسي اوس تر جنسیتي اپارتاید رسیدلې ده. افغان ښځو د دغه جنسیتي استبداد په ضد په هیواد کې د ننه اوبهر ډیره په مېړانه مبارزه کړې ده، خو د بایډن حکومت د افغان ښځو د حقونو په غږ غوږ نه دی ګرولی. هم دغه رنګه طالبانو د افغانستان د جمهوریت د دورې دولتي مامورین او په خاصه توګه د هغې دورې عسکر او صاحب منصبان په ګڼ شمیر وژلي دي، خو امریکا یا نورو غربي هیوادونه د طالبانو په ضد کوم ګام پورته کړی نه دی. د ټرمپ د معاملې کلتور په نظر کې نیولو سره دا تخمین کیدای شي چې د هغه حکومت به له طالبانو سره د تعامل په بدل کې څه نه څه څرګنده اقتصادي یا سیاسي بیعه ترلاسه کړې وای او دا هم امکان وو چې د طالبانو له خوا دوحې د معاهدې د محتویاتو څخه سرغړونې ته امریکا څه عکس العمل ښودلی وی او امکان دی چې د دې نه وروسته دغه کارونه صورت ومومي.
د پاکستان جنرالواکي هم د ټرمپ د واکمنۍ نه یو لړ تشویشونه لري. د دوۍ غټ تشویش د ټرمپ او د هند د صدراعظم مودي ترمنځه نزدې اړیکې او ټرمپ په اداره کې د هندي نژاد امریکایانو شتون دی. د دوی بله ژوره اندیښنه د پاکستان لپاره د امریکا او چین سره د پاکستان په مناسباتو کې د توازن ساتلو د ناممکن کیدلو تر حده ګران کار په باره کې ده او دغه مشکل د امریکا او چین تر منځ د شدیدې سیالۍ په وجه نور هم ګران شوی دی. د پاکستان اقتصادي وضع دومره خرابه او بحراني ده چې د نړۍ د ډیرو هیوادونو او مالي موسسو نه یې پورونه اخستي دي. هغه د پښتو متل پری سمون خوري چې د اسمان لاندې یې کور دی نو په دوی باندې یې پور دی، ځکه پاکستان د چین او امریکا دواړو قرضو او کومکونو ته اړتیا لري، خو د زبر ځواکونو پورونه او کومکونه د مفتو مال نه دی. دواړه بیلې بیلې او د یو او بل سره مخالفې غوښتنې لري. که څه هم د افغانستان نه دخپلو پوځونو د ایستلو نه وروسته امریکا د پاکستان خدماتو ته د په خوا غوندې اړتیا نه لري، خو د ولسمشر جو بایډن د پاکستان سره څه نه څه مناسبات ساتلي وو، ولې پاکستاني جنرالان د ټرمپ نه ځکه ویره لري چې ټرمپ مخکې نه مخکې ویلي، چې هغه به د هغو امریکايي جنرالانو سره حساب کتاب کوي، د چا د بې غورۍ په وجه چې د افغانستان نه د وتلو په پروسه کې امریکايي عسکرو تلافات لیدلی یا د یوه ابر قدرت په حیث د امریکا حیثیت ضرر لیدلی دی. په دې ټولو پروسو کې پاکستان هم ډیر دخیل و، نو ځکه دوی هم د بازپرس ویره لري او بل غټ تشویش دا دی چې ټرمپ به د چین سره د پاکستان د مخ په ژوریدونکو ستراتیجیکو او اقتصادي اړیکو هم یو سلسله پوښتنې ولري، په خاصه توګه چې کله د چین او امریکا تر منځ اقتصادي جنګ زور واخلي او امریکا په چین یو شمیر بندیزونه ولګوي، نو پاکستان لپاره به وضع ډیره مشکله او پیچیده شي. په اوسني وخت کې د پاکستان د حکومت تر ټولو سرسخت مخالف عمران خان په امریکا کې ډیر قوي لابیګران لري، نو دلته ویره موجوده ده چې که د لابیګرانو او پاکستانی دایاسپوره د کار په نتیجه کې ټرمپ د عمران خان د بند نه د خوشي کیدو غوښتنه وکړي، نو پاکستان به څه کوي ؟ لوي درستیز جنرال عاصم منیر او صدراعظم شهباز شریف سعودي عربستان ته څو ځله شهزاده محمد بن سلمان ته د خواست کولو لپاره منډې وکړې چې هغه ټرمپ ته د پاکستان سفارش وکړي. شهباز شریف په تیرو شپږو میاشتو کې د محمد بن سلمان لیدلو لپاره پنځه ځله سعودی عرب ته سفرونه کړي، چې د ټرمپ او پاکستان اړیکه ټینګه کړي.
د امریکا متحده ایالتونو د ۲۰۲۴کال ولسمشریزو ټاکنو کمپاین کې ډونالډ ټرمپ پر يوه غیر معمولي غوښتنه مکرر ټینګار درلود: «له طالبانو سره د یوه سوداګریز تړون یا معاملې له لارې د افغانستان بګرام هوایي اډې بیرته ترلاسه کول». د منځنۍ اسیا لپاره د امریکا نوې ستراتیژي به دغه دریځ روښانوي.
ټرمپ په ایوا کې یوې غونډې ته په خبرو کې وویل چې که په ۲۰۲۴ کال کې بیا ولسمشر شي، نو له طالبانو سره به د یوې معاملې له لارې بګرام هوايي ډګر بېرته تر لاسه کړي.نوموړي دغه ستراتیژیکه هڅه د چین د فعالیتونو د څارنې لپاره اړینه وبلله او د بګرام پرېښودل یې د بایډن ادارې یوه ستره تېروتنه وګڼله.
ټرمپ وویل: « بګرام یوازې یو ساعت د چین له هغه ځایه لرې دی چېرې چې دوی خپل اټومي توغندي جوړوي. موږ دا نه شو پرېښودلی. موږ به یې بېرته تر لاسه کړو، که د یوې معاملې له لارې هم وي».
زه دا هم استدلال کوم چې که د اوکراین موضوع حل شي؛ نو دا به د امریکا او روسیې ترمنځ کړکیچ مات کړي او کېدای شي چې د امنیت شورا د 2721 پرېکړه لیک پلي کولو ته لاره هواره کړي او همدا راز به د ځانګړي استازي ټاکل او د تماس ډلې رامنځته کړي.
د بین الافغاني خبرو اترو لپاره د ویانا پروسې په ګډون د بین الافغاني خبرو اترو او د تیرانا د پروسې له لارې د ښځو د خوځښت په ګډون د ډیالوګ او نړۍوالې پروسې ملاتړ خورا مهم دی.
دا پروسې د یو شمېر شریکانو له خوا په تفصیل سره مطالعه شوي، چې متحده ایالات کولی شي په فعاله توګه د یو ټول شموله او مشروع حکومت د جوړولو، په ځانګړې توګه د افغانستان د راتلونکي نسل سره د ښکیلتیا له لارې د اوسني بحران د حل لپاره د یو متحد چتر په جوړولو کې مرسته وکړي .