• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بګرام؛ د ټرمپ کمپایني شعار و که ستراتیژیک لید؟

۱۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۵ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۱۱ GMT+۰تازه شوی: ۱۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۵ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۲:۳۲ GMT+۰

د امریکا متحده ایالتونو د ۲۰۲۴کال ولسمشریزو ټاکنو کمپاین کې ډونالډ ټرمپ پر يوه غیر معمولي غوښتنه مکرر ټینګار درلود: «له طالبانو سره د یوه سوداګریز تړون یا معاملې له لارې د افغانستان بګرام هوایي اډې بیرته ترلاسه کول». د منځنۍ اسیا لپاره د امریکا نوې ستراتیژي به دغه دریځ روښانوي.

ټرمپ په ایوا کې یوې غونډې ته په خبرو کې وویل چې که په ۲۰۲۴ کال کې بیا ولسمشر شي، نو له طالبانو سره به د یوې معاملې له لارې بګرام هوايي ډګر بېرته تر لاسه کړي.نوموړي دغه ستراتیژیکه هڅه د چین د فعالیتونو د څارنې لپاره اړینه وبلله او د بګرام پرېښودل یې د بایډن ادارې یوه ستره تېروتنه وګڼله.

ټرمپ وویل: « بګرام یوازې یو ساعت د چین له هغه ځایه لرې دی چېرې چې دوی خپل اټومي توغندي جوړوي. موږ دا نه شو پرېښودلی. موږ به یې بېرته تر لاسه کړو، که د یوې معاملې له لارې هم وي».

سره له دې چې شنونکي د ټرمپ نوې اداره د منځنۍ اسیا له کارپوهانو تشه ګڼي، خو د بګرام په تړاو د نوموړي څرګندونې د هغه د بهرنیو سیاستونو د لید د یوې برخې په توګه د چین پر وړاندې د واشنګټن د ستراتیژیک دریځ بیا تنظیمولو ته یوه اشاره ګڼل کېدای شي.

د امریکا له وتلو وروسته، چین له طالبانو سره حپلې اړیکې ټینګې او پیاوړې کړې او د اقتصادي پروژو د پلیتابه او تړونونو ترلاسه کولو لپاره یې ځینېګامونه پورته کړي دي.

100%

بګرام: ستراتیژیکه نقطه

ټرمپ بګرام د افغانستان په خاطر نه، بلکې د سیمې د ستراتیژیک ارزښت له مخې مهم بولي.

بګرام هوايي ډګر د افغانستان په پروان ولایت کې پروت دی، چې د امریکا د پوځ تر ټولو لوی مرکز و. د دغهډګر موقعیت نه یوازې د افغانستان لپاره مهم دی، بلکې د چین لویدیزې پولې ته د نږدېوالي له امله نړیوال ارزښت هم لري.

ټرمپ خپلو ملاتړکوونکو ته وویل: « موږ بګرام ساتل غوښتل، نه د افغانستان لپاره، بلکې ددې لپاره چې دا د چین د اټومي توغندیو له مرکز څخه یوازې یو ساعت لرې دی. اوس چین پرې واکمني لري».

ټرمپ وویل چې د بګرام ترلاسه کولو په بدل کې به له طالبانو سره یو سوداګریز تړون یا معامله وکړي. هغه د خپلې لومړۍځل ولسمشرۍ پرمهال له طالبانو سره د دوحې تړون لومړنۍ چارې پیل کړې، چې په افغانستان، په ځانګړې توګه بګرام کې د امریکايي پوځیانو ساتل پکې مهم بحث و، خو تراوسه ددغه تړون هغه ضمیمې نه دي په ډاګه شوې، چې ځینې شنونکي یې طالبان په پټولو تورنوي.

د ټرمپ دغه غوښتنه او وړاندیز په اوسنیو شرایطو کې ډېر عملي نه ښکاري خو ددوحې تړون په اډانه کې پر طالبانو د فشار یوه وسیله ګرځېدای شي.

طالبانو له ۲۰۲۱ کال راهیسې په پرله‌پسې توګه د بهرني پوځي حضور مخالفت کړی او پرخپله خپلواکي ټینګار کوي. د طالبانو اوسنيو چارواکو څو ځله ویلي چې دوی به هېڅ بهرني ځواک ته په افغانستان کې د پوځي حضور اجازه ورنه کړي.

ټرمپ پر خپل دیپلوماټیک ځواک باور لري او ادعا کوي چې د طالبانو مشران هغه ته درناوی لري او د هغه امرونه یې منلي. هغه څو ځله د عبدل « عبدالغني برادر» یادونه کړې ده.

د افغانستان د شنونکو په باور، ټرمپ د افغانستان په اړه د خپل لومړي ځل بهرني سیاست اصولو ته راستنېدونکی ښکاري، خو د دې ستنېدا ماهیت د منځنۍ اسیا په تړاو د هغه د بهرني سیاست تر اعلانېدو پورې لا ناڅرګند دی. البته هغه تل د امریکا ملي ګټوته د دیموکراسۍ پر ترویج او ملت جوړونې لومړیتوب ورکړی. له همدې امله د هغه په اړه اټکل کیږي چې د پوځي ښکیلتیاوو پرځای به ډېر سیاسي معاملو او اقتصادي فشارونو ته مخه کړي.

100%

کمپایني شعار که عملي پلان؟

د بګرام د بیا ترلاسه کولو په تړاو د ټرمپ دریځ د هغه د کمپاین ملاتړکوونکو ته جالب و، خوعملي اړخ یې د طالبانو دریځونو ته په پام کمزوری ښکاري. که د دوحې تړون په ضمیمو کې په دې اړه څه توافق نه وي شوی، ټرمپ ته به ستونزمنه وي چې بېرته بګرام ته را وګرځي.

سره له دې چې طالبانو ټینګار کړی چې د افغانستان فضا لاهم اشغال ده او د امریکا متحده ایالتونو بې پیلوټه الوتکې پرې ګرځي، خو پرځمکه دوی د خپلو قوانینو او حکومتولۍ په چارو کې ظاهرا په خپلو تصمیمونو متکي دي.

په۲۰۲۱ کال کېله افغانستان نه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته، تاریخي بهیر ته په پامد ځواک یوه تشه پاتې شوه چې ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول چین، هڅه وکړه له هغې ګټه واخلي. منځنۍ اسیا اوس د سیمه ییزو قدرتونو لپاره د سیالۍ ډګر ګرځېدلی. چین د خپل یو کمربند، یوه لار نوښت له لارې په سیمه کې د پانګونې هڅې پیل کړې دي.افغانستان هم په دې دایره کې د ښکیلیدو په حال کې دی.

په ورته وخت کې، روسیه هڅه کوي په سیمه کې خپل نفوذ وساتي. مسکو د داعش له ویرې د منځنۍ اسیا هېوادونو مستبد دولتمشران ځان ته نږدې کړي.د ټرمپ له بري سره هممهاله د دواړو هېوادونو جګپوړي پلاوي کابل ته لاړل او له جګپوړو طالبانو سره یې پر دوه اړخیزو مسایلو او همکاریو خبرې وکړې. مسکو ژمنې وکړې چې طالبان د ترهګرو ډلو له نوملړه وباسي او په شانګهای همکارۍ سازمان کې به د افغانستان د څارونکي غړي څوکۍ بېرته فعاله کړي.

ټرمپ له دې اړخه د بګرام پر بایللو خواشینی دی او ددې ټولو لامل، د جوبایډن په لارښوونه له افغانستان نه د امریکايي ځواکونو بیړني وتل ګڼي.

100%

طالبان څومره ټرمپ جدي ګڼي؟

طالبانو د متحده ایالتونو په ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ د بري په تړاو یوه محتاطانه اعلامیه خپره کړه او له واشنګټن سره یې د ښو اړیکو هیله وښوده. خو له دې سره سره، ددې ډلې په مشرتابه کې له ټرمپ نه یوه ښکاره ویره محسوسیږي، ځکه ټرمپ ډېری په ناڅاپي تصمیمونو مشهور دی.

د طالبانو قطر دفتر، په ځانګړې توګه ملا عبدالغني برادر چې د متحده ایالتونو له مذاکراتي پلاویو سره د خبرو اترو په بهیر کې د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر و، د ټرمپ له راتلونکو تصمیمونو اندېښمن دي.

په کندهار کې یو شمېر سرچینې وايي چې د طالبانو د کندهار په وروستیو ناستو کې چې ددې ډلې مشرانو او د کابینې غړو پکې ګډون کړی و، یو مهم بحث د دوحې تړون د ځینو مواردو پلي کول و، چې واشنګټن پرې ټینګار لري، خو د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د خپل کم سیاسي لید له امله نړیوالو پرمختګونو، حسیاستونو او د دوحې تړون پلیتابه ته چندان اعتنا نه کوي. په دې مواردو کې بین الافغاني خبرې اترې، له ترهګرۍ سره مبارزه او ځینې نور موارد شامل دي چې د طالبانو اداره پکې تر دې مهاله پاتې راغلې ده.

د ټرمپ په راتلونکې اداره په ځانګړې توګه پوځي برخه کې ډېر داسې کسان غوره شوي، چې په افغانستان کې د جګړې مخینه لري، یا له طالبانو سره جوړنه دي. د طالبان وسله والې مخالفې ډلې هم د نوې ادارې له رامنځته کېدو سره هممهاله تر پخوا ډېرې فعالې شوې، چې ددې ډلې لپاره سرخوږ جوړولی شي.

د بګرام هوايي اډه ظاهرا د ټرمپ کمپایني شعار ګڼل کیږي او طالبان په عامه کچه ارزښت نه ور کوي، خو د طالبانو ځینې مشران دا مساله بابیزه نه ګڼي، ځکه د ټرمپ سیاسي کرکټر ته په پام، پر کابل په هره برخه کې فشارونه راتلای شي، په ځانګړي ډول په سیمه کې د چین د نفوذ کمولو ته نوموړی ډېر متوجه دی.

د اوکراین د جګړې پای ته رسېدل، د ټرمپ ادارې ته یوځل بیا دا فرصت ور کوي چې منځني ختیځ او منځنۍ اسیا ته پام واړوي. په منځنۍ اسیا کې د امریکا بیا حضور ته اړتیا تر ډېره د افغانستان د وضعیت له پرمختګونو سره تړلی دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان راتلونکی؛ د نړۍوالو دریځونو اغېز او د ټرمپ د احتمالي پالیسۍ بدلونونه

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۲۰ GMT+۰
•
نظیفه حقپال

د امریکا د ۴۷م ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرمپ له پرېکنده بریا وروسته د هغه اداره په چټکۍ سره د جوړېدلو په حال کې ده.

د امریکا د نوي حکومت ډېره پاملرنه اقتصادي مسالو او په سرحدونو کې د تګ او راتګ لوړې کچې ته ده، چې دواړه موضوعات په تېرو دوو کلونو کې د پراخې ناخوښۍ سبب ګرځېدلي دي.

په ورته وخت کې بیا د نړۍ په بل ګوټ کې د افغانستان خلک د طالبانو تر واکمنۍ لاندې درې کاله د سخت ظلمونه لاندې دي، چې نه یوازې د ښځو او نجونو د بنسټیزو حقونو له سلبولو او د جنسیتي تبعیض له تحمیل سره مخ دي، بلکې د مدني او سیاسي ازادیو څخه هم بې برخې شوي دي ژوند تېروي.

د بشري حقونو دا جدي سرغړونې او ورسره اقتصادي بحران او د بشري ناورین زیاتېدل، د افغانانو سترګې او هیلې د ټرمپ راتلونکې ادارې او د هغه وروستیو ګمارنو څک کړي دي.

ایا د افغانستان لپاره د امریکا پالیسي بدلون کوي؟

پرته له دې چې د امریکا د "غیر مسوولانه" وتلو په اړه انتقاد وکړل شي، چې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت وسلې او مهمات طالبانو ته پاتې شول، د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال د افغانستان په اړه د ډونالډ ټرمپ پالیسي مبهمه وه او په ندرت سره یې د افغانستان په مسالې بحث یا تبصره کوله، خو هغه د بګرام د هوايي دګر د بېرته تر لاسه کولو لپاره لیوالتیا څرګنده کړې وه، ځکه چې د امریکا د جیوپولیټیک سیال چین سره د مقابلې لپاره د پام وړ ستراتیژیک ارزښت لري.

دا چې دا موضوع یوازې ټاکنیز کمپاین او شعار و، که واقعاً د عمل وړ پالیسي به وي، دا به د وخت په تېرېدو سره معلومه شي.

د کلیدي پوسټونو لپاره د هغه وروستي نوماندان"د ملي امنیت سلاکار، د بهرنیو چارو وزیر، د دفاع وزیر او د سي ای اې رییس" چې د طالبانو سخت انتقاد کونکي دي، نه یوازې د افغانستان بلکې د نړۍ په اړه د امریکا د بهرنۍ پالیسي احتمالي بدلون ته اشاره کوي.

د نوموړو کسانو پوهې او تجربې ته په کتلو سره داسې ښکاري چې د چین د مخنیوي او په سیمه کې د امریکا د ګټو د ساتلو لپاره به سخت ستراتیژیک موقف ونیسي.

د بېلګې په توګه، مایکل والټز چې له افغانستان څخه د امریکا د ګډې وډې وتنې په اړه سخت انتقاد کوونکی دی، د طالبانو بیا راتګ د امریکا ملي امنیت ته د ګواښ په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

هغه زیاتوي: "د څو اونیو په اوږدو کې د طالبانو نوی امارت را منځته شو چې نړۍ یې نوره هم خطرناکه کړې ده."

ایا هغه به بیا هم ورته دریځ ولري؟ که داسې وي، امکان لري چې په پالیسۍ کې به ډېر بدلون راشي.

همدارنګه، د نويو ګومارل شويو د بهرنیو چارو او دفاع وزیران دواړه د حقاني شبکې په اړه اندېښنې لري. وروسته له هغه چې افغانستان د طالبانو لاس ته ولوېد، هغه وویل چې طالبانو ته د واک په ورکولو سره، متحده ایالاتو د "شیطان سره تړون یا معامله" کړی ده او د طالبانو د رژیم ډېری مشران پخواني بندیان دي.

سربېره پر دې، د رویټرز په راپور کې راغلي دي چې د ډونالډ ټرمپ ټیم د امریکا په دفاع وزارت کې د چارواکو د ګوښه کولو لېست چمتو کوي.

ټرمپ د خپل کمپاین پر مهال ژمنه کړې وه، چې که بېرته واک ورسېږي د پنټاګون ځینې چارواکي به له دندو لري کړي، په ځانګړې توګه هغه کسان چې د افغانستان څخه د امریکا په وتلو کې ښکېل دي.

وروستیو څرګندونو او کړنو په افغانانو کې هیله پېدا کړې چې د ټرمپ اداره به له دې فرصته ګټه پورته کړي چې د امریکا غیر مسوولانه وتلو په اړه به ځینې ځواب ویلو ته مجبور کړي.

د افغانستان په اړه به د اروپايي ټولني او انګلستان د پالیسۍ بدلون څه وي؟

د سولې پروسه چې د بهرني سرتېرو د وتلو پرېکړه وه، اروپايي ټولنې او انګلستان دواړه د ټرمپ او بایډن ادارې لاندې د متحده ایالاتو پالیسي تعقیب او ملاتړ یې وکړ.

دا امکان هم شته چې د ټرمپ دوېمې دورې په جریان کې د سولې د پروسې په تړاو فکر بدلون ومومي. په همدې ډول د افغانستان په اړه نه یوازي د امریکا تګلاره؛ بلکې د اروپايي ټولنې او انګلستان تګلارې هم خورا ډېر اهمیت لري.

لکه څنګه چې څرګنده ده دا مهال اروپايي اتحادیه په افغانستان کې د خپل سفارت د پرانستلو ترڅنګ او د طالبانو له رژیم سره ښکیلتیا کچه داسې څرګندوي چې له امریکا او حتا له انګلستان څخه بیله پالیسي تعقیبوي.

100%

په داسې حال کې چې انګلستان او اروپايي ټولنه له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې مرستو ته ژمن دي خو د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د ښځو د حقونو په برخه کې د اروپايي ټولنې غبرګونونه توپير لري.

د بېلګې په توګه، انګلستان د طالبانو د حساب ورکولو لپاره کوم ګام نه دی پورته کړی، په داسې حال کې چې اروپايي اتحادیې د طالبانو د حساب ورکولو لپاره ځینې ګامونه پورته کړي دي.

د اروپايي اتحادیې پارلمان د یوه پرېکړه لیک په تصویبولو سره ویلي یې دي: "د اروپايي اتحادیې غړي غواړي چې جنډر اپارتایډ د بشريت ضد جرم په توګه د پېژندلو ملاتړ وکړي او د نړۍوالې جنایي محکمې (ICC) د تحقیقاتو او د ملګرو ملتونو د خپلواک تحقیقاتي میکانیزم له لارې د افغانستان د موجوده چارواکو څخه د حساب ورکونې غوښتنه کوي.

سربېره پر دې، په EUCJ (د اروپايي ټولنې د عدالت محکمه) کې د هغو افغان ښځو لپاره چې په افغانستان کې د جنسیت او هویت پر بنسټ له ځورونې وېره لري په اروپایي ټولنه کې پناه غوښتنه کولای شي یا همدارنګه د ۲۲ هېوادونو په ملاتړ جرمني او هالنډ د کاناډا او استرالیا سره یوځای د طالبانو پر وړاندې د CEDAW قضیه پرانیستل او د عدالت نړۍواله محکمه (ICJ) ته یې کش بیا د طالبانو په اړه د یو شمېر اروپايي هېوادونو دریځ څرګندوي.

که ټرمپ د طالبانو یا افغانستان په اړه سخت دریځ غوره کړي، اروپايي ټولنه او انګلستان به د افغانستان په اړه د خپل موقعیت او زیانونو په پام کې نیولو سره د امریکا په پرتله مختلف دریځونه غوره کړي او د دوی پالیسي به تر یوې اندازې سره سمون ولري او کېدای شي په درېیو مهمو مسالو باندې استواره وي.

لومړی: د امنیت او تروریزم ګواښ

دویم: د بشري حقونو سرغړونې

درېیم: بشري بحران

که چېرې ټرمپ په امنیتي مسالو کې امریکا له ناټو څخه جلا کړي یا د امریکا ښکیلتیا په ناټو کې کمه کړي، که څه هم د تروریزم، ډله ییز مهاجرت او نور ګواښونه، لکه د راپورونه له مخه چې القاعده د افغانستان سره د پاکستان تحریک طالبان جنګیالي چمتو کوي او روزنیز کمپونه لري؛ خو بیا هم د انګلستان په ګډون د اروپايي ټولني هېوادونه به په اسیا یا افغانستان کې د مداخلې پر ځای خپل تمرکز په اروپایي ټولنې او اروپا باندې وکړي.

100%

د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو د نوې ادارې احتمالي لومړیتوبونه

امریکا د اوکراین او غزې بحرانونه د خپل بهرني سیاست د لومړیتوبونو په توګه په ګوته کوي او دا دا ډول کلیدي موضوعات دي چې امریکا کولای شي لومړیتوب ورکړي او تمرکز پري وکړي.

ټرمپ او د هغه منتقدین دواړه په دې موافق دي چې د دوحې تړون هیڅکله په بشپړ ډول نه دی پلي شوی، پخواني استازي زلمي خلیلزاد وویل، چې د ټرمپ د بیا واک ته د رسېدو سره د دوحې د تړون د بشپړ تطبیق لپاره یو فرصت دی.

طالبان د خپلو ډېرو ژمنو په عملي کولو کې پاتې راغلي، چې پکې د ټول شموله حکومت د جوړولو او له نورو افغان مشرانو سره د خبرو اترو په برخه کې ژمنې شاملې دي.

سربېره پردې، دا تړون د بین الافغاني خبرو اترو لپاره یو بنسټ دی، چې موخه یې د هېواد راتلونکې حکومتولي ده.

زه دا هم استدلال کوم چې که د اوکراین موضوع حل شي؛ نو دا به د امریکا او روسیې ترمنځ کړکیچ مات کړي او کېدای شي چې د امنیت شورا د 2721 پرېکړه لیک پلي کولو ته لاره هواره کړي او همدا راز به د ځانګړي استازي ټاکل او د تماس ډلې رامنځته کړي.

د بین الافغاني خبرو اترو لپاره د ویانا پروسې په ګډون د بین الافغاني خبرو اترو او د تیرانا د پروسې له لارې د ښځو د خوځښت په ګډون د ډیالوګ او نړۍوالې پروسې ملاتړ خورا مهم دی.

دا پروسې د یو شمېر شریکانو له خوا په تفصیل سره مطالعه شوي، چې متحده ایالات کولی شي په فعاله توګه د یو ټول شموله او مشروع حکومت د جوړولو، په ځانګړې توګه د افغانستان د راتلونکي نسل سره د ښکیلتیا له لارې د اوسني بحران د حل لپاره د یو متحد چتر په جوړولو کې مرسته وکړي .

د افغانستان اوسني نازک وضعیت او په سیمه کې د امریکا ګټو ته په پام سره، د افغانستان په اړه د امریکا په پالیسي کې احتمالي بدلون ډېر اټکل شوی دی.

دا بدلون باید د پیل ټکي په توګه د غیر طالب افغانانو سره ښکیلتیا ته لومړیتوب ورکړي او په طالبانو فشار راوړي چې په ټول شموله پروسو کې برخه واخلي.

د اروپايي ټولني له لارې د بشري حقونو د سرغړونو په خاطر د طالبانو حساب ورکول، په فعاله توګه د طالبانو د بدیلونو ملاتړ او د ښځو د حقونو د حرکتونو په ګډون د مقاومت غورځنګونو ملاتړ د وضعیت د بدلون لپاره خورا مهم دی. دا تګلاره د افغانستان د اوږدمهاله ثبات او په سیمه کې د امریکا د ګټو د ساتلو لپاره حیاتي ده.

د ولسمشر ټرمپ تر رهبرۍ لاندې د افغانستان د مسالې د حل لپاره د یوې حل پېدا کولو تعقیبول نه یوازې د افغانانو لپاره، بلکې د امریکا او ولسمشر ټرمپ د اعتبار لپاره هم اړین دي، په ځانګړې توګه چې د دوحې د تړون د جمهوری دولت په سقوط کې د رول درلود.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

افراط ته نه! تفریط ته نه!

۸ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۴، ۱۸:۴۶ GMT+۰
•
عبدالغفور لېوال

څو ورځې وړاندې په سعودي عربستان کې د امریکايي سندرغاړې جینیفر لوپز کنسرت او ورسره د جامو ښوونې یو نندارتون جوړ شو، لوپز نیمه بربنډه د نندارې پرغولي راښکاره شوه او نورې نیمه بربنډې نڅاګرې ورسره ونڅېدې.

روسته د جامو ښوولو په ننداره کې هم ښځې په نیمه بربنډه جامو کې له یوه داسې سکرین لرونکي مکعب څخه ګردې راتاوې شوې، چې په سعودي کې یې ترټولو د سپېڅلي مکان جوړښت تداعي کاوه. ګڼ سعودي شیخان له خپلو چلتارونو او اوږدو سپینو کمیسونو سره ورته ناست وو. دې کیسې په نړۍ کې خبرونه، په اسلامي هېوادونو کې متناقض غبرګونونه او د افغانانو ترمنځ غوسه، طنز، کرکه، پېغور او د ځینو له خوا هرکلي راوپارول.

د عربستان واکمن شاهزوی بن سلمان په ډراماتیکه بڼه دغه د نړۍ یوه ترټولو تړلې ټولنه مخ په پرانیستلو روانه کړې ده، خو ایا هغه څه چې څو ورځې مخکې پېښ شول د ټولنې‌پرانیستلو د دې لړۍ یوه برخه ده؟

راځئ دا پوښتنه لږ نوره هم دقیقه کړو، ایا دا هڅه د دې لړۍ سمه برخه ده؟

پوهېږم، چې دې پوښتنې ته به غبرګون ډېر متضادو متناقض وي. د فردي و لېبرالې خپلواکۍ پلویان به وايي، چې ښه یې کړي دي او د محافظه‌کار فکر خاوندان به وايي، ناسم کار یې کړی دی. دواړه لوري به بلها ډېر دلایل او منطقي استدلال هم لري.

بل خوا په افغانستان کې معصومې او محجوبې نجونې له ښوونځي و پوهنځي محرومې دي او واکمن شیخان وايي: « د ښځې د غږ اورېدل پرښځو هم حرام دی او باید یوه له بلې سره په اشاره خبرې وکړي.»

سعودي عربستان او افغانستان دواړه اسلامي هېوادونه دي، د یوه دین پلویان دي، د دین مصادر و سرچینې یې سره شریکې دي، خو تفسیرونه و تعبیرونه یې تر دې بریده سره لرې دي.

د بن سلمان تفریط او پرافغانستان د واکمنو افراط د ګډو دیني سرچینو په اړه ګڼې پوښتنې راپارولې دي. میلیونونه ځوان افغانان دا پوښتنې لري، ښايي ځينې یې د تکفیر له ډاره هېڅ نه وايي، خو د انسان ذهن پوښتني خامخا تولیدوي. دا یې کار دی، هیڅوک یې درولای نه شي.

ګڼ سعوديان متدین خلک دي، دوی له فرهنګي، تاریخي و جغرافیايي پلوه د ټولې اسلامي نړۍ د عقیدوي ارزښتونو د سرچینې په توګه ځانونه ټولې نړیوالې اسلامې ټولنې ته مسئول ګڼي، خامخا به دغسې تش په نامه اصلاحاتو او بدلونونو ته خواشیني وي.

اصلاحات تر هغه بریده معقول وي، چې د ټولنې اړتیاوې پوره کړلای شي، د تجملاتو تحمیل ته اصلاحات ویلای نه شو.

د افغانستان خلک وږي دي، زدکړو ته اړتیا لري، پرمختیا او کار ته محتاج دي. بنسټي بشري حقونو ته او وګړوالو خپلواکیو ته هم.

پردوی بندیزونه لګول او له هرڅه یې محرومول هماغومره نامعقول چلند دی، لکه په سعودیانو کې ناڅاپه د امریکايي بربنډو سندرغاړو نڅول. یو افراط دی بل تفریط.

د دې افراط و تفریط ترمنځ منل شوی حقوقي قلمرو څه دی؟

هغه قوانین چې د یوه ولس له فرهنګ، ارزښتونو، باورنو او اړتیاوو سره سم یې اکثریت وګړي په جوړولو کې ارادي ګډون ولري او خپلې ازادۍ یې د خپلې رایې په وسیله تعریف کړې و محدودې کړې وي.

افغانستان د جنیفر لوپز کانسرت ته اړتیا نه لري، خو د خپلو نجونو ښوونځي، پوهنځي او کار ته تللو ته داسې اړتیا لري، لکه د ژوند اوبه.

سعودي ښځې هم د څو کاله پخوا محدودیتونو ماتېدو ته خوښې دي، اوس کړلای شي موټر وچلوي، ټولنیزو کارونو کې یې برخه مخ په پراخېدو ده، پر لوړو دولتي څوکیو ټاکل کیږي. هغسې جامې اغوندي، چې د دوی فرهنګ او خلک یې مناسبې بولي. دا ښه اصلاحات دي، ځکه ټولنه ورته (اړتیا) لري. خو د جینیفر لوپز کانسرت ته د سعودي ټولنه نه، ښايي ځینې افراد اړتیا ولري، دا پر ټولنه تپل ناسم کار دی.

اعلیحضرت امان الله شاه غازي وطن ته ریلګاډی، برېښنا، راډیو، بانکي سیستم، هویتي تشخص، تولیدي کارځایونه او ترټولو مهم د خلکو له ارادې راپنځېدلی قانوني سیستم غوښت، دا ټول اړین او حیاتي اصلاحات وو، چې ټولنې ورته اړتیا لرله، خو دا حکم چې نارینه په تېره بیا مامورین به خامخا شاپو خولۍ په سروي او د سلا م پرځای به یو بل ته خولۍ له سره پورته کوي، نه یوازې په اصلاحاتو کې نه راتلل، بلکې د خندا وړ داسې چلند و، چې د اماني اصلاحاتو ۹۰٪ ضروري اقدامات یې هم ترسیوري لاندې راوستل او د متعصبو ناپوهو کړیو تکفیر ته یې لاره هواره کړه.

سوکرات ته منسوب روایت دی، په محکمه کې یو تور پرې دا و، چې د یونان خدایانو ته په سپکه ګوري او پر خدایانو یې د ځوانانو عقیدې کاواکه کړي دي.

سوکرات په خپله دفاعیه کېوویل: « زه د چا له دین او ایمان سره ستونزه نه لرم، خو خامخا د انسانانو له هغو غلطو کارونو سره مخالف یم، چې ګټه په کې د دوی وي، خو په خلکو یې په دې نامه ورتپي، چې ګواکې خدایانو هسې یا داسې ویلي دي.تر دې شرموونکی رذالت بل نه‌شته، چې ځینې ځانونه تر نورو په دې لوړ ګڼي، چې ګواکې د خدایانو استازي دي او تر دې بیا لوی حماقت بل نه‌شته چې په ټولنه کې خلک د دوی دغه دعوا مني.»

100%

د سعودي او افغانستان ترمنځ له یوې سرچینې د تعبیرونو او تفسیرونو دومره لوی توپیر د واکمنو تفسیروونکیو او تعبیروونکیو له ګټو راپورته شوی دی. دا افراط و تفریط د دواړو واکمنو ډلو له واکغوښتنې او اقتدارطلبۍ څخه رامنځته کیږي. بن سلمان پوهیږي، چې په نړۍ کې لوی صنعتونه بریښنايي کیږي او د سعودي د تېلو سرچینې بې‌پایه نه‌دي. دوی پر بدیلو اقتصادي سرچینو فکر کوي، ګرځندوی او له نړۍ سره پرانیستې سوداګري یې په لویو ځایناستو کې ګڼلي دي، دوی فکر کوي چې له نړۍ سره داسې تعامل خو یوې پرانیستې ټولنې ته اړتیا لري،عربي متحده‌ امارات و ځینې نور هېوادونه یې بېلګې دي، له همدې کبله یې په دې کې بېړه وکړه او د پرانیستې ټولنې په رامنځته کېدو کې یې تفریط ته لاس واچاوه.

په افغانستان کې هم واکمن شیخان چې د سیاست کولو بل هېڅ روایت نه لري او په واک کې د پاتېدا بله هېڅ وړتیا نه پېژني، د دین تر پوښښ لاندې یې یو ملت زنداني کړی او د ساه ایستلو حق یې هم ترې لوټلی دی، که څوک ځان وخوځوي د تکفیر توره تیاره له تېکې څخه راوتلې ده، دغه افراط یې د واک‌ساتنې یوازینۍ وسیله ده.

د فرانسې حقوقي سیستم پر سیکولریزم و لائیک تفکر ولاړ دی. په دې هېواد کې رسمي دین نه‌شته، خو هرفرانسه‌مېشتی حق لري خپل دین ولري او هغه ډول د خپل څښتن پرښتنه وکړي، چې دی یې غواړي او قوانین پرې نه ماتیږي. د اروپا تر ټولو ډېر جوماتونه په فرانسه کې دي او د مسلمانانو لپاره ترټولو ډېرې عبادي اسانتیاوې شته.په فرانسه کې د نورو اروپايي هېوادونو په شان جنسي کاروبار ته اجازه نه‌شته، مانا د پیسو په بدل کې جنسي اړیکې ناقانونه دي. دا د فرانسې د خلکو غوښتنه ده، نه یې په دین کې شته نه یې ښايي په خپل بومي فرهنګ پورې وتړي، مګر دوی ټولنیز قرارداد داسې کړی، چې په فرانسه کې دې د کنچنیو بازار نه وي. دوی وايي دې ته اړتیا نه شته، چې په داسې کار ټولنیز اخلاق و نظم ویجاړ کړو.

د انساني اړتیا او ټولنیز نظم په تناظر کې د اخلاقو، قوانینو، عقایدو او عواطفو ترمنځ ټولنیز انډول او پربنسټ یې حقوقي نظام ټاکل د جمهوریت اصل دی. اعتدال او دافراط و تفریط مخنیوی هغه وخت په یوه معقول ټولنیز قرارداد بدلیږي، چې په افراط و تفریط کې د واکمنو مخامخ ګټه نه وي او د دوی د واک‌ساتنې وندني په افراط یا تفریط پورې تړلي نه وي.

هوښیارې ټولنې افراط و تفریط دواړو ته (نه!) وايي او د خپلو وګړیو په اکثریت ارادي رایه د خپلو اړتیاوو، ارزښتونو، فرهنګ، ګډو ګټو او ملي تفکر په رڼا کې ټولنیز قراردادونه د خپل ټولنیز ژوند د هوساینې لپاره واکمنوي.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

اسلام اباد کې سیاسي شخړه او عملیات

۸ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۴، ۱۰:۱۱ GMT+۰
•
افراسیاب خټک

د نومبر میاشتې له ۲۴ مې نیټې نه تر ۲۷ مې پورې د پاکستان د پلازمینې اسلام اباد پیښو د نړیوالې میډیا پام په بې ساري توګه ځان ته اړولی و.

علت یې دا وچې د پخواني وزیر اعظم عمران خان سیاسي ګوند «پاکستان تحریک انصاف ( پی ټی ای ) چې د اوسني حکومت تر ټولو مهم مخالف سیاسي ګوند دی، زرګونه غړي په خپلو سیاسي غوښتنو د ټینګار کولو او په مرکزي حکومت د فشار اچولو په غرض د پروتست او پرلت لپاره د عمران خان په هدایت اسلام اباد ته راغلي وو .

درې غوښتنې

دوی درې مهمې غوښتنې لرلې: د تحریک انصاف وړومبۍ غوښتنه له بندخونو نه د خپل رهبر عمران خان او د ګوند د نورو غړو خوشي کیدل دي. عمران له تیر یو کال نه زیات وخت راهیسې د فساد او قانون شکنۍ په تورونو بندي دی او د هغه د ګوند په سلګونو نور غړي هم بندیان دي. دویمه غوښتنه په اساسي قانون کې د شپږویشتم تعدیل د ملغا کیدلو وه، او درېیمه غوښتنه دا وه چې د دوی له وینا سره سم په تیرو ټولټاکنو کې په لویه کچه درغلي شوې وه نوباید دغه په درغلۍ جوړ پارلیمان منحل شي اونوې ټولټاکنې وشي.

دا خبره د یادونې وړ ده چې د اوسني کال د فبرورۍ د میاشتې په اتمه نیټه ترسره شویو ټولټاکنو کې پي ټي ای د پښتونخوا په اسمبلۍ کې د چوکیو اکثریت ګټلی و نو ځکه هغلته ایالتي حکومت د پي ټي ای دی او علي امین ګنډاپور د پښتونخوا د ایالتي حکومت سروزیر دی ځکه د دغه ګوند په پروتستونو کې زیات برخه اخستونکي هم پښتانه دي.

پي ټي ای په قومی اسمبلۍ ( ولسی جرګه) کې له نوي (۹۰) نه زیاتې چوکۍ لري خو دغلته د نواز شریف مسلم لیګ، د بلاول بوټو پیپلز ګوند او د کراچۍ د اردو ژبو خلکو ګوند ایم کیو ایم په ګډه ایتلافي حکومت جوړ کړی دی او تحریک انصاف د اپوزیسیون تر ټولو غټ ګوند دی.

د تحریک انصاف او امنیتي ځواکونو ترمنځ شخړو کې ګڼ کسان وژل شوي او ټپیان دي
100%
د تحریک انصاف او امنیتي ځواکونو ترمنځ شخړو کې ګڼ کسان وژل شوي او ټپیان دي

پرله پسې لاریونونه

دا هم باید وویلی شي چې دا وړومبی ځل نه دی چې د تحریک انصاف غړي د خپلو غوښتنو د منل کیدو لپاره د لاریون او پروتست کولو په موخه اسلام ته تللي وو. دوی د اکتوبر په میاشت کې هم په اسلام اباد کې د پروتست کولو لپاره یوه غونډه جوړه کړې وه، خو د تحریک انصاف د اکتوبر او نومبر د میاشتې په لاریونونو او پروتستونو کې درې مهم توپیرونه ولیدلی شول. وړومبی توپیر دا و چې په اکتوبر کې د اسلام اباد ښار په خوا کې د پي ټي ای مارش اسلام اباد ته راننوت، ځای په ځای د ګوند مشرانو ویناګانې وکړې او ټول خلک بیرته خپلو کورونو ته لاړل ، خو نومبر کې دوی پرلت جوړولو لپاره اسلام اباد ته تللي وو ، ځان سره یې جامې، بړستنې او نور سامانونه هم راوړي وو. د ناستې لپاره یې اسلام اباد په زړه کې د دولتي قدرت حساس مرکز «سره سیمه» (ریډ زون) خوښ کړی و او ۴۰/۵۰ زره کسان په زور دغلته ور ننوتلي وو. درېیم توپیر دا و چې په اکتوبر کې د مارش مشري د پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور کوله. ګنډاپور معامله ګر دی. هغه دواړه غاړې وهلې. هغه عمران خان هم خوښ ساتلو، خو بلې خوا ته یې له پوځ سره هم پټ ارتباط ساته، نو ځکه ټکر نه کیده، خو د نومبر د مارش مشري د عمران خان میرمنې بشرا په لاس کې وه، هغه سخت دریځه ده او خبره یې ټکر ته بوتله.

ښار تړلی او حکومت چمتو و

حکومت د مارش یا لاریون د مخنیوي لپاره ډېر چمتو و.له پنجاب او سند ایالتونو نه یې زرګونه پولیس اسلام اباد ته راوستي وو ، پوځي او نیمه پوځي قواوې یې هم رابللې وې. د عمران خان سیاسي بیس په پښتونخوا او پنجاب کې دی، د مرکزي حکومت زور په پښتونخوا نه رسیده ځکه چې هلته ایالتي حکومت دپي ټي ای دی خو په پنجاب کې یې ډیر بندیزونه لګولي وو . له لاهور نه یې تر اسلام اباده سړکونه بند کړي وو ، څلور غټې موټروې یې څلور ورځې تړلې وې.اسلام اباد پنځه ورځې کلابند و، هرې خوا ته د کانتینرو په وسیله لارې بندې وې خو له دغو بندیزونو سره سره بیا هم پي ټي ای په دې وتوانیده چې له پښتونخوا نه ۴۰زره شاوخوا کسان اسلام اباد ته راولي، له پنجاب نه لږ کسان راغلي وو. لاریون کوونکي په ۲۴نومبر له روانیدو نه پس په درېیمه ورځ یعنې په شپږویشتم نومبر اسلام اباد ته ننوتل او د مرکزي حکومت د پولیسو له خوا ټول اچول شوي خنډونه یې مات کړل.

مرکزي حکومت په دې ډیر وشرمید چې د پي ټي ای مظاهره کوونکو اسلام اباد یرغمل ونیوه او دا کار په داسې وخت کې وشو چې د بیلاروس ولسمشر د پاکستان په رسمي سفر بوخت و.

بله خبره چې مرکزي حکومت یې ډیر غوسه کړ هغه دا وه چې د مظاهرې په ځای کې یو چا په سړک ولاړ درې تنه پوځیان په موټر چخړۍ کړل. مرکزي حکومت د دې کار تور په مظاهره چیانو پورې کړ ( او پي ټي ای دا تور رد کړ) ، د دغو وژل شویو پوځیانو په جنازه کې صدراعظم شهباز شریف، د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر او نورو دولتي مامورینو هم ګډون وکړ. له دې پیښې سره د دواړو خواووتر مینځ انقطاب اوج ته ورسید.

د نومبر پر ۲۶مه شپه پوځ او پولیسو په پرلت کې د ناستو کسانو پر ضد عملیات پیل کړل. د اسلام اباد په دې سیمه کې یې بریښنا پرچاو کړه ، دوی په مظاهره چیانو ډزې وکړې، هغوی یې ووهل ، یخې اوبه یې پرې واچولې، سوونه تنه یې ونیول ، چون دې سیمې نه پوځ او پولیس تاو شوي وو او بهر نه څوک نه شوای ورتلای نو مړي او زخمیان ټول له پوځ او پولیسو سره دي او هغوی تش د زخمیانو ذکر کوي خو د اسلام اباد یوه مجرب ژورنالست زاهد ګشکوري په خپله پاڼه لیکلي چې د هغه د کره معلوماتو سره سم ټول څوارلس تنه مړه شوي او ۸۳۰ تنه زخمیان شوي دي.

په مړو کې نهه تنه د پي ټي ای مظاهره چیان دي او پنځه تنه د امنیتي ادارو غړي دي. په زخمیانو کې ۲۶۶ تنه پرلت کوونکي او ۵۶۴ د پولیسو او د پوځ غړي دي.د پي ټي ای پرلت خو دمګړۍ تس نس شوی، خو د پاکستان په سیاست کې کرکه او دښمني سوا شوه.

له بحران سره مخ پاکستان؛ د پاکستان سیاسي او اقتصادي کړکېچ ته کتنه

۷ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۷ نومبر ۲۰۲۴، ۱۸:۱۵ GMT+۰
•
محبوب‌ شاه محبوب

که څه هم پاکستان د خپل سیاسي تاریخ په اوږدو کې څو ځله له جدي بحرانونو سره مخ شوی دی خو له بحرانه د راوتلو موده یې دومره اوږده نه وه لکه له ۲۰۲۲ کال را په دېخوا چې دا هېواد پکې ښکېل دی.

د عمران خان د زنداني کېدو او د تحریک انصاف پر ضد د اقداماتو په ترڅ کې د پاکستان روانه سیاسي صحنه لا پېچلې شوې ده. له بلې خوا، اقتصادي بحران چې د تېرو څو کلونو د ناسم مدیریت پایله ده، په پاکستان کې د سیاسي کړکېچونو اغېزې نورې هم زیاتې کړې دي.

100%

۱. د سیاسي کړکېچ ژورې ریښې

۱.۱د سیاسي بې‌ثباتۍ لاملونه

په پاکستان کې د پوځ او سیاسي ګوندونو ترمنځ رقابت او د سیاستونو پر سر اختلافات تل د سیاسي بې‌ثباتۍ لامل شوي دي.

نېږدې څلوېښت کاله د رقابت دا سیاست په یوه ډېره کړکېچنه صحنه کې پر مخ وړل شوی.

کله پوځ کودتا کړې او کله یې په غیرمستقیم ډول د پاکستان د سیاسي ادارې چارې په خپلو ګټو را څرخولي دي، له همدې امله په پاکستان کې د سیاسي شعارونو یوه مهمه برخه د پوځ پر وړاندې منفي دریځ ګرځېدلې ده.

وروستی کړکېچ له ۲۰۱۶ کاله شروع شوی، چې د پاکستان د حکومت پر وړاندې د پوځ دریځ بدل شوی او د نواز شریف په مشرۍ یې د مسلم ن لیګ ګوند مشترک حکومت ړنګ کړ او عمران خان ته یې د واک زمینه برابره کړه.

په ټاکنو کې د عمران خان په مشرۍ له تحریک انصاف ګوند سره د مرستې په ترڅ کې د تحریک انصاف ګوند حکومت په ۲۰۱۸ کې د خلکو د لوړو هیلو په ترڅ کې جوړ شو، خو د ۲۰۲۲ په اپرېل کې د عمران خان حکومت د عدم اعتماد په رایه لرې او د پي ډي ایم د حکومت په ایجاد سره دغه هېواد سیاسي شخړې یوې بلې دورې ته داخل شو.

۱.۲د پوځ او عمران خان اړیکې

د عمران خان په لومړیو ورځو کې هغه د پوځ کلک ملاتړ درلود او مخالفینو یې نوموړی د “پوځ ګوډاګی” یاد کړ، د پوځ پر وړاندې د عمران خان د مخالفینو شعار د پوځ په مرسته د عمران خان د حکومت ایجاد و.

عمران خان د ۲۰۱۸ کال د عمومي ټاکنو پر مهال د پاکستان تحریک انصاف (PTI) په مشري قدرت ته ورسېد. هغه وخت پوځ ته د عمران خان ملاتړ کونکي ګڼل کېدل، ځکه چې پوځ هغه وخت د "بدلون" د شعار سره د عمران خان ملاتړ کاوه. دتحریک انصاف ګوندپه واک ته رسېدو سره پوځ ته د هېواد په سیاست کې لا زیات نفوذ ترلاسه شو او پوځ د عمران خان د حکومت لپاره د یوې مهمې ادارې په توګه ودرېد.

100%

د اړیکو پراختیا

د عمران خان او پوځ اړیکې د واک په لومړیو کلونو کې ښې وې. د ملي امنیت، بهرني سیاست (په ځانګړي ډول د هند او افغانستان سره اړیکې) او د داخلي ستونزو په مدیریت کې پوځ او حکومت په ظاهره سره همغږي وو.

  • د کشمیر مساله:د هند له خوا د کشمیر د ځانګړي حیثیت ختمولو پر مهال عمران خان د پوځ سره په ګډه یو متحد دریځ خپل کړ.
  • د امریکا او افغانستان مساله:د طالبانو سره د سولې خبرې اترې د پوځ په همغږۍ پرمخ لاړې او عمران خان په دې برخه کې د پوځ ملاتړ درلود.

د اختلافاتو پیل

د ۲۰۲۱ کال په وروستیو کې د عمران خان او پوځ ترمنځ اړیکې خرابې شوې. د دې اختلافاتو څو مهم عوامل په لاندې ډول دي:

د ISI د مشر ټاکنه:د پوځ له خوا د استخباراتو د مشر د ټاکنې پر سر د عمران خان او پوځ ترمنځ اختلافات راپورته شول. عمران خان غوښتل چې په دې اړه خپله پرېکړه وکړي، خو پوځ د خپلواکو پرېکړو غوښتنه کوله.

اقتصادي ستونزې:د عمران خان د حکومت پر مهال اقتصادي وضعیت خراب شو. پوځ داسې انګېرله چې حکومت د ستونزو په هوارولو کې پاتې راغلی دی او دې مسالې د نظر اختلافات لا زیات کړل.

سیاسي اختلافات:عمران خان د ځینو سیاسي قضیو په اړه د پوځ د بې پرې پاتې کېدو غوښتنه وکړه، په ځانګړي ډول د مخالفو ګوندونو سره د خبرو پرمهال، له نواز شریف سره د حساب کتاب مساله او یو شمېر کوچنۍ مسالې.

وروستی سیاسي کړکېچ

په ۲۰۲۲ کال کې د عمران خان د حکومت ختمېدل د پوځ او عمران خان اړیکې لا خرابې کړې. عمران خان د پوځ په ځینو کړیو تور ولګاوه چې د هغه د حکومت پر ضد یې دسیسه کړې ده. د دې ادعاو له امله پوځ د عمران خان په وړاندې سخت دریځ غوره کړ.

100%

د می ۹ پېښه:د عمران خان نیول دپاکستان تحریک انصاف ګوند دپلویانو له خوا سخت غبرګونونه راوپارول، چې په ترڅ کې یې پوځ په ښکاره د عمران خان او د هغه د پلویانو پر وړاندې سخت دریځ خپل کړ.

روان حالت

اوس مهال د عمران خان او پوځ اړیکې تر بل هر وخت خرابې دي. پوځ عمران خان او د هغه ګوند د ملي امنیت لپاره ګواښ بولي او عمران خان پوځ تورنوي چې د هغه د سیاسي فعالیتونو مخنیوی کوي. د دې اړیکو خرابوالی د پاکستان په سیاسي او اقتصادي وضعیت ژور اغېز کړی دی.

  • سیاسي بې ثباتي:د پوځ او عمران خان ترمنځ جنجالونه د پاکستان سیاسي وضعیت نور هم کړکېچن کړی دی او عمران خان ادعا لري چې د پوځ په مرسته په تېرو ټاکنو کې پراخې درغلۍ شوي او د دوی نوماندان په زور ناکام شوي دي.
  • اقتصادي بحران:دې اختلافاتو اقتصادي وضعیت ته هم زیان رسولی، ځکه چې بهرني پانګوال د پاکستان په سیاسي ثبات شک کوي، د پاکستان خپلو پانګوالو یوه برخه پانګې له پاکستانه ایستلي دي او نور کوچني سوداګر هم د خپلې پانګې د خوندي کېدو په لټه کې دي.

۲. د نواز شریف د ګوند رول

۲.۱د مسلم لیګ (ن) تاریخي شالید

مسلم لیګ (ن) د پاکستان په سیاست کې یو له مهمو ګوندونو څخه دی چې له ډېر وخت راهیسې یې د پوځ او سیاستونو ترمنځ همکارۍ پیاوړې کړې. نواز شریف چې درې ځله د پاکستان لومړی وزیر پاتې شوی، د پوځ او سیاسي ګوندونو اړیکې په خپلو حکومتونو کې تنظیمولې او نوموړی د سیاستوالو او پوځ تر منځ د وصل یوه سیاسي نقط بلل کیږي.

د هغه ګوند اوس هم د پوځ ملاتړ د خپل سیاست یوه مهمه برخه ګڼي.

۲.۲د مسلم لیګ (ن) او پوځ تړون

له عمران خان سره د پوځ له وروستي کړکېچ وروسته مسلم لیګ (ن) یو ځل بیا وتوانېده چې د پاکستاني پوځ ملاتړ ترلاسه کړي. شهباز شریف چې د نواز شریف ورور او د مسلم لیګ (ن) مشر دی، د ۲۰۲۲ په اپرېل کې د عمران خان له لرې کېدو وروسته د ایتلافي حکومت مشري وکړه.

د شهباز شریف حکومت له پوځ سره د همغږۍ په ترڅ کې هڅه وکړه چې سیاسي ثبات رامنځته کړي، خو دا همکاري د تحریک انصاف د پلویانو له سخت غبرګون سره مخ شوه.

هماغه و، چې په دویم ځل ټاکنو کې هم شهباز شریف د پاکستان د حکومت د لومړي وزیر په توګه وګومارل شو.

100%

۳. اقتصادي بحران او د هغه عوامل

۳.۱د اقتصادي ستونزو عوامل

پاکستان د تېرو څو کلونو راهیسې له شدید اقتصادي بحران سره مخ دی. د دې بحران لاملونه په لاندې ډول دي:

د پورونو زیاتوالی:پاکستان په نړۍوالو پورونو تکیه لري چې اوس یې تادیه د دغه هېواد لپاره ستونزمنه شوې ده.

د بهرنیو اسعارو کمښت: د اقتصادي تحلیلونو په اساس د پاکستان زرمبادله خطرناکې کچې ته راټیټه شوې ده، چې د وارداتو لپاره د پیسو کمښت رامنځته کوي.

د انفلاسیون زیاتوالی:د خوراکي توکو او انرژۍ بیې په بې‌ساري ډول لوړې شوې دي، چې د عادي خلکو ژوند یې اغېزمن کړی دی.

سیاسي بې‌ثباتي:په هېواد کې سیاسي شخړې د بهرنیو پانګوالو باور کم کړی او د سوداګرۍ لپاره یې چاپېریال زیانمن کړی دی.

۳.۲د مسلم لیګ (ن) د حکومت اقتصادي اقدامات

د شهباز شریف حکومت هڅه وکړه چې د نړۍوال وجهي صندوق (IMF) له لارې پور ترلاسه کړي ترڅو د اقتصادي بحران مخه ونیسي. د دې لپاره حکومت د انرژۍ بیې لوړې کړې او مالیاتي اصلاحات یې پیل کړل، خو دغو اقداماتو د خلکو لپاره زیاتې ستونزې رامنځته کړې.

د خیبرپښتونخوا په ګډون په هغو سیمو کې چې د عمران خان پلویان پکې زیات دي له حکومته د نارضایتي غږ پورته کوي او د شهباز شریف حکومت ناکام بولي.

۳.۳د اقتصادي بحران ټولنیزې اغېزې

د اقتصادي ستونزو له امله د بې‌وزلۍ کچه لوړه شوې، د بې‌کارۍ ستونزه زیاته شوې او عام خلک د لومړنیو اړتیاو پوره کولو لپاره په کړاو کې دي. دې حالت د حکومت پر وړاندې د خلکو نارضایتۍ ته نوره هم وده ورکړې ده.

۴. د تحریک انصاف لاریونونه او د هغې پایلې

۴.۱د عمران خان د زنداني کېدو اغېز

عمران خان چې د خلکو په منځ کې له ډېر محبوبیت څخه برخمن دی، په ۲۰۲۴ کې زنداني شو. د هغه د زنداني کېدو سره، د تحریک انصاف پلویانو د مظاهرو یوه پراخه لړۍ پیل کړه.

دې مظاهرو د هېواد په اقتصادي او ټولنیز ژوند ناوړه اغېز کړی دی.

همدا راز د ډېموکراټیکو نظامونو او ولسواکۍ ته د ارزښت ورکونې په نړۍوالې درجه بندۍ کې هم د پاکستان کرېډېټ کم او دا هېواد د پوځ د مداخلې ښکار وبلل شو.

۴.۲د مظاهرو ټولنیزې او سیاسي پایلې

مظاهرو د حکومت پر وړاندې د خلکو او نړۍوالې ټولنې اعتماد کم کړی او د سیاسي کړکېچونو دوام یې پیاوړی کړی دی. سربېره پر دې، د پولیسو او مظاهره‌چیانو ترمنځ شخړو د خلکو پر حقونو، بیان ازادۍ، مدني چارو او پر سیاسي مبارزو جدي اغېز کړی دی.

100%

۵. د حل لارې

۵.۱ملي سیاسي هوکړه

د سیاسي کړکېچونو د حل لپاره اړینه ده چې ټول سیاسي ګوندونه، په ځانګړې توګه تحریک انصاف، مسلم لیګ (ن) او پوځ، یوه ملي هوکړې ته ورسېږي. دا هوکړه باید د قانون حاکمیت، د انتخاباتو د شفافیت او سیاسي بې‌طرفۍ پر بنسټ ولاړه وي.

۵.۲د اقتصاد اصلاحات

د اقتصادي بحران د حل لپاره لاندې اقدامات اړین دي:

  • د بهرنیو پانګوالو باور جوړول او په هېواد کې د پانګونې لپاره چاپېریال ښه کول.
  • د پورونو تادیې لپاره اوږدمهاله ستراتیژي جوړول.
  • د انفلاسیون کنټرول لپاره عملي ګامونه اخیستل.

۵.۳د پوځ رول محدودول

په سیاسي چارو کې د پوځ د نفوذ کمول د سیاسي ثبات لپاره اړین دي. پوځ باید یوازې د هېواد د دفاع په چارو کې خپل رول محدود کړي او سیاسي پروسې بې‌طرفه پرېږدي.

دا چاره په لنډ مهال کې شونې نه برېښي، ځکه پاکستان له اقتصادي او سیاسي کړکېچ سربېره له امنیتي کړکېچ سره لاس او ګرېوان دی او په پوځ کې رامنځته شوی فکر د دې جوګه نه دی چې په اسانۍ د خپل رول د کمښت ارادې ته وا داره شي.

پایله

پاکستان په داسې یو حساس پړاو کې دی چې سیاسي بې‌ثباتي او اقتصادي بحرانونو یې د پرمختګ لارې تړلې دي. د حکومت، پوځ او اپوزېسیون ترمنځ همکاري او د خلکو ستونزو ته د پام اړول کولی شي د دې بحرانونو د حل لپاره لار هواره کړي، خو په اسانۍ دا موضوع په نېږدې وخت کې د حل وړ نه ده.

که د پاکستان حکومت، سیاسي ګوندونه او پوځ د دې وړتیا پېدا کړي، چې د اصلاحاتو یو جدي پلان پیل کړي، نو د اقتصادي پرمختګ او سیاسي ثبات ترلاسه کولو یو احتمالي چانس شته، خو که د ګوندونو، حکومت او پوځ تر منځ په څو مشترکو مسایلو د نظر اتفاق رامنځته نه شي، د پاکستان بحران لا پېچلی کېدونکی دی.

په کورمه کې «قتل عام دی او ښه عام دی »

۵ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۲۵ نومبر ۲۰۲۴، ۱۰:۱۱ GMT+۰
•
افراسیاب خټک

هسې خو په ټوله پښتونخوا کې له بهر نه تپل شویو جنګونو په وجه له ډیرو کلونو راهیسې په شکل د اشکالو ځای په ځای جګړې ادامه کړې ده خو د سپین غره په لمن کې پرتې د پښتونخوا ډیرې ښکلې سیمې کورمې، په تیرو کلونو، میاشتو او ورځو کې ډیر جنګونه، وینې تویېدنې او بربادۍ لیدلې دي.

خو د تیرې پنجشنبې په ورځ( د نومبر میاشتې په یوویشتمې نیټې ) قتل عامونه د کورمې د تیرو څلویښتو پنځوسو کالونو د خونړي تاریخ په معیار هم بې ساري دي.

د کورمې مرکز د پاړه چنار ښار او د پاس کورمې د شیعه مسلک پښتنو مسلمانانو لپاره د کوهاټ او پیښور په لور ښکته تلونکې لاره د کوزې کورمې سني مسلک پښتنو مسلمانانو د څلویښتو ورځو نه زیاتو ورځو راهیسې بنده کړې ده. د دغه بندیز په وجه پاس کورمه ( د کورمې مرکز پاړه چنار هم په پاس کورمه کې پروت دی ) کې خلک د دواګانو ، علاج او د خوراکي توکو د کمبود له امله له یوه انساني ناورین سره مخ وو.

هغوی ډیر فریادونه وکړل مګر هیچا پرې غوږ ونه ګراوه، نه د پښتونخوا ایالتي حکومت او نه د پاکستان مرکزي حکومت د دې لارې د پرانستلو لپاره کوم موثر ګام پورته کړ. څو څو ځله کوهاټ او پیښور ته تلونکو او راتلونکو موټرو او نورو ګاډو باندې په ډزو کې وخت په وخت مرګ ژوبله وشوه خو لاره تړلی پاتې شوه ، نو د پاس کورمې خلک ډیر تنګ شول، هغوی د موټرو ، سرویسونو او نورو ګاډو یو ستر قطار جوړ کړ. له کورمې نه راغلو خبرونو سره سم په دې قطار کې د سلو شاوخوا ګاډي وو ، دوی له حکومت نه کومک وغوښت. خبرونه وايي چې د پولیسو دوه پک اپ موټر له دوی سره ملګري شول چې یوه پک اپ له قطار نه وړاندې او یوه یې شاته روانه شوه. د پولیسو د شمیر په باره کې دقیق معلومات په لاس کې نشته خو پر خواله رسنیو له خپرو شویو خبرونو ښکاري چې د پولیسو شمیر ډیر لږ و. په هرحال د کوزې کورمې د بګن علي خیلو سره کمین کې ناستو افراطي سني ټوپکمارو د قطار په مینځ ګاډو باندې نیغ په نیغه ډزې وکړې چې په دې ډزو کې ۴۴ کسان مړه شول ( چې دا موثق خبر دی ځینې خلک مړي زیات یادوي ) او له ۸۰ نه زیات کسان ټپیان شول او ډیرې غمجنوونکې منظرې ولیدل شوې.

په دغو تلفاتو کې ماشومان، ښځې او سړي شامل وو. په سبا د جمعې ورځ وه، پاړه چنار او د پاس کورمې په نورو سیمو کې خلک په ډیر ګڼ شمیر کې د احتجاج په غرض راووتل، د مړو له جنازو او تدفین نه وروسته دغه پروتست زور واخست، ویناکوونکو پردولت کلکې نیوکې وکړې او په تدریج سره یې د کوزې کورمې له سنیانو نه د پور اخستو غوښتنې هم وشوې او ترماښام پورې فضا دې ته جوړه شوه چې وسله وال شیعه جنګیالي د کوزې کورمې په برید پرتو کلیو ته لاړ شي او د غچ اخستو په غرض خلک ووژني، او دوی هم خلک ووژل. دلته د وژل شویو خلکو شمیر ۲۳ یادیږي خو دقیقه شمیره معلومول اسان نه دي. دغه لښکر د بګن نومې قصبې بازار ته اور واچاوه او ډیر دکانونه یې وسوځول. غمجنوونکې خبره دا ده چې دواړو طرفونو ته معصوم او بې ګناه خلک ووژل شول؛ چا چې د بل طرف په وژلو کې هیڅ نقش نه و لوبولی.

د کورمې ولسوالۍ ټول نفوس د پاکستان د ۲۰۲۳ کال له رسمي سرشمیرنې سره سم اتو لکو ته ته نږدې دی خو ځايي خلک وايي چې د کورمې نفوس له یو ملیون نه زیات دی. په دی کې له نیمايي نه زیات خلک په پاس کورمه کې اوسي، نو دلته په زرګونو خلک هره ورځ د تداوي، تعلیم ، تجارت او کار روزګار لپاره په دغه لاره تګ راتګ کوي. پخوا چې په افغانستان کې جمهوریت و نو د برې کورمې شیعه خلک به پکتیا ته واوښتل اوبیا به له افغانستان نه د تورخم پر لاره پیښور ته لاړل خو د طالبانو په واکمنۍ کې اوس دا کار امکان نه لري.

100%

په کورمه کې شیعه ګان او سنیان له ډیر وخت نه یو ځای اوسیږي.د طوري قبیلې خلک شیعه ګان دي، بنګښو کې شیعه ګان او سنیان دواړه شته.د فرقو او مسلکونو شخړې د ۱۹۷۰ کلونو کې په دوو وجوهاتو سوا شوې، یوه وجه دا وه چې په ۱۹۸۰ کلونو کې افغانستان کې د شوروي اتحاد په ضد د جهاد په نوم جنګ په یوه نړیوال جنګ بدل شو او له منځني ختیځ نه افراطي سني ایډیولوژيګانې (او ورسره پیسې ) راغلې چې د جهاد په نوم یې د بنسټپالنې فابریکې پرانستې.په دوی کې تربیت شوي زیاتره د شیعه ګانو په ضد مجاهدین وو او پاکستان کې د شیعه ګانو پرضد وسله وال سازمانونه ( لکه سپاه صحابه ) جوړ شول، چې د شیعه ګانو څرګند کسان یې وژل. بلې خوا ته په ۱۹۷۹ کې د امام خمیني په مشرۍ په ایران کې د اسلامي انقلاب په نوم یو داسې سیاسي بدلون راغی چې په ټوله نړۍ کې یې په شیعه ګانو کې رادیکالزم وزیږاوه.

پاکستان کې د دغه رادیکالزم مرکز کورمه کې جوړ شو ، مشهور شیعه عالم مشر عارف حسین الحسیني د ټول پاکستان د شیعه ګانو مشر و او ځینو خلکو به هغه د پاکستان خمیني باله. دا هغه وخت و چې د سعودي عربستان او ایران مناسبات ډیر متشنج او خړپړ وو نو د دغو دواړو هیوادونو واکدارانو په اصطلاح خپلو دوستانو ته په ټوله نړۍ کې د یوه او بل پرضد پیسې او وسلې ورکړې. پاکستان کې سپاه صحابه او د جنګوي لښکر شیعه ګان وژل او د سپاه محمد په نوم سازمان سنیان وژل. عارف حسین حسیني په کال ۱۹۸۸ کې د اګست په پنځمه نیټه په پیښور کې په مرموزو شرایطو کې ووژل شو چې وروسته د هغه په غچ کې بعضې پیژندل شوي شخصیتونه ووژل شول، چا چې د عارف حسیني د مرګ په وخت کې د ضیاءالحق په حکومت کې سترې څوکۍ لرلې.

افغانستان کې د پنځه څلویښت کاله جنګ په جریان کې په ټولو قبایلي سیمو کې یوه پاس کورمه وه چې سني افغان جنګیالیو ته یې په خپله سیمه کې د کمپونو جوړولو اجازه ورنه کړه ، حتا طالبانو سره دوی خونړي جنګونه وکړل، خو طالبان یې په خپله سیمه کې نه پریښودل. په تیرو څو کلونو کې په سوریه (شام) کې د جنګ لپاره ایران د پاکستاني شیعه جنګیالیو څخه تشکیل شوې زینبیون لوا په نوم سازمان جوړ کړی و چې له هغې څخه د تهران طوري په نوم یو تن یې د بګن په جګړه کې برخه اخستی وه او په میډیا کې یې د بګن بازار د سوځولو مسوولیت پر غاړه اخستی، نو دا د فرقو شخړه محلي او نړیوال دواړه اړخونه لري.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.