اسلام اباد کې سیاسي شخړه او عملیات

د نومبر میاشتې له ۲۴ مې نیټې نه تر ۲۷ مې پورې د پاکستان د پلازمینې اسلام اباد پیښو د نړیوالې میډیا پام په بې ساري توګه ځان ته اړولی و.
پخوانی سناتور او د سیمه ییزو چارو شنونکی

د نومبر میاشتې له ۲۴ مې نیټې نه تر ۲۷ مې پورې د پاکستان د پلازمینې اسلام اباد پیښو د نړیوالې میډیا پام په بې ساري توګه ځان ته اړولی و.
علت یې دا وچې د پخواني وزیر اعظم عمران خان سیاسي ګوند «پاکستان تحریک انصاف ( پی ټی ای ) چې د اوسني حکومت تر ټولو مهم مخالف سیاسي ګوند دی، زرګونه غړي په خپلو سیاسي غوښتنو د ټینګار کولو او په مرکزي حکومت د فشار اچولو په غرض د پروتست او پرلت لپاره د عمران خان په هدایت اسلام اباد ته راغلي وو .
درې غوښتنې
دوی درې مهمې غوښتنې لرلې: د تحریک انصاف وړومبۍ غوښتنه له بندخونو نه د خپل رهبر عمران خان او د ګوند د نورو غړو خوشي کیدل دي. عمران له تیر یو کال نه زیات وخت راهیسې د فساد او قانون شکنۍ په تورونو بندي دی او د هغه د ګوند په سلګونو نور غړي هم بندیان دي. دویمه غوښتنه په اساسي قانون کې د شپږویشتم تعدیل د ملغا کیدلو وه، او درېیمه غوښتنه دا وه چې د دوی له وینا سره سم په تیرو ټولټاکنو کې په لویه کچه درغلي شوې وه نوباید دغه په درغلۍ جوړ پارلیمان منحل شي اونوې ټولټاکنې وشي.
دا خبره د یادونې وړ ده چې د اوسني کال د فبرورۍ د میاشتې په اتمه نیټه ترسره شویو ټولټاکنو کې پي ټي ای د پښتونخوا په اسمبلۍ کې د چوکیو اکثریت ګټلی و نو ځکه هغلته ایالتي حکومت د پي ټي ای دی او علي امین ګنډاپور د پښتونخوا د ایالتي حکومت سروزیر دی ځکه د دغه ګوند په پروتستونو کې زیات برخه اخستونکي هم پښتانه دي.
پي ټي ای په قومی اسمبلۍ ( ولسی جرګه) کې له نوي (۹۰) نه زیاتې چوکۍ لري خو دغلته د نواز شریف مسلم لیګ، د بلاول بوټو پیپلز ګوند او د کراچۍ د اردو ژبو خلکو ګوند ایم کیو ایم په ګډه ایتلافي حکومت جوړ کړی دی او تحریک انصاف د اپوزیسیون تر ټولو غټ ګوند دی.

پرله پسې لاریونونه
دا هم باید وویلی شي چې دا وړومبی ځل نه دی چې د تحریک انصاف غړي د خپلو غوښتنو د منل کیدو لپاره د لاریون او پروتست کولو په موخه اسلام ته تللي وو. دوی د اکتوبر په میاشت کې هم په اسلام اباد کې د پروتست کولو لپاره یوه غونډه جوړه کړې وه، خو د تحریک انصاف د اکتوبر او نومبر د میاشتې په لاریونونو او پروتستونو کې درې مهم توپیرونه ولیدلی شول. وړومبی توپیر دا و چې په اکتوبر کې د اسلام اباد ښار په خوا کې د پي ټي ای مارش اسلام اباد ته راننوت، ځای په ځای د ګوند مشرانو ویناګانې وکړې او ټول خلک بیرته خپلو کورونو ته لاړل ، خو نومبر کې دوی پرلت جوړولو لپاره اسلام اباد ته تللي وو ، ځان سره یې جامې، بړستنې او نور سامانونه هم راوړي وو. د ناستې لپاره یې اسلام اباد په زړه کې د دولتي قدرت حساس مرکز «سره سیمه» (ریډ زون) خوښ کړی و او ۴۰/۵۰ زره کسان په زور دغلته ور ننوتلي وو. درېیم توپیر دا و چې په اکتوبر کې د مارش مشري د پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور کوله. ګنډاپور معامله ګر دی. هغه دواړه غاړې وهلې. هغه عمران خان هم خوښ ساتلو، خو بلې خوا ته یې له پوځ سره هم پټ ارتباط ساته، نو ځکه ټکر نه کیده، خو د نومبر د مارش مشري د عمران خان میرمنې بشرا په لاس کې وه، هغه سخت دریځه ده او خبره یې ټکر ته بوتله.
ښار تړلی او حکومت چمتو و
حکومت د مارش یا لاریون د مخنیوي لپاره ډېر چمتو و.له پنجاب او سند ایالتونو نه یې زرګونه پولیس اسلام اباد ته راوستي وو ، پوځي او نیمه پوځي قواوې یې هم رابللې وې. د عمران خان سیاسي بیس په پښتونخوا او پنجاب کې دی، د مرکزي حکومت زور په پښتونخوا نه رسیده ځکه چې هلته ایالتي حکومت دپي ټي ای دی خو په پنجاب کې یې ډیر بندیزونه لګولي وو . له لاهور نه یې تر اسلام اباده سړکونه بند کړي وو ، څلور غټې موټروې یې څلور ورځې تړلې وې.اسلام اباد پنځه ورځې کلابند و، هرې خوا ته د کانتینرو په وسیله لارې بندې وې خو له دغو بندیزونو سره سره بیا هم پي ټي ای په دې وتوانیده چې له پښتونخوا نه ۴۰زره شاوخوا کسان اسلام اباد ته راولي، له پنجاب نه لږ کسان راغلي وو. لاریون کوونکي په ۲۴نومبر له روانیدو نه پس په درېیمه ورځ یعنې په شپږویشتم نومبر اسلام اباد ته ننوتل او د مرکزي حکومت د پولیسو له خوا ټول اچول شوي خنډونه یې مات کړل.
مرکزي حکومت په دې ډیر وشرمید چې د پي ټي ای مظاهره کوونکو اسلام اباد یرغمل ونیوه او دا کار په داسې وخت کې وشو چې د بیلاروس ولسمشر د پاکستان په رسمي سفر بوخت و.
بله خبره چې مرکزي حکومت یې ډیر غوسه کړ هغه دا وه چې د مظاهرې په ځای کې یو چا په سړک ولاړ درې تنه پوځیان په موټر چخړۍ کړل. مرکزي حکومت د دې کار تور په مظاهره چیانو پورې کړ ( او پي ټي ای دا تور رد کړ) ، د دغو وژل شویو پوځیانو په جنازه کې صدراعظم شهباز شریف، د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر او نورو دولتي مامورینو هم ګډون وکړ. له دې پیښې سره د دواړو خواووتر مینځ انقطاب اوج ته ورسید.
د نومبر پر ۲۶مه شپه پوځ او پولیسو په پرلت کې د ناستو کسانو پر ضد عملیات پیل کړل. د اسلام اباد په دې سیمه کې یې بریښنا پرچاو کړه ، دوی په مظاهره چیانو ډزې وکړې، هغوی یې ووهل ، یخې اوبه یې پرې واچولې، سوونه تنه یې ونیول ، چون دې سیمې نه پوځ او پولیس تاو شوي وو او بهر نه څوک نه شوای ورتلای نو مړي او زخمیان ټول له پوځ او پولیسو سره دي او هغوی تش د زخمیانو ذکر کوي خو د اسلام اباد یوه مجرب ژورنالست زاهد ګشکوري په خپله پاڼه لیکلي چې د هغه د کره معلوماتو سره سم ټول څوارلس تنه مړه شوي او ۸۳۰ تنه زخمیان شوي دي.
په مړو کې نهه تنه د پي ټي ای مظاهره چیان دي او پنځه تنه د امنیتي ادارو غړي دي. په زخمیانو کې ۲۶۶ تنه پرلت کوونکي او ۵۶۴ د پولیسو او د پوځ غړي دي.د پي ټي ای پرلت خو دمګړۍ تس نس شوی، خو د پاکستان په سیاست کې کرکه او دښمني سوا شوه.


که څه هم پاکستان د خپل سیاسي تاریخ په اوږدو کې څو ځله له جدي بحرانونو سره مخ شوی دی خو له بحرانه د راوتلو موده یې دومره اوږده نه وه لکه له ۲۰۲۲ کال را په دېخوا چې دا هېواد پکې ښکېل دی.
د عمران خان د زنداني کېدو او د تحریک انصاف پر ضد د اقداماتو په ترڅ کې د پاکستان روانه سیاسي صحنه لا پېچلې شوې ده. له بلې خوا، اقتصادي بحران چې د تېرو څو کلونو د ناسم مدیریت پایله ده، په پاکستان کې د سیاسي کړکېچونو اغېزې نورې هم زیاتې کړې دي.

۱. د سیاسي کړکېچ ژورې ریښې
۱.۱د سیاسي بېثباتۍ لاملونه
په پاکستان کې د پوځ او سیاسي ګوندونو ترمنځ رقابت او د سیاستونو پر سر اختلافات تل د سیاسي بېثباتۍ لامل شوي دي.
نېږدې څلوېښت کاله د رقابت دا سیاست په یوه ډېره کړکېچنه صحنه کې پر مخ وړل شوی.
کله پوځ کودتا کړې او کله یې په غیرمستقیم ډول د پاکستان د سیاسي ادارې چارې په خپلو ګټو را څرخولي دي، له همدې امله په پاکستان کې د سیاسي شعارونو یوه مهمه برخه د پوځ پر وړاندې منفي دریځ ګرځېدلې ده.
وروستی کړکېچ له ۲۰۱۶ کاله شروع شوی، چې د پاکستان د حکومت پر وړاندې د پوځ دریځ بدل شوی او د نواز شریف په مشرۍ یې د مسلم ن لیګ ګوند مشترک حکومت ړنګ کړ او عمران خان ته یې د واک زمینه برابره کړه.
په ټاکنو کې د عمران خان په مشرۍ له تحریک انصاف ګوند سره د مرستې په ترڅ کې د تحریک انصاف ګوند حکومت په ۲۰۱۸ کې د خلکو د لوړو هیلو په ترڅ کې جوړ شو، خو د ۲۰۲۲ په اپرېل کې د عمران خان حکومت د عدم اعتماد په رایه لرې او د پي ډي ایم د حکومت په ایجاد سره دغه هېواد سیاسي شخړې یوې بلې دورې ته داخل شو.
۱.۲د پوځ او عمران خان اړیکې
د عمران خان په لومړیو ورځو کې هغه د پوځ کلک ملاتړ درلود او مخالفینو یې نوموړی د “پوځ ګوډاګی” یاد کړ، د پوځ پر وړاندې د عمران خان د مخالفینو شعار د پوځ په مرسته د عمران خان د حکومت ایجاد و.
عمران خان د ۲۰۱۸ کال د عمومي ټاکنو پر مهال د پاکستان تحریک انصاف (PTI) په مشري قدرت ته ورسېد. هغه وخت پوځ ته د عمران خان ملاتړ کونکي ګڼل کېدل، ځکه چې پوځ هغه وخت د "بدلون" د شعار سره د عمران خان ملاتړ کاوه. دتحریک انصاف ګوندپه واک ته رسېدو سره پوځ ته د هېواد په سیاست کې لا زیات نفوذ ترلاسه شو او پوځ د عمران خان د حکومت لپاره د یوې مهمې ادارې په توګه ودرېد.

د اړیکو پراختیا
د عمران خان او پوځ اړیکې د واک په لومړیو کلونو کې ښې وې. د ملي امنیت، بهرني سیاست (په ځانګړي ډول د هند او افغانستان سره اړیکې) او د داخلي ستونزو په مدیریت کې پوځ او حکومت په ظاهره سره همغږي وو.
د اختلافاتو پیل
د ۲۰۲۱ کال په وروستیو کې د عمران خان او پوځ ترمنځ اړیکې خرابې شوې. د دې اختلافاتو څو مهم عوامل په لاندې ډول دي:
د ISI د مشر ټاکنه:د پوځ له خوا د استخباراتو د مشر د ټاکنې پر سر د عمران خان او پوځ ترمنځ اختلافات راپورته شول. عمران خان غوښتل چې په دې اړه خپله پرېکړه وکړي، خو پوځ د خپلواکو پرېکړو غوښتنه کوله.
اقتصادي ستونزې:د عمران خان د حکومت پر مهال اقتصادي وضعیت خراب شو. پوځ داسې انګېرله چې حکومت د ستونزو په هوارولو کې پاتې راغلی دی او دې مسالې د نظر اختلافات لا زیات کړل.
سیاسي اختلافات:عمران خان د ځینو سیاسي قضیو په اړه د پوځ د بې پرې پاتې کېدو غوښتنه وکړه، په ځانګړي ډول د مخالفو ګوندونو سره د خبرو پرمهال، له نواز شریف سره د حساب کتاب مساله او یو شمېر کوچنۍ مسالې.
وروستی سیاسي کړکېچ
په ۲۰۲۲ کال کې د عمران خان د حکومت ختمېدل د پوځ او عمران خان اړیکې لا خرابې کړې. عمران خان د پوځ په ځینو کړیو تور ولګاوه چې د هغه د حکومت پر ضد یې دسیسه کړې ده. د دې ادعاو له امله پوځ د عمران خان په وړاندې سخت دریځ غوره کړ.

د می ۹ پېښه:د عمران خان نیول دپاکستان تحریک انصاف ګوند دپلویانو له خوا سخت غبرګونونه راوپارول، چې په ترڅ کې یې پوځ په ښکاره د عمران خان او د هغه د پلویانو پر وړاندې سخت دریځ خپل کړ.
روان حالت
اوس مهال د عمران خان او پوځ اړیکې تر بل هر وخت خرابې دي. پوځ عمران خان او د هغه ګوند د ملي امنیت لپاره ګواښ بولي او عمران خان پوځ تورنوي چې د هغه د سیاسي فعالیتونو مخنیوی کوي. د دې اړیکو خرابوالی د پاکستان په سیاسي او اقتصادي وضعیت ژور اغېز کړی دی.
۲. د نواز شریف د ګوند رول
۲.۱د مسلم لیګ (ن) تاریخي شالید
مسلم لیګ (ن) د پاکستان په سیاست کې یو له مهمو ګوندونو څخه دی چې له ډېر وخت راهیسې یې د پوځ او سیاستونو ترمنځ همکارۍ پیاوړې کړې. نواز شریف چې درې ځله د پاکستان لومړی وزیر پاتې شوی، د پوځ او سیاسي ګوندونو اړیکې په خپلو حکومتونو کې تنظیمولې او نوموړی د سیاستوالو او پوځ تر منځ د وصل یوه سیاسي نقط بلل کیږي.
د هغه ګوند اوس هم د پوځ ملاتړ د خپل سیاست یوه مهمه برخه ګڼي.
۲.۲د مسلم لیګ (ن) او پوځ تړون
له عمران خان سره د پوځ له وروستي کړکېچ وروسته مسلم لیګ (ن) یو ځل بیا وتوانېده چې د پاکستاني پوځ ملاتړ ترلاسه کړي. شهباز شریف چې د نواز شریف ورور او د مسلم لیګ (ن) مشر دی، د ۲۰۲۲ په اپرېل کې د عمران خان له لرې کېدو وروسته د ایتلافي حکومت مشري وکړه.
د شهباز شریف حکومت له پوځ سره د همغږۍ په ترڅ کې هڅه وکړه چې سیاسي ثبات رامنځته کړي، خو دا همکاري د تحریک انصاف د پلویانو له سخت غبرګون سره مخ شوه.
هماغه و، چې په دویم ځل ټاکنو کې هم شهباز شریف د پاکستان د حکومت د لومړي وزیر په توګه وګومارل شو.

۳. اقتصادي بحران او د هغه عوامل
۳.۱د اقتصادي ستونزو عوامل
پاکستان د تېرو څو کلونو راهیسې له شدید اقتصادي بحران سره مخ دی. د دې بحران لاملونه په لاندې ډول دي:
د پورونو زیاتوالی:پاکستان په نړۍوالو پورونو تکیه لري چې اوس یې تادیه د دغه هېواد لپاره ستونزمنه شوې ده.
د بهرنیو اسعارو کمښت: د اقتصادي تحلیلونو په اساس د پاکستان زرمبادله خطرناکې کچې ته راټیټه شوې ده، چې د وارداتو لپاره د پیسو کمښت رامنځته کوي.
د انفلاسیون زیاتوالی:د خوراکي توکو او انرژۍ بیې په بېساري ډول لوړې شوې دي، چې د عادي خلکو ژوند یې اغېزمن کړی دی.
سیاسي بېثباتي:په هېواد کې سیاسي شخړې د بهرنیو پانګوالو باور کم کړی او د سوداګرۍ لپاره یې چاپېریال زیانمن کړی دی.
۳.۲د مسلم لیګ (ن) د حکومت اقتصادي اقدامات
د شهباز شریف حکومت هڅه وکړه چې د نړۍوال وجهي صندوق (IMF) له لارې پور ترلاسه کړي ترڅو د اقتصادي بحران مخه ونیسي. د دې لپاره حکومت د انرژۍ بیې لوړې کړې او مالیاتي اصلاحات یې پیل کړل، خو دغو اقداماتو د خلکو لپاره زیاتې ستونزې رامنځته کړې.
د خیبرپښتونخوا په ګډون په هغو سیمو کې چې د عمران خان پلویان پکې زیات دي له حکومته د نارضایتي غږ پورته کوي او د شهباز شریف حکومت ناکام بولي.
۳.۳د اقتصادي بحران ټولنیزې اغېزې
د اقتصادي ستونزو له امله د بېوزلۍ کچه لوړه شوې، د بېکارۍ ستونزه زیاته شوې او عام خلک د لومړنیو اړتیاو پوره کولو لپاره په کړاو کې دي. دې حالت د حکومت پر وړاندې د خلکو نارضایتۍ ته نوره هم وده ورکړې ده.
۴. د تحریک انصاف لاریونونه او د هغې پایلې
۴.۱د عمران خان د زنداني کېدو اغېز
عمران خان چې د خلکو په منځ کې له ډېر محبوبیت څخه برخمن دی، په ۲۰۲۴ کې زنداني شو. د هغه د زنداني کېدو سره، د تحریک انصاف پلویانو د مظاهرو یوه پراخه لړۍ پیل کړه.
دې مظاهرو د هېواد په اقتصادي او ټولنیز ژوند ناوړه اغېز کړی دی.
همدا راز د ډېموکراټیکو نظامونو او ولسواکۍ ته د ارزښت ورکونې په نړۍوالې درجه بندۍ کې هم د پاکستان کرېډېټ کم او دا هېواد د پوځ د مداخلې ښکار وبلل شو.
۴.۲د مظاهرو ټولنیزې او سیاسي پایلې
مظاهرو د حکومت پر وړاندې د خلکو او نړۍوالې ټولنې اعتماد کم کړی او د سیاسي کړکېچونو دوام یې پیاوړی کړی دی. سربېره پر دې، د پولیسو او مظاهرهچیانو ترمنځ شخړو د خلکو پر حقونو، بیان ازادۍ، مدني چارو او پر سیاسي مبارزو جدي اغېز کړی دی.

۵. د حل لارې
۵.۱ملي سیاسي هوکړه
د سیاسي کړکېچونو د حل لپاره اړینه ده چې ټول سیاسي ګوندونه، په ځانګړې توګه تحریک انصاف، مسلم لیګ (ن) او پوځ، یوه ملي هوکړې ته ورسېږي. دا هوکړه باید د قانون حاکمیت، د انتخاباتو د شفافیت او سیاسي بېطرفۍ پر بنسټ ولاړه وي.
۵.۲د اقتصاد اصلاحات
د اقتصادي بحران د حل لپاره لاندې اقدامات اړین دي:
۵.۳د پوځ رول محدودول
په سیاسي چارو کې د پوځ د نفوذ کمول د سیاسي ثبات لپاره اړین دي. پوځ باید یوازې د هېواد د دفاع په چارو کې خپل رول محدود کړي او سیاسي پروسې بېطرفه پرېږدي.
دا چاره په لنډ مهال کې شونې نه برېښي، ځکه پاکستان له اقتصادي او سیاسي کړکېچ سربېره له امنیتي کړکېچ سره لاس او ګرېوان دی او په پوځ کې رامنځته شوی فکر د دې جوګه نه دی چې په اسانۍ د خپل رول د کمښت ارادې ته وا داره شي.
پایله
پاکستان په داسې یو حساس پړاو کې دی چې سیاسي بېثباتي او اقتصادي بحرانونو یې د پرمختګ لارې تړلې دي. د حکومت، پوځ او اپوزېسیون ترمنځ همکاري او د خلکو ستونزو ته د پام اړول کولی شي د دې بحرانونو د حل لپاره لار هواره کړي، خو په اسانۍ دا موضوع په نېږدې وخت کې د حل وړ نه ده.
که د پاکستان حکومت، سیاسي ګوندونه او پوځ د دې وړتیا پېدا کړي، چې د اصلاحاتو یو جدي پلان پیل کړي، نو د اقتصادي پرمختګ او سیاسي ثبات ترلاسه کولو یو احتمالي چانس شته، خو که د ګوندونو، حکومت او پوځ تر منځ په څو مشترکو مسایلو د نظر اتفاق رامنځته نه شي، د پاکستان بحران لا پېچلی کېدونکی دی.

هسې خو په ټوله پښتونخوا کې له بهر نه تپل شویو جنګونو په وجه له ډیرو کلونو راهیسې په شکل د اشکالو ځای په ځای جګړې ادامه کړې ده خو د سپین غره په لمن کې پرتې د پښتونخوا ډیرې ښکلې سیمې کورمې، په تیرو کلونو، میاشتو او ورځو کې ډیر جنګونه، وینې تویېدنې او بربادۍ لیدلې دي.
خو د تیرې پنجشنبې په ورځ( د نومبر میاشتې په یوویشتمې نیټې ) قتل عامونه د کورمې د تیرو څلویښتو پنځوسو کالونو د خونړي تاریخ په معیار هم بې ساري دي.
د کورمې مرکز د پاړه چنار ښار او د پاس کورمې د شیعه مسلک پښتنو مسلمانانو لپاره د کوهاټ او پیښور په لور ښکته تلونکې لاره د کوزې کورمې سني مسلک پښتنو مسلمانانو د څلویښتو ورځو نه زیاتو ورځو راهیسې بنده کړې ده. د دغه بندیز په وجه پاس کورمه ( د کورمې مرکز پاړه چنار هم په پاس کورمه کې پروت دی ) کې خلک د دواګانو ، علاج او د خوراکي توکو د کمبود له امله له یوه انساني ناورین سره مخ وو.
هغوی ډیر فریادونه وکړل مګر هیچا پرې غوږ ونه ګراوه، نه د پښتونخوا ایالتي حکومت او نه د پاکستان مرکزي حکومت د دې لارې د پرانستلو لپاره کوم موثر ګام پورته کړ. څو څو ځله کوهاټ او پیښور ته تلونکو او راتلونکو موټرو او نورو ګاډو باندې په ډزو کې وخت په وخت مرګ ژوبله وشوه خو لاره تړلی پاتې شوه ، نو د پاس کورمې خلک ډیر تنګ شول، هغوی د موټرو ، سرویسونو او نورو ګاډو یو ستر قطار جوړ کړ. له کورمې نه راغلو خبرونو سره سم په دې قطار کې د سلو شاوخوا ګاډي وو ، دوی له حکومت نه کومک وغوښت. خبرونه وايي چې د پولیسو دوه پک اپ موټر له دوی سره ملګري شول چې یوه پک اپ له قطار نه وړاندې او یوه یې شاته روانه شوه. د پولیسو د شمیر په باره کې دقیق معلومات په لاس کې نشته خو پر خواله رسنیو له خپرو شویو خبرونو ښکاري چې د پولیسو شمیر ډیر لږ و. په هرحال د کوزې کورمې د بګن علي خیلو سره کمین کې ناستو افراطي سني ټوپکمارو د قطار په مینځ ګاډو باندې نیغ په نیغه ډزې وکړې چې په دې ډزو کې ۴۴ کسان مړه شول ( چې دا موثق خبر دی ځینې خلک مړي زیات یادوي ) او له ۸۰ نه زیات کسان ټپیان شول او ډیرې غمجنوونکې منظرې ولیدل شوې.
په دغو تلفاتو کې ماشومان، ښځې او سړي شامل وو. په سبا د جمعې ورځ وه، پاړه چنار او د پاس کورمې په نورو سیمو کې خلک په ډیر ګڼ شمیر کې د احتجاج په غرض راووتل، د مړو له جنازو او تدفین نه وروسته دغه پروتست زور واخست، ویناکوونکو پردولت کلکې نیوکې وکړې او په تدریج سره یې د کوزې کورمې له سنیانو نه د پور اخستو غوښتنې هم وشوې او ترماښام پورې فضا دې ته جوړه شوه چې وسله وال شیعه جنګیالي د کوزې کورمې په برید پرتو کلیو ته لاړ شي او د غچ اخستو په غرض خلک ووژني، او دوی هم خلک ووژل. دلته د وژل شویو خلکو شمیر ۲۳ یادیږي خو دقیقه شمیره معلومول اسان نه دي. دغه لښکر د بګن نومې قصبې بازار ته اور واچاوه او ډیر دکانونه یې وسوځول. غمجنوونکې خبره دا ده چې دواړو طرفونو ته معصوم او بې ګناه خلک ووژل شول؛ چا چې د بل طرف په وژلو کې هیڅ نقش نه و لوبولی.
د کورمې ولسوالۍ ټول نفوس د پاکستان د ۲۰۲۳ کال له رسمي سرشمیرنې سره سم اتو لکو ته ته نږدې دی خو ځايي خلک وايي چې د کورمې نفوس له یو ملیون نه زیات دی. په دی کې له نیمايي نه زیات خلک په پاس کورمه کې اوسي، نو دلته په زرګونو خلک هره ورځ د تداوي، تعلیم ، تجارت او کار روزګار لپاره په دغه لاره تګ راتګ کوي. پخوا چې په افغانستان کې جمهوریت و نو د برې کورمې شیعه خلک به پکتیا ته واوښتل اوبیا به له افغانستان نه د تورخم پر لاره پیښور ته لاړل خو د طالبانو په واکمنۍ کې اوس دا کار امکان نه لري.

په کورمه کې شیعه ګان او سنیان له ډیر وخت نه یو ځای اوسیږي.د طوري قبیلې خلک شیعه ګان دي، بنګښو کې شیعه ګان او سنیان دواړه شته.د فرقو او مسلکونو شخړې د ۱۹۷۰ کلونو کې په دوو وجوهاتو سوا شوې، یوه وجه دا وه چې په ۱۹۸۰ کلونو کې افغانستان کې د شوروي اتحاد په ضد د جهاد په نوم جنګ په یوه نړیوال جنګ بدل شو او له منځني ختیځ نه افراطي سني ایډیولوژيګانې (او ورسره پیسې ) راغلې چې د جهاد په نوم یې د بنسټپالنې فابریکې پرانستې.په دوی کې تربیت شوي زیاتره د شیعه ګانو په ضد مجاهدین وو او پاکستان کې د شیعه ګانو پرضد وسله وال سازمانونه ( لکه سپاه صحابه ) جوړ شول، چې د شیعه ګانو څرګند کسان یې وژل. بلې خوا ته په ۱۹۷۹ کې د امام خمیني په مشرۍ په ایران کې د اسلامي انقلاب په نوم یو داسې سیاسي بدلون راغی چې په ټوله نړۍ کې یې په شیعه ګانو کې رادیکالزم وزیږاوه.
پاکستان کې د دغه رادیکالزم مرکز کورمه کې جوړ شو ، مشهور شیعه عالم مشر عارف حسین الحسیني د ټول پاکستان د شیعه ګانو مشر و او ځینو خلکو به هغه د پاکستان خمیني باله. دا هغه وخت و چې د سعودي عربستان او ایران مناسبات ډیر متشنج او خړپړ وو نو د دغو دواړو هیوادونو واکدارانو په اصطلاح خپلو دوستانو ته په ټوله نړۍ کې د یوه او بل پرضد پیسې او وسلې ورکړې. پاکستان کې سپاه صحابه او د جنګوي لښکر شیعه ګان وژل او د سپاه محمد په نوم سازمان سنیان وژل. عارف حسین حسیني په کال ۱۹۸۸ کې د اګست په پنځمه نیټه په پیښور کې په مرموزو شرایطو کې ووژل شو چې وروسته د هغه په غچ کې بعضې پیژندل شوي شخصیتونه ووژل شول، چا چې د عارف حسیني د مرګ په وخت کې د ضیاءالحق په حکومت کې سترې څوکۍ لرلې.
افغانستان کې د پنځه څلویښت کاله جنګ په جریان کې په ټولو قبایلي سیمو کې یوه پاس کورمه وه چې سني افغان جنګیالیو ته یې په خپله سیمه کې د کمپونو جوړولو اجازه ورنه کړه ، حتا طالبانو سره دوی خونړي جنګونه وکړل، خو طالبان یې په خپله سیمه کې نه پریښودل. په تیرو څو کلونو کې په سوریه (شام) کې د جنګ لپاره ایران د پاکستاني شیعه جنګیالیو څخه تشکیل شوې زینبیون لوا په نوم سازمان جوړ کړی و چې له هغې څخه د تهران طوري په نوم یو تن یې د بګن په جګړه کې برخه اخستی وه او په میډیا کې یې د بګن بازار د سوځولو مسوولیت پر غاړه اخستی، نو دا د فرقو شخړه محلي او نړیوال دواړه اړخونه لري.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

په ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ کلونو کې د پاکستاني طالبانو غورځنګ د کورمې ولسوالۍ په مذهبي جګړو کې د ۱۲۰ میلیونه روپیو په ارزښت پوځي تجهیزات، وسلې، مرمۍ او نور امکانات ولګول، خو دې جګړو یادې ډلې ته له ستراتیژیک اړخه هیڅ راز ګټه نه درلوده.
د ټي ټي پي اوسنی مشر مفتي نور ولي هغه مهال ددې جګړې مخالف و، خو ۱۶ کاله وروسته چې کورمه یوځل بیا پخوانیو ترخو ورځو ته ور ګرځي، دا پوښتنه مطرح کیږي، چې د مفتي نور ولي په مشرۍ پاکستاني طالبان که د خپلو پخوانیو سني متحدانو په ملاتړ په دې شخړو کې نه ښکیلیږي، درېیم ځواک څوک دی چې په دې جګړه کې به ښکیلیږي؟
سنیان ملاتړی چتر غواړي
کورمه، هنګو اوکوهاټ د خیبر پښتونخوا او چترال د ګلګت بلتستان څلور هغه ولسوالۍ دي چې د شیعه او سني ګډ نفوس له امله د مذهبي شخړو څرکونه پکې تر نورو سیمو ډېر برېښي. سني مذهبه پښتنې قبیلې د «زینبیون» او نورو پیاوړو شویو شیعه جنګي ډلو پر وړاندې د ۲۰۰۸ مو کلونو په څېر یوه مذهبي نظامي جریان ته اړتیا محسوسوي، چې د پاکستان له مختلفو سیمو نه د سني بنسټپالو جنګیالیولپاره یو چتر شي.
په اوس وخت کې دغسې یو چتر داعش رامنځته کولای شي، چې واردمخه په سیمه کې فعال دی.
دې مسالې ته پاکستاني طالبان، ایران او په کابل کې د طالبانو حکومت هم ځیر دي.
ټي ټي په تېرو شپږو میاشتو کې په جنوبي وزیرستان، شمالي وزیرستان، ټانک، ډیره اسماعیل خان، بنو، لکي مروت، کرک، خیبر، باجوړ او مومندو کې د خپل نفوذ سیمې پراخې کړې دي او د ګل بهادر په څېر ډلو، چې پخوا یې جګړه یوازې پر شمالي وزیرستان متمرکزه کړې وه، بنو او لکي مروت ته مخه کړې ده. د پاکستاني طالبانو د مرګونو بریدونو او قبایلي سیمو ته د نویو تشکیلاتو د لېږلو یو ستر هدف په دې سیمو کې دداعش له راپورته کېدو وړاندې د خپل واک د ساحې پراخول دي.

د ۲۰۲۳ کال په سپټمبر کې ډېورنډ کرښې ته څېرمه کیلاش او چترال سیمو کې له کونړه د مولوي عظمت الله مسید په مشرۍ پاکستاني طالبانو د پاکستان پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل او څلور تنه پاکستاني پوځیان یې ووژل او دوه امنیتي پوستې یې وسوځولې. په چترال کې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي پخواني روزنیز کمپونه او سمڅې دي، چې د مجاهدینو او شوروي اتحاد د جګړو په وخت کې ترې د کونړ او نورستان لپاره اکمالات کېدل او جنګیالي پکې روزل کېدل، خو هغه مهال ویل کېدل چې دغه سمڅې او مرکزونه «نامعلومو جنګیالیو» ته په واک کې ور کړل شوي دي. د سیمه ییزو سرچینو په باور، په دې سیمه کې د جنود حفصه، جیش محمد او لشکر طیبه جنګیالي ځای پرځای شوي وو او د پاکستاني طالبانو د تېر کال مرګوني برید یو هدف هم ښايي ددې ډلو پر وړاندې غبرګون و.
جنود حفصه د مولوي عصمت الله معاویه ډله ده، چې په ټي ټي پي کې د پنجابي طالبانو په نامه مشهوره وه او په پنجاب او ګلګت بلتستان کې یې فعالیتونه کول.
کورمه د طالبانو تر ذره بین لاندې
د کورمې له یو شمېر امنیتي پوستو نه د پاکستان سرحدي ځواکونو له وتلو سره هممهاله افغان طالبانو یوازې په ختیزو ولایتونو کې تر سلو ډېرې پوستې جوړې کړې او پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار په اوږدو کې یې د ۶۰۵ کیلومټره سړک د غځولو او رغونې چارې پیل کړې. په ځاځي میدان او ډنډ پټان کې د جګړو یو لامل پر ډیورنډ کرښه د نویو پوستو جوړول او له اغزن تار سره د خام سړک تېرول و، چې پاکستاني ځواکونو یې مخه نیوله.
یو مهم سړک د ننګرهارد ګوشتې ولسوالۍ په سلالې سيمه کې و، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ګڼې شخړې پکې شوې دي. دغه راز په بنشۍ، چېره ګل، باتاش، بريکوټ سر او ګڼو نورو صفري سیمو کې نوې پوستې جوړې شوې.
طالبانو په اوسنیو سرحدي ولسوالیو کې د پوستو او کرښې د امنیت ساتلو لپاره نوي سرتېري و روزل او درندې وسلې یې ځای پرځای کړې. دغه راز پوستو ته یې لارې او سړکونه وغځول چې د اکمالاتو په برخه کې یې اسانتیاوې رامنځته شي.
په یو شمېر سیمو کې یې د پولو د څارنې مسوولیت پاکستاني طالبانو ته سپارلی، چې د خپل نفوذ په سیمو کې دداعش د راپورته کېدو او افغانستان ته یې د نفوذ مخه ونیسي.
د ډیورنډ کرښې په دواړو غاړو په ځانګړې توګه کورمه ولسوالۍ کې تحولات دا ښیي چې دغلته د جګړې یوه نوې جبهه راټوکېدونکې ده، چې دداعش د جلب او جذب او ملاتړ لپاره مساعد چاپیریال جوړوي.

یو نظر شاته
د ۲۰۰۸ کال په اکتوبر کې د مري تړون د حقانیانو او پاکستان د امنیتي ادارو د پرله پسې هڅو محصول و، څو په دې ستراتیژیکه سیمه کې حقاني شبکې ته نوي پټنځایونه او لوژستیکي او اکمالاتي لارې ومومي. خو شیعه مذهبه پښتنو د حقاني شبکې پر وړاندې مقاومت کاوه ځکه په سیمه کې ددوی حضور د سنیانو تله درنوله.
حقانیان او شیعه پښتانه د ۲۰۱۱ کال په فبروري کې په مري کې بیا سره کښېناستل. دوی د ۲۰۰۸ کال د تړون پر بنسټ په کورمه کې مذهبي شخړې پای ته ورسولې. په دغه تړونکې د پوځ او حقانیانو(ابراهیم او خلیل حقاني) رول مهم و. شیعه وو او سنیانو ۴۰ میلیونه روپۍ ښوینی کېښود او ځینې نور شرطونه او قیودات هم وضع شول. حقانیانو سني قبیلې له جګړې را وګرځولې او په بدل کې یې د شیعه وو له سیمې افغانستان ته د تګ راتګ او اکمالاتو لار ومونده.
کورمه اجنسۍ د حقانیانو لپاره له څو اړخونو محفوظه وه. یو د سي آی اې له څار او د بې پیلوټه الوتکو له بریدونو یوڅه خونديوه او بل کابل، پکتیا، ننګرهار او نورو ولایتونو ته یې اسانه لاسرسی درلود. دغه راز له کورمې نه پېښور، پنډۍ او اسلام اباد ته هم تګ او راتګ اسانه و. پاکستان د جهاد وختونو کې هم ترې منګل، مټه سنګر، وچه دره او سپینه شګه د مجاهدینو په واک کې ور کړې وې.
د کورمې شاوخوا اتو زرو بنګښو او توريانو د حکومت خلاف اعتراض وکړ، چې ولې یې په شالوزان کې حقانیانو ته ځای ورکړی. دوی پر سیمه ییزې ادارې تور لګاوه، چې د وسله والو جنګیالیو ملاتړ کوي او سهولتونه ورته برابروي. حکومت د ګرځبندیز وخت کې د شیعه پښتنو یو مشر اغا نواز عرفاني له سیمې اېستلی و. هغه څو کاله کورمې ته د حقانیانو د ورتګ پر وړاندې مقاومت کړی و. شیعه وو د طالبانو خلاف د مهدي ملېشې او حزب الله په نوم ډلې جوړې کړې وې. د شنونکو په باور، د ۲۰۱۰ کال په سپټمبر کې پر شالوزان د طالبانو بریدونه د حقانیانو د ځای پرځای کولو لپاره یو تاکتیکي عمل و. کله چې د ښیواز سیمې اوسېدونکي د طالبانو پر ضد را پاڅېدل، پوځي الوتکو د سپین غره عملیاتو تر نامه لاندې غلي کړل.
د کورمې شیعه قبیلو د افغان جهاد په وخت کې هم د مجاهدینو له فعالیتونو سره مخالفت درلود. په ایران کې د ۱۹۷۹ کال له انقلاب وروسته شیعه وو د قراقرم په نامه د یوه بېل ایالت غوښتنه درلوده، چې هغه وخت یې ضیاءالحق مخه ونیوله او ددوی ترمنځ یې شخړې پیدا کړې. په ۱۹۸۶ کلونو کې افغان مجاهدین له شیعه وو سره هله ونښتل، چې افغانستان ته یې د جګړې لاره نه ور کوله. ددوی مشري علامه عارف حسیني کوله، خو د ۱۹۸۸ کال په اګست کې د ای ایس ای اړوندو کسانو په پېښور کې وواژه. وروسته هغوی د سني مجاهدینو پر وړاندې خنډ نه وو او مجاهدینو خپلې ۴۰ سلنه وسلې د پکتیا د ځاځیو او لوګر له لارې افغانستان ته لیږدولې. حسیني له شیعه ضد ډلو سره د مبارزې لپاره د امامیه طلبه وو سازمان پرمسلح کولو کار پیل کړی و. جعفریه ډلې د حسیني په قتل کې د ضیاءالحق نږدې کس او د پښتونخوا والي فضل حق ښکیل باله او د ضیاء له مرګ وروسته یې وواژه.
ایران جنګیالیو ډلو ته نږدې کیږي؟
داعش د پاکستاني طالبانو، القاعدې، افغان طالبانو او ایران څلورواړو لپاره خطر دی.
راتلونکي تحولات ددوی ترمنځ د همکاریو فضا رامنځته کولای شي.
ټي ټي پي د خپلې نوې مشرتابه له رامنځته کېدو راهیسې د کورمې په مذهبي شخړو کې له ښکیلتیا ځان ساتلی او خپل ټول پام یې په قبایلو کې د خپل نفوذ پر پراخولو متمرکز کړی.
د نړۍ د نورو شیعه میشتو هېوادونو په څېر د پاکستان شیعه هم د تهران تر ملاتړي پوښښ لاندې دي. په دغه پوښښ کې مذهبي، سیاسي، فرهنګي او حتا نظامي ملاتړ ټول شامل دي. داسې ښکاري چې ایران به د خپلو سرحدونو له لارې ټي ټي پي ته د وسلو، په ځانګړې توګه چاودېدونکو توکو، باروتو او اومو توکو پر قاچاق ځان ناګاره واچوي. دا هم لرې نه ده، چې د کورمې شیعه قبیلو ته ایرانۍ وسلې د پاکستاني طالبانو له لارې ولېږدول شي.
ایران له دې وړاندې هم په ۲۰۰۸ کال کې د افغانستان له لارې کورمې ته سازبرناو ټوپک او نورې وسلې لېږلې.
تهران د طالبانو او د هغوی د متحدانو له اړخه ډاډه دی او اصلي اندېښنه یې په قبایلي سیمو کې له رامنځته کېدونکو تحولاتو ده، چې د کورمې او بلوچستان ترمنځ د جنګیالیو او جګړې یو نوی کوریډور رامنځته کولای شي.
په دې منځ کې د طالبانو د حکومت لومړنۍ هڅه د پاکستان د اندېښنو رفع کول دي. ددې لپاره یې ځینې ګامونه اخستي هم دي، خو له دې سره سره به په لاس کې شته وسیلې (بهرنۍ جنګیالۍ ډلې) د بدې ورځې لپاره ساتي.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري، خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

د یوې پلرینې سکه زامن و لوڼه چې د یوه نیکه وینه یې په رګونو کې چلیږي، نن په خپلومنځونو کې جنګول کیږي، لسګونه لسګونه وژل کیږي، خو هیڅوک دې پوښتنې ته ځواب نهلري چې ولې؟
وايي: شیعه ګان و سُنیان دي. ښه دا نو څه رقم وېش دی؟ سره متفاوت فقهي اصول ولې باید په یوه ډله انسانانو بله ډله ووژني؟
۱۴۰۰ کاله پخوا سلګونه کېلومتره د دوی له سیمې لرې، پرخلافت اختلاف پېښ شوی. یوې برخې ویلي په اودس کې پښې مینځئ، بلې ویلي مسح کوئ یې. یوې ویلي څښتن تعالی ته پرانیستي لاس دریږئ، بلې ویلي هماغه واحد څښتن ته لاسونه تړلي لمونځ وکړئ...
پېړۍ پېړۍ پخوا او له دې ځایه ډېر لرې په دې اصولټاکنه، تفاوتونو او اختلافاتو کې د کورمې، پاړه چنار، هنګو، بغلان، غزني یا کابل خلکو هېڅ ونډه لرلې نه ده. دوی ته دا هرڅه په میراث رارسېدلي دي. منطقي پوښتنه دا ده، چې ولې نن، په یویشتمه پېړۍ کې، دغه سکه وروڼه و د تره زامن په دې توپیرونو سره وژني؟
مذهبي توپیرونه او اختلافات په ټولو هېوادونو او لویو دینونو کې شته، خو اصلي پوښتنه دا ده، چې ولې په افغانمېشته جغرافیا کې دا نیمه پېړۍ د دین په نامه انسانان وژل کیږي؟
اصلاً زموږ په جغرافیا کې دین ته څه مشکل پېښ دی، چې باید موږ یو بل پرې ووژنو؟
که موږ یو بل سره ونه وژنو زموږ پر مذهبونو به څه ټکه راوشکیږي؟
د درد ځای دا دی، چې موږ نه له ځانونو دا پوښتو او نه یو له بل څخه. یوازې د دین و مذهب په نامه د پردیو د ګټو، اشارو او لمسونو په زور سره وژنو.
تېرې څو ورځې بیخي خونړۍ وې. په کورمه کې یوه مذهبي ډله راپاڅېده په لاره روان ښځې، ماشومان او بېوسلې مساپر یې ووژل، چې روستۍ شمېرنې وايي تر سلو زیات شهیدان دي. بله ناڅرګنده ډله راپاڅېده د بغلان په کوم جومات کې یې صوفیان ووژل. د صوفیانو ګناه هم معلومه نه ده، خو د باور طریقه یې تر نورو لږ بېله ده او که نه عکسونو ښووله، چې د نورو مسلمانانو په جاینمازونو او هماغې قبلې ته ولاړ و او د محراب پر سر یې (یاالله) لیکلي وو.
انګریز دوه درې سوه کاله پخوا د مذهبونو د جنګولو اور لګولی، بیا یې کتلي، چې چېرته ډېرې لمبې کوي، هلته یې تر نن پورې بل ساتلی دی.
انګریز او په سیمه کې یې میراثخور پنجابي پوځي استبلیشمینټ په څرګنده غواړي چې پښتونمېشته سیمې په سره اور راواړوي، په کورمه، پاړهچنار، هنګو او نورو سیمو کې له یوه کال راپه دېخوا د سُني و شیعه پښتنو ترمنځ د جګړې اورته لمن وهل کېده، قومي مشران ورته بیدار وو، د پښتونژغورنې غورځنګ مشران ورغلل، چې دا لوبه پردۍ ده، مه کوئ! دواړه غاړې پوهېدل چې د باروتو په ډېرۍ ناست دي، خو دې باروتو ته به اور د پاکیستان پوځ ورلګوي، ځکه یې تر وسې وسې د جګړې مخه په قومي و دودیزو اصولو نیوله، خو دوښمن ډېر موذی او چلباز دی، دا دی اخیر یې د باروتو درمند ته اور ولګاوه او بېګناه پښتانه یې په کې سټ کړل.
کیسه نه د څوارلس سوه کاله پخوا د خلافت د اختلافاتو ده، نه د کربلا یا نجف و مدینې، نه د فقهي اصولو د تفاوت او نه هم د ثواب و عذاب.
اصلي کیسه د انګریزي میراثخورو د نننیو دسیسو او ګټو لوبه ده. پنجاب غواړي د پښتنو سیمه په مذهبي دوزخ بدله کړي.
باید پښتانه له خپلو مېنو څخه وشړي او دغه جغرافیا خالي شي، غواړي دلته توربیرغي و سپینبیرغي مېشت کړي، غواړي دلته له القاعدې څخه الفایده واخلي، غواړي د ډالرو اخیستلو حسابونه پرانیزي، غواړي تاجیکستاني و اوزبیکستاني اورپکي راولي او د چین و چیچین جهادیان وسلوال کړي.
موږ وار وار لیکلي وو، چې پاکیستاني پوځ پښتونمېشته سیمه و ټول افغانستان د اور په لیکه دروي، کورمه و تیرا و وزیرستان به یې د پیل تمځای وي، دا لوبه تر چترال و ګېلګیت و بلتستان پورې رسیږي.
دېخوا د بغلان د صوفیانو قتل عام هم د بغلان و بدخشان په کرښه د همداسې یو اور لګولو هڅه ده. له دېخوا هم د صوفیانو، سلفیانو، دیوبندیانو،شیعه و اسماعیلیه و سُني، توربیرغو، سپینبیرغو، تحریریانو، خلافتیانو او امارتیانو کیسې ګرمېدونکي دي.
د اور دا کړۍ به بالاخره سره نښلي. د پاکیستانیانو نیت واخان ته دی. واخان ته په سولهييزه لاره رسېدل ناشوني دي. د لویو قدرتونو هم دلته ګټې شته، نیابتي ډلې باید وپنځیږي، چاغې شي او له دودیزو امنیتي پولو ووځي.
په منځنۍ اسیا کې راڅرګندې شي او د ژېړښامار (چین) په پوزه ستن ورچوخ کړي. په تاجیکستان کې د چینايي اینجینر وژل په پښتونخوا و بلوچستان کې د چینايي اینجینرانو له وژلو سره اړیکه لري، دا د یوې کیسې دوه برخې دي، چې بالاخره به سره نښلي.
پاکیستان په کورمه کې خپل هدف ته ورسېد. پوځ لاره ونیوله او په مرموزه بڼه یې شیعه مساپر ووژل، بیا یې له راپارېدلو شیعه پښتنو سره خپل ځري ملګري کړل او د بګن بازار ته یې اور ورته کړ.
پاکستان نن هماغه شیعه و سُني پښتانه یو د بل وینو بهولو ته سره راپورته کړل، چې شاوخوا یوه میاشت مخکې د خیبر په لویه جرګه کې سره څنګ په څنګ ناست وو او د خپلو شهیدانو او ټپیانو درد ته یې ژړل. دواړو نارې وهلې، چې:
« یه جو دهشتګردی هی، اس کی پیچی وردی هی!»
د خیبر په لویه جرګه کې پرېکړه وشوه، چې د پښتنو ترمنځ د هرراز اختلافاتو د حل لپاره به پخپله پښتانه په خپلو دودیزو لارو چارو اقدام کوي او د داسې جرګو پیل به هم له کورمې څخه کیږي. ولس دا درک کړې وه، چې دوښمن په کوم زخم ګوته ایښې ده؟ خو دوښمن راوړاندې شو، لا دوه میاشتې پوره نه دي، چې کورمه یې دوزخ کړه.
پنجاب د دغه اورلګولو په لوبه کې دا هڅه هم کوي، چې د خیبر تاریخي جرګه د خپلو پرېکړو د عملي کولو په لاره کېناکامه کړي.
حللاره هلته موندلای شو، چې د ستونزې جرړه وپېژنو، د پورته تحلیل پر بنسټ اوس نو د ستونزې جرړه ډېره څرګنده ده او هر یو یې پېژندلای شو:

د نړۍ لوی اقتصادي و پوځي ځواکونه زموږ په سیمه کې خپل سیالان لري، دا سیالان روسیه، چین، هیند او نور دي. دغو سیالانو ته تر ټولو نږدې ستراتيژيکه پرته سیمه افغانستان و پښتونخوا ده.
په دې سیمه کې مسئول حکومتونه نهشته او د تېر پنځوس کلن جهادي قیامت له برکته یوه لویه برخه ځوان نسل په افراطیت او ډالري جګړه معتاد دي. دلته د استخباراتي مدرسو او معهدونو له برکته مذهبي و عقیدوي جګړو ته لمن وهل تر هر بل ځایه اسانه دي.
عرب، پنجابي د منځنۍ اسیا و چین اورپکي دلته بلد دي او خپلې هډې لري، توربیرغي، سپین بیرغي او القاعده و نور هم چمتو دي، چې د نړیوالو لویو سیالانو د ګټو او نیابتي جګړو لپاره وجنګیږي. دې ټولې اجندا ته له ملکي خلکو یوه تشه زمکه په کار ده، یاغیستان باید د یویشتمې پېړۍ په ستندردونو جوړ شي.
خلک باید ووځي یا په همدې نیابتي ډلو کې منحل شي، د خلکو د ایستلو یوه لاره د دوی خپلمنځي جنګونه او کډوالۍ دي، چې دا دی د کورمې و وزیرستانونو جګړې، د ګوډ و بډ طالبانو ډرامې او داسې نورې لوبې یې پیلامه ده. په بېوزله پښتونخوا کې دومره باروت ذخیره شوي، چې کلونه کلونه سیمه په اور اړولای شي.

د سیمې پرګنې باید دسیسه وپېژني. همدومره ساده. کله چې پوه شول چې د دوی د جګړو تیل و باروت پردي دي او دوی د ډالري جګړو د اور خاشاک. هله نو بیا عقلاني دودیزې پرېکړې کړلای شي. د خیبر د جګړې پرېکړې باید عملی شي. پښتانه باید ټول هغه امکانات له منځه یوسي، چې دوی په خپلو منځونو کې سره جنګولای شي.
د خیبر د لویې جرګې د پرېکړو او مهم ستراتيژيک پیغام د درک و عملي کولو لپاره نورو جرګو ته اړتیا ده. د پښتنو – افغانانو د دغې روانې جګړې د حل لپاره هیڅوک نه راوړاندې کیږي، دا پخپله افغانان دي، چې باید په هوښیاري او ملي احساس و درک دغې جګړې ته د تیلو په ځای اوبه وروشیندي او پر خپله خاوره د سولې د ټینګښت له لارې د پنجاب خوله په تورو خاورو وموښي.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

د سه شنبې په ورځ ناوخته د پاکستان د ملي عمل پلان کمېټې په بلوچستان ایالت کې د بلوڅ بېلتون پالو ډلو خلاف پوځي عملیات تصویب کړل. بلوچستان په دې وروستیو کې د ناکراریو او بلوڅ جنګیالیو د مرګونو بریدونو شاهد دی چې اصلي تمرکز یې پر چینايي پروژو او په دغه ایالت کې د چین پر ګټو دی.
د بلوچستان عملیات د «عزم استحکام» په اډانه کې اعلان شوي، چې د روان کال په جون کې لومړي وزیر شهباز شریف تایید کړي وو. دغه پرېکړه داسې مهال کیږي چې په بلوچستان او خیبر پښتونخوا په ځانګړې توګه قبایلي سیمو کې د جنګیالیو ډلو فعالیتونه پراخ شوي او امنیتي ځواکونو ته یې درنده مرګ ژوبله اړولې ده.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ایالتي او مرکزي حکومتونو د چارواکو او د پوځ د استازو په غونډه کې وویل چې « دا یوازې د ترهګرۍ ضد جګړه نه ده، بلکې د پاکستان د راتلونکي جګړه ده».
په دې غونډه کې اصلي تمرکز د بلوڅانو پر ازاد پوځ، د بلوچستان ازادۍ جبهې او براس شوی او دا ډلې د پاکستان امنیت،حیاتي اقتصادي پروژو، سوداګریزو لارو او د چین پاکستان د څو میلیارد ډالري اقتصادي کوریډور پروژې، په ټوله کې ددغه هېواد اقتصادي ودې ته ستر ګواښ ګڼل شوې دي.
پوځ د جنګیالیو ایکو سیسټم په نښه کوي
د پاکستان د ملي عمل پلان کمیټې د پرېکړو پر بنسټ به د بلوچستان عملیات د جنګیالیو ډلو د شبکو پر له منځه وړومتمرکز وي او دغه راز د ترهګرۍ ضد جګړې ملي اداره به بېرته فعاله کیږي چې په مرکز، ایالتونو او ولسوالیو کې په ملي او سیمه ییزه کچه له دغو عملیاتو سره په همغږۍ عمل وکړي.
د پاکستان د پوځ لوی درستیز دې ناستې ته ویلي، چې « په ترهګرۍ ضد جګړه کې هر پاکستانی یو سرتېری دی، څوک چې د پاکستان امنیت ګواښي، ځواب به یې وویني». پوځي چارواکو ویلي چې دا یوازې د جنګیالیو د له منځه وړو عملیات نه دي بلکې هغه «ایکو سیسټمونه» به هم له منځه وړي چې جنګیالیو ډلو ته د ودې لارې برابروي.
دغه پوځي عملیات به له سیاسي، امنیتي او اقتصادي بدیلونو سره مل وي چې د عملیاتو له اړخه رامنځته کېدونکې اغیزې جبران کړای شي. په ناسته کې د عزم استحکام عملیاتو لرلید هم وړاندې شوی، چې د بې ثباتۍ پر وړاندې د نظامي، سیاسي او اجتماعي-اقتصادي لارو پر یو کولو متمرکز دی.

پاکستان د چین فشارونو ته غاړه ږدي
په جنوبي وزیرستان کې د ۲۰۰۲ کال او په شمالي وزیرستان کې د ۲۰۱۴ کال عملیاتو په اړه چې ډېری پکې چین ضد جنګیالي په نښه شول، داسې اټکل دی چې دغه عملیات د بیجنګ او امریکا تر ګډو فشارونو لاندې ترسره شول. د نویو عملیاتو «عزم استحکام» په برخه کې هم پاکستانی پوځ د بیجنګ تر شدید فشار لاندې دی.
د اکتوبر میاشتې په وروستیو کې په پاکستان کې د چین سفیر د خبریالانو له لارې اسلام اباد ته پیغام ولېږه، چې د امنیت په برخه کې عملي ګامونه واخلي. وروسته یې په یوه غونډه کې د بیجنګ او اسلام اباد ترمنځ د ګډ امنیتي میکانیزم په اړه خبرې وکړې، چې د شنونکو په باور، بیجنګ غواړي د خپلو وګړو او پروژو د خوندیتابه لپاره پاکستان ته امنیتي کمپنۍ ولیږي.
چین پاکستان ته دوه انتخابونه پر وړاندې اېښي: یا د جنګیالیو او چین ضد ډلو خلاف عملیات وکړي او یا بیجنګ ته اجازه ور کړي چې پخپله د خپلو میلیارد ډالري پروژو د خوندیتابه لپاره امنیتي ځواکونه راولي. د پاکستان لپاره دویم انتخاب ځکه د منلو وړ نه دی چې د بهرني ځواک په حضور کې د جهادي ډلو لپاره د اشغال پر ضد د جهاد او بلواوو پلمه په لاس ورځي، له همدې امله یې دویم انتخاب ته، سره له دې چې اسلام اباد ته په سیاسي، امنیتي او اقتصادي لحاظ دروند تمامیږي، مخه کړې ده.
چین به د نومبر په وروستیو کې پاکستان ته خپل ترهګرۍ ضد روزونکي او جنګیالي استوي چې له پاکستاني پوځ سره ګډ تمرینات وکړي. دغو تمریناتو ته «د ترهګرۍ ځپنې ګډ ضربتي عملیات» نوم ورکړل شوی چې ټول تمرکز به یې په بلوچستان کې د پیلېدونکو عملیاتو لپاره پر جنګي ستراتیژۍ، پلان جوړونه او تمرین وي.
پاکستان دامهال په دوو جبهو- بلوچستان او خیر پښتونخوا- کې له امنیتي ننګونو سره مخ دی.
پوځي ستراتیژیستان نه غواړي پوځ هممهاله په دواړو جبهو کې جګړې ته کښېوځي، ځکه په دې توګه ددې دواړو جبهو ترمنځ د اتحاد امکان دی، چې د بې ثباتۍ په پراخولو سره پوځ او امنیتي ادارې د تاوتریخوالي په مدیریت کې له ننګونو سره مخ کوي او جګړه اوږدیږي.
بلوچستان د قبایلي سیمو په پرتله د پاکستان لپاره په څو دلایلو لومړیتوب دی. لومړی چین تر ټولو ډېر په دغه ایالت کې ښکیل دی او غواړي خپلې اقتصادي ګټې او پر پروژو کړې پانګونې خوندي کړي. دویم، بلوڅ وسله وال د پاکستان او ایران دواړو لپاره ګواښ دی او د تهران او اسلام اباد د ګټو له ټکر سره سره، چې یو د هند په ملاتړ چابهار او بل د چین په ملاتړ ګوادر بندر ابادول غواړي، دواړې خواوې په دې پوهیږي چې په دې سیمه کې ناکرارۍ د دواړو هېوادونو ټیکاو ګواښي او بهرنیو عواملو ته لار پرانیزي. برعکس په پښتونخوا کې وضعیت متفاوت دی، ځکه طالبان د ټي ټي پي په ځپلو کې د اسلام اباد همکاري نه کوي، یا یې له توان نه بهر ده.
د روان میلادي کال په جنوري میاشت کې تهران او اسلام ابادد یوه او بل په خاوره کې ناڅاپي بریدونه وکړل او دواړو خواوو د بلوڅ جنګیالیو مرکزونه هدف وګرځول، خو په اپرېل کې دواړو اړخونو هوکړه وکړه چې د ترهګریزو کړنو د مخنیوي لپاره پر ګډه پوله خپلې ترهګرۍ ضد هڅې سره همغږې کړي. دواړو خواوو خپلې اړیکې بېرته نورمال حالت ته راوستې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د بیلتون پالو ډلو خلاف هڅې چټکې شوې.
د نومبر په لومړیو کې په اسلام اباد کې د پاکستان د پوځ له لوی درستیز سره د ایران د بهرنیو چارو وزیر له کتنې دوه ورځې وروسته داسې رپوټونه خپاره شول، چې پاکستان او ایران پر پوله د قاچاق وړونکو پرضد ګډ عملیات کړي. ایراني پوځي چارواکو وویل چې دوی د تېل وړونکو په جامه کې ځانمرګي وژلي دي.
د همکاریو دې نوې فضا اسلام اباد دې ته هڅولی، چې له تهران سره پر پوله خپلې هڅې همغږې کړي او بلوڅ جنګیالي، چې د پخوا په څېر په افغانستان کې پټنځایونه او سیاسي او امنیتي ملاتړ نه لري، محاصره کړي. طالبان د خپل مذهبي کرکټر له مخې له بلوڅو جنګیالیو سره خواخوږي نه لري او هند هم هغسې نفوذ نه لري، چې ددې جنګیالیو لپاره په سیمه کې د شاتګ جبهه رامنځته کړي. په همدغه دلیل او د بلوچستان جغرافیا ته په کتو، پاکستان ته په قبایلو کې تر پوځي عملیاتو د بلوچستان عملیات د مدیریت وړ او لومړیتوب برېښي.
پاکستان د بریټانیايي هند له تجربو په ګټنې سره، د وزیرستان په څېر وړه سیمه کې هم هممهاله په شمالي او جنوبي وزیرستان کې یوځايي عملیات نه دي کړي، ځکه د دغسې دوه جبهه یي جګړو مدیریت او بریالي کېدل ننګوونکي دي.

طالبانو ته سور څراغ
اسلام اباد د همدې اونۍ په اوږدو کې د افغانستان لپاره د چین او روسیې د ځانګړو استازو کوربه و. پاکستاني چارواکو مسکو او بیجنګ ته روښانه کړې، چې د افغان طالبانو حکومت د دوی د مخالفو وسله والو ډلو کوربه توب کوي.
سره له دې چې د اوس لپاره چین په قبایلي سیمو کې پوځي عملیات خپل لومړیتوب نه ګڼي، ځکه د کابل له اړخه ډاډمن دی چې تر نفوذ لاندې ډلې یې په پښتونخوا کې د بیجنګ ګټې نه ګواښي، خو په نږدې راتلونکي کې د عزم استحکام عملیاتو دویم ډګر قبایلي سیمې، په ځانګړې توګه شمالي او جنوبي وزیرستان دی. د قبایلي سیمو عملیات به ددې سیمو جغرافیا، جوړښتونو او په افغانستان کې یوې ملاتړې جبهې یا جغرافیا درلودو له امله اوږده او ډېر لګښته وي.چین هم ښايي دې ته لېواله نه وي چې ددغسې عملیاتو په لګښتونو کې ښکیل شي.
څومره چې پاکستان په بلوچستان کې بوختیږي او سیمې تصفیه کوي، په همغه کچه به په قبایلي سیمو کې د ټي ټي پي او نورو جنګیالیو ډلو نفوذ او حضور ډېریږي. القاعده به هڅه وکړي چې په خپلو فعالیتونو کې د ازاد لاس درلودو لپاره له خپلو ملاتړو ډلو سره بېرته وزیرستان ته ستنه شي.
خو دا به د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې نورې هم ترینګلې کړي، ځکه پاکستاني چارواکو په تکرار ویلي، چې د افغانستان په داخل کې هم خپل مخالفان په نښه کولای شي. د پاکستان د ملي عمل پلان په ناسته کې د جنګیالیو ډلو د « ایکو سیسټم» له منځه وړو یو پیغام په کابل کې د طالبانو واکمن حکومت ته دی چې د پاکستاني طالبانو په ملاتړ تورن دی.
سره له دې چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د یوه فرمان له لارې د وسلو د قاچاق د مخنیوي لپاره ځانګړی فرمان صادر کړی او درپوټونو له مخې خپل یو شمېر جنګیالي یې د ټي ټي پي له لیکو سره له یوځای کېدو راګرځولي، اسلام اباد له دې ګامونو ډاډمن نه دی او دا احتمال نه شي رد کېدلی چې په قبایلي سیمو کې تر عملیاتو وړاندې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د ټي ټي پي او نورو پاکستاني جنګیالیو مرکزونه په نښه شي.
پاکستان به د ضرب عضب عملیاتو تجربو ته په کتو، چې پاموړ پایلې یې نه درلودې، دا ځل د پاکستاني جنګیالیو ملاتړې جبهه له منځه وړي او دا جبهه د اسلام اباد د ادعاوو پر بنسټ، له ډیورنډ کرښې پورې په افغانستان کې ده.