
د ایران د ځمکنيو ځواکونو د جنوب ختيځ زون قوماندان وايي چې له افغانستان سره د دغه هېواد په سرحدي پولو کې د افغانانو تګ راتګ نيمايي ته راکم شوى دى. د ایران دولتي رسنۍ د جنرال امیر غلامعلیان په حواله لیکلي، په ۱۴۰۳ کال کې د ایراني ځواکونو هدف د هېواد د ختیځو پولو بشپړ بندول دي.
د ایران صدوسیما اژانس نن د سې شنبې په ورځ «د لیندۍ ۲مه» د دغه پوځي چارواکي له قوله وايي، د پولې د بندولو او دېوال جوړولو موضوع د مسافرو په تګ او راتګ او د پولې په کنټرول باندې ډېره ښه اغېزه کړې ده.
ایراني جنرال امیر غلامعلیان ډاډ ورکوي، چې د دغه پلان په بشپړېدو سره به په پوله کې لا زيات امنيت او ثبات ټینګ شي.
ښاغلی غلامعلیان وايي، په سرحدي سیمو کې یې څلور انجېنرۍ ټېمونه ځای پر ځای کړي دي ترڅو د پولو په اږدو کې امنیتي پوستې جوړې کړي.
دغه ایرانی جنرال وايي پولې نه یوازې په فزیکي ډول بندیزي بلکې د ټیکنالوژۍ هغه ټولې اسانتیاوې پکې شاملې دي چې د پولې فزیکي خوندیتوب اداره کوي.
جنرال امير غلامعليان زياته کړه:« يادې شوې پروژې ډېر ښه پرمختګ کړى، چې شاوخوا ٣٥ کيلومتره دېوال جوړ شوى دى او که کار په همدې سرعت دوام وکړي، حتما به يې وروستي پړاو بشپړ شي.»
له دې مخکې ایراني رسنیو د دغه هېواد د پوله ساتو ځواکونو د قوماندان سردار احمد علي ګودرزي له قوله راپور ورکړی، چې د دغه هېواد په ختیځ او لوېدیځ کې له افغانستان او پاکستان سره د پولو تړل او دېوال جوړول یې په لومړیتوب کې دی.
ایرنا خبري اژانس د (تلې ۲۹مه) په خپل یوه راپور کې د ایران د پوله ساتو ځواکونو د قوماندان سردار احمد علي ګودرزي له قوله لیکلي و، چې د دغه هېواد په ختیځ او لوېدیځ کې له افغانستان او پاکستان سره په سرحدي پولو باندې د دېوال جوړولو او لارو بندولو د پلان پلي کولو موخه یې ایران ته د توکو د قاچاق، د نشهيي توکو د قاچاق او د ناقانونه کډوالو د ننوتلو مخنیوی دی.