• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان پر دمشق د اسراییل د بریدونو غندلو سره وايي د سوریې ملت دې ازاد انتخاب ته پرېښودل شي

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۰۶ GMT+۰تازه شوی: ۲۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۰:۲۲ GMT+۰

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت پر سوریه د اسراییل بریدونه غندي او وايي، دغه ملت دې د خپل راتلونکي لپاره خپل مستقیل او ازاد انتخاب ته پرېښودل شي. طالبان نن په اېکس کې د اعلامیې خپرولو سره پر سوریه د اسراییل هوايي بریدونه د دغه هېواد ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ ښکاره نقض بولي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وايي« په سوریه کې د بشارالاسد د نظام له نسکرېدو وروسته د صهیونیستي یرغلګر رژیم د خپلو وحشتوتنو په دوام د سوریې پر خاوره او یو لړ نظامي تاسیسانو او شتمنیو سربرېره پر ملکي سیمو بمبار درانه ځاني او مالي تلفات رامنځته کړي دي.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايی چې د اسراییل دا بریدونه د هغوی د ناکامې ستراتیژۍ دوام دی، چې د منځنۍ ختیځ په بېلابېلو هېوادونو کې یې د خپلو نامشروع اهدافو ترلاسه کولو لپاره پرمخ بیايي.

طالبانو په ښکېلو سیمه ییزو او نړیوالو قدرتونو غږ کړی، چې د سوریې ملت د خپل راتلونکي په اړه مستقیل او ازاد انتخاب ته پرېږدی.

طالبان زیاتوي چې سوریايي ولس دې له هر ډول بهرنیو فرمایشونو او فشارونو پرته د خپل هېواد برخلیک په خپله وټاکي.

له دې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه بله اعلامیه کې کې د بشار اسد د حکومت پر پرځېدو خوښي ښودلې او د سوریې ولس او د تحریر الشام ډلې مشرتابه ته یې د دغه «بري» له امله مبارکي ویلې وه.

طالبان داسې مهال د سوریې نویو واکمنو ته دا مشورې ور کوي، چې په افغانستان کې له واکمنېدو وروسته دې ډلې په کوردننه پر خلکو، په ځانګړې توګه ښځو ګڼ بندیزونه لګولي، واک یې انحصار کړی او له نړۍ سره یې تراوسه اړیکې نه دي رغېدلې.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

جرمن پولیس د هغه افغان په لټه کې دي چې خپله ۲۰ کلنه مېرمن یې وژلې

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۰۳ GMT+۰

د جرمني د بیلېفیلډ پولیسو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې دوی د هغه ۳۱ کلن افغان د موندلو په لټه کې دي، چې د خپلې مېرمنې په وژلو تورن دی. محلي سرچینې وايي، چې جواد احمدي د شنبې په ورځ خپله مېرمن وژلې او د پېښې له ځایه تښتېدلی دی.

پر هغه تور دی چې خپله۲۰ کلنه مېرمن شقایق یې د باد سالڅوفلن په شلوس کوڅه کې د یوه اپارتمان په تشناب کې په اوبو کې ډوبه کړې او وژلې ده.

د بیلېفیلډ پولیسو څیړونکې ډلې، چې « د شلوس مرګ څیړونکې ډلې» په نامه جوړه شوې پر خپله رسمي پاڼه د جواد احمدي انځور او د پولیسو د اړیکو شمېرې خپرې کړې او له خلکو یې غوښتي چې د شکمن وژونکي په موندلو کې ورسره مرسته وکړي.

د بیلېفیلډ د پولیسو یوې مطوعاتي مسوولې افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل چې دوی د یاد افغان په لټه کې دي او که چیرې د افغانستان انټرنشنل لوستونکي د نوموړي په اړه معلومات ترلاسه کړي، له دوی سره دې یې شریک کړي.

مېرمن په اوبو کې ډوبه شوې

پولیس وايي، چې « د شنبې په ورځ د ماسپښین شاوخوا ۱:۵۰ بجې یوه نارینه د لیپې پولیسو ته د بیړني تلیفون له لارې زنګ وواهه او د یوې ښځې د مړي خبر یې ورکړ. پولیسو د پېښې ځای ته ځانونه ورسول او هلته یې په داسې حال کې چې د کورنۍ غړي حاضر وو، د ښځې بې ‌روحه جسد چې د تشناب په وان کې پروت و، وموند».

د یکشنبې په ورځ د ډسمبر پراتمه د عدلي طب د څېړنو پایلو وښوده، چې مېرمنې د سختو وارونو، ټپ او په اوبو کې ډوبولو له امله سا ور کړې ده. وژل شوې ۲۰ کلنه افغانه شقایق نومیږي، چې په باد سالڅوفلن کې اوسېده. د هغې افغان خاوندجواد احمدي د دې پېښې اصلي تورن کس ګڼل شوی چې د پېښې له ځایه تښتېدلی.

جواد احمدي په دې وروستیو کې په برلین مارڅن کې ژوند کاوه او د یوه لوژستیکي شرکت مدیر و.

د شلوس څیړنډله

د بیلېفیلډ پولیسو د "شلوس" په نوم د قتل د څېړنې یوه ډله ټاکلې چې د جرمي څیړنو رییس سټیفن ایسدار یې مشري کوي.

پولیس وايي، په دغه ټیم کې د بیلفیلډ او لیپې پولیس شامل دي چې د تورن کس د موندلو لپاره په جدي توګه هڅه کوي.

د بیلېفیلډ پولیسو وویل، چې که څوک د مشکوک کس د ځای په اړه معلومات ولري، نو د بیلفیلډ د وژنو له څیړنډلې سره دې اړیکه ونیسي او یا دې د پولیسو کوم بل مرکز ته خبر ورکړي.

پولیسو دغه راز غوښتي، چې خلک دې له مشکوک کس سره د مخامخ خبرو اترو هڅه نه کوي او که ویې ویني، زر دې د ۱۱۰ بیړنۍ شمېرې له لارې پولیس خبر کړي.

دا په تېر لنډ وخت کې په جرمني کې څوومه پېښه ده چې یو افغان د خپلې کونۍ ښځینه غړې وژني.

له دې وړاندې یوه افغان خپله پېغله لور په اوبو کې ډوبه کړې او وژلې وه او وورسته یې پولیسو په ځنګله کې مړی وموند.

د طبي موسسو تړل؛ ۳۵ زره ښځینه زده‌کړیالانې له زده‌کړو محرومې شوې دي

۲۰ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۰ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۵:۵۵ GMT+۰

د طالبانو د عامې روغتیا په وزارت کې سرچینو اې اېف پي ته ویلي، چې په طبي موسسو کې د ښځو پر زده‌کړو د بندیز له امله لږ تر لږه ۳۵۰۰۰ ښځینه زده‌کړیالانې له زده‌کړو بې برخې شوې دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغو زده‌کړیالانو په لسو دولتي او تر ١٥٠ زياتو خصوصي موسسو کې زده‌کړې کولې.

یو شمېر زده‌کړیالانو چې له زده‌کړو منعه کړل شوې دي، د طالبانو له لوري د دغو مرکزونو د تړلو له پرېکړې څخه وېره او مایوسي څرګنده کړې ده.
له دغو محصلینو څخه یوه یې سجا (مستعار نوم) چې د پوهنتون زده‌کړیاله وه او د پوهنتونونو له تړل کېدو وروسته یې د روغتیایي زده‌کړو موسسې ته مخه کړه، وویل: «دا زما وروستۍ هیله وه چې یو څه وکړم، یو څوک شم؛ خو هر څه له موږ څخه د نجونو په جرم اخیستل شوي دي.»
د طالبانو مشر په دې وروستیو کې تعلیمي موسسو ته امر وکړ، چې په طبي موسسو کې د نویو ښځینه زده‌کړیالانو د نوم لیکلنې څخه ډډه وکړئ او نور نجونې نه شي کولی، چې د طبي زده‌کړو لپاره طبي موسسو ته ولاړې شي.
خو په دې اړه کوم رسمي مکتوب او اعلامیه نه ده خپره شوې.
یو شمېر طبي موسسو ویلي، چې په مکتوبي بڼه د دغه امر تر لاسه کېدو پورې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي؛ خو ځینو بیا ژر تر ژره له زده‌کړیالانو څخه ازموینې واخیستې او نور یې فعالیت بند کړ.
سجا چې یو کال یې په طبي موسسه کې زده‌کړې کړې دي وویل: «ټول ګنګس دي هیڅوک رښتیا نه وايي، چې څه خبره ده. موږ هره ورځ د دوو یا درېیو مضمونونو ازموینه ورکوو. په داسې حال کې چې مخکینۍ ازموینې مو څو میاشتې مخکې ورکړې وې.»
په کابل کې د یوې طبي موسسې مدیر چې ۱۷۰۰ زده‌کړیالان لري او له دې ډلې ۷۰۰ تنه یې ښځینه زده‌کړیالانې دي وویل: «موږ له زده‌کړیالانو او استادانو څخه ډېر پیغامونه ترلاسه کړي دي او دوی پوښتنه کوي، چې د طبي موسسو د خلاصون کومه هیله شته؟ هیڅوک خوښ نه دي.»
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د سرچینو د معلوماتو له مخې، په دغو موسسو کې ۳۵ زره ښځو د نرسنګ، قابله‌ګۍ، د غاښونو او لابراتوار په برخو کې زده‌کړې کولې.
ملګرو ملتونو د طالبانو دغه پرېکړه غندلې او دا یې د ښځو پر وړاندې سیستماتیک او د نه منلو وړ تبعیض بللی دی.
د دې سازمان کارپوهانو دغه پرېکړه "د ښځو وژنه" بللې او خبرداری یې ورکړی، چې د دغه بندیز دوام د "غیر ضروري کړاو، ناروغۍ او احتمالاً د افغان ښځو او ماشومانو د مړینې لامل کېدای شي."
ملګرو ملتونو ویلي، چې دا پرېکړه به په هغه هېواد کې ویجاړونکې پایلې ولري چې په نړۍ کې د مېندو او ماشومانو د مړینې له لوړې کچې سره مخ دی.
ځینو سرچینو خبر ورکړی، چې د طالبانو د مشر وروستۍ پرېکړې د دغې ډلې چارواکي په دوه ډلو سره وېشلي دي.
په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو د رسېدو راهیسې، دغې ډلې پر ښځو پراخ بندیزونه لګولي او په دې سره افغانستان د نړۍ په کچه یوازینی هېواد دی، چې نجونې یې له شپږم ټولګي څخه پورته له زده‌کړو منعه کړل شوې دي.
د طالبانو دغه پرېکړه له پراخو نړۍوالو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

ځینو هېوادونو په افغانستان کې د سیستماتیک تبعیض او جنسیتي تبعیض قضیه د هاګ محکمې ته استولې او ویلي یې دي، چې د طالبانو په اړه باید څېړنې وشي.
د جرمونو نړۍوالې محکمې هم ویلي، چې ډېر ژر به د طالب مشرانو د نیولو امر صادر کړي.

طالبانو غواړي چې له افغانستان سره د اروپا د مرستو د لګولو څرنګوالی روښانه کړي

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۰:۲۱ GMT+۰

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسون د دوشنبې په ورځ په کابل کې د طالبانو د کرنې وزارت له مرستیال صدراعظم عثماني سره وکتل. دغه طالب چارواکي په افغانستان کې د اروپا او نورو هېوادونو د مرستو په لګولو کې د رڼښت غوښتنه وکړه.

د باختر اژانس د خبرله مخې، عثماني ټينګار کړی چې له دغو مرستو څخه بايد په داسې توګه کار واخیستل شي عام وګړو او بزګرانو ته یې ګټه ورسیږي.

نوموړي همدا راز زیاته کړه، چې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت کچه ​​صفر ته رسېدلې ده او بزګرو ته باید بدیل کښت معرفي شي.

د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي په دې ناسته کې ویلي، چې د دې ټولنې په همکارۍ د ۴۴ میلیونه یورو په ارزښت پروژې پلې کېږي. هغه زياته کړه، چې له يادو پروژو څخه به شاوخوا يو ميليون کسان ګټه پورته کړي.

طالبانو په افغانستان کې د دوی د پروژو په اړه له اروپايي ټولنې څخه د وضاحت غوښتنه کړې، په داسې حال کې چې دغه ټولنه دغه ډله په رسمیت نه پېژني. مرسته کوونکو هېوادونو هڅه کړې، چې بهرنۍ مرستې طالبانو ته ونه رسېږي او د مرستندويه بنسټونو له لارې مصرفېږي.

تر دې مخکې یو شمېر مرستندویه بنسټونو د مرستو په چارو کې د طالبانو پر مداخلې نیوکې کړې وې.

روسیه: د ډله ییز امنیت تړون سازمان د افغانستان پر ګواښونو څار جاري ساتي

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۵۵ GMT+۰

وایسلیف د یاد سازمان یوې اړوندې رسنۍ ته وویل، چې « د ډله ییز امنیت تړون سازمان د افغانستان اړوند ننګونو او ګواښونو څار جاري ساتي او له هغو سره د مبارزې هڅې د بهرنیو چارو وزیرانو تر شورا لاندې د ډله ییز امنیت تړون سازمان د کاري ډلې د ظرفیتونو له لارې همغږې کوي».

د ډله ییز امنیت تړون سازمان لپاره د روسیې دایمي استازي ویکتور واسیلییف ویلي چې د "ډله ییز امنیت تړون سازمان تمه ده چې د نوي اوراسیايي امنیتي سیستم په جوړولو کې مهم ځای ونیسي.

وایسلیف د یاد سازمان متحدې رسنۍ ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، چې « د ډله ییز امنیت تړون سازمان د افغانستان اړوند ننګونو او ګواښونو څار جاري ساتي او له هغو سره د مبارزې هڅې د بهرنیو چارو وزیرانو تر شورا لاندې د ډله ییز امنیت تړون سازمان د کاري ډلې د ظرفیتونو له لارې همغږې کوي».

واسیلییف وویل، نن ورځ، جیوپولیټیکس د دې غوښتنه کوي چې په اړوند جغرافیا او د اوراسیا په وچه کې په طبیعي نږدېوالي باندې ډیر ټینګار وشي.

نوموړی وايي، د دې واقعیت پر بنسټ، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوراسیا لپاره د امنیتي جوړښت جوړولو وړاندیز وکړ چې د دې سیمې په موجوده همکارو جوړښتونو باندې به ولاړ وي."

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ويلي چې مسکو له شوروي وروسته امنیتي بلاک پیاوړتیا ته ژمنه ده.

واسیلییف د یاد سازمان، د شانګهای د همکارۍ سازمان او د ناپېیلو هېوادونو ټولنېترمنځ د درې اړخیزې همکارۍ د پرمختګ یادونه وکړه، چې موخه یې په اوراسیا کې سیمه ییز امنیت او ثبات پیاوړتیا او د امنیت، اقتصاد، او بشري همکاریو لپاره نوی چوکاټ جوړول دي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر د ایران له نوي سفیر سره پېژندګلویزه ناسته وکړه

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۴۵ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې امیر خان متقي د ایران له نوي ګومارل شوي سفير عليرضا بیکدلي سره پېژندګلویزه ناسته وکړه. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ایران سفیر په حواله لیکلي چې د خپل ماموریت په موده کې به د دواړو هېوادونو اړیکې په بېلابېلو برخو کې لا پراخې کړي.

د طالبانو تر واک لاندې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد نن دوشنبه «د لیندۍ ۱۹مه» پر خپل اېکس د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ددې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ایران له نوي سفیر عليرضا بیکدلي سره په دغه لیدنه کې د دواړو هېوادونو پر اړیکو خبرې کړې دي.

د طالبانو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې د ايران د نوي سفير په حواله ویل شوي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا په موخه غواړي په نږدې راتلونکي کې د کابل او تهران تر منځ لوړپوړي پلاوي سفرونه وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت بیکدلي چې ویل کیږي باتجربه ډېپلوماټ دی، څه موده وړاندې د حسن کاظمي قمي پر ځای وټاکه.

بېکدلي د هغه کس ځای ناستی کېږي، چې سپاه پاسداران ته نږدې و.

خو د ایران بهرنیو چارو وزیر عراقچي د سپاه پاسداران د فردي انتخاب پر ځای د بهرنیو چارو وزارت یو با تجربه ډیپلوماټ په کابل کې وګوماره.
دا په داسې حال کې ده، چې د ایران اسلامي جمهوريت هم د امریکا په څېر د افغانستان په چارو کې د ځانګړي استازي مقام لرې کړی دی.