ټيټيپي وایي، یوې بلې وسلهوالې ډلې هم ورسره بیعت کړی او له دوی سره یو ځای شوه

د تحریک طالبان پاکستان ډله ټيټيپي وایي، چې د حافظ جلالي په مشرۍ یوه وسلهواله ډله یو ځای شوې ده.

د تحریک طالبان پاکستان ډله ټيټيپي وایي، چې د حافظ جلالي په مشرۍ یوه وسلهواله ډله یو ځای شوې ده.
د دغې ډلې ویاند محمد خراساني رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي، دغه ډله د کوهاټ په ولسوالۍ کې له دوی سره یو ځای شوې ده؛ خو د دغې یو ځای شوې ډلې د غړو د شمېر په اړه یې څه نه دي ویلي او دا یې هم نه ده روښانه کړې، چې دغه وسلهوال کسان په کومو وسلو سمبال دي.تر دې وړاندې هم ټيټيپي د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په صوبو کې د ځینو ډلو د یو ځای کېدو خبره کړې وه.
همدغه تېره ورځ دغې ډلې ادعا کړې وه، چې د خیبر پښتونخوا په باړه کې یوه بله وسلهواله ډله هم ورسره یو ځای شوې وه.


سیمهییزې سرچینې وایي، د خیبر پښتونخواو او بلوچستان صوبې د قومي مشرانو جرګه چې یوه اونۍ وړاندې کورمې ته تللې وه پرون بېرته له کورمې ستنه شوې او دمګړۍ د کوهاټ جرګه د سولې خبرې اترې پر مخ بیایي.
په سیمه کې ځايي خبریالانو افغانستان انټرنشنل پښتو ته منلې، چې تر اوسه د دغو جرګو پایلې هومره بریالۍ نه وې لکه څنګه چې یې ولسي خلکو تمه لرله؛ خو دوی وایي چې لا هم داسې تمې شته چې د کوهاټ جرګه ډېر ژر کورمې ته ورشي او د خبرو اترو له لارې دواړه ښکېلې غاړې یوې هوکړې او دایمي سولې ته ورسېږي.
سیمهییز خبریالان وایي، له ۶۳ ورځو را په دې خوا د پاړه چنار او پېښور تر منځ لویه لاره تړل شوې او ورسره د خرلڅۍ لاره هم بنده ده، چې له امله یې د خوراکي توکو او دارو درملو کمښت خلک سخت اندېښمن کړي دي.
په کورمې ولسوالۍ کې له څه د پاسه دوه میاشتو راهیسې د تاوتریخوالي له امله لویې لارې تړل شوې، چې دغلته د خوراکي او سون توکو د کمي له امله خلک له سختو ستونزو سره مخامخ دي. تېره ورځ د خیبر پښتونخوا صوبایي چارواکو ویلي وو، چې دوی به د چورلکو پر مټ سیمې ته دارو درمل ورسوي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د ډونلډ ټرمپ ستاینه وکړه او ویې ویل، هغه یوازینی مشر دی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ترې وېره لري.
هغه دارنګه په نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې په اوکراین کې د جګړې پای ته رسولو لپاره سره یوځای شي.
نوموړي دغه څرګندونې په پاریس کې د ټرمپ او د فرانسې له ولسمشر اېمانوېل مکرون سره تر لیدنې وروسته کړې دي.
زیلینسکي ویلي، چې له دواړو مشرانو سره یې خبرې "ډېرې ګټورې" وې او هغه د جګړې پای ته رسولو لپاره د ټرمپ "پیاوړي هوډ" څخه مننه وکړه.
هغه زیاته کړه: «موږ پوهېږو، چې امریکا د پام وړ اقداماتو د ترسره کولو وړتیا لري؛ هغه اقدامات چې نور یې نه شي ترسره کولی.»
زیلینسکي د سې شنبې په ورځ په اېکس پاڼه کاږلي، چې د دغې جګړې د پای ته رسولو لپاره یووالي ته اړتیا لري.
زیلینسکي وړاندې لیکلي، چې هغه د متحده ایالاتو نوي منتخب ولسمشر ته ویلي و چې پوتین "یوازې له هغه او شاید د چین څخه وېره ولري".

د بلوچستان پولیس وایي، دغه دوه کسان د دوشنبې په ورځ د (لېندۍ نهمه) ناوخته هغه مهال ووژل شول چې په موټر سایکل یې چاودېدونکي توکي لېږدول.
پولیس سرچېنې وایي، پېښه د کلای عبدالله په سیمه کې د پولیسو یوې پوستې ته څېرمه شوې او په موټر سایکل سپاره دواړه کسان ځای پر ځای وژل شوي دي.
پولیس وایي، تر دې مهاله روښانه نه ده چې دغو دوو کسانو د ځانمرګي برید هوډ لاره او که یوازې یې چاودېدونکي توکي لېږدول.
دوی وایي، په دې اړه د دوی پلټنې روانې دي.
بلوچستان په تېرو کلونو کې نا امنه صوبه ګڼل کېږي، چې د نورو وسلهوالو ډلو تر څنګ په کې د بلوڅ بېلتون پاله غورځنګ هم وسلهوال فعالیتونه لري.
دغه ډله غواړي، چې له فډرالي حکومته خپله خپلواکي تر لاسه کړي او پر طبیعي سرچېنو واکمنه شي.
تېره میاشت په دغې صوبه کې د یو ځانمرګي برید له امله چې د اورګاډي په یو تم ځای کې وشو نږدې دېرش تنه ووژل شول او تر ۵۰ زیات ټپیان شوي وو.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سلیوان ویلي، امریکا د بشارالاسد د رژیم د نسکورولو امر نه و کړی.
له امریکايي رسنیو سره په خبرو کې جک سلیوان ویلي، امریکا د بشارالاسد د حکومت د نسکورولو لپاره د سوریې د حکومت ضد وسلهوالو په برید کې کوم رول نه دی لوبولی او نه یې هم د برید لپاره کومه لارښوونه کړې ده.
هغه وویل، چې اوس په سوریه کې د پرمختګ لپاره ډېر فرصتونه شته، امریکا به اوس په سوریه کې له ټولو ډلو سره په ګډه کار وکړي.
له بل پلوه رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې په دمشق کې د اسراییل لهخوا د دوو درنو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
اسراییلي الوتکو دارنګه په حمص او درعا کې هم په ګڼو سیمو بمبارۍ کړې دي.
له بل پلوه ایران په سوریې خاوره «یرغل» وغانده.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د سوریې د جولان د نورو سیمو «یرغل» وغانده.
نوموړي د اسراییل پر ملاتړو لویدیځو هېوادونو د اسراییل د دغه قانون ماتوونې پر چوپتیا نیوکه کړې ده.
د ملګزو ملتونو په امنیت شورا کې د اسراییل استازي امنیت شورا ته په یوه لیک کې لیکلي، چې د ګولان په سیمو کې د اسراییل اقدامات محدود او لنډمهاله دي.
اسراييلي استازي په خپل ليک کې کاږلي، چې اسراييل په سوريه کې د وسلهوالو ډلو په جګړه کې لاسوهنه نه کوي؛ د دوی دغه کړنې د دوی د خپل امنيت لپاره دي.
هاخوا حماس د سوریې خلکو ته د ازادۍ او عدالت په مبارزه کې د بریالیتوب له امله مبارکي ویلي، په داسې حال کې چې د لبنان حزب الله په سوریه کې بدلون خطرناک بللی دی.
کاناډا هم د بشارالاسد د رژیم د پای ته رسېدو هرکلی کړی، په داسې حال کې چې بریتانیا، فرانسې، جرمني، اترېش او یونان د سوریې د کډوالو د غوښتنلیکونو بهیر ځنډولی دی.

جرمني او فرانسوي چارواکي وایي، چې د سوریې له نوې رهبرۍ سره د بشري حقونو د اوصولو او د قومونو او لږکیو د خوندیتوب په شرط همکارۍ ته چمتو دي.
د یادو هېوادونو مشرانو ویلي، چې په سوریه کې یې د جنګیالیو له مشرانو سره د همکاریو په اړه بحث کړی دی.
د جرمني د لومړي وزیر په اعلامیه کې راغلي: «دواړو لورو هوکړه وکړه، چې له نوې رهبرۍ سره به د بشري حقونو د اوصولو او د قومونو او لږکیو د حقونو د ساتنې په شرط همکاري وکړي.»
که څه هم هیئت تحریر الشام ډله د امریکا په ګډون د ډېر شمېر هېوادونو له خوا د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژندل کېده، خو د بشار الاسد د حکومت په ړنګېدو سره ځيني هېوادونه غواړي له هغې ډلې سره همکاري او اړیکې ولري، چې تر دې وړاندې یې د ترهګرې ډلې په توګه پېژندله.
دا په داسې حال کې ده، چې قطر هم له دغې ډلې سره اړیکه نیولې ده.
یوې باوري سرچینې له رویټرز سره په خبرو کې ویلي، چې قطري ډیپلوماټانو د دوشنبې په ورځ د هیئت تحریر شام ډلې له پلاوي سره خبرې اترې کړي دي.
یاد چارواکي ویلي: «د قطر تمرکز دا دی چې د انتقالي دورې پر وخت له ارامۍ څخه کار واخیستل شي او همداراز د دولت عمومي ادارې او بنسټونه خوندي وساتل شي.»
اخوا، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سوریې د روان وضعیت په اړه نن یوه بېړنۍ غونډه ور بللې ده.
په دې غونډه کې به د سوریې پر روان وضعیت خبرې وشي.
دغه غونډه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له خوا داسې مهال بلل شوې، چې د حکومت ضد وسلهوالو د سوريې ټول ښارونه په بشپړ ډول نیولي او بشار الاسد هم له هغه هېواده وتلی دى.