محمد بشیر رسما د سوریې د لنډ مهالي حکومت رییس اعلان شو

محمد بشیر په رسمي توګه د سوریې د لنډمهالي حکومت د مشر په توګه وټاکل شو. بشیر له دې ګومارنې وروسته وویل چې ده ته د لېږد په دوره کې د حکومت د چارو د سمبالولو دنده سپارل شوې ده.

محمد بشیر په رسمي توګه د سوریې د لنډمهالي حکومت د مشر په توګه وټاکل شو. بشیر له دې ګومارنې وروسته وویل چې ده ته د لېږد په دوره کې د حکومت د چارو د سمبالولو دنده سپارل شوې ده.
محمد بشیر وايي، چې په سوریه کې د واک انتقالي دوره به غالباً د ۲۰۲۵ کال د مارچ په لومړۍ نیټه پای ته ورسیږي.
د عربي رسنیو د رپوټونو له مخې، بشیر په ۱۹۸۳ کال کې د ادلب ولایت په جبل الزاویه سیمه کې زېږېدلی دی.
هغه په ۲۰۰۷ کې په حلب پوهنتون کې د مخابراتو په برخه کې د بریښنا له برخې فارغ شوی او په ۲۰۲۱ کال کې یې د ادلب پوهنتون د فقې او قانون په برخه کې سند ترلاسه کړی.
په ۲۰۱۱ کال کې نوموړي د سوریې د ګازو شرکت د حساسو تاسیساتو څانګې د رییس په توګه دنده ترسره کړې ده.
بشیر د څه مودې لپاره په ادلب ولایت کې د سوریې د ژغورنې حکومت د پراختیا وزارت د نفوسو د چارو د مدیر په توګه دنده ترسره کوله، خو وروسته د پراختیا او بشري چارو وزیر او د ۲۰۲۴ کال په جنوري کې په ادلب کې د وسله والو د ژغورنې حکومت د پنځم لومړي وزیر په توګه وټاکل شو.


د پاکستان لومړی وزیر له خپلو پلویانو د مدني نافرماني د پیلولو لپاره د عمران خان غوښتنه له دغه هېواد سره «دښمني» بولي.
شهباز شریف په اسلام اباد کې د ښاغلي خان د پلویانو د تېرې میاشتې مظاهرې هم د پاکستان خلاف سازش بولي.
د جیو نیوز د راپور له مخې، نوموړي نن په کابینه کې له امنیتیادارو وغوښتل، چې د دې سازش مسوول کسان له ثبوتونو سره د قانون منګولو ته وسپاري.
په هغو مظاهرو کې د افغانانو په ګډون د داسې کسانو د نیولو خبره هم کېږي چې په لاریون کې یې ګډون نه درلود.
خو شهباز شریف وايي، بې ګنا خلک به ونه ځورول شي.
د تېرې میاشتې تر مظاهرو وروسته عمران خان تېره اونۍ له خپلو پلویانو وغوښتل چې د ډیسمبر پر ۱۳ پېښور کې سره غونډ شي.
نوموړي د نومبر میاشتې د ۲۵مې په لاریونونو او د مۍ د ۱۴ نېټې تاوتریخوالي کې د وژل شویو پلویانو لپاره د فضايي پلټنو او له زندان د خپل ګوند د ټولو سیاسي کارکوونکو د خوشي کېدو غوښتنه کړې ده.
عمران خان وايي، د نومبر په ۲۵مه لاریونونو کې یې ۱۲ د مۍ میاشتې په ۹مه نېټه لاریونونو کې یې ۸ پلویان وژل شوي وو.
ښاغلی خان خبرداری ور کړی چې که دا دوه غوښتنې یې ونه منل شي، نو د ډیسمبر له ۱۴ به د مدني نافرمانۍ غورځنګ پیل شي او حکومت به د هرډول پایلو مسول وي.
خو حکومت د نومبر په ۲۵ مه لاریون په ترڅ کې د مرګ ژوبلې خبره ردوي او وايي چې د خان پلویانو د تېر کال د مۍ په ۹ مه پر پوځي تاسیساتو برید کړی و.
عمران خان د تېرې پنجشنبې په ورځ په دې تورن شو چې د مۍ د نهمې د مظاهرو رهبري یې کوله، خو نوموړی دا تور ردوي.
د مۍ د نهمې نیټې لاریونونو رهبري کولو تور پر خان د لسګونو نورو تورونو له جملي وروستۍ تور دی او نوموړی د تېر کال له ورستیو په زندان کې دی.

د سې شنبې په ورځ د سوریې امنیتي سرچینو وویل، چې پر دغه هېواد د اسراییل پوځي بریدونه ۲۵ کیلومتره دننه د دمشق سوېل لوېدیز ته رسیدلي دي. دا بریدونه داسې مهال کیږي، چې تل ابیب د سوریې په سوېل کې د حایل زون نیولو ترڅنګ د دغه هېوادپر پوځي کمپونو هم بریدونه کړي.
د سوریې یوې امنیتي سرچینې رویټرز ته وویل، چې اسراییلي ځواکونه په قنیطره سیمه کې ځای پرځای شوي.
دغه سیمه د اسراییل تر واک لاندې جولان لوړو او د سوریې او اسراییل ترمنځ ناپوځي زون نه۱۰ کیلومتره دننه ده.
اسراییلي پوځ د دغه رپوت په اړه له تبصرې ډډه کړې، خو ویلي یې دي، چې حایل زون یې یوازې په دفاعي موخه نیولی. د اسراییل هوايي ځواک وايي، چې ددغو بریدونو هدف د هغو وسلو او وسایطو له منځه وړل دي چې د وسله والو یاغیانو لاس ته یې د لوېدو وېره ده. اسراییل دغه راز ویلي، چې د دوی ځواکونو د سوریې په پوله کې له حایل زون اخوا پرمختګ نه دی کړی.

سیمه ییز غبرګونونه او نړیوال غبرګونونه
مصر، قطر او سعودي عربستان د اسراییل دا اقدام غندلی. سعودي عربستان وویل چې دا به د سوریې د امنیت بیرته ټینګولو امکانات کم کړي.
امنیتي سرچینو او د سوریې پوځ افسرانو ویلي، چې د اسراییل هوايي بریدونه د سوریې پر پوځي مرکزونو او د دمشق په شاوخوا کې د جمهوري ګارډ پر تجهیزاتو متمرکز دي. د هغوی په وینا، تر ۲۰۰ پورې بریدونو د سوریې پوځ بنسټیزه وړتیا له منځه وړې ده.
اسراییل ویلي چې دا بریدونه به څو ورځې دوام وکړي، خو د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته یې ویلي چې په سوریه کې یې د جګړې لپاره مداخله نه ده کړې.
د سوریې سیاسي وضعیت کې بدلون
د ولسمشر اسد د واکمنۍ له پای ته رسیدو وروسته د سوریې لومړي وزیر محمد جلالي د یاغیانو په مشرۍ لنډمهالي حکومت ته د واک سپارلو سره هوکړه کړې.
د یاغیانو مشر احمد الشرع، چې د ابو محمد الجولاني په نوم هم پیژندل کیږي، د لنډمهالي حکومت لپاره خبرې کړې دي.
سره له دې چې د یاغیانو ایتلاف د سوریې د راتلونکي په تړاو د روښانه پلان په اړه څه نه دي ویلي، خو د سیمه ییزو اړیکو هڅې پیل شوې دي.
د سوریې بانکونه به نن د سه شنبې په ورځ پرانېستل شي او د تیلو وزارت له ټولو کارکوونکو غوښتنه کړې چې خپل کارونه بیا پیل کړي.
په ورته وخت کې، خلک لاهم له غچ اخستنو ویریږي.
جولاني ویلي، هغه امنیتي افسران او پوځي چارواکي به حساب کتاب ته راولي چې د سوریې له خلکو سره په ظلم او شکنجو کې ښکیل دي.
خو سره له دې د سوریې راتلونکی لاهم ګونګ دی او د نړۍ سترګې د دې بې ثباتۍ د پای ته رسېدو پر لور دي.

د خبریالانو نړۍوال فدراسیون (ای اېف جې) وایي، روان کال د خبریالانو لپاره "تر ټولو خونړی کال" و چې په ټوله نړۍ کې ۱۰۴ خبریالان وژل شوي دي.
د دغه فدراسیون په وینا، د دغو خبریالانو نیمایي یې په غزه کې وژل شوي دي.
د دغه فدراسیون سرمنشي ویلي، که څه هم په ۲۰۲۴ کال کې د وژل شویو کسانو شمېره د ۲۰۲۳کال پرتله کمه شوې؛ خو بیاهم روان کال د خبریالانو لپاره یو خونړی کال یاد شوی دی.
په ۲۰۲۳ کال کې دغه شمېره ۱۲۹ تنه وه.
د رسنیو د ملاتړو بنسټونو د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې په غزه کې د اسراییل په بریدونو کې ۵۵ فلسطیني خبریالان وژل شوي دي.
دغه فدراسیون وايي، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې د جګړې له پیل راهیسې لږ تر لږه ۱۳۸ فلسطیني خبریالان وژل شوي دي.
د دغه فدراسیون سرمنشي وویل، چې په غزه کې "ډېری خبریالان" په قصدي ډول په نښه شوي دي.
د ای اېف جې د شمېرو له مخې، د وژل شویو خبریالانو شمېر د بې پولې خبریالانو پرتله خورا لوړ دی.
تر دې وړاندې د فلسطین د بشري حقونو یوه سازمان د شنبې په ورځ خبر ورکړی و، چې یوازې په تېرې نومبر میاشت کې په غزه کې ۱۸ خبریالان د اسراییلي ځواکونو لهخوا وژل شوي دي.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر ۷مې راهیسې په غزه کې د اسراییل په بریدونو کې ۱۹۲ خبریالان وژل شوي دي.

د ایران د حکومت ویانده وايي، له سوریې څخه د ایرانیانو د را ایستلو لړۍ به تر هغه وخته دوام ولري، چې وروستی ایرانی له هغه هېواده نه وي راوتلای.
د ایران د حکومت ویاندې فاطمې مهاجراني د سې شنبې په ورځ د (لیندۍ ۲مه) د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، چې له سوریې څخه د ایراني وګړو د ایستلو لړۍ روانه ده.
نوموړې وویل، چې په تېرو درېیو ورځو کې تردې مهاله د ماهان هوايي شرکت له خوا په۱۰ الوتنو کې ۴ زره ایرانیان له سوریې څخه ایران ته انتقال شوي دي.
ړ نوموړې په خبره له سوریې څخه د ایراني وګړو د را ایستلو لړۍ د یو تخصصي ډلې له لوري ترسره کیږي او په سوریه کې له خطر سره مخ ایرانیانو د رایستلو لړۍ به د وروستې ایراني وګړي تر ایستلو دوام ولري.
فاطمه مهاجراني وايي، په سوريه کې به له نوي مشرتابه سره خبرې د ثبات له رامنځته کېدو وروسته کېږي، خو هغه څه چې د ايران د حکومت لپاره مهم دي د اسرائيلو پر وړاندې د دوی دريځ دی.
همدارنګه اغلې مهاجراني د “برخلیک ټاکل” د سوریې د خلکو حق وباله او د هغه هېواد خلکو ته یې د نیکمرغۍ هیله وکړه.
د ایران د حکومت ویاندې د بشرالاسد د حکومت د پرځیدو په اړه وویل، د سوریې پوځ له وسله والو مخالفینو سره د مقابلې توان نه درلود نو موږ ولیدل چې په سوریه کې حکومت سقوط وکړ.
نوموړې وايي، ایران په سوریه کې بدلونونه څاري خو ایران په سوریه کې د مذهبي او دیپلوماتیکو ځایونو د امنیت پر ساتلو ټینګار کوي.

د تحریک طالبان پاکستان ډله ټيټيپي وایي، چې د حافظ جلالي په مشرۍ یوه وسلهواله ډله یو ځای شوې ده.
د دغې ډلې ویاند محمد خراساني رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي، دغه ډله د کوهاټ په ولسوالۍ کې له دوی سره یو ځای شوې ده؛ خو د دغې یو ځای شوې ډلې د غړو د شمېر په اړه یې څه نه دي ویلي او دا یې هم نه ده روښانه کړې، چې دغه وسلهوال کسان په کومو وسلو سمبال دي.
تر دې وړاندې هم ټيټيپي د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په صوبو کې د ځینو ډلو د یو ځای کېدو خبره کړې وه.
همدغه تېره ورځ دغې ډلې ادعا کړې وه، چې د خیبر پښتونخوا په باړه کې یوه بله وسلهواله ډله هم ورسره یو ځای شوې وه.