شهباز شریف، عمران خان ته: مدني نافرماني له هېواد سره دښمني ده

د پاکستان لومړی وزیر له خپلو پلویانو د مدني نافرماني د پیلولو لپاره د عمران خان غوښتنه له دغه هېواد سره «دښمني» بولي.
د پاکستان لومړی وزیر له خپلو پلویانو د مدني نافرماني د پیلولو لپاره د عمران خان غوښتنه له دغه هېواد سره «دښمني» بولي.
شهباز شریف په اسلام اباد کې د ښاغلي خان د پلویانو د تېرې میاشتې مظاهرې هم د پاکستان خلاف سازش بولي.
د جیو نیوز د راپور له مخې، نوموړي نن په کابینه کې له امنیتیادارو وغوښتل، چې د دې سازش مسوول کسان له ثبوتونو سره د قانون منګولو ته وسپاري.
په هغو مظاهرو کې د افغانانو په ګډون د داسې کسانو د نیولو خبره هم کېږي چې په لاریون کې یې ګډون نه درلود.
خو شهباز شریف وايي، بې ګنا خلک به ونه ځورول شي.
د تېرې میاشتې تر مظاهرو وروسته عمران خان تېره اونۍ له خپلو پلویانو وغوښتل چې د ډیسمبر پر ۱۳ پېښور کې سره غونډ شي.
نوموړي د نومبر میاشتې د ۲۵مې په لاریونونو او د مۍ د ۱۴ نېټې تاوتریخوالي کې د وژل شویو پلویانو لپاره د فضايي پلټنو او له زندان د خپل ګوند د ټولو سیاسي کارکوونکو د خوشي کېدو غوښتنه کړې ده.
عمران خان وايي، د نومبر په ۲۵مه لاریونونو کې یې ۱۲ د مۍ میاشتې په ۹مه نېټه لاریونونو کې یې ۸ پلویان وژل شوي وو.
ښاغلی خان خبرداری ور کړی چې که دا دوه غوښتنې یې ونه منل شي، نو د ډیسمبر له ۱۴ به د مدني نافرمانۍ غورځنګ پیل شي او حکومت به د هرډول پایلو مسول وي.
خو حکومت د نومبر په ۲۵ مه لاریون په ترڅ کې د مرګ ژوبلې خبره ردوي او وايي چې د خان پلویانو د تېر کال د مۍ په ۹ مه پر پوځي تاسیساتو برید کړی و.
عمران خان د تېرې پنجشنبې په ورځ په دې تورن شو چې د مۍ د نهمې د مظاهرو رهبري یې کوله، خو نوموړی دا تور ردوي.
د مۍ د نهمې نیټې لاریونونو رهبري کولو تور پر خان د لسګونو نورو تورونو له جملي وروستۍ تور دی او نوموړی د تېر کال له ورستیو په زندان کې دی.