• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د هوا ککړتیا کمولو او د چاپېریالي سرغړونو مخنیوي لپاره له کابل مېشتو سره غونډه کړې

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۴:۱۸ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس په یو راپور کې لیکي، چې په کابل کې د هوا د ککړتیا له امله د کابل ښاریانو او د دغه ښار له مخورو سره د ښاروالۍ په انګړ کې ناسته شوې او هغو کسانو ته خبرداری ورکړل شوی چې د هوا د ککړتیا په مخنیوي کې ناغېړي کوي.

په کابل ښار کې د ژمي په رارسېدو سره د خونو د ګرمولو لپاره خلک تر ډېره د ډبرو سکاره کاروي، چې ورسره هوا ککړېږي او چاپېریال ته درانه زیانونه اوړي.

له بلې غاړې په کابل کې د سون توکو د بیو د لوړوالي له امله خلک ربړونه، زاړه ټایرونه او نور له کاره لویدلي توکي سوځوي، چې له دې سره هم د دغه ښار هوا زیاته ککړه شوې ده.
دا رنګه په دغه ښار کې د نفوسو د ډېروالي او لوړپوړو ودانیو کې د مرکز ګرمۍ سیسټمونه داسې جوړ شوي، چې د هوا د ککړتیا لپاره ورته ډېره پاملرنه نه ده شوې.
د کابل په ښاروالۍ کې طالب چارواکي وایي، چې په دې برخه کې یې د عامه پوهاوي په اړه غونډه وربللې وه.

د ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال محمد خالد سجستاني وویل، چې کابل ښاروالۍ تېر کال د هوا د ککړتیا د مخنیوي په موخه، له شاوخوا ۴۰۰ لوړپوړیزو ودانیو څخه د مرکز ګرمۍ سیستم لپاره د لوګي د تصفیې فلټرونه څارلي وو او په پایله کې یې ډېرو ښاریانو خپلې سرغړونې اصلاح کړې او د لوګي د تصفیې فلټرونه یې نصب کړې دي.
هغه له کابل ښاریانو څخه وغوښتل، چې د ښار د سمسورتیا او پاکوالۍ په برخه کې خپل انساني او دیني مسوولیت ترسره کړي او د هوا د ککړتیا د رامنځته کېدو لامل نه شي.
په دغې ناسته کې د طالبانو د چاپېریال ساتنې د ادارې مشر مطیع الحق خالص، د انسانانو پر روغتیا د هوا د ککړتیا د ناوړو اغېزو او زیانونو په اړه وویل، چې د ژمي په رارسېدو سره نه یوازې په پلازمېنې کابل؛ بلکې د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې د هوا ککړتیا زیاتېږي، چې زیانونه یې نه یوازې په انسانانو پورې محدود وي؛ بلکې پر څارویو او بوټو هم ناوړه اغېز پرې باسي.
نوموړي هغو خلکو ته خبرداری ورکړ، چې د سرغړونو په وخت کې به ورسره قانوني چلند وشي.
دا رنګه کابل ښاریان د هوا د ککړتیا له امله د رامنځته شویو تنفسي ناروغیو له امله شکایت کوي او وایي، چې په دې برخه کې یوازې کابل ښاریان ګرم نه دي؛ بلکې د دوی په خبره تر ډېره حکومت هم پړ دی، چې د بې کیفیته سون توکو د پلور او پېر مخه نه نیسي او سوداګر هم تر ډېره په خلاص مټ بې کیفیته سون توکي واردوي او پر خلکو یې پلوري.
نن سبا په پلازمېنې کابل کې د وګړو زیاتوالی، د ځنګلونو او ونو پرې کېدل، د نا انډوله ودانیو جوړول او پر شنو فصلونو او کرنیزو ځمکو د کورونو جوړول، د موټرو زیاتوالی هغه لاملونه دي چې د ښار هوا یې ککړه کړې او ورسره بې شمېره تنفسي ناروغۍ هم زیاتې شوې دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

ایران د دوو افغانانو په ګډون ۱۲ کسان اعدام کړي دي

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۰:۳۱ GMT+۰

د ایران د بشري حقونو د سازمانونو خبري اژانسونو هرانا او هنګاو د کرج او قُم په زندانونو کې د دوو افغانانو په ګډون د لږ تر لږه ۱۲ کسانو د اعدام راپور ورکړی دی.

دوی ویلي، چې د کرج په قلعه حصار زندان کې د یوه افغان په ګډون ۹ تنه او د قُم په زندان کې د یوه افغان په ګډون درې تنه بندیان اعدام شوي دي.

هرانا راپور ورکړی، چې د چهارشنبې د ورځې په سهار د یوه افغان په ګډون نهه تنه بندیان اعدام شوي او هنګاو هم لیکلي، چې د سې شنبه په ورځ د یوه افغان په ګډون درې تنه اعدام شول.

د هرانا د راپور له مخې، د هغو نهو بندیانو له جملې څخه چې د چهارشنبې په ورځ اعدام شول، پنځه یې د قتل په تور او څلور نور یې د نشه یې توکو د جرمونو په تور په اعدام محکوم شوي وو.

هرانا لیکلي، هغه افغان چې د چهارشنبې په سهار د نهو کسانو په ډله کې اعدام شوی، عبدالله تاجک نومېده.

تر دې مخکې د هنګاو راپور ورکړی و، چې د قُم په مرکزي زندان کې د عبدالمهدي راشد میري په نوم یو افغان زنداني او د سعید مطیع او اصغر رمضاني په نوم دوه نور بندیان اعدام شوي دي. د هنګاو په وينا، دغه بنديان پخوا د قتل او نشه يي توکو په جرمونو په اعدام محکوم شوي وو.

طالبان په بېلابېلو پلمو په افغانستان کې د زده کړو دروازې بندوي

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۲:۳۷ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر اژانس د راپور له مخې، طالبانو د یوولسو خصوصي لوړو زده کړو موسسو جوازونه لغوه کړي دي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت وایي، چې د یوولسو خصوصي لوړو زده کړو موسسو جوازونه یې د دغه وزارت د رهبرۍ شورا د پرېکړې پر بنسټ لغوه کړي دي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د دغو موسسو د جوازونو د لغوه کولو لاملونه د علمي، تحصیلي او اداري اصولو ته د نه پاملرنې، خیالي قراردادي استادان، خیالي محصلین، ، د رهبرۍ او اداري کارکوونکو د کمښت، په ټولګیو کې د نه حاضرېدو او د ازموینو د نه شتوالي، د لازمو ښوونیزو اسانتیاوو د نه شتون او یو لړ نورو پرله پسې سرغړونې یادې کړي دي.

دغه یوولس د خصوصي لوړو زده کړو موسسې په غزني، فراه، بادغیس، تخار، کندز، بغلان، بلخ، سمنګان او هرات ولایتونو کې دي.

تر دې مخکې طالبانو د نجونو پر مخ د طبي انسټېټونو دروازې هم بندې کړې.

د طالبانو د عامې روغتیا په وزارت کې سرچینو اې اېف پي ته ویلي، چې په طبي موسسو کې د ښځو پر زده‌کړو د بندیز له امله لږ تر لږه ۳۵۰۰۰ ښځینه زده‌کړیالانې له زده‌کړو بې برخې شوې دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغو زده‌کړیالانو په لسو دولتي او تر ١٥٠ زياتو خصوصي موسسو کې زده‌کړې کولې.

دا لومړی ځل نه دی، چې طالبان د روزنیزو موسسو او مرکزونو د فعالیتونو مخه نیسي، یادې ډلې پر افغانستان له واکمنېدو وروسته د نجونو او ښځو پروړاندې د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې هم بندې کړې دي.

داعش - خراسان ډلې د خلیل الرحمان حقاني د وژنې مسوولیت پر غاړه واخیست

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۷:۱۳ GMT+۰

داعش - خراسان ډلې د طالبانو د کډوالو چارو د وزیر خلیل الرحمان حقاني د وژنې مسوولیت پر غاړه واخیست او ویې ویل چې نوموړی یې له څلورو ملګرو سره یو ځای په یو ځانمرګي برید کې وژلی دی.

نن چهار شنبه په کابل کې د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر د وزارت دننه له جومات څخه راوتلو چې ځانمرګی برید پرې وشو.

خلیل رحمان حقاني د مولوي جلال الدین حقاني ورور او د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني تره دی، چې ددې ډلې په مهمو کسانو کې شمېرل کېده.

خلیل رحمان حقاني ډېری په جرګو مرکو او د قومونو او قبایلو د همغږۍ په چارو کې بوخت و.

داعش - خراسان ډلې د خپل ځانمرګي بریدګر انځور خپور کړی او ویلي یې دي چې پر خلیل حقاني د دوی یو ملګري ځانمرګی برید کړی دی.

انټوني بلېنکن: د امریکا له وتلو وروسته له افغانستان سره نږدې ۸ میلیارده ډالره مرسته شوې

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۲۹ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د امریکا کانګرس د شهادت اورېدو ناستې ته وویل چې امریکا له افغانستان نه تر وتلو وروسته له دغه هېواد سره نږدې ۸ میلیارده ډالره مرسته کړې ده.

نوموړی زیاتوي چې دا مرسته د بهرنیو موسساتو له طریقه شوې او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یې بهیر څارلی دی.

هغه د بایډن ادارې د یو شمېر منتقدینو هغه خبرې رد کړې، چې له افغانستان نه یې په وتلو سره روسیه زړوره کړې، چې پر اوکراین برید وکړي.

بلینکن وویل: "زه له افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو او پر اوکراین د روسیې د برید ترمنځ اړیکه نه وینم. برعکس، که موږ په افغانستان کې پاتې وای او زموږ ځواکونه هلته بوخت وای، زموږ دښمنان به خوشحاله وای. روسیې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۴ کال کې پر اوکراین برید وکړ. هغه مهال موږ په افغانستان کې زرګونه سرتېري درلودل.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا د دغه هېواد د ولسمشر پخوانی دریځ تکرار کړ چې دوی د اشرف غني حکومت د ژر سقوط اټکل نه کاوه.

بلېنکن: له افغانستان نه د وتلو تړون له ټرمپ څخه جو بایډن ته په میراث پاتې و

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۱۷ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان نه د دغه هېواد د وتلو په اړه وویل، چې جوبایډن ته ددوحې تړون له ټرمپ څخه په میراث پاتې و. انتوني بلینکن ویل، چې د امریکا په غوښتنه افغان حکومت پنځه زره طالب بندیان خوشي کړل او امریکا د خپلو سرتېرو شمېر راکم کړ

د امریکا د بهرنیو چارو وزير انتوني بلېنکن د چار شنبې په ورځ کانګرس کې د شهادت پر مهال وویل، طالبانو هوکړه کړې وه، چې بین الافغاني خبرې به کوي او لویو ښارونو ته به نه ننوځي خو دې ډلې خپل پرمختګ ته دوام ورکړ.

بلینکن زیاته کړه، چې ده له ۲۰ زرو څخه ډیر اسناد او له ۵۰ د ډیرو شاهدانو مرکې کانګرس ته سپارلي دي.

انتوني بلینکن وویل، چې له افغانستان څخه د وتلو په تړاو د زده کړې هر ډول هڅه باید د هغو پیښو په شرایطو کې ترسره شي چې مخکې پیښې شوې.

انتوني بلېنکن د کانګرس په غونډه کې له افغانستان څخه د وتلو پرېکړه سمه وګڼله.

هغه وويل: «موږ ته ويل شوي وو، چې افغانستان به د ترهګرو په پټنځاى بدل شي، خو القاعده په افغانستان کې ځان بيا جوړ نه کړ او موږ د القاعدې مشر بې له کوم عسکره وواژه.»