• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټام فلیچر: د ښځو پر طبي زده کړو بندیز به اوږدمـهالې نـاوړه اغیزې پـریږدي

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۷:۰۷ GMT+۰

د بشري چارو برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او د بېړنیو مرستو همغږوال ټام فلیچر خبرداری ورکړ چې افغانستان دویم هېواد دی چې له ستر بشري ناورین سره مخ دی او نیمايي وګړي یې له بیوزلۍ کړیږي.

فلیچر د امنیت شورا ځانګړې غونډې ته وویل چې افغانستان د انساني ناورین په حالت کې دی او یو پر درېیمه برخه خلک روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

نوموړي په دې منځ کې د ښځو پر طبي زده کړو د طالبانو بندیز یو بل زیانناک ګام وباله، چې د افغانستان روغتیايي وضعیت نور هم کړکیچن کولای شي.

ټام فلیچر وویل چې « د افغانستان نیمايي خلک ملاتړ ته اړتیا لري، د نړۍ دویم هېواد دی چې له ستر انساني ناورین سره مخ دی. طالبانو پر ښځو طبي زده کړې او ازموینې بندې کړې، دا د دوی وروستۍ هیله وه، دا به ډېر سخت ناوړه اغیز پریږدي».

فلیچر د امنیت شورا غونډې ته په خبرو کې وویل چې ددې پریکړې د ناوړه پایلو له امله به په راتلونکو پنځو کلونو کې د ۳۶زره روغتیاپالو د کار مخه ونیول شي.

هغه وویل چې د امیندوارو میندو او ماشومانو د مړینې کچه به لوړه شي، په داسې حال کې چې افغانستان اوس هم د میندو او ماشومانو د مړینې لوړه کچه لري.

فلیچر وايي، چې همدا اوس په افغانستان کې یو پر درېیمه ښځې د زیږون پرمهال له مسلکي طبي ملاتړه بې برخې دي.

دې غونډې ته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان سیاسي استازولۍ (یوناما) مشرې روزا اوتونبایوا، وویل چې دېفکټو حکومتونه کېدای شي نقد شي خو د ستونزو د حل لپاره تعاملات په کار دي.

اوتونبایوا د امنیت شورا غونډې ته وویل، چې په اصولي ډول باید د ستونزو حل ته لاره ولټول شي.

نوموړې وویل چې تعامل او باور جوړول د افغانستان د خلکو په ګټه دي او په دې برخه کې باید اصولو مطابق پرېکنده عمل وشي.

هغې د ښځو پر زده کړو، روغتیايي روزنو او رسنیو د طالبانو بندیزونو ته په اشارې وویل چې دوی په خپل تېر رپوټ کې چې په نومبر میاشت کې خپور شوی، دا ټول مستند کړي او دې بندیزونو د خلکو پر ژوند ناوړه اغیز کړی دی.

اوتونبایوا وویل چې « موږ په پیچلو شرایطو کې کار کوو خو موږ خپلې کړنې خوندي کړې چې د افغانانو مرسته وکړو، چې خپل خپل هېواد بېرته له نړیوالې ټولنې سره یوځای کړي».

اوتونبایوا وویل چې په افغانستان کې یو شمېر پرمختګونه هم شوي او دا د نشه يي توکو په برخه کې شوي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي په ۳۱۸ ولسوالیو کې روغتونونه جوړوي

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۴۵ GMT+۰

پر ښځو د طبي زده کړو له بندیزونو وروسته، د طالبانو د عامې روغتيا وزارت اعلان وکړ، چې په ۳۱۸ ولسوالیو کې دولتي روغتونونه جوړوي. دغه وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل، چې دغه روغتونونه به د شپږ میلیارده افغانیو په لګښت له خپلي داخلي بودجې څخه تمویل کړي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د پنجشنبې په ورځ (د لېندۍ ۲۲ مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د دغه وزارت د وړاندیز پر بنسټ د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د افغانستان په ولسوالیو کې د ۳۱۸ روغتونونو د جوړولو امر کړی دی.

دغه وزارت وايي، په لوګر، غزني او فراه ولایتونو کې د پنځو روغتونونو تدارکاتي چاري پیل شوې او په نږدې راتلونکي کې به د دغو روغتونونو د جوړولو کارونه پیل شي.

د طالبانو مشر په داسې حال کې د افغانستان په ولسوالیو کې د روغتونونو د جوړولو امر کړی، چې له دې مخکې د طالبانو همدغه مشر دلېندۍ پر ۱۲ مه د یوه فرمان په ترڅ کې د نجونو لپاره د لوړو او نیمه لوړو زده کړو ټولې طبي موسسې بندې کړې.

له دغه فرمان وروسته د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي بنسټونو مسوولانو ته اعلان وکړ، چې نور په دغو مرکزونو کې نجونې د زده کړو اجازه نه لري.

ویل کیږي د طبي زده کړو له بندېدو سره به افغانستان تر راتلونکو ۱۳ کلونو پورې ښځینه متخصصې ونه لري.

په همدې حال کې افغانستان یو له هغو هېوادونو دی، چې د امیندوارو میندو او ماشومانو د مړینې کچه پکې لوړه ده.

د بې پولې ډاکټرانو ټولنه وايي، د طالبانو له خوا پر طبي زده کړو د بندیز لګولو پرېکړه د هېواد روغتیايي سیستم ته جدي ګواښ دی.

ګڼو نړیوالو سازمانونو د طالبانو د مشر له لوري د طبي زده کړو د بندولو امر «له بشري حقونو ښکاره سرغړونه» بللې ده.

د یوناما استازې امنیت شورا ناسته کې: تــعامل او بــاور جـوړول د افغانستان د خلکو په ګټه دي

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۳۰ GMT+۰

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان سیاسي استازولۍ (یوناما) مشرې روزا اوتونبایوا، د دې سازمان امنیت شورا غونډې ته د خبرو پر مهال وویل چې دې فاکټو حکومتونه کېدای شي نقد شي خو د ستونزو د حل لپاره تعاملات په کار دي.

اوتونبایوا امنیت شورا غونډې ته وویل، چې په اصولي ډول باید د ستونزو حل ته لاره ولټول شي.

نوموړې وویل چې تعامل او باور جوړول د افغانستان د خلکو په ګټه دي او په دې برخه کې باید اصولو مطابق پرېکنده عمل وشي.

هغې د ښځو پر زده کړو، روغتیايي روزنو او رسنیو د طالبانو بندیزونو ته په اشارې وویل چې دوی په خپل تېر رپوټ کې چې په نومبر میاشت کې خپور شوی، دا ټول مستند کړي او دې بندیزونو د خلکو پر ژوند ناوړه اغیز کړی دی.

اوتونبایوا وویل چې « موږ په پیچلو شرایطو کې کار کوو خو موږ خپلې کړنې خوندي کړې چې د افغانانو مرسته وکړو، چې خپل خپل هېواد بېرته له نړیوالې ټولنې سره یوځای کړي».

اوتونبایوا وویل چې په افغانستان کې یو شمېر پرمختګونه هم شوي او دا د نشه يي توکو په برخه کې شوي دي.

نوموړې وویل چې افغانستان د اقلیمي تغییراتو له اغیزو کړیږي او دوی په دې برخه کې له څانګوالو سره خبرې کړې دي.

هغې تر ۲۰۳۰ کال پورې د افغانستان د اوبي سرچینو د وچیدو خبرداری ورکړ، چې افغانان به ډېر اغیزمن کړي.

متقي وایي داعش په ۷ مياشتو کې ۷ حملې کړې چې ۶ یې له افغانستان نه بهر پلان شوې وې

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۰۷ GMT+۰

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير امیرخان متقي په پکتيا کې د خلیل الرحمان حقاني د جنازې په مراسيمو کې وویل، چې په تېرو ۷ مياشتو کې داعش ډلې په افغانستان کې ۷ بريدونه کړې، چې ۶ يې د افغانستان څخه بهر پلان شوي وو. نوموړي ویلي، چې پر حقاني د بريد پلټنې روانې دي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزیر امیرخان متقي د پنجشنبې په ورځ د پکتيا په ګرده څېړۍ ولسوالۍ کې د دې ډلې د کډوالو چارو د وزير خلیل حقاني د جنازې په مراسمو کې پر هېوادونو غږ وکړ، چې د «دغسې ګډ دښمن، چې هيڅ ارزښتونه» نه پېژني په ګډه مخه ونیسئ».

نوموړي زياته کړه، چې د طالب استخباراتو د مالوماتو پر اساس په تېرو ۷ مياشتو کې داعش په افغانستان کې ۷ مرګونې بريدونه کړي، چې ۶ یې له افغانستان څخه بهر پلان شوي وو.

د هغه په خبره، د خلیل حقاني وژل اثرات لري او له هېوادونو يې غوښتي، چې د داسي ډلو له حمایت او ملاتړه لاس واخلي که نه په خپل اور به وسوځي.

هغه زیاته کړه: «موږ پر ټولو هغو هيوادونو غږ کوو، چي په داسي ظالمانو سترګی مه پټوئ، دا هم ستاسو او هم زموږ په تاوان دي، داسې ظالمانو ته اډې مه ورکوئ، دا به هغوی سوځوي څوک، چي دغسې خلکو ته مراکز ورکوي، ساتی يې، په شاه يې ټکوي او مخه یې نه نیسي.»

امیرخان متقي خپلو مخالفو ته خبرداری ورکړ، چې د دوی د اختلافاتو او کمزوري کولو هڅه دي نه کوي.

هغه وايي، «امارت چي په تيرو ۳۰ کلنو کي د دنیا لویو استخباراتي قوتونو تقسیم او ضعیف نه کړ له دې وروسته دې هم څوک زړه نه ښه کوي.»

نوموړي ویلي، چې د هيڅ خطر او ظلم پروا نه ساتي او ټول طالب چارواکي د خلیل حقاني په څېر «قربانۍ» ته تيار دي.

هغه زیاتوي، «زموږ دوښمنان دې په دې نه خوشحاله کيږی دا مجاهدين سره زره دی چې څومره يې ټکوې او فشار ورکوې دا قوي کیږي او پخيږي، دا ټول وزیران او والیان دا شهادت ته تیار دي او شهادت افتخار او هدف بولي ځکه د الله د رضا پکې ده.»

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمان حقاني پرون چار شنبه په یوه ځانمرګي بريد کې ووژل شو.

پر هغه د بريد مسولیت داعش ډلې په غاړه اخیستی.

طالبانو د سلفیانو په نامه له کونړ او کابل پولي تخنیک پوهنتونونو ۱۶ استادان منفک کړي

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۵۰ GMT+۰

افغانستان انټرنشنل - پښتو ته رسېدلي مکتوبونه او معلومات ښيي چې طالبانو تازه د کونړ او کابل پولي تخنیک پوهنتون ۱۲ د شرعیاتو، دوه د زراعت او دوه د ښوونې او روزنې پوهنځي استادان د سلفي مسلک له امله منفک کړي دي.

له کونړ پوهنتون څخه یوه استاد د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل چې تازه د یوه مکتوب پر بنسټ د طالبانو تر کنټرول لاندې د لوړو زده کړو وزارت ۱۲ استادان منفک کړي دي.

دغه استاد وايي چې په منفک شویو استادانو کې ۸ تنه د شرعیاتو پوهنځي، دوه د ښوونې او روزنې او دوه د زراعت پوهنځي استادان دي.

نوموړی استاد زیاتوي: " ضیاالرحمان، شاهد الله امین، عبدالهادي نورستانی، نورالحق، نعمت الله محسن، فضل الرحمان صافی، عبداللطیف عابد، حمید الله، عبدالله نوري او درې نور استادان منفک شوي دي".

د یاد استاد په خبره، دا ټول استادان هېڅ ډول ناوړه سابقه نه لري او پر دوی د طالبانو یوازینۍ نیوکه وهابي توب دی.

همداراز افغانستان انټرنشنل - پښتو د کابل د پولي تخنیک پوهنتون هغه مکتوب تر لاسه کړی چې له مخې یې د شرعیاتو څلور استادان منفک شوي او څلور نوي د طالبانو په خوښه مقرر شوي دي.

100%

په مکتوب کې ویل شوي چې نویو څلورو استادانو خپلې دندې پیل کړي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د لوړو زده کړو وزارت یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل چې د وزارت د رهبرۍ په کچه تصمیم نیول شوی چې له پوهنتونونو وهابي استادان منفک او پر ځای یې نوي د طالبي فکر استادان وګوماري.

دا لومړی ځل نه دی چې طالبان له پوهنتونونو څخه استادان منفکوي، بلکې له دې وړاندې هم هغه استادان چې د پخواني جمهوري دولت په اجرائیه بستونو کې یې د علمي کادر په حفظ سره دنده ترسره کړې وه، له دندو منفک شوي دي.

د طالبانو استخباراتو له دې وړاندې د کونړ ادارو ته هم یو مکتوب استولی و، چې سلفي مسلکه کسان ونه ګوماري.

پکتیا پوهنتون استادان: ادارې زموږ انټرنټ د مدرسې طالبانو ته ورکړی چې جهادي ویډیوګانې وګوري

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۱۲ GMT+۰

د پکتیا پوهنتون یو شمېر استادان وايي چې د پوهنتون ادارې پر استادانو انټرنېټ بند کړی او د دوی انټرنېټ یې په لیلیه کې مېشتو د مدرسې شاګردانو ته ورکړی چې جهادي ویډیوګانې پرې وګوري.

افغانستان انټرنشنل - پښتو د پکتیا پوهنتون د استادانو د واټس اپ ګروپ هغه شکایتونه تر لاسه کړي، چې له مخې یې استادانو د پوهنتون علمي مرستیال ته شکایت کړی او ترې غوښتي یې دي، چې د پوهنتون انټرنټ باید پر استادانو پرې نه شي.

دغو استادانو شکایت کړی او ویلي یې دي، چې د پوهنتون اداري مرستیال پر دوی انټرنټ پرې کوي او انټرنټ د نجونو لیلیې ته ورکوي، چې دا مهال پکې د مدرسې شاګردان مېشت دي.

100%

د پکتیا پوهنتون یو استاد د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل چې دا مساله له ډېر پخوا روانه ده او استادان انټرنېټ ته لاسرسی نه لري.

هغه زیاته کړه: " د پوهنتون انټرنېټ د استادانو لپاره دی او استادان باید له انټرنټ استفاده وکړي، ځکه موږ څېړنې کوو او اړتیا لرو چې انټرنېټ ته لاسرسی ولرو".

دغه استاد وايي چې څو ځله یې د پوهنتون له رییس سره یاده ستونزه شریکه کړه خو هغه یې په ځواب کې ورته ویلي چې د مدرسې شاګردان اړتیا لري چې انټرنېټ وکاروي او هغوی له انټرنېټ څخه په استفادې جهادي ویډیوګانې ګوري.

د پکتیا پوهنتون یو بل استاد بیا وايي چې د مدرسې شاګرادانو د پوهنتون اړوند لیلیه نیولې او د نجونو لپاره د پخواني حکومت له خوا مرسته شوي ټول وسایل کاروي.

هغه وویل: " له یوې خوا یې زموږ لیلیه ورکړې، زموږ محصلانو ته لیلیې کې ځای نه شته او له بلې خوا د استادانو حق هم ورکول کیږي".

د نوموړي استاد په خبره، په علمي شورا کې یې څو ځله یاده موضوع یاده کړې ده خو د پوهنتون رییس یې په ځواب کې ویلي: "تاسو که انټرنېټ وکاروئ نو څه اټوم بم به جوړ کړئ، پرېږدئ چې طالب العلمان پرې د نړۍ د جهادي تاریخ مطالعه وکړي".

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د پکتیا پوهنتون نظر هم را واخلو خو له بار - بار اړیکو نیولو سره هم د هغوی د ځواب پر اخیستلو ونه توانیدو.

له دې وړاندې د پکتیا پوهنتون طالب رییس ملا عبدالحکیم حمدي د پوهنتون د پوهنځیو رییسانو، استادانو او کارکوونکو ته ګواښ کړی و، چې که خپلې «ظاهري بڼې په اسلامي شریعت برابرې نه کړي» محکمې ته به ور وپېژندل شي او یا دې خپلې دندې پرېږدي.