• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پکتیا پوهنتون استادان: ادارې زموږ انټرنټ د مدرسې طالبانو ته ورکړی چې جهادي ویډیوګانې وګوري

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۱۲ GMT+۰

د پکتیا پوهنتون یو شمېر استادان وايي چې د پوهنتون ادارې پر استادانو انټرنېټ بند کړی او د دوی انټرنېټ یې په لیلیه کې مېشتو د مدرسې شاګردانو ته ورکړی چې جهادي ویډیوګانې پرې وګوري.

افغانستان انټرنشنل - پښتو د پکتیا پوهنتون د استادانو د واټس اپ ګروپ هغه شکایتونه تر لاسه کړي، چې له مخې یې استادانو د پوهنتون علمي مرستیال ته شکایت کړی او ترې غوښتي یې دي، چې د پوهنتون انټرنټ باید پر استادانو پرې نه شي.

دغو استادانو شکایت کړی او ویلي یې دي، چې د پوهنتون اداري مرستیال پر دوی انټرنټ پرې کوي او انټرنټ د نجونو لیلیې ته ورکوي، چې دا مهال پکې د مدرسې شاګردان مېشت دي.

100%

د پکتیا پوهنتون یو استاد د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل چې دا مساله له ډېر پخوا روانه ده او استادان انټرنېټ ته لاسرسی نه لري.

هغه زیاته کړه: " د پوهنتون انټرنېټ د استادانو لپاره دی او استادان باید له انټرنټ استفاده وکړي، ځکه موږ څېړنې کوو او اړتیا لرو چې انټرنېټ ته لاسرسی ولرو".

دغه استاد وايي چې څو ځله یې د پوهنتون له رییس سره یاده ستونزه شریکه کړه خو هغه یې په ځواب کې ورته ویلي چې د مدرسې شاګردان اړتیا لري چې انټرنېټ وکاروي او هغوی له انټرنېټ څخه په استفادې جهادي ویډیوګانې ګوري.

د پکتیا پوهنتون یو بل استاد بیا وايي چې د مدرسې شاګرادانو د پوهنتون اړوند لیلیه نیولې او د نجونو لپاره د پخواني حکومت له خوا مرسته شوي ټول وسایل کاروي.

هغه وویل: " له یوې خوا یې زموږ لیلیه ورکړې، زموږ محصلانو ته لیلیې کې ځای نه شته او له بلې خوا د استادانو حق هم ورکول کیږي".

د نوموړي استاد په خبره، په علمي شورا کې یې څو ځله یاده موضوع یاده کړې ده خو د پوهنتون رییس یې په ځواب کې ویلي: "تاسو که انټرنېټ وکاروئ نو څه اټوم بم به جوړ کړئ، پرېږدئ چې طالب العلمان پرې د نړۍ د جهادي تاریخ مطالعه وکړي".

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د پکتیا پوهنتون نظر هم را واخلو خو له بار - بار اړیکو نیولو سره هم د هغوی د ځواب پر اخیستلو ونه توانیدو.

له دې وړاندې د پکتیا پوهنتون طالب رییس ملا عبدالحکیم حمدي د پوهنتون د پوهنځیو رییسانو، استادانو او کارکوونکو ته ګواښ کړی و، چې که خپلې «ظاهري بڼې په اسلامي شریعت برابرې نه کړي» محکمې ته به ور وپېژندل شي او یا دې خپلې دندې پرېږدي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

دې نیوز: خلیل حقاني د طالبانو په ظاهره دښمن حکومت کې «د پاکستان مهم غږ» و

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۳:۴۹ GMT+۰

د پاکستان دې نیوز ورځپاڼه وایي، چې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر خلیل حقاني وژل په کابل کې د افغان طالبانو لپاره بد خبر دی، خو په ځانګړې توګه د پاکستان لپاره «یوه ترخه پېښه» ده.

سرچینه وايي، له افغان او پاکستاني چارواکو سره له مرکو وروسته دې نیوز ته معلومه شوې چې اسلام اباد د خلیل حقاني په مرګ سره د طالبانو په ظاهره دښمن حکومت کې یو مهم غږ له لاسه ورکړ.

دې نیوز وايي، د ۲۰۰۱کال د سپټمبر د۱۱مې له پېښو وروسته خلیل حقاني د امریکا ضد بریدونه تنظیم کړل، چې له امله یې واشنګټن د هغه پر سر پنځه میلیونه ډالره انعام ټاکلی و. د هغه د مشر ورور جلال الدین له مړینې وروسته د حقاني ځواکمنې کورنۍ مشري په ښکاره سراج الدین حقاني ته، چې د کورنیو چارو اوسنی وزیر دی، وسپارل شوه، خو ترشا یې خلیل حقاني په پټه چارې مدیریت کولې.

دې نیوز وايي، پر خلیل تور و چې څو ځانمرګي بریدونه یې تنظیم کړي، خو دا یو طنز ښکاري چې بالاخره دی هم یوه ځانمرګي بریدګر وواژه.

د دې نیوز په باور، خلیل حقاني په دې وروستیو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تحریک طالبان پاکستان د ستونزې په اواري کې مهم رول درلود. د سرچینې په باور، که څه هم د هغه د هڅو په پایله کې کوم ستر پرمختګ نه دی راغلی، خو هغه د دواړو هېوادونو تر منځ د یوې منځنۍ لارې موندلو لپاره مهم ګڼل کېده.

دې نیوز وايي، په کابل کې د امریکایي اېم فور کارابین ټوپک له ځان سره ګرځول د خلیل لپاره د امریکا پر ضد د خپل بري یو سمبول و.

دې نیوز په پای کې وايي، «څوک چې د ټوپک په زور ژوند کوي، د ټوپک په زور مري» یوازې د خلیل لپاره نه بلکې د پاکستان او افغانستان د ټولو جګړه ځپلو سیمو لپاره صدق کوي.

سراج حقاني: د مغز، مقابلې او جګړې چل دې خلک له موږه زده کړي

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۳:۰۹ GMT+۰

د طالبانو د کورنيو چارو وزير سراج حقاني په پکتيا کې د خپل تره، خلیل حقاني د جنازې په مراسمو کې وویل، چې له چا سره شخصي دښنمني نه لري ، خو د مغز، جنګ او مقابلې چل دې خلک له دوی زده کړي. هغه ويلي، د «اسلامي نظام» په راتګ يې د مسلمانانو د قوت هیله درلوده خو ځينې بیا هم غلامي کوي.

د طالبانو د کورنيو چارو وزير سراج الدین حقاني د پنجشنبې په ورځ د پکتيا په ګرده څېړۍ ولسوالۍ کې د دې ډلې د کډوالو چارو د وزير خلیل حقاني د جنازې په مراسمو کې وويل، چې دوی ته دغه غم د «الله د دین په خاطر» رسېدلی دی.

نوموړي وویل، چې خلیل حقاني د مسلمانانو نه بلکي د «کفارو» دښمن و او د هغه وژل کېدل د قاتلانو لپاره هيڅ د افتخار خبره نه ده.

هغه زياته کړې: « زه په دې خفه یم چې دوی باید په دې کار خپل ځانونه نه واي رنګ بدي کړي، خلیل حقاني خو د کفارو دښمن و، تاسې په دې باندي څه غټه کامیابي وکړه؟ کاشکې تاسې د کفر خلاف یو عمل کړی واي چی د مسلمانانو شملې لوړې شوې وای.»

سراج حقاني په خپلو خبرو کې ويلي، چې له چا سره شخصي عقده او دښمني نه لري: «الله ج انتقام اخستونکی دی، موږ له چا سره شخصي عقده او شخصي دښمني نه لرو، خلک دې د مغز، جنګ او مقابلې چل له موږ نه زده کړي.»

د طالبانو د کورنيو چارو د وزير په خبره، د «تېر شل کلن جهاد» پر مهال یې سخت تکلیفونه ليدلي خو حوصله يې لا هم له لاسه نه ده ورکړې.

هغه زياتوي: « اسلامی نظام چې افغانستان کې راغلی زموږ ارزو وه، چې د مسلمانو لپاره به یو قوت وګرځي، نن کفارو ته داسي غلامي کيږي.»

نوموړي د بريد په اړه څه ونه ویل او نه يې هم مشخص د چا نوم ياد کړ، خو یادونه یې وکړه، چې دې خلکو حضرت علي او معاویه هم پرېنښودل، چې هدف یې ظاهرا داعش، یا ددوی په اصطلاح خوارج دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمان حقاني پرون چار شنبه په یوه ځانمرګي بريد کې ووژل شو.

د دغه بريد مسوولیت داعش ډلې په غاړه اخستی.

د خلیل الرحمان حقاني د جنازې مراسم نن د افغانستان پر وخت دوه بجې په پکتیا ولایت کې ترسره شول.

طالبان وايي له دوی پرته د افغانستان په اړه د امنیت شورا ناسته بې ګټې ده

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۵۸ GMT+۰

د طالبانو ویاند وايي، د دوی د استازي له حضور پرته د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډه بې ګټې ده. ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د طالبانو له حضور پرته د دې غونډې پرېکړې هم «پیچلې» دي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پنجشنبې په ورځ (د لېندۍ ۲۲مه) د افغانستان په اړه غونډه کوي.

ذبیح الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ (د لېندۍ ۲۲ مه) د طالبانو تر کنټرول لاندي ملي راډیو ټلویزیون سره په مرکه کې وغوښتل، چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ دې طالبانو ته وسپارل شي.

هغه ادعا کوي، چې طالبانو ته د ملګرو ملتونو د څوکۍ په سپارلو سره به د افغانستان په اړه غونډې ګټورې وي.

د طالبانو د ویاند په وینا، د دې ډلې د استازو له حضور پرته د امنیت شورا ناستې به « بې ګټې او له ابهام څخه ډکې» وي.

ټاکل شوې، چې په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا د افغانستان د وضعیت په اړه وینا وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت (یوناما) د چارشنبې په ورځ (د لېندۍ ۲۱مه) په یوه اعلامیه کې لیکلي، چې دغه غونډه د پنجشنبې په ورځ (د لېندۍ ۲۲مه) د افغانستان پر وخت د ماښام په ۷:۳۰ بجو جوړېږي.

تمه ده چې په دې غونډه کې به په افغانستان کې د بشري حقونو او د ښځو وضعیت وڅیړل شي.

اوس مهال د افغانستان څوکۍ د افغانستان د تېر حکومت د ډیپلوماټ نصیر احمد فایق په لاس کې ده.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت سهیل شاهین په ملګرو ملتونو کې د خپل استازي په توګه معرفي کړی، خو منل شوی نه دی.

د خلیل حقاني ترور؛ د طالبانو او پاکستان رغېدونکې اړیکې یوځل بیا له ګواښ سره مخ دي

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۳۲ GMT+۰

دخلیل حقاني وژنه، چې له پاکستان سره په اړیکو او له ټي ټي پی سره په خبرو اترو کې یې مهم رول درلود، د دواړو خواوو ترمنځ د اړیکو رغونې هڅې زیانمنولای شي. که ثابته شي چې د وزیر په وژلو پسې ځانمرګی له پاکستان نه ورغلی و، د طالبانو او پاکستان ترینګلتیاوې لا زیاتېدای شي.

دغه ځانمرګي برید، چې داعش یې مسوولیت منلی، په داسې وخت کې شوی چې دواړې خواوې د خپلو اړیکو د ښه کولو په درشل کې دي.

طالبان په پرله پسې ډول پاکستان تورنوي چې په بلوچستان او نورو سیمو کې یې داعش وسله والې ډلې ته پټنځایونه ور کړي او په کندهار او یو شمېر نورو سیمو کې د ځانمرګو بریدونو عاملان له پاکستان نه ورغلي او هلته یې بریدونه ترسره کړي.

د طالبانو پلویانو د چارشنبې په ورځ د خلیل حقاني له وژل کېدو وروسته د پاکستان پوځ ته د یوه نږدې اېکس حساب سکرین شاټونه خپاره کړل، چې د یوه برید وړاندیونه یې کړې وه. د یادې ډلې د غړو په باور، ځانمرګی بریدګر پاکستان ورلیږلی او ددې ډلې جګپوړی مشر یې، چې تر نورو ډېر نرم هدف و، وژلی دی.

داعش وسله والې ډلې پرون ددغه برید مسوولیت پرغاړه واخست او ویې ویل چې ددوی جنګیالی له امنیتي خنډونو تېر شوی و او وزیر ته په تمه و، چې ویې وژني.

100%

د ډیپلوماټیکو هڅو کمزوري کېدل

په تېرو اونیو کې، پاکستان او طالبانو د خپلو ترینګلو اړیکو د ښه کولو لپاره خپله لېوالتیا څرګنده کړې وه. د لوړ پوړو ډیپلوماټیکو غونډو لړۍ، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او په پاکستان کې د طالبانو د سفیر او دغه راز کابل کې د پاکستان د سفیر او د طالبانو ددفاع وزیر ترمنځ شوې وه، دا ښودله، چې دواړې خواوې د خپلو ګډو امنیتي اندېښنو د حل لپاره لاس په کار شوې دي.

خو د خلیل حقاني ترور، چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ په خبرو کې یو مهم کس و، دا هڅې له خطر سره مخامخ کړې دي.

خلیل حقاني له تحریک طالبان پاکستان (TTP) سره د اسلام اباد په خبرو اترو کې د منځګړیتوب لپاره کلیدي رول لوبولی و او په همدغه ترڅ کی یې د پاکستان له مختلفو اړخونو سره ښې اړیکې درلودې. هغه په قبایلي سیمو کې له قومي مشرانو، د پاکستاني طالبانو د مختلفو ډلو له مشرانو او عامو خلکو سره شل کلنې او ۴۰ کلنې اړیکې درلودې.

اوس که ثابته شي چې د وزیر په وژلو پسې ځانمرګی بریدګر له پاکستان نه ورغلی و، د طالبانو او پاکستان ترمنځ ترینګلتیاوې لا زیاتېدای شي.

حقاني شبکه چې د پاکستان نیابتي ډله کڼل کیږي، په دې وروستیو کې له څو اړخونو تر فشار لاندې ده.

یو خوا ته پاکستان له دې ډلې نه د پاکستاني طالبانو د کنټرولولو تمه لري، چې په دې برخه کې له اوږدو خبرو اترو سره سره، پاتې راغلې ده. حقانیانو په تېرو دریو میاشتو کې خپل ګڼ شمېر جنګیالي له دې امله بندیان کړي چې د پاکستاني طالبانو په لیکو کې جنګېدل او یا یې دې ډلې ته جنګیالي جذبول، خو له دې هڅو سره سره، د پاکستاني طالبانو په بریدونو کې نه یوازې دا، چې کموالی راغلی، بلکې لا ډېر شوي دي.

بل پلو، یاده شبکه د خپل مشر ملا هبت الله اخوندزاده تر فشار لاندې ده، چې له لویدیز سره د اړیکو پرځای دده اطاعت او پالیسیو ته غاړه کیږدي.

حقاني په مکرر ډول د خپل مشر پالیسۍ نقد کړې دي او داسې رپوټونه دي، چې د کابل او کندهار ترمنځ اړیکې روغې نه دي.

په ورته وخت کې داعش یو بل ستر سرخوږ دی، چې دا ډله ورسره مخامخ ده. د طالبانو مشر په لویه پکتیا کې ګڼ چارواکي او د امنیتي پوستو ځواکونه له دې امله بدل کړي، چې د حقاني پر جنګیالیو له پاکستان سره د نږدې اړیکو له امله ډېر باور نه لري. په دې منځ کې داعش او ددې ډلې ملاتړي له دې اختلافاتو نه ګټه پورته کوي او د خلیل حقاني په څېر کسانو د وژلو له لارې کولای شي، دا اختلافات نور هم ژور کړي.

100%

یو ماتېدونکی راتلونکی

اقتصادي همکاري د وروستیو خبرو یوه مهمه برخه وه. تېره اونۍ، د خیبر پښتونخوا د سوداګرۍ او صنعت ځانګړي مرستیال عبد الکریم په پېښور کې د طالبانو له یوه ډیپلوماتیک پلاوي سره د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې وې. د دې هڅو هدف دا و چې د افغانستان جغرافیایي اهمیت د پاکستان د اقتصادي رغونې او سیمه‌ییزو پروژو لپاره وکارول شي.

خو اقتصادي همکاري په هغه وخت کې شونې ده چې د دواړو هېوادونو اړیکې ثبات ولري.

د امنیتي شخړو زیاتوالی دغه اړیکې له جدي خطر سره مخامخ کولی شي.

د خلیل حقاني وژل کېدای شي د پاکستان او طالبانو په اړیکو کې یو مهم بدلون راولي. د اسلام‌ اباد لپاره، دغه پېښه هغه شراکت ته زیان رسوي چې ملکي حکومت یې د ګډو ګټو لپاره مهم بولي.

ملا هبت الله د اطاعت نه کولو په صورت کې له حقاني د استعفا غوښته کړې

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۱۴ GMT+۰

کندهار کې د ملا هبت الله په مشري د طالبانو ځواکمنې کړۍ د طالبانو د کابینې په وروستۍ ناسته کې له سراج الدین حقاني نه غوښتنه کړې، چې یا دې دده د امرونو اطاعت وکړي او که اطاعت نه کوي له دندې دې لاس پر سر شي.

سي اېن اېن-نیوز ۱۸ د خپلو سرچینو له قوله وايي، چې د کندهار طالبان غواړي د سراج الدین حقاني واکونه ور کم کړي، ځکه نوموړی په دې اندېښنه کې دی، چې حقاني د افغانستان پرځای د خپلو شخصي کټو لپاره کار کوي.

د سرچینو په وینا، سراج الدین حقاني ته د کندهار له لارې خبر ورکړل شوی چې دی مکلف دی چې په بشپړ ډول د دوی اطاعت وکړي. سرچینو ویلي چې کندهار له حقاني غوښتنه کړې چې د ځان تبلیغولو هڅې پریږدي او پر رسنیو د راښکاره کېدو پرځای شریعت پلی کړي.

سراج الدین حقاني وخته ناوخته په تلویحي ډول د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده پر پالیسو نیوکې کوي.

یاده رسني وايي، « سرچینو ویلي چې کندهار حقاني ته په ډګه کړې چې که د دوی اطاعت نه کوي، نو استعفا دې ورکړي.»

سلب صلاحبت

حقاني له ځدراڼ قبیلې سره تړاو لري او دغه قبیله د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې لس ولسوالۍ لري.

د سرچینو په باور، حقاني د دغو لسو ولسوالیو لپاره چارواکي ټاکي، خو په دې وروستیو کې د کندهار ډلې حقانیانو ته اجازه ورنه کړه، چې په دغو ولسوالیو کې خپل کسان وټاکي او له خپل اصلي ځای څخه یې وایستل.

د دې پېښې په غبرګون کې، حقاني خپل ټاټوبي ته سفر وکړ او هلته یې د خپل لومړني ځانمرګي بریدګر حیات الله په نوم یو جومات پرانیست. د رسنۍ په وینا، دا د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده ته یو پیغام ورکول وو، چې هر څه چې تر لاسه شوي داددوی د یووالي له کبله وو او پر ډګر د جنګیالیو رول نشي هېریدلی.

دلته حقاني د جومات د پرانیستې په وینا کې د هغو سلګونو ځانمرګو بریدونو په اړه خبرې وکړې چې د ده تر قوماندې لاندې ترسره شوي.

د سرچینو په وینا، هبت الله اخندزاده له سي این این او نورو رسنیو سره د حقاني پر مرکې هم خپه دی او د وسله تونونو د کنټرول واک یې هم ترې واخست.

خیریه سازمانونه؛ د عاید سرچینه

سرچینه وايي، چې په کندهار کې د کابینې په وروستۍ ناسته کې د هبت الله اخوندزاده او سراج الدین حقاني تر منځ د غیردولتي سازمانونو په اړه خبرې سره تبادله شوې دي. دا موضوع د طالبانو حکومت لپاره د یوه مهم اقتصادي بنسټ په توګه ګڼل کېږي. د سرچینو په وینا، ۲۷۰۰ افغان غیردولتي سازمانونه او ۲۷۸ بهرني غیردولتي سازمانونه فعال دي، چې ټولټال ۸۰ زره افغانان پکې کار کوي چې ډېری یې د حقاني ډلې له خوا ارزول شوي دي.

اخوندزاده دې ته د حقاني د اقتصادي بنسټ په سترګه ګوري او په دې باور دی چې بهرني هېوادونه د بهرنیو غیردولتي سازمانونو په نوم د حقاني مرسته او تمویل کوي.

یاده رسنۍ ادعا کوي، چې د دې کړکېچ په منځ کې دوی پر خلیل حقاني برید کړی، چې د سراج الدین حقاني لارښوونکی او د هغه د ستراتیژۍ اساسي مغز ګڼل کېده.

رسنۍ دمخکیني مرستیال ولسمشر امرالله صالح د سرچینو له خولې ویلي، چې د کابل له سقوط څخه څلور یا پنځه میاشتې وروسته اخوندزاده د ځانمرګو بریدګرو مرکز له کابل څخه کندهار ته ولېږداوه او له هغه وخت راهیسې، دی په مستقیم ډول د هغوی کنټرول او روزنه کوي.

طالبانو ددوی د مشر او سراج الدین حقاني ترمنځ د اختلاف رپوټونو ته تراوسه غبرګون نه دی ښودلی او مشران یې وخته ناوخته وايي، چې دوی تر یوې مشرۍ لاندې کار کوي.