د خلیل حقاني ترور؛ د طالبانو او پاکستان رغېدونکې اړیکې یوځل بیا له ګواښ سره مخ دي
دخلیل حقاني وژنه، چې له پاکستان سره په اړیکو او له ټي ټي پی سره په خبرو اترو کې یې مهم رول درلود، د دواړو خواوو ترمنځ د اړیکو رغونې هڅې زیانمنولای شي. که ثابته شي چې د وزیر په وژلو پسې ځانمرګی له پاکستان نه ورغلی و، د طالبانو او پاکستان ترینګلتیاوې لا زیاتېدای شي.
کندهار کې د ملا هبت الله په مشري د طالبانو ځواکمنې کړۍ د طالبانو د کابینې په وروستۍ ناسته کې له سراج الدین حقاني نه غوښتنه کړې، چې یا دې دده د امرونو اطاعت وکړي او که اطاعت نه کوي له دندې دې لاس پر سر شي.
سي اېن اېن-نیوز ۱۸ د خپلو سرچینو له قوله وايي، چې د کندهار طالبان غواړي د سراج الدین حقاني واکونه ور کم کړي، ځکه نوموړی په دې اندېښنه کې دی، چې حقاني د افغانستان پرځای د خپلو شخصي کټو لپاره کار کوي.
د سرچینو په وینا، سراج الدین حقاني ته د کندهار له لارې خبر ورکړل شوی چې دی مکلف دی چې په بشپړ ډول د دوی اطاعت وکړي. سرچینو ویلي چې کندهار له حقاني غوښتنه کړې چې د ځان تبلیغولو هڅې پریږدي او پر رسنیو د راښکاره کېدو پرځای شریعت پلی کړي.
سراج الدین حقاني وخته ناوخته په تلویحي ډول د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده پر پالیسو نیوکې کوي.
رسنۍ دمخکیني مرستیال ولسمشر امرالله صالح د سرچینو له خولې ویلي، چې د کابل له سقوط څخه څلور یا پنځه میاشتې وروسته اخوندزاده د ځانمرګو بریدګرو مرکز له کابل څخه کندهار ته ولېږداوه او له هغه وخت راهیسې، دی په مستقیم ډول د هغوی کنټرول او روزنه کوي.
طالبانو ددوی د مشر او سراج الدین حقاني ترمنځ د اختلاف رپوټونو ته تراوسه غبرګون نه دی ښودلی او مشران یې وخته ناوخته وايي، چې دوی تر یوې مشرۍ لاندې کار کوي.
د خبرپاڼې له مخې، دغه پرېکړه د دغې ډلې د سترې محکمې له تایید وروسته د پکتیا ولایت څمکنیو ولسوالۍ ابتدایه محکمې په عام محضر کې پر دوو تنو عملي کړه.
په خبرپاڼه کې د تورنو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي خو وايي، د محکمې د پرېکړې له مخې طالبانو یو تن په یو کال تنفیذي بند سزا محکوم او ۳۹ دورې وهلی او دویم کس یې په اته میاشتې بند سزا او ۳۹ دورې وهلی دی.
که څه هم پر طالبانو په عام محضر کې د بدني سزا ورکولو په اړه د بشري حقونو د ملاتړو سازمانونو له لوري سختې نیوکې کېږي؛ خو لا هم طالبان لږ تر لږه په یوه یا دوو ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پر خلکو په عام محضر کې بدني سزاوې عملي کوي.