• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

متقي وایي داعش په ۷ مياشتو کې ۷ حملې کړې چې ۶ یې له افغانستان نه بهر پلان شوې وې

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۰۷ GMT+۰

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير امیرخان متقي په پکتيا کې د خلیل الرحمان حقاني د جنازې په مراسيمو کې وویل، چې په تېرو ۷ مياشتو کې داعش ډلې په افغانستان کې ۷ بريدونه کړې، چې ۶ يې د افغانستان څخه بهر پلان شوي وو. نوموړي ویلي، چې پر حقاني د بريد پلټنې روانې دي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزیر امیرخان متقي د پنجشنبې په ورځ د پکتيا په ګرده څېړۍ ولسوالۍ کې د دې ډلې د کډوالو چارو د وزير خلیل حقاني د جنازې په مراسمو کې پر هېوادونو غږ وکړ، چې د «دغسې ګډ دښمن، چې هيڅ ارزښتونه» نه پېژني په ګډه مخه ونیسئ».

نوموړي زياته کړه، چې د طالب استخباراتو د مالوماتو پر اساس په تېرو ۷ مياشتو کې داعش په افغانستان کې ۷ مرګونې بريدونه کړي، چې ۶ یې له افغانستان څخه بهر پلان شوي وو.

د هغه په خبره، د خلیل حقاني وژل اثرات لري او له هېوادونو يې غوښتي، چې د داسي ډلو له حمایت او ملاتړه لاس واخلي که نه په خپل اور به وسوځي.

هغه زیاته کړه: «موږ پر ټولو هغو هيوادونو غږ کوو، چي په داسي ظالمانو سترګی مه پټوئ، دا هم ستاسو او هم زموږ په تاوان دي، داسې ظالمانو ته اډې مه ورکوئ، دا به هغوی سوځوي څوک، چي دغسې خلکو ته مراکز ورکوي، ساتی يې، په شاه يې ټکوي او مخه یې نه نیسي.»

امیرخان متقي خپلو مخالفو ته خبرداری ورکړ، چې د دوی د اختلافاتو او کمزوري کولو هڅه دي نه کوي.

هغه وايي، «امارت چي په تيرو ۳۰ کلنو کي د دنیا لویو استخباراتي قوتونو تقسیم او ضعیف نه کړ له دې وروسته دې هم څوک زړه نه ښه کوي.»

نوموړي ویلي، چې د هيڅ خطر او ظلم پروا نه ساتي او ټول طالب چارواکي د خلیل حقاني په څېر «قربانۍ» ته تيار دي.

هغه زیاتوي، «زموږ دوښمنان دې په دې نه خوشحاله کيږی دا مجاهدين سره زره دی چې څومره يې ټکوې او فشار ورکوې دا قوي کیږي او پخيږي، دا ټول وزیران او والیان دا شهادت ته تیار دي او شهادت افتخار او هدف بولي ځکه د الله د رضا پکې ده.»

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمان حقاني پرون چار شنبه په یوه ځانمرګي بريد کې ووژل شو.

پر هغه د بريد مسولیت داعش ډلې په غاړه اخیستی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د سلفیانو په نامه له کونړ او کابل پولي تخنیک پوهنتونونو ۱۶ استادان منفک کړي

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۵۰ GMT+۰

افغانستان انټرنشنل - پښتو ته رسېدلي مکتوبونه او معلومات ښيي چې طالبانو تازه د کونړ او کابل پولي تخنیک پوهنتون ۱۲ د شرعیاتو، دوه د زراعت او دوه د ښوونې او روزنې پوهنځي استادان د سلفي مسلک له امله منفک کړي دي.

له کونړ پوهنتون څخه یوه استاد د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل چې تازه د یوه مکتوب پر بنسټ د طالبانو تر کنټرول لاندې د لوړو زده کړو وزارت ۱۲ استادان منفک کړي دي.

دغه استاد وايي چې په منفک شویو استادانو کې ۸ تنه د شرعیاتو پوهنځي، دوه د ښوونې او روزنې او دوه د زراعت پوهنځي استادان دي.

نوموړی استاد زیاتوي: " ضیاالرحمان، شاهد الله امین، عبدالهادي نورستانی، نورالحق، نعمت الله محسن، فضل الرحمان صافی، عبداللطیف عابد، حمید الله، عبدالله نوري او درې نور استادان منفک شوي دي".

د یاد استاد په خبره، دا ټول استادان هېڅ ډول ناوړه سابقه نه لري او پر دوی د طالبانو یوازینۍ نیوکه وهابي توب دی.

همداراز افغانستان انټرنشنل - پښتو د کابل د پولي تخنیک پوهنتون هغه مکتوب تر لاسه کړی چې له مخې یې د شرعیاتو څلور استادان منفک شوي او څلور نوي د طالبانو په خوښه مقرر شوي دي.

100%

په مکتوب کې ویل شوي چې نویو څلورو استادانو خپلې دندې پیل کړي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د لوړو زده کړو وزارت یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل چې د وزارت د رهبرۍ په کچه تصمیم نیول شوی چې له پوهنتونونو وهابي استادان منفک او پر ځای یې نوي د طالبي فکر استادان وګوماري.

دا لومړی ځل نه دی چې طالبان له پوهنتونونو څخه استادان منفکوي، بلکې له دې وړاندې هم هغه استادان چې د پخواني جمهوري دولت په اجرائیه بستونو کې یې د علمي کادر په حفظ سره دنده ترسره کړې وه، له دندو منفک شوي دي.

د طالبانو استخباراتو له دې وړاندې د کونړ ادارو ته هم یو مکتوب استولی و، چې سلفي مسلکه کسان ونه ګوماري.

پکتیا پوهنتون استادان: ادارې زموږ انټرنټ د مدرسې طالبانو ته ورکړی چې جهادي ویډیوګانې وګوري

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۱۲ GMT+۰

د پکتیا پوهنتون یو شمېر استادان وايي چې د پوهنتون ادارې پر استادانو انټرنېټ بند کړی او د دوی انټرنېټ یې په لیلیه کې مېشتو د مدرسې شاګردانو ته ورکړی چې جهادي ویډیوګانې پرې وګوري.

افغانستان انټرنشنل - پښتو د پکتیا پوهنتون د استادانو د واټس اپ ګروپ هغه شکایتونه تر لاسه کړي، چې له مخې یې استادانو د پوهنتون علمي مرستیال ته شکایت کړی او ترې غوښتي یې دي، چې د پوهنتون انټرنټ باید پر استادانو پرې نه شي.

دغو استادانو شکایت کړی او ویلي یې دي، چې د پوهنتون اداري مرستیال پر دوی انټرنټ پرې کوي او انټرنټ د نجونو لیلیې ته ورکوي، چې دا مهال پکې د مدرسې شاګردان مېشت دي.

100%

د پکتیا پوهنتون یو استاد د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل چې دا مساله له ډېر پخوا روانه ده او استادان انټرنېټ ته لاسرسی نه لري.

هغه زیاته کړه: " د پوهنتون انټرنېټ د استادانو لپاره دی او استادان باید له انټرنټ استفاده وکړي، ځکه موږ څېړنې کوو او اړتیا لرو چې انټرنېټ ته لاسرسی ولرو".

دغه استاد وايي چې څو ځله یې د پوهنتون له رییس سره یاده ستونزه شریکه کړه خو هغه یې په ځواب کې ورته ویلي چې د مدرسې شاګردان اړتیا لري چې انټرنېټ وکاروي او هغوی له انټرنېټ څخه په استفادې جهادي ویډیوګانې ګوري.

د پکتیا پوهنتون یو بل استاد بیا وايي چې د مدرسې شاګرادانو د پوهنتون اړوند لیلیه نیولې او د نجونو لپاره د پخواني حکومت له خوا مرسته شوي ټول وسایل کاروي.

هغه وویل: " له یوې خوا یې زموږ لیلیه ورکړې، زموږ محصلانو ته لیلیې کې ځای نه شته او له بلې خوا د استادانو حق هم ورکول کیږي".

د نوموړي استاد په خبره، په علمي شورا کې یې څو ځله یاده موضوع یاده کړې ده خو د پوهنتون رییس یې په ځواب کې ویلي: "تاسو که انټرنېټ وکاروئ نو څه اټوم بم به جوړ کړئ، پرېږدئ چې طالب العلمان پرې د نړۍ د جهادي تاریخ مطالعه وکړي".

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د پکتیا پوهنتون نظر هم را واخلو خو له بار - بار اړیکو نیولو سره هم د هغوی د ځواب پر اخیستلو ونه توانیدو.

له دې وړاندې د پکتیا پوهنتون طالب رییس ملا عبدالحکیم حمدي د پوهنتون د پوهنځیو رییسانو، استادانو او کارکوونکو ته ګواښ کړی و، چې که خپلې «ظاهري بڼې په اسلامي شریعت برابرې نه کړي» محکمې ته به ور وپېژندل شي او یا دې خپلې دندې پرېږدي.

دې نیوز: خلیل حقاني د طالبانو په ظاهره دښمن حکومت کې «د پاکستان مهم غږ» و

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۳:۴۹ GMT+۰

د پاکستان دې نیوز ورځپاڼه وایي، چې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر خلیل حقاني وژل په کابل کې د افغان طالبانو لپاره بد خبر دی، خو په ځانګړې توګه د پاکستان لپاره «یوه ترخه پېښه» ده.

سرچینه وايي، له افغان او پاکستاني چارواکو سره له مرکو وروسته دې نیوز ته معلومه شوې چې اسلام اباد د خلیل حقاني په مرګ سره د طالبانو په ظاهره دښمن حکومت کې یو مهم غږ له لاسه ورکړ.

دې نیوز وايي، د ۲۰۰۱کال د سپټمبر د۱۱مې له پېښو وروسته خلیل حقاني د امریکا ضد بریدونه تنظیم کړل، چې له امله یې واشنګټن د هغه پر سر پنځه میلیونه ډالره انعام ټاکلی و. د هغه د مشر ورور جلال الدین له مړینې وروسته د حقاني ځواکمنې کورنۍ مشري په ښکاره سراج الدین حقاني ته، چې د کورنیو چارو اوسنی وزیر دی، وسپارل شوه، خو ترشا یې خلیل حقاني په پټه چارې مدیریت کولې.

دې نیوز وايي، پر خلیل تور و چې څو ځانمرګي بریدونه یې تنظیم کړي، خو دا یو طنز ښکاري چې بالاخره دی هم یوه ځانمرګي بریدګر وواژه.

د دې نیوز په باور، خلیل حقاني په دې وروستیو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تحریک طالبان پاکستان د ستونزې په اواري کې مهم رول درلود. د سرچینې په باور، که څه هم د هغه د هڅو په پایله کې کوم ستر پرمختګ نه دی راغلی، خو هغه د دواړو هېوادونو تر منځ د یوې منځنۍ لارې موندلو لپاره مهم ګڼل کېده.

دې نیوز وايي، په کابل کې د امریکایي اېم فور کارابین ټوپک له ځان سره ګرځول د خلیل لپاره د امریکا پر ضد د خپل بري یو سمبول و.

دې نیوز په پای کې وايي، «څوک چې د ټوپک په زور ژوند کوي، د ټوپک په زور مري» یوازې د خلیل لپاره نه بلکې د پاکستان او افغانستان د ټولو جګړه ځپلو سیمو لپاره صدق کوي.

سراج حقاني: د مغز، مقابلې او جګړې چل دې خلک له موږه زده کړي

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۳:۰۹ GMT+۰

د طالبانو د کورنيو چارو وزير سراج حقاني په پکتيا کې د خپل تره، خلیل حقاني د جنازې په مراسمو کې وویل، چې له چا سره شخصي دښنمني نه لري ، خو د مغز، جنګ او مقابلې چل دې خلک له دوی زده کړي. هغه ويلي، د «اسلامي نظام» په راتګ يې د مسلمانانو د قوت هیله درلوده خو ځينې بیا هم غلامي کوي.

د طالبانو د کورنيو چارو وزير سراج الدین حقاني د پنجشنبې په ورځ د پکتيا په ګرده څېړۍ ولسوالۍ کې د دې ډلې د کډوالو چارو د وزير خلیل حقاني د جنازې په مراسمو کې وويل، چې دوی ته دغه غم د «الله د دین په خاطر» رسېدلی دی.

نوموړي وویل، چې خلیل حقاني د مسلمانانو نه بلکي د «کفارو» دښمن و او د هغه وژل کېدل د قاتلانو لپاره هيڅ د افتخار خبره نه ده.

هغه زياته کړې: « زه په دې خفه یم چې دوی باید په دې کار خپل ځانونه نه واي رنګ بدي کړي، خلیل حقاني خو د کفارو دښمن و، تاسې په دې باندي څه غټه کامیابي وکړه؟ کاشکې تاسې د کفر خلاف یو عمل کړی واي چی د مسلمانانو شملې لوړې شوې وای.»

سراج حقاني په خپلو خبرو کې ويلي، چې له چا سره شخصي عقده او دښمني نه لري: «الله ج انتقام اخستونکی دی، موږ له چا سره شخصي عقده او شخصي دښمني نه لرو، خلک دې د مغز، جنګ او مقابلې چل له موږ نه زده کړي.»

د طالبانو د کورنيو چارو د وزير په خبره، د «تېر شل کلن جهاد» پر مهال یې سخت تکلیفونه ليدلي خو حوصله يې لا هم له لاسه نه ده ورکړې.

هغه زياتوي: « اسلامی نظام چې افغانستان کې راغلی زموږ ارزو وه، چې د مسلمانو لپاره به یو قوت وګرځي، نن کفارو ته داسي غلامي کيږي.»

نوموړي د بريد په اړه څه ونه ویل او نه يې هم مشخص د چا نوم ياد کړ، خو یادونه یې وکړه، چې دې خلکو حضرت علي او معاویه هم پرېنښودل، چې هدف یې ظاهرا داعش، یا ددوی په اصطلاح خوارج دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمان حقاني پرون چار شنبه په یوه ځانمرګي بريد کې ووژل شو.

د دغه بريد مسوولیت داعش ډلې په غاړه اخستی.

د خلیل الرحمان حقاني د جنازې مراسم نن د افغانستان پر وخت دوه بجې په پکتیا ولایت کې ترسره شول.

طالبان وايي له دوی پرته د افغانستان په اړه د امنیت شورا ناسته بې ګټې ده

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۵۸ GMT+۰

د طالبانو ویاند وايي، د دوی د استازي له حضور پرته د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډه بې ګټې ده. ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د طالبانو له حضور پرته د دې غونډې پرېکړې هم «پیچلې» دي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پنجشنبې په ورځ (د لېندۍ ۲۲مه) د افغانستان په اړه غونډه کوي.

ذبیح الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ (د لېندۍ ۲۲ مه) د طالبانو تر کنټرول لاندي ملي راډیو ټلویزیون سره په مرکه کې وغوښتل، چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ دې طالبانو ته وسپارل شي.

هغه ادعا کوي، چې طالبانو ته د ملګرو ملتونو د څوکۍ په سپارلو سره به د افغانستان په اړه غونډې ګټورې وي.

د طالبانو د ویاند په وینا، د دې ډلې د استازو له حضور پرته د امنیت شورا ناستې به « بې ګټې او له ابهام څخه ډکې» وي.

ټاکل شوې، چې په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا د افغانستان د وضعیت په اړه وینا وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت (یوناما) د چارشنبې په ورځ (د لېندۍ ۲۱مه) په یوه اعلامیه کې لیکلي، چې دغه غونډه د پنجشنبې په ورځ (د لېندۍ ۲۲مه) د افغانستان پر وخت د ماښام په ۷:۳۰ بجو جوړېږي.

تمه ده چې په دې غونډه کې به په افغانستان کې د بشري حقونو او د ښځو وضعیت وڅیړل شي.

اوس مهال د افغانستان څوکۍ د افغانستان د تېر حکومت د ډیپلوماټ نصیر احمد فایق په لاس کې ده.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت سهیل شاهین په ملګرو ملتونو کې د خپل استازي په توګه معرفي کړی، خو منل شوی نه دی.