طالبانو په غور کې شپږ تنه د الکولي مشروباتو د پېر او پلور په تور نیولي دي

په غور کې د طالبانو امربالمعروف ریاست ويلي، شپږ تنه يې د الکولي مشروباتو د پېر او پلور په تور نيولي دي. دغه رياست وايي، څلور تنه يې د شرابو د څښلو او دوه تنه يې د شرابو او نشه‌يي ګولیو د پلورلو په تور نيولي دي.