• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغانستان د زیمبابوې په وړاندې په دوهمه شل اوره لوبه کې توپ وهنه کوي

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۳۸ GMT+۰

د افغانستان او زیمبابوې د ملي لوبډلو ترمنځ د درې شل اوره لوبو د دوهمې لوبې پچه افغان لوبډلې وګتله او لومړی یې د زیمبابوې په وړاندې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

د زیمبابوې په کوربه توب نن جمعه د افغانستان د شل اوره ملي لوبډلې او کوربه هېواد د شل اوره ملي لوبډلې تر منځ د درېیو شل اوره سیالیو د لوبلړۍ دوهمه لوبه ترسره کیږي.

د دغه د دوهمې شل اوره لوبې پچه راشد خان وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

د زیمبابوې په وړاندې په دوهمه شل اوره لوبه کې د راشد خان په لوبډلمشرۍ، رحمن الله ګربز، زبید اکبري، صدیق الله اتل، درویش رسولي، عظمت الله عمرزی، محمد نبي، ګلبدین نایب، مجیب الرحمن، نوین الحق او فرید ملک په یوولس کسیز نووملړ کې اخیستل شوي دي.

په نني یوولس کسیز نوملړ کې د حضرت الله ځاځي پر ځای زبید اکبري، د محمد اسحاق پر ځای درویش رسولي او د کریم جنت پر ځای ګلبدین نایب اخیستل شوي دي.

د زیمبابوې په وړاندې دوه ورخې وړاندې په لومړنۍ شل اوره لوبه کې هم افغان لوبډلې د پچې په ګتلو سره لومړی د توپ وهنې پرېکړه کړې وه، خو هغه لوبه کوربه لوبډلې د څلورو وېکټو په توپیر وګټله.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

افغانستان د دریو شل اوره لوبو په لومړۍ سيالۍ کې له زمبابوې ماته وخوړه

۲۱ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۳۰ GMT+۰

زمبابوې کرېکټ لوبډلې د دريو شل اوره لوبو په لومړۍ سیالي کې افغانستان ته د څلور ويکټو په توپير ماته ورکړه. دغه لوبلړۍ نن چار شنبه د زمبابوې په کوربه توب پيل شوه.

د افغانستان او زمبابوې کرکټ لوبډلو ترمنځ د دریو شل اوره لوبو د لومړۍ سيالۍ پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړۍ يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

افغان ملي لوبډلې په شل اورونو کې د خپلو شپږ لوبغاړو په سوځېدو زمبابوې کرکټ لوبډلې ته ۱۴۵ منډې هدف وټاکه.

د افغان لوبډلې په توپوهنه کې کريم جنت ۵۴ او محمدنبي ۴۴ منډې وکړې. زمبابوې لوبډلې په شل اورونو کې د خپلو شپږو لوبغاړو په سوځېدو دغه هدف پوره کړ.

د زمبابوې پيليز توپ وهونکي برېن بونوت په ۴۹ توپونو ۴۹ منډې جوړې کړې.

د افغان لوبډلې په توپ اچوونکو کې نوین الحق درې، راشدخان دوه او محمد نبي يو لوبغاړي وسوځول.

د همدې سياليو دويمه راتلونکې لوبه د جمعې په ورځ د زمبابوې په هراري لوبغالي کې تر سره کيږي.

کرکټ بورډ د ملي لویډلې له مشر روزونکي جانتن ټراټ سره قرارداد وغځاوه

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۲۸ GMT+۰

د افغانستان کرکټ بورډوايي، چې د ملي لوبډلې له مشر روزونکي جانتن ټراټ سره یې د ۲۰۲۵ کال لپاره قرارداد غځولی. جانتن ټراټ په ۲۰۲۲کال کې د افغانستان ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه وګومارل شو چې درې کاله کیږي د ملي لوبډلې د روزنې چارې پرمخ وړي.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې « په تېرو دوو کلونو کې افغان ملي لوبډلې بې سارې لاسته راوړنې درلودې چې نوموړی هم په دې بریاوو کې د ملي لوبډلې سره مل و».

د ۲۰۲۳ کال پنځوس اوریز نړیوال جام کې چې افغان لوبډلې پکې د بریټانیا، پاکستان، سریلانکا او نیدرلنډ لوبډلو ته ماتې ورکړې او شپږم مقام یې ترلاسه کړ، د جانټن ټراټ رول مهم ګڼل کیږي.

د کرکټ بورډ وايي، چې پر همدې بنسټ له نوموړي سره قرارداد غځوي او هیله لري چې نوموړی د افغان کرکټ د پیاوړتیا لپاره لا ډېرې هلې ځلې وکړي.

ټاکل شوې نوموړی د زمبابوې پر وړاندې په پنځوس اوریزه لوبلړۍ کې د مشر روزونکي چارې مخته یوسي، خو په نورو لړیو کې به یې پر ځای حمید حسن د مشر روزونکي او نوروز منګل د مرستیال روزونکي په توګه دنده پرمخ یوسي.

په دې لوبو کې دده غیابت شخصي بوختیاوې یادې شوې دي.

کرېکټ بورډ: افغان کرېکټ ملي لوبډلې له زمبابوې سره د شل اوریزې لوبلړۍ لپاره تمرینات پیل کړل

۱۹ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۰۳:۳۴ GMT+۰

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د چهارشنبې په ورځ د زمبابوې په کوربه توب د دغه هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي.

افغان کرېکټ بورډ پر ټولنیزو شبکو له لارې پر خپلو رسمي پاڼو د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې تازه انځورونه خپاره کړي او وايي، چې د افغانستان د شل اوره کرېکټ ملي لوبډله د زمبابوې د ملي لوبډلې په وړاندې د شل اوره نړۍوالو سیالیو لپاره د ښه چمتوالي په موخه تمرینات پیل کړي.

د افغان کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، یادې لوبې د ډیسمبر میاشې په ۱۱مه نېټه پیلږي.

افغان لوبډله زمبابوې په دغه سفر کې د کوربه هېواد له ملي لوبډلې سره درې شل اوره، درې پنځوس اوره او دوې ټېسټ لوبې کوي.

له زمبابوې سره د شل اوره لوبې د راشد خان په لوبډلمشرۍ، پنځوس اوره او ټېسټ لوبې بیا د حشمت الله شهیدي په لوبډلمشرۍ ترسره کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان لوبډله د یادو سیالیو ترسره کولو لپاره څلور ورځې وړاندې زمبابوې ته رسیدلې ده.

افغان فوټبال لیګ کې استقلال جوانان او اټک انرژي لوبډلې بریالۍ شوې

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۸ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۰۹ GMT+۰

د افغانستان فوټبال د اتلانو لیګ د څلورم پړاو سيالیو پر مهال د یکشنبې په ورځ لومړۍ لوبه کې د کابل استقلال لوبډلې د کابل جوانان پيروزي لوبډلې ته یو پر صفر ماته ورکړه. د همدې ورځې په دويمه سيالۍ کې بیا د هرات اټک انرژۍ لوبډلې د فاریاب خراسان لوبډله ۲ پر صفر ماته کړه.

د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ د څلورم پړاو سياليو په درېیمه ورځ په لومړۍ لوبه کې کابل استقلال لوبډلې یو پر صفر د کابل جوانان پيروزي لوبډلې ته ماته ورکړه او درې نومرې يې خپلې کړي.

د سيالۍ په ۶۰ مه دقیقه کې د کابل استقلال لوبډلې عبدالحسين صمدي یو ګول تر سره کړ او لوبډله یې تر بريا ورسوله.

د نن یکشنبې ورځې په دويمه لوبه کې د همدې سياليو اتلې د هرات اټک انرژۍ لوبډلې دوه پر صفر د فاریاب خراسان لوبډله ماته کړه.

د سياليو په ۳۲ مه دقیقه کې د هرات اټک انرژۍ په لوبډله کې محبوب حنفي او په ۷۸ مه کې خلیل احمد احمدي ګولونه تر سره کړل.

د هرات اټک انرژۍ لوبډله د افغانستان اتلانو لیګ د دویم او درېيم فصل اتلولي له ځان سره لري.

د افغانستان د فوټبال د اتلانو لیګ په څلورم پړاو کې ۱۲ لوبډلې د اتلولۍ ګټلو لپاره یو د بل سره لوبيږي.

په دې سياليو کې د کابل استقلال او جوانان پیروزي، د هرات اټک انرژي، صرافان او سرخ پوشان، د فراه ابو مسلم او عدالت، د بلخ موج ساحل، د سرپل خادم، کندهار عینو مېنه او د فاریاب خراسان او سرسبز یاشلر لوبډلې برخه لري.

بنګله دېش هند ته په ماتې ورکولو د ۱۹ کلنو کرېکټ اسیا جام اتلولي وګټله

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۸ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۳:۱۸ GMT+۰

د ۱۹ کلنو کرېکټ اسیا جام په پایلوبه کې بنګله دېش هند لوبډلې ته د ۵۹ منډو په توپير ماته ورکړه او د دې جام اتلولې یې په خپل نوم کړه.

د ۱۹ کلنو کرېکټ اسیا جام په پايلوبه کې هند د لوبې پچه وګټله او بنګله دېش ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

بنګله دېش لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو هند لوبډلې ته ۱۹۹ مندې هدف وټاکه.

هند لوبډلې په ۳۵.۲ اوره کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۹ منډې جوړې کړې او د ۵۹ منډو په توپير يې په پايلوبه کې ماته وخوړه.

دغه سيالۍ د متحده عربي اماراتو په کوربه توب پيل شوې وې.

د ۱۹ کلنو د کرېکټ اسیا جام یو ورځنۍ سیالۍ د لیندۍ په ۹مه نېټه پیل شوي وې.

په دغو سیالیو کې افغانستان، پاکستان، هند، بنګله‌دېش، سریلانکا، جاپان، نپیال او متحده عربي اماراتو لوبډلې شاملې وې.

د افغانستان په ګډون سریلانکا، جاپان، نیپال او عربي اماراتو لوبډلو په ګروپي سیالیو کې خپلې لوبې بایللې وې.