په سوات کې د پولیسو یو مشر د وسله والو په برید کې وژل شوی او یو پولیس ژوبل دی

پاکستاني رسنیو د سوات پولیسو له قوله خبر ورکړی چې په مینګوره کې د پولیسو د حوزې مشر د وسله والو په برید کې وژل شوی او یو پولیس ژوبل دی. په دغو ډزو کې یو وسله وال هم وژل شوی دی.