• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازی: ایران هر کال پر افغان کډوالو ۱۰ ميليارد ډالره مصرفوي

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۳ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۰۱ GMT+۰

ملګرو ملتونو کې د ایران سفير او دايمي استازي د افغانستان د وضعت په اړه په خپلو خبرو کې ويلي، دوی هر کال د افغان کډوالو د اړتيا پوره کولو لپاره لس ميلیارد ډالره لګوي. امیرسعيد ایرواني وايي له افغانستان د امریکا تر بې پروا وتلو وروسته له ۶ ميليونو ډېر افغانان ایران ته کډوال شول.

امیرسعيد ایرواني وايي له افغانستان د امریکا له بې پروا وتلو وروسته له ۶ ميليونه زیاتو افغانانو په ایران کې پناه اخیستې.

ښاغلی ایرواني د افغانستان د وضعت په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا په نوبتي غونډه کې ويلي، چې دوی د خپلو محدودو سرچينو له کبله تر فشار لاندې دي او د کډوالو په برخه کې يې نړيوالې ټولنې ملاتړ نه دی کړی.

امیر سعید دا هم ويلي، چې د کډوالو لپاره د کور، کار او بشري خدمتونو د برابرولو لپاره د ایران او پاکستان په څېر هېوادونه دوامدارو مرستو ته اړتیا لري.

د ایران مهر خبري اژانس د دغه ایراني سفير د وینا متن نشر کړی، چې پکې نوموړي په افغانستان کې د بشری ناروين او ننګونو د زياتېدو په اړه هم اندېښنه ښودلې.

هغه په افغانستان کې د مرستو او لویو همکاريو کمښت او د ښځينه مرستندویه کارکوونکو محدودیتونه د کړکېچ د زياتېدو لاملونه بللي، چې له امله یې ښخې او ماشومان له خطر سره مخ کړي دي.

هغه له نړېوالۍ ټولنې د بې طرفه بشردوستانه مرستو غوښتنه کړې.

نوموړی په افغانستان کې د سولي او ثبات لپاره د خلکو په خوښه د قوانينو او ټولشموله حکومت د رامنځ ته کېدو غوښتنه کړې، چې ور سره به د کډوالۍ مخه هم ونيول شي.

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي په افغانستان کې د خلیل حقاني د وژلو وروستۍ پېښې ته په اشارې ویلي، چې په دغه هېواد کې لا هم داعش، القاعده او نورې وسله والې ډلې د سيمې ثبات ته جدي ګواښ دی، چې په وړاندي يې ګډه مبارزه پکار ده.

امیر سعيد ویلي، چې هېواد يې د افغانستان د سیاسي، اقتصادي او ټولنيزې بیارغوني ملاتړ او مرسته کوي.

ایران د افغانستان یو له ګاونډیو هیوادونو څخه دی چې تر پاکستان زیات افغان کډوال په جبري ډول له دغه هیواده باسي او یا په دغه هیواد کې د پولیسو له لوري سخت ځورول کیږي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي: د طالبانو سیاستونو د دې ډلې په رسمیت پیژندل ناشوني کړي دي

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۳:۳۹ GMT+۰

د امنیت شورا د ځینو غړو په ګډون ۱۴ هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې وویل؛ تر څو چې طالبان ښځې ځپي، د دې ډلې حکومت به په رسمیت ونه پیژندل شي. دوی له طالبانو وغوښتل، چې ژر تر ژره د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو له حقونو او ازادۍ څخه په سیستماتیک ډول سرغړونې پای ته ورسوي.

د امنیت شورا ۱۱ غړو او درېیو نورو هېوادونو د افغانستان په اړه د امنیت شورا د غونډې په څنډه کې په یوه ګډه اعلامیه کې «د طالبانو سیستماتیک جنسیتي تبعیض، د جنسیتي تاوتریخوالي زیاتوالی او په افغانستان کې د ښځو او نجونو د بشري حقونو پرله پسې سرغړونې» په کلکه وغندلې.

د امنیت شورا له غونډې سره سم د امریکا، بریتانیا، فرانسې، اکوادور، جاپان، مالټا، ډنمارک، یونان، پانامې، سریلانکا، ګیانا، سویس، سلوانیا او سویلي کوریا هېوادونو په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه خپله ګډه اعلامیه د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې خپره کړه.

دغو هېوادونو له طالبانو وغوښتل چې سمدستي هغه تګلارې چې د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو اساسي حقونه او ازادي محدودوي، مخه یې ونیسي. په اعلامیه کې راغلي: "دا ډول ناوړه چلند باید ودرول شي."

دغې شورا له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز، د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې د پوهنتونونو او طبي موسسو تړلو ته اشاره وکړه او ویې ویل، چې طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې د ښځو غږ د خاموشه کولو او په بشپړ ډول له ټولنیز ژوند څخه د هغوی د لرې کولو په موخه تر ۸۰ ډېر تبعیضي فرمانونه صادر کړي دي.

دغو ۱۴ هېوادونو طالبانو ته ویلي، چې د افغانستان نړۍوالو مکلفیتونو درناوی وکړي، چې په کې د بشري حقونو نړۍواله اعلامیه، د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیون، د ماشومانو د حقونو کنوانسیون او د امنیت شورا ټول اړوند پرېکړه لیکونه شامل دي. د امنیت شورا ۱۳۲۵ پرېکړه لیک کې د ښځو، سولې او امنیت ته درناوي موضوع ذکر شوې ده.

د امنیت شورا د غړو په ګډه اعلامیه کې راغلي: "طالبان چې د کوم رسمیت پیژندنې په لټه دي که همداسې دوام ورکړي، ترلاسه کولای یې نه شي.»

دوی ټینګار وکړ چې "افغان مېرمنې د زده کړې حق او په اقتصاد او د ټولنې په ټولو برخو کې د معنوي ګډون حق لري."

دغو هېوادونو د افغانستان د راتلونکي په اړه په مهمو بحثونو کې د ښځو د ونډې غوښتنه وکړه او له هېوادونو او د یوناما له دفتره یې وغوښتل چې د طالبانو او د افغانستان د خلکو په وړاندې د یو همغږي چلند د رامنځته کولو لپاره کار وکړي.

د امریکا سفیره وایي طالبانو له خپل نوي فرمان سره خپلې مېرمنې او مېندې په مرګ محکومې کړي

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۲:۴۰ GMT+۰

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې د ښځو لپاره د طبي زده کړو ممنوعیت د "مرګ له حکم" سره تشبیح کړ او ویې ویل، چې د طالبانو دغه حکم نه کلتوري دی او نه مذهبي.

لینډا توماس ګرینفیلډ وویل، چې په دې حکم سره طالبان غواړي چې د دوی میندې، مېرمنې او لوڼې د ناروغۍ په حال کې د دوی د سترګو پر وړاندې ومري.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې د طالبانو د مشر وروستی فرمان چې د افغان مېرمنو پر طبي زده کړو بندیز لګوی له منطق څخه لرې بللی او ویلي یې دي، چې دغه حکم د افغان ښځو او نجونو لپاره د اعدام حکم لري.

ګرینفیلډ وویل، چې "د طالبانو د جبر په مقابل کې به د افغانستان خلک پیاوړي پاتې شي" او د طالبانو د بې عدالتیو په وړاندې به بې تفاوته نه وي.

د امريکا سفيرې په افغانستان کې د بشري وضعيت د خرابوالي په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل، چې د دغه هیواد تر نيمايي ډېر وګړي د خوړو له کموالي او خوارځواکۍ سره مخ دي.

ګرینفیلډ افغان مېرمنو ته په خطاب کې وویل: "موږ به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په اختیار کې له ټولو وسیلو کار واخلو ترڅو طالبان مجبوره کړو چې خپل تبعیضي فرمانونه لغوه کړي."

هغې وویل، هیله منه ده چې د دوحې بهیر به ملګرو ملتونو ته د افغان حکومت د راستنېدو لپاره د لارې نقشه جوړه کړي او طالبان به د نړۍ او افغانانو هیلو ته ځواب ووايي.

د امریکا سفیره د دوحې په بهیر کې د افغان کارپوهانو په ځانګړې توګه د افغان مېرمنو مانادار شتون غوښتنه وکړه او وې ویل: « موږ طالبانو ته اجازه نه ورکوو چې د دغو ناستو شرایط وضع کړي او یا هم افغان کارپوهان له دې بهیره وباسي.»

د دوحې په درېیمه ناسته کې طالبانو خپل حضور د سیاسي او مدني استازو په نه ګډون مشروط کړی و او ملګرو ملتونو د امریکا له کوم جدي اعتراض پرته د طالبانو دغه غوښتنه ومنله.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال د دوحې له غونډې سره په څنګ کې د افغانستان د مدني ټولنې له استازو سره جلا ناسته وکړه.

په ملګرو ملتونو کې د فرانسې استازی: د افغانستان امنیتي وضعیت په وروستیو میاشتو کې خراب شوی

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۰:۵۶ GMT+۰

په ملګرو ملتونو کې د فرانسې استازي د دغه سازمان د سرمنشي وروستي راپور ته په اشارې سره وویل، چې القاعده په افغانستان کې فعاله ده او داعش - خراسان هم د سیمې امنیت له ګواښ سره مخ کړی دی. جي درمدیکاري زیاته کړه، چې په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې امنیتي وضعیت خراب شوی دی.

د پنجشنبې په ورځ په ملګرو ملتونو کې د فرانسې د سفیر مرستیال د افغانستان په اړه د دغه سازمان د امنیت شورا په غونډه کې وویل، چې داعش خراسان په اروپا کې هم خپل ملاتړي فعال کړي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د سپټمبر په پای کې د افغانستان د امنیتي وضعیت او د سیمه ییزې او نړیوالې سولې او امنیت په اړه د هغې د پایلو په اړه درې میاشتنی راپور وړاندې کړ. په دغه راپور کې ویل شوی، چې داعش ډلې په افغانستان کې د امنیت د تامینولو په اړه د طالبانو پر ادعا ملنډې وهلې دی.

د روان کال د لیندۍ میاشتې په نیمایي کې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د القاعدې، افغان طالبانو او پاکستاني طالبانو تر منځ د ملاتړ او همکارۍ زیاتوالی په ډاګه کړ. امنیت شورا په افغانستان کې د دغو ډلو د بشري سرچینو او ګډو روزنیزو کمپونو ته په اشارې سره ویلي، چې دوی وژونکي بریدونه کوي.

طالبانو په وار وار د داعش - خراسان د ګواښ په اړه د هېوادونو اخطارونه د داعش لپاره مبالغه او تبلیغات بللي دي. خو داعش وتوانېد چې پرون د کډوالو په وزارت کې په یو ځانمرګي برید کې د طالبانو وزیر خلیل حقاني ووژني.

د ښځو لپاره د مرګ سزا

د فرانسې استازي په افغانستان کې د طب په برخه کې د ښځو پر زده کړو بندیز وغنده او ویې ویل، چې طالبانو په دې کار سره "د ډېرو ښځو د مرګ حکم لاسلیک کړ".

هغه وویل، چې طالبان هره ورځ ښيي چې د جنسیتي تبعیض او د ښځو او نجونو د ځورولو د پالیسیو په پلي کولو کې قاطع دي.

په امنیت شورا کې د چین استازي له طالبانو وغوښتل چې یو منځلاری او ټول ګډونه حکومت جوړ کړي

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۲۰:۱۵ GMT+۰

په ملګرو ملتونو کې د چین استازي د امنیت شورا په غونډه کې پر طالبانو غږ وکړ، چې د امر بالمعروف د قانون په اړه د هېوادونو اندېښنې جدي ونیسي. هغه وویل، چې نړۍ تمه لري چې طالبان به یو "منځلاری او ټول ګډونه حکومت" جوړ کړي او په افغانستان کې له "ترهګرۍ" سره مبارزه وکړي.

د امنیت شورا په نننۍ غونډه کې د چین سفیر هڅه وکړه، چې د طالبانو لاسته راوړنې روښانه کړي او له نړۍ یې وغوښتل چې د دغې ډلې له حکومت سره مرسته وکړي.

ښاغلي فو کانګ وویل: «افغانستان د خپلې سوله ییزې بیارغونې په یو مهم پړاو کې دی. امنیتي وضعیت ښه شوی او د خلکو د ژوند شرایط په تدریجي ډول مخ پر ښه کیدو دي. له افغانستان سره سیمه ییزې همکارۍ ژورې او پیاوړې شوې دي.

هغه دا هم وويل، چې په تېرو درېيو کلونو کې د طالبانو حکومت د افغانستان د اقتصاد د بيا رغولو او د سيمې له هېوادونو سره د سوداګريزو اړيکو د پياوړتيا لپاره ګامونه پورته کړي دي. د چین سفیر زیاته کړه چې د طالبانو د مالیاتو عواید زیات شوي او ښځینه متشبثینو د هېواد په اقتصادي فعالیتونو کې برخه اخیستې ده. هغه دغه لاسته راوړنې "هڅوونکې" وبللې.

چین او طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې په تدریجي ډول ښې اړیکې جوړې کړې دي. چین او روسیه د امنیت شورا دوه هغه غړي هېوادونه دي چې د غربي هېوادونو د فشارونو او نیوکو پر وړاندې د طالبانو د حکومت دفاع کوي. چین په وار وار له امریکا غوښتي چې د افغانستان په بیارغونه کې مرسته وکړي او د افغانستان مرکزي بانک کنګل شوې پیسې خوشې کړي.

همدا راز د چین استازي له طالبانو وغوښتل چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ته بدلون ورکړي. هغه په ​​ځانګړې توګه له طالبانو وغوښتل چې د ښځو حقونو او په ځانګړې توګه د زده کړو حق ته درناوی وکړي.

هغه له طالبان دا هم وغوښتل چې باید د "ترهګرۍ سره د مبارزې" لپاره اقدام وکړي او اجازه ورنکړي چې "افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو ډلو په مرکز بدل شي."

په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازی: د داعش د ځپلو لپاره د طالبانو اقدامات کافي نه دي

۲۲ لیندۍ ۱۴۰۳ - ۱۲ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۸:۱۳ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د روسیې استازي په افغانستان کې د داعش پر وړاندې د طالبانو کړنې نیمګړې وبللې. واسیلي نیبنزیا د پنجشنبې په ورځ وویل، چې د داعش خراسان څانګې په افغانستان کې خپل حضور پیاوړی کړی او نوي جنګیالي استخداموي.

نوموړي د امنیت شورا په ځانګړې غونډه کې د افغانستان د وضعیت په اړه وویل، چې روسیه له افغانستانه د امنیتي ګواښونو په اړه اندېښمنه ​​ده.

نیبنزیا د داعش خراسان څانګه د افغانستان او سیمې لپاره یو جدي ګواښ وباله او ویې ویل: "موږ د طالبانو له کړنو خبر یو، خو له بده مرغه دغه هڅې د دغې ډلې د له منځه وړلو لپاره کافي نه دي. موږ ګورو چې دا ډله په افغانستان کې خپل حضور پیاوړی کوي او نوي جنګیالي استخداموي، په ځانګړې توګه له افغانستان څخه بهر."

په ملګرو ملتونو کې د روسیې د استازي په وینا، د داعش خراسان څانګې نوي ترهګریز بریدونه پیل کړي. د ده په وینا، د دغو بریدونو قربانیان د ښځو او ماشومانو په ګډون اکثره قومي او مذهبي لږکي دي.

هغه زیاته کړه، چې په افغانستان کې د داعش موخه نه ده بدله شوې او دغه ډله هڅه کوي چې په دغه هېواد کې د یو بدیل ځواک په توګه ځان مطرح کړي. د نیبنزیا په وینا، داعش هڅه کوي افغانستان او سیمه بې ثباته کړي.

د روسیې سفیر وویل، چې د داعش خراسان څانګه بهرنۍ مرستې ترلاسه کوي او په افغانستان کې د لویدیځو ځواکونو له خوا پاتې شوې وسلې کاروي.

نیبنزیا په داسې حال کې په افغانستان کې د داعش پر ګواښ ټینګار کړی، چې د چهارشنبې په ورځ په یو ځانمرګي برید کې چې دغې ډلې یې مسوولیت په غاړه واخیست، د طالبانو د کډوالو چارو سرپرست او د دغې ډلې یو تر ټولو بانفوذه وزیر خلیل الرحمن حقاني ووژل شو.

د طالبانو ویاندویانو په وار وار د داعش ګواښ بې اهمیته بللی او په افغانستان کې یې د دې ډلې د پام وړ شتون رد کړی دی.

د بشري حقونو د وضعیت څارنه

په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر د پنجشنبې په ورځ د امنیت شورا په غونډه کې د افغانستان د وضعیت په اړه وویل، چې مسکو په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون د بشري حقونو وضعیت له نږدې څاري. هغه په ​​ځانګړې توګه د نوي فرمان یادونه وکړه چې په طبي موسسو کې د ښځو او نجونو د زده کړې منع کوي.

نیبنزیا د خپلې وینا په یوه بله برخه کې له طالبانو وغوښتل، چې د ټولو قومي او سیاسي ډلو د استازو په شتون سره یو ټول شموله حکومت جوړ کړي. هغه ټینګار وکړ، چې مسکو په دواړو برخو کې پرمختګونه څاري.

د طالبانو مشرتابه د یو نوي فرمان په صادرولو سره په افغانستان کې د ښځو او نجونو د لوړو زده کړو وروستۍ سرچینه په نښه کړه او د طبي موسسو د دروازو په تړلو سره یې ښځې او نجونې په بشپړه توګه د لوړو زده کړو له بهیره بې برخې کړې. طالبانو تر اوسه د دغه فرمان د لغوه کېدو په اړه د نۍوالې ټولنې او افغان سیاسي مشرانو د غبرګون په اړه څه نه دي ویلي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې د استازي او په دغه سازمان کې د چین د استازي د څرګندونو بله برخه په افغانستان کې د یو جامع حکومت د جوړېدو په اړه وه، چې طالبانو له درېیو کلونو راهیسې دغه غوښتنې ته جدي پام نه دی کړی.

طالبان خپل حکومت ټول شموله بولي، چې د دې ډلې په وین، په کې د بېلابېلو قومونو استازي شتون لري، خو تر دې وړاندې روسیې ویلي وو، چې د طالبانو د حکومت زیاتره غړي په یوې ډلې او یو قوم پورې اړه لري.