د ایران په یزد ښار کې ۱۷۰ سوداګریز مرکزونه د افغانانو د ګومارلو له امله تړل شوي دي

په ایران کې د یزد روغتیايي مرکز مشر ویلي چې دوی د استوګنې له اسنادو پرته د افغانانو د ګومارلو له امله ۱۷۰ بېلابېل سوداګریز مرکزونه تړلي دي. محمود واعظپور وويل، دغه سوداګريز مرکزونه د قضايي ارګانونو له خوا سرغړوونکي وپېژندل او وتړل شول.